د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د طالبانو خپلمنځي اختلافات، د هغوی د مالي منابعو کمښت او د سیمې سیاسي تحولات د دې سبب شوي چې دا ډله د جګړې په ډګر کې په بې سارې ډول وځپل شي.
د دفاع د وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د شفق دوه په نامه پوځي عملیات لوګر، پکتیکا، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو ته غځېدلي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت ۳۰ وسلهوال مخالفین په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
ښاغلی رادمنش وايي، د سیمې استخبارات لا هم د افغان دولت له وسلهوالو مخالفینو ملاتړ کوي او که دا ملاتړ نه وي افغان ځواکونه به په کم وخت کې د هېواد امنیتي وضعیت بدل کړي.
جنرال رادمنش زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د جګړو شدت او د دولت د وسلهوالو مخالفینو فعالیتونو ته په پام سره له ځانګړو او کمانډو ځواکونو زیاته استفاده کېده چې د نوموړي په خبره اوس دا وضعیت بدل شوی او روان پوځي عملیات تر ډېره بریده د ملي پوځ سرتېري پر مخ وړي.
دفاع وزارت وايي، بادغیس او غزني کې ځینې مهمې سیمې د دولت د وسلهوالو مخالفینو له موجودیته تصفیه شوي او په ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش پټن ځایونه او د فعالیت مهمې سیمې د افغان امنیتي ځواکونو لاسونو ته پریوتي دي.
افغان امنیتي ارګانونه په داسې وخت کې د دولت د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د شدت او پراخوالي خبره کوي چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلیدو موضوع هم ګرمه شوې ده.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له یو شمېر طالب مشرانو سره د سولې د خبرو په خاطر تماس لري او په پاکستان کې د افغانستان سفیر هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بیا پیل ته به زمینه برابره شي.
خو لانګ وار ژورنال ویبپاڼې په خپله وروستی ګڼه کې د طالبانو په حواله ویلي چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي بلکې د وسلهوال فعالیت د دوام لپاره به له نورو ډلو په ځانګړي ډول له القاعده سره اړیکه ټینګه کړي.