د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۹

نړۍ

نتنیاهو: ایران ښايي د اسرائیل د ټاکنو د ګډوډولو هڅه وکړي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې ایران او متحدې ډلې یې ښايي د سې شنبې ورځې د پارلماني ټاکنو د ګډوډولو لپاره بریدونه وکړي.

نتنیاهو د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې استخباراتي معلومات د داسې بریدونو احتمال ښيي.

هغه ایران ته خبرداری ورکړ چې د اسرائیل د ازمویلو هڅه دې نه کوي، کنه له سختو ځوابي بریدونو سره به مخ شي.

نتنیاهو، چې د امریکا په ملتیا یې د فبرورۍ په میاشت کې د ایران پر ضد جګړه پیل کړې، د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر امنیتي موضوعاتو ډېر ټینګار کړی دی.

د قطر منځګړي د امریکا په همغږۍ تهران ته تللي دي

د قطر منځګړي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د کمولو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو په همغږۍ تهران ته تللي دي.

رویترز خبري آژانس د یکشنبې په ورځ، د لړم په دریمه د یوه باخبره چارواکي په حواله ویلي چې دا سفر د سیمه‌ ییزو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده.

تر اوسه څرګنده نه ده چې قطري منځګړو له کومو ایراني چارواکو سره کتلي او د خبرو پایله څه وه.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو پر سر اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.

ایران وړاندیز کړی چې د امریکا د سمندري محاصرې د لرې کېدو، د ایران د تېلو پر صادراتو د محدودیتونو د کمېدو، د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو او د جګړې د درولو په بدل کې به د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.

خو واشنګټن غواړي چې د ایران اټومي پروګرام هم د خبرو له پیل څخه د مذاکراتو برخه وي.

د حوثیانو د بریدونو له دوام سره سره د ریاض نړیوال هوايي ډګر بېرته پرانیستل شو

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر له دوو اوونیو تړل کېدو وروسته د یکشنبې په ورځ بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل، خو د یمن حوثي یاغیانو پر دغه هېواد خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د فرانسپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د ریاض له هوايي ډګره یو شمېر الوتنې ترسره شوې، خو ډېری نورې لا هم لغوه دي.

د هوايي ډګر د فعالیتونو له بیا پیلېدو سره سم، د یکشنبې په سهار په ریاض کې د چاودنو غږونه واورېدل شول او اوسېدونکو ته د احتمالي هوايي بریدونو خبرداری ورکړل شو.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي چې د حوثیانو لږترلږه لس بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي. د سعودي چارواکو په وینا، د توغندیو د ټوټو د لوېدو له امله د دغه هېواد په جنوب کې دوه کسان ټپیان شوي او یو شمېر ودانیو او موټرو ته زیان رسېدلی دی.

حوثیانو خبرداری ورکړی چې د ریاض نړیوال هوايي ډګر لا هم خوندي نه دی او د دوی پوځي هدف ګڼل کېږي.

د روانې میاشتې په پیل کې پر دغه هوايي ډګر د حوثیانو په یوه برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي وو.

قالیباف: ایرانیان دې په ژمي کې د ګازو مصرف کم کړي

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د یکشنبې په ورځ وویل چې د ژمي په موسم کې د ګازو د کمښت د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې ګډو هڅو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه چې حکومت به هغو کسانو ته چې ګاز سپموي، د سپما له اندازې سره سم پیسې مستقیم د هغوی بانکي حسابونو ته ولېږي.

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمدرضا عارف تر دې مخکې ویلي وو چې له امریکا او اسرائیل سره د جګړې پر مهال د ګازو تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو له امله ښايي په ژمي کې دغه هېواد هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۵۰ میلیونه متر مکعبه ګازو له کمښت سره مخ شي.

ایران، سره له دې چې د طبیعي ګازو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی، له کلونو راهیسې د ژمي په موسم کې د ګازو له کمښت سره مخامخ دی. د روان کال جګړې دغه ستونزه نوره هم سخته کړې ده.

پر سعودي عربستان د حوثيانو د بریدونو دوام؛ په ریاض کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي

فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې نن سهار د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د درې چاودنو غږونه اورېدل شوې دي.

