د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي د مارچ له شلمې راهیسې له ایران او پاکستانه په لسګونه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې.
د طالبانو حکومت د روسیې د سترې محکمې د هغه اقدام هرکلی کړی چې طالبان یې د دغه هېواد د ترهګرو له نوملړ ایستلي دي. په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف د روسیې د سترې محکمې پرېکړه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې هغه ته ابلاغ کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج [ژوره اندېښنه] ښوولې.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي ویلي چې ایران د څو اټومي بمونو د جوړولو لپاره اړین توکي لري خو لا تر اوسه اټومي وسلې نه لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له پاکستانه ستنو شویو افغان کډوالو ته خپلې مرستې زیاتې کړي او دغه ناورین ته پام واړوي. په ورته وخت کې یو شمېر هغه افغانان چې تازه له پاکستانه ایستل شوي وايي، بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان خبریالې فرشته سدید نیول د کډوالو د حقونو نقض ګڼلی او د هغې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي، د کډوالو د اېستلو د غیر منظم اقدام له امله یې کورنۍ ویشل شوي دي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه چې د بېلابیلو کورنیو غړي نیم په پاکستان کې پاتې دي او نیم افغانستان ستانه کړل شوي دي.
د دغو خبرو هدف د تهران اټومي پروګرام دی چې د چټک پرمختګ په حال کې دی. دغه وزارت د خبرو فضا رغنده او د دواړو متبعو هېوادونو د دریځ ته د درناوي په اساس وبلله او زیاته یې کړه چې د شنبې ورځې خبرې د بندیزونو د لرې کولو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه څرخېدې.
د دغو خبرو هدف د تهران اټومي پروګرام دی چې د چټک پرمختګ په حال کې دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایراني پلاوي مشري کوي او د امریکا د متحد ایالتونو له لورې د خبرو مشري د ولسمشر ټرمپ د منځني ختیځ استازی سټیف ویټکوف کوي.
تمه ده د منځني خیتځ لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی سیټف ویتکاف د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وګوري.
نور راوښيه