د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټولو ولایتونو ته د حساسو او غیز حساسو انتخاباتي موادو د رسېدو خبر ورکړی دی. د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات به د روانې لمریزې تلې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.