په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو په ترڅ کې هغه افغان کوچیان هم د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي چې شاوخوا څلور لسیزې هلته اوسیدلي دي. دا چې دا کوچیان د پاکستان کومو سیمو کې اوسیږي او د اخراج په صورت کې به یې عمده ستونزې څه وي؟ د دوی له استازي ملک روزي خان کوچي سره اسداله لودین مرکه کړې.
د پښتو ژبې او ادب د ژوندي ساتلو د پاره منظمې هڅې مهمې دي او د دې پاره ادبي ټولنې جوړې شوي دي. په پښتو کې لومړۍ ادبي ټولنه کله جوړه شوه؟ نوموتې ادبي جرګې کومې کومې دي او څومره کار يې کړی دی ؟ د پښتو ادب او ژبې په پرمختګ کې د ادبي تنظومونو ونډه څومره ده؟ د راشد خټک تفصیلي راپور ته غوږ شی
میرمن سویتا هغه افغان ممثله ده چې د "کونډې زوی" سریال کې د رول لوبولو له امله یې شهرت وموند. هغه د افغانستان له لومړنیو ښځینه ممثلینو څخه وه، چې په سینما او تلویزیون کې یې کار کړی. سویتا اوس په مهاجرت کې ژوند کوي. د ازادي مېلمه خپرونه کې فرشتې سهاک ورسره د ژوند او هنري سفر په اړه خبرې کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ادارو په کچه د ښځو پر کار او د ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو مسلسل محدودیتونه لګولي دي. د همدې له کبله، په تېرو دریو کلونو کې د هغو ښځو او نجونو شمېر ډېر شوی چې داسې وړو کاروبارونو ته یې مخه کړې چې د طالبانو له محدودیتونو سره په ټکر کې نه دي.
د ازادي راډیو اونیز د اساسي او بشري حقونو په پروګرام کې د بیان د ازادۍ په حق باندې خبرې شوې. په پیل کې به واورئ چې ولې د طالبانو نظام له خلکو څخه د بیان د ازدۍ حق اخیستی دی؟ په سیاسي برخه کې دخلکو په خبرو باندې بندیز کومې بدې پایلې درلودلی شي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
د ازادي راډیو په اونیزې تاندې څانګې خپرونه کې د راډیو له لارې د زده کړو په مثبتو پایلو باندې خبرې شوې دي، په پیل کې به واورئ چې د راډیو له لارې زده کړې څه ډول وړاندې شي، او زده کوونکي کومې خبرې په پام کې ونیسي چې زده کړه یې د منلو وړ پایله ولري
د ازادي راډیو اونیز د اساسي او بشري حقونو په پروګرام کې په کډوالۍ کې د کډوالو په حقونو باندې خبرې شوې دي، په پیل کې به واورئ چې کډوال په بهر هیوادونوکې کوم حقوق لري؟ په خپل کډوال شوي کس ته د کومو خبرو په پام کې نیول اړین دي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
د ازادي راډیو په اونیزې تاندې څانګې خپرونه کې د ځینو هغو ځوانانو په هکله خبرې شوې دي چې د واده کولو توان نلري نو ځکه خو په ډلیزو ودونوکې نوم لیکنه کوي. په ودونوکې بېځایه لګښت، ولور او د خلکو په خبره نامناسبه دودونو ځوانان له کومو ستونزو سره مخ کړې دي ؟ دا خپرونه فرشته مرسل جوړوي
د ازادي راډیوپه اونیزې نیمې نړۍ خپرونه کې د یو شمېر هغو ښځو په هکله خبرې شوې چې وایي په صحي برخه کې د زده کړې د مرکزونو له بندیدلو څخه وروسته روانی ستونزې ورته پیدا شوې دي. دا نجونې له خپل ژونده څه وایي ؟ دا پروګرام فرشته مرسل جوړوي
د زهرو کاروان په دی خپرونه کې په معتادانو کې د ريلپس یا تر درملنې وروسته د بیا معتاد کېدو په اړه بحث شوی.
د ازادي راډیو اونیز د اساسي او بشري حقونو په پروګرام کې د کور په چاروکې د میرمنو د پریکړو په حق باندې خبرې شوې دي، په پیل کې به واورئ چې ولې ځینې نارینه له کور څخه بهر او په کور دننه د کورنیو چارو د پریکړو حق یوازې خپل ګڼي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
نور راوښيه