پاکستان وايي د افغان کډوالو د اخراج په پروسه کې د هغوی د ځورونو د مخنیوي لپاره یې یوه ځانګړې اداره جوړه کړه. دغه اقدام کابل ته د دغه هېواد د مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له سفر او اعلان وروسته شوی.
په پاکستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغان سفارت سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې چې د افغان کډوالو د مالونو د لوټېدو شکایتونه ور رسېدلي او دوی یې د پاکستان له حکومت سره څېړي.
ښاغلي حسن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار سره په لیدنه کې دا خبره کړې ده. د ارګ ماڼۍ په بیان کې راغلي چې د کډوالو سره د ناوړه چلند په تړاو ښاغلي ملا حسن زیاته کړې چې دا کړنې د دواړو هېوادونو تر منځ واټن رامنځته کوي او تېرې ښې اړیکې باطلې ګرځوي.
امریکایي او ایراني چارواکو د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه دویم دور مذاکرو کې ګډون وکړ. د امریکا دریځ دا دی چې ایران د یورانیمو له بډاینې لاس واخلي.
د تهران او واشنګتن ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو دوهم پړاو سبا پیلیږي، خو یوه ورځ مخکې تر دې خبرو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ماسکو د سفر پرمهال شک څرګند کړ چې واشنګتن د ده په وینا له زړه غواړي چې دا خبرې مخته ولاړې شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي د مارچ له شلمې راهیسې له ایران او پاکستانه په لسګونه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې.
د طالبانو حکومت د روسیې د سترې محکمې د هغه اقدام هرکلی کړی چې طالبان یې د دغه هېواد د ترهګرو له نوملړ ایستلي دي. په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف د روسیې د سترې محکمې پرېکړه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې هغه ته ابلاغ کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج [ژوره اندېښنه] ښوولې.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي ویلي چې ایران د څو اټومي بمونو د جوړولو لپاره اړین توکي لري خو لا تر اوسه اټومي وسلې نه لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له پاکستانه ستنو شویو افغان کډوالو ته خپلې مرستې زیاتې کړي او دغه ناورین ته پام واړوي. په ورته وخت کې یو شمېر هغه افغانان چې تازه له پاکستانه ایستل شوي وايي، بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان خبریالې فرشته سدید نیول د کډوالو د حقونو نقض ګڼلی او د هغې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
نور راوښيه