له ریاضه د چاودنو راپورونه په داسې حال کې دي چې تمه وه نن د ریاض نړیوال هوايي ډګر له دوو اوونیو بندښت وروسته پرانستل شي.

فرانس پریس د الوتنو د څرک معلومولو سایټ په حواله لیکلي چې نن سهار له دې میدانه یوه نړیواله الوتنه شوې ده.

د ریاض نړیوال هوايي ډګر چې ملک خالد نړیوال هوايي ډګر یې هم بولي دوه اوونۍ وړاندې د حوثيانو د بریدونو له کبله د هر ډول پروازونو پرمخ تړل شوی و.

بل پلو، د حوثي یاغیانو پوځي ویاند یحیي سریع پرون شنبې اعلان کړی و چې دې ډلې په سعودي عربستان کې یو شمیر سیمې په نښه کړې دي.

سریع له خلکو غوښتي چې نن د ریاض نړیوال هوايي ډګر ته ورنه شي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې د ریاض اوسیدونکو د هوايي بریدونو خبرداری ترلاسه کړی او له خلکو غوښتل شوي چې امن ځایونو ته پناه یوسي.

په عین حال د سعودي حکومت ویلي چې هغه دوه بالیستیک توغندي يې شنډ کړي چې پر ریاض توغول شوي وو.

ټرمپ پر ایران د نوي برید احتمال مطرح کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د نویو پوځي عملیاتو احتمال مطرح کړی، په داسې حال کې چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز علي عبداللهي خبرداری ورکړی چې خلیج ته به د امریکايي جنګي بېړیو د ننوتلو اجازه ورنه کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په فلوریډا کې یوې انتخاباتي غونډې ته وویل چې ښايي د ایران پر وړاندې نور پوځي عملیات ترسره کړي، خو د برید د وخت او هدفونو په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

په همدې حال کې، د امریکا د ملي استخباراتو مشر خبرداری ورکړی چې ایران په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د امریکايي وګړو او کارکوونکو د ویشتلو هڅې زیاتې کړې دي.

د امنیتي اندېښنو له امله، امریکا په سعودي عربستان کې له خپلو دیپلوماتیکو استازولیو څخه د غیرضروري کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د ایستلو امر کړی او په متحده عربي اماراتو، قطر، اردن او لبنان کې یې هم د خپلو استازولیو د کارکوونکو شمېر کم کړی دی.

د تېلو د ککړتیا له امله د رأس‌الخیمې ټول ساحلونه تړل شوي

د متحده عربي اماراتو چارواکو د تېلو د ککړتیا له امله د رأس‌الخیمې ټول ساحلونه تر بلې خبرتیا پورې تړلي دي. تر دې وړاندې د ام‌القیوین ټول ساحلونه او د شارجې د الحمریه ساحل هم تړل شوي وو.

د اماراتو د اقلیمي بدلون او چاپېریال وزارت د جمعې په ورځ تایید کړې چې د خلیج په اوبو کې له یوه تېل وړونکې بېړۍ څخه د تېلو د بهېدو له امله د ام‌القیوین ساحلي اوبه ککړې شوې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، ښايي د «جم نمبر ۲» په نوم تېل‌وړونکې بېړۍ د تېلو د بهېدو لامل وي. دې بېړۍ د اکتوبر په ۹مه د یوه نامعلوم توغندي یا توغول شوي شي د لګېدو له امله اور اخیستی و.

د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې د تېلو خپره شوې ککړتیا ښايي شاوخوا ۱۶۰ کیلومتر مربع سیمه نیولې وي. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې سمندري جریانونه دا ککړتیا د شارجې او عجمان بندرونو او د اوبو د خوږولو تاسیساتو ته رسولی شي.

چارواکو لا هم په رسمي ډول د ککړتیا علت نه دی تایید کړی.

د فرانسې په لویو ښارونو کې د اعتراضونو د پراخېدو له وېرې ۷۰ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي

په فرانسه کې د تازه اعتراضونو په درشل کې شاوخوا ۷۰زره امنیتي ځواکونه په لویو ښارونو کې ځای پر ځای شوي څو د تاوتریخوالي او د لویو مغازو د لوټ مخه ونیسي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا اعتراضونه چې نژدې درې اوونۍ مخکې د لیسو زده کوونکو پیل کړې وو، د فرانسې ټولو لویو ښارونو ته غځیدلي او هغه لاریونوال هم ورسره یو ځای شوي چې د ژوند له لوړو لګښتونو شکایت لري.

