هایلایټ، لنډ او مهم خبرونه له فریدې سیال سره
د اوکرایین پر بندري اودیسا ښار د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې درې کسان ټپیان شوي دي.
د خيبر پښتونخوا د مردان په جلاله کيمپ کې زېږېدلی افغان کډوال سهيل احمد وايي چې د کډوالو ستنولو بهير يې زدکړې اغېزمنوي. نوموړی وايي چې د مې پر اوومه يې د ۱۱م ټولګي ازموينې دي، خو د پاکستان د حکومت لخوا د بې اسناده او د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو افغانانو د شړلو عمل سخت اندېښمن کړی دی.
د نن ورځې مهم خبرونه له اسدالله لودین سره
په پېښور کې مېشت افغان هنرمندان له پاکستانه د افغانانو ایستلو د خپل ژوند او د افغاني موسیقۍ راتلونکې په اړه اندېښمن دي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ سندرغاړي او موسیقاران پېښور ته کډه شول.
د یکشنبې په ورځ په برید کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ووژل شول او۱۱۷ نور ټپیان شول. د سومي خلک او چارواکي د پرونۍ مرګونۍ پېښې قربانیانو ته د درناوي لپاره د ویر او ماتم مراسم نیولي وو.
په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځور ممنوعیت "ناسم فهم دی چې له شریعت څخه کیږي"
ملاهیبت الله پر اعدامونو ټینګار کوي؛ بشري فعالان یې د انساني کرامت سره په ټکر کې بولي. پاکستان افغان کورنۍ ویشلي. اې سي سي کارتونو والا باسي او پي او ار پاتې کوي. د یو اف سي لوبو نندارې ته ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ملګري یې ورغلي وو. د صفي الله ستانکزي په کوربه توب پاسني خبرونه هایلایټ کې کتلی شئ.
هایلایټ، لنډ او مهم خبرونه
د پاکستان په شمال کې څنګه په هوښیارۍ سره اوبه مدیریت کېږي؟
بسم الله همدرد چې د اقتصاد له پوهنځي فارغ دی په کابل کې د سړک په سر بریاني پلوري. وايي لومړیو کې یې سختۍ وګاللې خو اوس یې کار په غوړېدو دی او ګڼ مشتریان یې پیدا کړي.
نور راوښيه