د روسیې سترې محکمې پنجشنبه( د اپریل ۱۷ مه) پریکړه وکړه چې طالبان نور د دغه هیواد د ترهګرو په نوملړ کې نه دي. اسوشیتد پریس اژانس دا پریکړه د طالبانو لپاره دیپلوماتیکه بریا بللې ده.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سیندیزو سیمو په ځینو برخو کې د بارانونو، سختې واورې او سیلابونو د راوتلوخبر ورکړی دی. د دوی د اوبو او انرژۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپور کړي خبرداري کې له خلکو غوښتي چې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
په افغانستان کې د سړو خونو کمښت د کروندګرو لپاره یوه جدي ستونزه ده. دوی وايي، له دې امله اړ دي چې خپل محصولات د خوسا کېدو له ویرې په ډیره ارزانه بیه وپلوري. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونه خونه د سړو خونو د نشتوالي لامل مالي ستونزه یادوي.
طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان یوه فعاله میرمن پتینګړه کاکۍ او یو خبریال راشد کاشفي د دویم ځل لپاره توقیف او زنداني کړي دي. د دوی دکورنۍ غړو او خواخوږو ازادۍ راډیو ته د هغوی نیول کېدل تایید کړي
طالب او پاکستاني چارواکو په کابل کې خپله پرونۍ غونډه مهمه بللې او ویلې يې دي چې پر " حساسو او ستراتیژیکو " مسایلو یې بحثونه کړي دي. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ ۷مه غونډه وه چې کابل کې د بندو دروازو ترشا ترسره شوه. د پاکستان د پلاوي مشري محمد صادق خان او د طالبانو ملا عبدلقیوم ذاکر کوله.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج [ژوره اندېښنه] ښوولې.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي ویلي چې ایران د څو اټومي بمونو د جوړولو لپاره اړین توکي لري خو لا تر اوسه اټومي وسلې نه لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له پاکستانه ستنو شویو افغان کډوالو ته خپلې مرستې زیاتې کړي او دغه ناورین ته پام واړوي. په ورته وخت کې یو شمېر هغه افغانان چې تازه له پاکستانه ایستل شوي وايي، بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې د امریکا د مرستو د ځنډیدو له امله ښايي د روان کال تر پایه د افغانستان له لس سلنې زیات اوسېدونکې له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.
د نجونو او ښځو د حقونو ملاتړه د بهر میشتو افغانو جرګه وايي، تمه لري چې دا ځلي د طالبانو حکومت سره خبرې یې یوه ملموسه پایله ولري.
د منځني ختیځ د چارو لپاره د امریکا ځانګړی استازی او له ایران سره د خبرو اترو لپاره د امریکا د پلاوي مشر سټیف ویټکوف ویلي دي چې ایران باید د یورانیمو له غني کولو او اټومي فعالیتونو لاس واخلي.
نور راوښيه