نړۍ
قالیباف: ایرانیان دې په ژمي کې د ګازو مصرف کم کړي
د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د یکشنبې په ورځ وویل چې د ژمي په موسم کې د ګازو د کمښت د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې ګډو هڅو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه چې حکومت به هغو کسانو ته چې ګاز سپموي، د سپما له اندازې سره سم پیسې مستقیم د هغوی بانکي حسابونو ته ولېږي.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمدرضا عارف تر دې مخکې ویلي وو چې له امریکا او اسرائیل سره د جګړې پر مهال د ګازو تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو له امله ښايي په ژمي کې دغه هېواد هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۵۰ میلیونه متر مکعبه ګازو له کمښت سره مخ شي.
ایران، سره له دې چې د طبیعي ګازو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی، له کلونو راهیسې د ژمي په موسم کې د ګازو له کمښت سره مخامخ دی. د روان کال جګړې دغه ستونزه نوره هم سخته کړې ده.
پر سعودي عربستان د حوثيانو د بریدونو دوام؛ په ریاض کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي
فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې نن سهار د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د درې چاودنو غږونه اورېدل شوې دي.
له ریاضه د چاودنو راپورونه په داسې حال کې دي چې تمه وه نن د ریاض نړیوال هوايي ډګر له دوو اوونیو بندښت وروسته پرانستل شي.
فرانس پریس د الوتنو د څرک معلومولو سایټ په حواله لیکلي چې نن سهار له دې میدانه یوه نړیواله الوتنه شوې ده.
د ریاض نړیوال هوايي ډګر چې ملک خالد نړیوال هوايي ډګر یې هم بولي دوه اوونۍ وړاندې د حوثيانو د بریدونو له کبله د هر ډول پروازونو پرمخ تړل شوی و.
بل پلو، د حوثي یاغیانو پوځي ویاند یحیي سریع پرون شنبې اعلان کړی و چې دې ډلې په سعودي عربستان کې یو شمیر سیمې په نښه کړې دي.
سریع له خلکو غوښتي چې نن د ریاض نړیوال هوايي ډګر ته ورنه شي.
فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې د ریاض اوسیدونکو د هوايي بریدونو خبرداری ترلاسه کړی او له خلکو غوښتل شوي چې امن ځایونو ته پناه یوسي.
په عین حال د سعودي حکومت ویلي چې هغه دوه بالیستیک توغندي يې شنډ کړي چې پر ریاض توغول شوي وو.
ټرمپ پر ایران د نوي برید احتمال مطرح کړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د نویو پوځي عملیاتو احتمال مطرح کړی، په داسې حال کې چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز علي عبداللهي خبرداری ورکړی چې خلیج ته به د امریکايي جنګي بېړیو د ننوتلو اجازه ورنه کړي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په فلوریډا کې یوې انتخاباتي غونډې ته وویل چې ښايي د ایران پر وړاندې نور پوځي عملیات ترسره کړي، خو د برید د وخت او هدفونو په اړه یې جزئیات ورنه کړل.
په همدې حال کې، د امریکا د ملي استخباراتو مشر خبرداری ورکړی چې ایران په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د امریکايي وګړو او کارکوونکو د ویشتلو هڅې زیاتې کړې دي.
د امنیتي اندېښنو له امله، امریکا په سعودي عربستان کې له خپلو دیپلوماتیکو استازولیو څخه د غیرضروري کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د ایستلو امر کړی او په متحده عربي اماراتو، قطر، اردن او لبنان کې یې هم د خپلو استازولیو د کارکوونکو شمېر کم کړی دی.
د تېلو د ککړتیا له امله د رأسالخیمې ټول ساحلونه تړل شوي
د متحده عربي اماراتو چارواکو د تېلو د ککړتیا له امله د رأسالخیمې ټول ساحلونه تر بلې خبرتیا پورې تړلي دي. تر دې وړاندې د امالقیوین ټول ساحلونه او د شارجې د الحمریه ساحل هم تړل شوي وو.
د اماراتو د اقلیمي بدلون او چاپېریال وزارت د جمعې په ورځ تایید کړې چې د خلیج په اوبو کې له یوه تېل وړونکې بېړۍ څخه د تېلو د بهېدو له امله د امالقیوین ساحلي اوبه ککړې شوې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ښايي د «جم نمبر ۲» په نوم تېلوړونکې بېړۍ د تېلو د بهېدو لامل وي. دې بېړۍ د اکتوبر په ۹مه د یوه نامعلوم توغندي یا توغول شوي شي د لګېدو له امله اور اخیستی و.
د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې د تېلو خپره شوې ککړتیا ښايي شاوخوا ۱۶۰ کیلومتر مربع سیمه نیولې وي. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې سمندري جریانونه دا ککړتیا د شارجې او عجمان بندرونو او د اوبو د خوږولو تاسیساتو ته رسولی شي.
چارواکو لا هم په رسمي ډول د ککړتیا علت نه دی تایید کړی.
د فرانسې په لویو ښارونو کې د اعتراضونو د پراخېدو له وېرې ۷۰ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي
په فرانسه کې د تازه اعتراضونو په درشل کې شاوخوا ۷۰زره امنیتي ځواکونه په لویو ښارونو کې ځای پر ځای شوي څو د تاوتریخوالي او د لویو مغازو د لوټ مخه ونیسي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا اعتراضونه چې نژدې درې اوونۍ مخکې د لیسو زده کوونکو پیل کړې وو، د فرانسې ټولو لویو ښارونو ته غځیدلي او هغه لاریونوال هم ورسره یو ځای شوي چې د ژوند له لوړو لګښتونو شکایت لري.
چارواکو ویلي چې تراوسه ۲۱۷ لاریونوال د تاوتریخوالي له کبله محکمه شوي دي.
د بشري حقونو د څار او د بښنې نړیوال سازمانونو پر اعتراضونو د محدودیتونو د لګولو او د لاریونونو پرمهال د پولیسو د کړنو له کبله ماشومانو ته د اوښتو زیانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا اعتراضونه په داسې حال کې دي چې شپږ میاشتې وروسته په فرانسه کې عمومي ټاکنې ترسره کیږي.
نظر پوښتنې ښیۍ چې ښې اړخې افراطيان به په دې ټاکنو کې مخکې وي.
اردن کې د مسیحیانو پر کلیسا د وسله والو په ډزو کې ۶ کسان وژل شوي دي
د اردن په جنوبي ولایت کرک کې پر یوې کلیسا د وسله والو په برید کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۸تنه نور ټپیان شوي دي.
د اردن د عمومي امنیت ادارې په یو بیان کې ویلي چې پېښه پرون جمعه شوې ده.
وړاندې راغلي چې وسله والو په دې کلیسا کې د یوې جنازې په مراسم کې پر ګډونوالو ډزې کړې دي.
د اردن پاچا دا برید غندلی دی.
تراوسه د پېښې مسولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.
چارواکي وايي چې د پېښې د عاملینو د نیولو څیړنې یې پیل کړي.
د اردن په کرک ولایت کې تر مسیحیان ژوند کوي.
بریتانیايي جنګي الوتکو د فرانسې د اټمي برید د تمثیلولو تمرین کې ګډون وکړ
فرانسې اعلان کړی چې د بریتانیا د هوايي ځواک جنګي الوتکو د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد د اټمي برید د تمثیلولو په پوځي تمرین کې ګډون کړی دی.
د فرانسې د وسلهوالو ځواکونو وزارت د جمعې په ورځ «د لیندۍ/ قوس په لومړۍ نېټه» اعلان وکړ چې دغه پوځي تمرین د سېشنبې په ماښام د مدیترانې سمندر پر فضا ترسره شوی دی.
په دې تمرین کې د فرانسې رافال جنګي الوتکو چې د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د سندیزیه له هوايي اډې څخه پورته شوې وې، د اټمي برید عملیات تمثیل کړل او د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک ټایفون جنګي الوتکو د هغوی د بدرګه کولو دنده پر غاړه درلوده.
د فرانسې د وسلهوالو ځواکونو وزیرې، کاترین ووترن، دې ته په اشارې سره چې د دواړو هېوادونو د اټمي ځواکونو خپلواکي د هغوی ترمنځ د همغږۍ په وړاندې خنډ نهده، اعلان وکړ چې د پاریس او لندن ترمنځ اټمي همکاري د پراختیا په حال کې ده.