چارواکو ویلي چې تراوسه ۲۱۷ لاریونوال د تاوتریخوالي له کبله محکمه شوي دي.

د بشري حقونو د څار او د بښنې نړیوال سازمانونو پر اعتراضونو د محدودیتونو د لګولو او د لاریونونو پرمهال د پولیسو د کړنو له کبله ماشومانو ته د اوښتو زیانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا اعتراضونه په داسې حال کې دي چې شپږ میاشتې وروسته په فرانسه کې عمومي ټاکنې ترسره کیږي.

نظر پوښتنې ښیۍ چې ښې اړخې افراطيان به په دې ټاکنو کې مخکې وي.

اردن کې د مسیحیانو پر کلیسا د وسله والو په ډزو کې ۶ کسان وژل شوي دي

د امنیتي کمرو انځورونه چې د جنازې پر مراسمو د وسله والو برید ښیۍ
د امنیتي کمرو انځورونه چې د جنازې پر مراسمو د وسله والو برید ښیۍ

د اردن په جنوبي ولایت کرک کې پر یوې کلیسا د وسله والو په برید کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۸تنه نور ټپیان شوي دي.

د اردن د عمومي امنیت ادارې په یو بیان کې ویلي چې پېښه پرون جمعه شوې ده.

وړاندې راغلي چې وسله والو په دې کلیسا کې د یوې جنازې په مراسم کې پر ګډونوالو ډزې کړې دي.

د اردن پاچا دا برید غندلی دی.

تراوسه د پېښې مسولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.

چارواکي وايي چې د پېښې د عاملینو د نیولو څیړنې یې پیل کړي.

د اردن په کرک ولایت کې تر مسیحیان ژوند کوي.

بریتانیايي جنګي الوتکو د فرانسې د اټمي برید د تمثیلولو تمرین کې ګډون وکړ

د فرانسې رافال جنګي الوتکې
د فرانسې رافال جنګي الوتکې

فرانسې اعلان کړی چې د بریتانیا د هوايي ځواک جنګي الوتکو د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد د اټمي برید د تمثیلولو په پوځي تمرین کې ګډون کړی دی.

د فرانسې د وسله‌والو ځواکونو وزارت د جمعې په ورځ «د لیندۍ/ قوس په لومړۍ نېټه» اعلان وکړ چې دغه پوځي تمرین د سې‌شنبې په ماښام د مدیترانې سمندر پر فضا ترسره شوی دی.

په دې تمرین کې د فرانسې رافال جنګي الوتکو چې د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د سن‌دیزیه له هوايي اډې څخه پورته شوې وې، د اټمي برید عملیات تمثیل کړل او د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک ټایفون جنګي الوتکو د هغوی د بدرګه کولو دنده پر غاړه درلوده.

د فرانسې د وسله‌والو ځواکونو وزیرې، کاترین ووترن، دې ته په اشارې سره چې د دواړو هېوادونو د اټمي ځواکونو خپلواکي د هغوی ترمنځ د همغږۍ په وړاندې خنډ نه‌ده، اعلان وکړ چې د پاریس او لندن ترمنځ اټمي همکاري د پراختیا په حال کې ده.

د بریتانیا دفاع وزیر، وېس سټرېټینګ هم وویل چې په داسې نړۍ کې چې ورځ تر بلې خطرناکه کېږي، د دواړو هېوادونو دښمنان باید د اروپا د امنیت او د اټمي مخنیوي د وړتیا د ساتلو په برخه کې د فرانسې او بریتانیا پر ګډې ژمنتیا شک ونه‌لري.

فرانسې او بریتانیا د ۲۰۲۵ کال په جولای کې هوکړه کړې وه چې د اټمي مخنیوي د وړتیا په برخه کې خپله همکاري پیاوړې کړي.

دغه هوکړه د اروپا پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو او له اروپايي متحدینو څخه د امریکا د راتلونکي پوځي ملاتړ په اړه د اندېښنو سره هم‌مهاله شوې وه.

د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون هم د روان کال په مارچ کې اعلان وکړ چې پاریس به خپله اټمي زېرمه پراخه کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG