نړۍ
ټرمپ او زیلینسکي د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د بیارغونې پر امکان خبرې کړي

د امریکا متحد ایالتونه په اوکراین کې حضور لرلی شي؛ البته نه هغسې چې ډیرو یې تمه درلوده.
په وروستۍ ټیلیفوني مکالمه کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو، ډونالډ ټرمپ او ولودیمیر زیلنسکي ترمنځ، چې په ترڅ کې یې کییف له ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه وکړه، د متحدو ایالتونو د حضور موضوع د اوکراین د اټومي بټیو په اړه هم مطرح شوه.
ولودیمیر زیلنسکي وویل چې په دې مکالمه کې یې له ډونالډ ټرمپ سره د زاپروژیا د بیا رغونې په امکان هم خبرې کړې دي. زاپروژیا د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ ده او د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې د روسي ځواکونو تر اشغال لاندې ده.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، یوازې دا کافي نه ده چې د زاپروژیا د اشغال پای ته ورسول شي بلکې هلته باید لازم بنسټونه، د اوبو رسونه، تخنیکي پرسونل، او نور مهم پړاوونه جوړ شي، ترڅو بټۍ [په راتلونکي کې] خلکو ته بریښنا او عواید برابر کړای شي.
پر اوکراین د روسیې په تازه برید کې دوه کسان وژل شوي دي

د اوکراین د بیړنیو حالاتو ادارې د یکشنبې په ورځ، د مارچ ۲۳مه، سهار وختي اعلان وکړ چې په کیف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه کسان وژل شوي دي.
د رویټرز په وینا، دې ادارې ویلي چې د برید په پایله کې د استوګنې ودانیو کې اورونه ولګېدل او ګڼ شمېر خلک له کورونو څخه وایستل شول.
د اوکراین د بیړنیو حالاتو خدماتو په ټیلیګرام کې په یوه بیان زیاته کړه چې یوه ښځه د نیپروپیتروسک په سیمه کې وروسته له هغې مړه شوه چې د استوګنې په یوې ودانۍ کې د یوې ویجاړې شوې بې پیلوټه الوتکې د ټوټو د راپریوتو له امله اور ولګید.
له دغې ودانۍ څخه لږ تر لږه ۲۷ کسان ایستل شوي دي. دې ادارې وویل چې یو بل کس د شپې په برید کې په هولوسیفسکي سیمه کې ووژل شو. له بلې خوا، د روسیې په جنوب کې د روستوف سیمې یوه سیمه ییز چارواکي نن په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید خبر ورکړ.
یوري سیلیوسار پر ټیلیګرام چینل لیکلي چې د برید په پایله کې یو موټر اور واخیست او یو کس پکې مړ شو.
د حماس مشر صلاح البردویل د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو

د حماس چارواکي وايي چې د دې ډلې یو سیاسي مشر صلاح البردویل نن یکشنبې د غزې په خان یونس ښار کې د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو. امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.
د رویټرز په وینا، یوې حماس پلوې رسنۍ ویلي چې پر البردویل سربیره، د هغه میرمن هم په دې برید کې وژل شوې ده.
اسراییلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د حماس د مشرتابه د رسنیو سلاکار طاهر النونو په خپل فیسبوک کې د البردویل په مړینه خواشیني څرګنده کړه.
د یکشنبې په سهار د غزې په شمالي، مرکزي او جنوبي سیمو کې د چاودنو غږونه واورېدل شول.
د اسراییلو الوتکو په دې سیمو کې څو هدفونه په نښه کړل.
د لندن په هېټرو هوايي ډګر کې د اورلګیدنې له کبله ځنډول شوې الوتنې بیا پیل شوې

د لندن په هیترو هوايي ډګر کې هغه الوتنې چې پرون د اورلګېدنې له کبله ځنډېدلې وې تېره شپه ناوخته بیا پیل شوې.
د دې هوايي ډګر چارواکو پرون په یوه بیان کې وویل، کاري ټیمونو ټوله ورځ بې ستړیا کار وکړ څو دا هوايي ډګر بیا فعالیت ته چمتو کړي.
د هیټرو هوايي ډګر چې د نړۍ پنځم ترټولو مصروف هوايي ډګر بلل کېږي د پنجشنبې په ورځ کې د اورلګیدنې له کبله په سلهاوو الوتنې وځنډول شوې.
ټاکل شوې وه چې پرون د هیترو د هوايي ډګر له لارې ۲۹۱ زره مسافر په الوتنو کې سفر وکړي خو له اورپېښې وروسته الوتکې د برتانیا او اروپا په نورو هوايي ډګرونو کې کېناستې.
تمه ده چې د هیترو هوايي ډګر به نن د ورځې په اوږدو کې خپلې ټولې الوتنې بېرته په عادي ډول پیل کړي.
د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي همکاریو پراخیدل، شویګو له کیم جونګ اون سره کتلي دي

د روسیې د امنیت شورا سلاکار سرګې شویګو د جمعې په ورځ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره ولیدل.
د دواړو هېوادونو د رسنیو د راپورونو له مخې، شویګو شمالي کوریا ته وروسته له هغه لاړ چې په دې وروستیو کې د د دې هیواد لخوا روسیې ته د اضافي سرتیرو د لیږلو په اړه راپورونه خپاره شول.
د راپورونو له مخې، دا ځواکونه د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د ملاتړ لپاره روسیې ته لیږل شوي دي.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې سرګي شویګو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پیغام کیم جونګ اون ته ورساوه.
په پیغام کې، پوتین ژمنه وکړه چې د دوی د وروستیو غونډو په جریان کې د شویو موافقو پلي کولو ته به "ډیره پاملرنه" وکړي.
د انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې د غونډې په جریان کې، شویګو یو ځل بیا د امنیتي شراکت تړون ته د ژمنتیا لپاره د مسکو پر "بې قیدو شرطه چمتووالي" ټینګار وکړ.
د دواړو خواوو ترمنځ دا تړون تېر کال په پیونګ یانګ کې په یوه سرمشریزه کې لاسلیک شو او په هغه کې د "بهرني یرغل" په صورت کې د متقابل ملاتړ ژمنه هم شامله ده.
د لندن د هېترو په هوايي ډګر کې د اورلګیدنې له کبله په سلهاوو الوتنې لغوه شوي

د لندن په هیترو هوايي ډګر کې د اورلګېدنې له امله په سلګونه زره مسافر د الوتنو له لغوه کېدو سره مخ شول.
دا پېښه د اروپا په تر ټولو بوخت مسافرتي مرکز کې د برېښنا د قطع کېدو له امله رامینځته شوې چې چارواکي یې تړلو ته اړ کړل.
د الوتنو د څارنې د خدماتو، فلایټ رادار ۲۴ په وینا، د هیترو هوایی ډګر ته او له دې ډګر څخه لږ تر لږه ۱۳۵۰ الوتنې اغیزمنې شوې دي.
د امریکا له ښارونو څخه هم څو الوتنې لغوه شوې دي. پولیسو اعلان کړی چې تر اوسه پورې د ورانکارۍ کومه نښه نه ده لیدل شوې،
خو د ترهګرۍ ضد چارواکي د پېښې لاملونه څیړي.
سبا د هند د کرکټ د غوره لیګ سیالۍ پیلږي، ۷ افغان لوبغالي په کې ګډون لري

د هند د کرکټ د غوره لیګ( اي پي ایل) سیالۍ سبا پيلیږي.
دا د دې لوبو اتلسم لیګ دی چې لس لوبډلې پکې سیالۍ سره کوي.
سبا به د تیر کال اتله لوبډله کلکته نایټ رایډرز له رایل چلینجرز بنګلور سره مسابقه وکړي.
د ( ای پي ایل) په دې ټورنمنټ کې د افغانستان په شمول د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو لوبغاړي لوبیږي.
سږکال د افغانستان اووه لوبغاړي د ( ای پي ایل) لوبډلو اخیستې دي، راشد خان، کریم جنت، نور احمد لکڼوال، عظمت الله عمرزی، رحمت الله ګربز، فضل حق فاروقي او الله محمد غضنفر.
د ( ای پي ایل) د سږکال د برانډ ارزښت دولس میلیارډه ډالر اټکل شوی دی. تیرکال د دې ارزښت لس اعشاریه اووه میلیارډه ډالرو ته ورسید.
د ( ای پي ایل) دا ټورنمنټ به څه باندې دوې میاشتې، یعني د مې تر پنځه ویشتمې روان وي.
حوثي یاغیان: امریکايي ځواکونو پر پلازمینه صنعا هوايي بریدونه کړي دي

په یمن کې د حوثیانو په واک کې د المسیره تلویزیون تیره شپه خبر ورکړ چې امریکایي الوتکو پلازمینه صنعا په نښه کړې ده.
دا د امریکایي الوتکو تازه بریدونه دي، چې په سره سمندرګي کې د امریکا او نورې نړۍ پر کښتیو د حملو په ځواب کې ترسره کیږي.
د صنعا درې استوګنو رویټرز اژانس ته وویل چې امریکایي الوتکو د الجراف سیمه چې د ښار هوایي ډګر ته څیرمه پرته ده ویشتلې ده.
د حوثیانو د روغتیا وزارت ویاند انیس الاصبحي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د الثوره په سیمه کې الوتکو نهه ملکیان ټپيان کړي دي.
د المسیره تلویزیون د راپور له مخې په البیضا ولایت کې هم امریکایي الوتکو بمبارۍ کړې دي. د یمن په جنوب کې دا ولایت د حوثیانو نظامي مرکز دی.
امریکایي ځواکونو د شنبې په ورځ پر حوثیانو حملې پيل کړې چې لږ تر لږه یو دیرش کسان یې ووژل.
د جنوري له شلمې راوروسته چې ډانالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده دا د امریکا تر ټولو ستر پوځي عملیات دي.
اوکرایین: له ولسمشر ټرمپ سره مو واضح او ګټورې خبرې کړي دي

د اوکراین ولسمشر وایي، چې هغه د متحده ایالاتو له ولسمشر سره واضح او ګټورې خبرې کړې دي.
ولسمشرانو ډانالډ ټرمپ او ولودومیر زیلنسکي پرون په تیلفون خبرې وکړې. د زیلنسکي تر څرګندونو مخکې ولسمشر ټرمپ په خپله خواله رسنۍ« سوشل تروت» کې لیکلي و چې دې خبرو نژدې یو ساعت دوام وکړ او د خبرو لویه برخه تر دې راڅرخیده چې د سې شنبې په ورځ یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې په تړاو کړې وې.
ټاکل شوې ده چې د اوکراین د جګړې په ارتباط د راروانې یکشنبې په ورځ د امریکا او روسیې د پلاوو ترمنځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې بیا مذاکرات پيل شي.
دواړه لوري تیره اونۍ هم د جدې په ښار کې د اوکراین پر مسالې غږیدلي وو.