د بریتانیا دفاع وزیر، وېس سټرېټینګ هم وویل چې په داسې نړۍ کې چې ورځ تر بلې خطرناکه کېږي، د دواړو هېوادونو دښمنان باید د اروپا د امنیت او د اټمي مخنیوي د وړتیا د ساتلو په برخه کې د فرانسې او بریتانیا پر ګډې ژمنتیا شک ونهلري.
فرانسې او بریتانیا د ۲۰۲۵ کال په جولای کې هوکړه کړې وه چې د اټمي مخنیوي د وړتیا په برخه کې خپله همکاري پیاوړې کړي.
دغه هوکړه د اروپا پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو او له اروپايي متحدینو څخه د امریکا د راتلونکي پوځي ملاتړ په اړه د اندېښنو سره هممهاله شوې وه.
د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون هم د روان کال په مارچ کې اعلان وکړ چې پاریس به خپله اټمي زېرمه پراخه کړي.
نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیه له ۱۱۴ ډالرو پورته شوه
یو ځل بیا د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیه له ۱۱۴ ډالرو پورته تللې ده.
دا په تېرو پنځو میاشتو کې لومړی ځل دی چې د نړۍ په بازارونو کې د اومه تېلو بیه له ۱۱۴ ډالرو اوړي.
د ایران د جګړې نامعلوم برخلیک او دې هېواد ته د امریکا او اسرائیلو ګواښونه او د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو د حوثي یاغیانو بریدونه د تېلو د بیو د پورته کېدو لوی لاملونه ښودل شوي دي.
بل پلو، تمه ده په نومبر میاشت کې په امریکا کې منځمهاله ټاکنې وشي او د تېلو او انرژۍ ناورین د دغو ټاکنو د بحث یوه عمده مسئله ده.
په عین حال کې د اروپا په بازارونو کې د تېلو د بیو پر پورته کېدو سربېره د ګازو بیې هم څلور سلنه لوړې شوې دي.
نن د واورو د پړانګ نړیواله ورځ ده
نن د اکتوبر ۲۳مه د واورو د پړانګ نړیواله ورځ ده . ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې دغه ورځ د واورو د پړانګ د ساتنې په موخه د نړیوالې همکارۍ د پراختیا لپاره ونوموله.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د واورو پړانګ د افغانستان ، پاکستان، هند، تاجیکستان او چین په شمول د ۱۲ هیوادونو په غرونو کې اوسي او د نړۍ د زیانګولو ژویو څخه ګڼل کیږي.
اقلیمي بدلون ، د استوګنځایونو له مینځه تلل او دهغو ژويو کمیدل چې ښکار یې کوي ، د واورو دپړانګ د بقا په وړاندې ترټولو لوی ګواښونه دي.
نتانیاهو وايي اسرائیلي عسکرو د دوه فلسطیني بریدګرو په وژلو سره د یو لوی برید مخنیوی کړی
د اسرائیلو صدراعظم وايي اسرائیلي عسکرو لویدیځه غاړه کې خلیل ښار ته نږدې د دوه وسله والو فلسطیني بریدګرو په له مینځه وړلو سره د یو لوی برید مخه نیولې .
پیل کې ویل شوي وو چې د برید ګرو په ډزو کې ۵ کسه ټپیان شوي دي خو وروسته د اسرائیلو اردو وویل چې دوه عسکر یې وژل شوي او درې نورټپیان دي.
رویترز خبري اژانس رپوټ ورکوي چې بنیامین نتانیاهو د جمعې په ورځ خپله اعلامیه کې له اسرائیلي عسکرو په ستاینه وویل چې دوی په خپل پریکنده عمل سره دیو لوی تروریستي برید مخه ونیوله او د ټپیانو لپاره یې د روغتیا هیله څرګنده کړه.
هغه دغه راز وویل چې پوځ ته یې امر کړی دی چې خلیل ښار باندې محاصره ولګوي او د ټولې لویدیځې غاړې د تړلو لپاره ځان چمتو کړي.