نړۍ
د پوځ له عملياتو وروسته د عمران خان پلويانو اسلاماباد کې پراخه مظاهرې لغوه کړې
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو وروسته له هغې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې خپلې پراخې مظاهرې لغوه کړې، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په نیمه شپه کې پراخ عملیات پیل کړل او سلګونه کسان یې ونیول.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ د (اګست ۷مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، مظاهره کوونکي تیت شوي او اسلاماباد تخلیه شوی دی.
یوه پاکستاني امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، شاوخوا ۵۰۰ مظاهره کوونکي نیول شوي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند نن په یوه بیان کې چې د دې ګوند پر ایکسپاڼه خپور شوی ویلي چې، په اسلاماباد کې په نښته کې د څلورو امنیتي ځواکونو او دوو مظاهرهچیانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
دغه ګوند د پاکستان حکومت له مظاهرهچیانو سره په ظالمانه چلند تورن کړ.
په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف مشر هم په اسلاماباد کې د مظاهرې لغوه کېدل تایید کړل.
لاريون کوونکو د پاکستان له زندانه د عمران خان د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوله.
د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړی وزیر عمران خان په ۱۵۰ قضیو تورن دی او له یوه کال راهیسې په بند کې دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، پر عمران خان دا تورونه سیاسي انګېزه لري.
د لبنان په جنوب کې له ۱۴مياشتنۍ جګړې وروسته د اسراييل او حزبالله ترمنځ اوربند عملي شو
د لبنان په جنوب کې د اسرايیلو او د ایران ملاتړ لرونکې حزبالله ډلې ترمنځ اوربند له شاوخوا ۱۴ میاشتو جګړو وروسته، چې په سیمه کې یې د پراخې جګړې اندېښنې راپارولې وې عملي شو.
وروسته له هغې چې اوربند په سیمهییز وخت د سهار په ۴ بجو پیل شو، د اسراییلو پوځ ملکي وګړو ته خبرداری ورکړ چې د لبنان په جنوبي سیمو کې دې خپلو کورونو ته ستانه نهشي او د اسراییلو پوستو تهدې نه نږدې کېږي.
په ورته وخت کې د اسراییلو د خبرداري سربېره د ملکي خلکو کاروانونه د لبنان سوېل ته ننوتل او د لبنان پوځ هم د اسراییلو د پوځ سره د ځای د تبادلې لپاره چمتو شوی دی.
حزبالله د امریکا متحدایالتونو د تروریستي سازمان په توګه نومولې او د اروپايي اتحادیې لهخوا یې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله شوې ده.
د اسراییلو امنیتي کابینې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د اوربند طرح تېره شپه د (نومبر په ۲۶مه) په یوه خوله تصویب کړه.
په اسلامآباد کې د عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره پراخ عملیات شوي
د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو پرون د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره په پلازمېنه اسلامآباد کې پراخ عملیات وکړل.
دا عملیات وروسته له هغه پیل شول چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند معترضو پلویانو د حکومت هغه امر ونه مانه چې خپلې مظاهرې پای ته ورسوي.
د عمران خان پلویان له زندانه د پخواني صدراعظم خلاصون غواړي.
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه خبري غونډه کې وویل چې امنیتي ځواکونو تېره شپه ناوخته مظاهره چیان تیت پرک او اسلام آباد تصفیه کړ.
یوه امنیتي چارواکي د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې شاوخوا ۵۰۰ کسان نیول شوي دي.
د اسراییلو امنیتي کابینې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د اوربند طرحه په یوه خوله تصویب کړه
د اسراییلو امنیتي کابینې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د اوربند طرحه تېره شپه په یوه خوله تصویب کړه.
د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر بیګا وویل چې دا طرحه په لسو موافقو او یوه مخالفه رایه تصویب شو.
نتنیاهو هم له دې مخکې د اوربند له طرحې څخه ملاتړ کړی و او سپارښتنه یې کړې وه چې کابینه دې دا طرحه تصویب کړي، خو هغه په عین حال کې ژمنه کړې چې که حزبالله د دې موافقې له موادو سرغړونه وکړي نو دا ډله به سخته وځپل شي.
متحدوایالاتو سمدستي د دې موافقې هرکلی وکړ او ولسمشر جوبایډن وویل چې دا اوربند به د لبنان لپاره یو نوی پیل وي او ښيي چې له نژدې ۱۴ میاشتو جګړې وروسته سوله ممکنه ده.
د اوکراین پر خاوره د روسیې د منځني واټن ویشتونکي توغندي د برید په اړه بحث کېږي
د ناټو او اوکراین شورا نن په بروکسل په خپله غونډه کې د اوکراین پر خاوره د روسیې د منځني واټن ویشتونکي توغندي د برید په اړه بحث کوي.
په دې غونډه کې د اوکراین او د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو استازي ګډون لري.
روسیې د تېرې پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه نېټه د روسیې دنیپرو ښار د اورشینیک توغندي په وسیله په نښه کړ.
ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه مهال په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل، د اورشینیک د منځني واټن ویشتونکي توغندي برید، د اوکراین لهخوا د امریکا او انګلستان د توغندیو په وسیله پر روسیې د برید ځواب دی.
د ناټو او اوکراین شورا تېر کال په ویلینوس کې د ناټو په سرمشریزه کې له کییف سره د دې ټلوالې د همکارۍ د پیاوړتیا او په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب د ملاتړ په هدف رامنځ ته شوه.
روسۍ محکمې له کورسک د تېرېدو پر مهال د یوه فرانسوي تلوېزیوني چینل د خبریالې د نیولو حکم ورکړی
د روسیې یوې محکمې له کورسک سیمې څخه د تېرېدو پر مهال د فرانسې د یوه تلوېزیوني چینل د خبریالې کاترین نوریس ترنټ د نیولو حکم ورکړی.
رویټرز خبري آژانس نن د لیندۍ ۶مه د روسیې د تاس خبري آژانس په حواله خبر ورکړ چې د فرانس ۲۴ تلوېزیوني چینل دا خبریاله د اوکراین له پوځ سره دې سیمې ته ننوتې وه.
روسیې د هغو لوېدیځو خبریالانو پر وړاندې جنايي دوسیې پرانیستې دي چې له کورسک څخه راپورونه ورکوي.
کورسک د روسیې هغه سیمه ده چې اوکراین د سږني کال په اګست میاشت کې د هغې ۱۴۰۰ مربع کیلومتر ساحه ونیوله.
د تارس د خبر له مخې، په محکمو کې دا قضیې په غیابي ډول څېړل کېږي او که دا خبریالان د روسیې قلمرو ته ننوځي، نو وبه نیول شي.
پاکستان کې مظاهرې؛ پوځ اسلاماباد کې نور سرتيري ځای پر ځای کړي
داسې مهال چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان زرګونه پلویانو د نوموړي د خوشې کېدو لپاره د اعتراضونو د پای ته رسولو غوښتنې رد کړي، پوځ په پلازمېنه اسلاماباد کې اضافي سرتېري ځای پرځای کړي دي.
ویل کېږي چې تېره شپه پر امنیتي ځواکونو د موټر د ټکرولو له پېښې وروسته چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه درې سرتېري او يو ملکي ووژل شول، نن سهار وختي پوځ ته پر معترضانو د ډزو اجازه ورکړل شوه.
همداراز لسګونه پولیس له مظاهرهچیانو سره په نښتو کې ټپیان شوي چې د ځینو حالت نازک بلل شوی دی.
پرون پهداسې حال کې چې د اسلاماباد لویې لارې او سړکونه بند شوي وو، امنیتي ځواکونو پر زرګونه معترضانو چې د خیبرپښتونخوا له لوري د پلازمېنې پر لور روان وو، ربړي ګولۍ او اوښکې بهوونکی ګاز وکارول.
د تېرې شنبې له ماښام راهیسې پولیسو اسلاماباد کلابند کړی او مظاهرهچیانو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
پاکستاني پوليسو پر مظاهرهچيانو ډزې کړي، د يو تن د وژل کېدو خبر ورکړل شوی
د راپورونو لهمخې سهشنبه سهار د پاکستان پولیسو په هغو مظاهرهچیانو ډزې کړي چې، د عمران خان د خوشې کولو لپاره راوتلي.
لږ تر لږه د یوه مظاهرهچي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی، که مظاهرهچیان له وسلو کار واخلي پولیس به یې هم په مرمیو ځواب ورکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د مظاهرهچیانو پر ضد د وسلو کارول د شرم وړ بللي او ویلي یې دي چې، د پوځ مقررات اجازه نه ورکوي چې د خپلو خلکو پر ضد وسلې وکاروي.
د پاکستان پولیسو ویلي، له تېرو دوو ورځو راهیسې له مظاهرهچیانو سره په اخ و ډب کې د دوی یو افسر وژل شوی او نهه نور سخت ژوبل دي.
د سهشنبې په سهار پولیسو همداراز په مظاهرهچیانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او هڅه یې کړې د هغوی د مخته تلو مخه ونیسي.
د تحریک انصاف پاکستان زرګونه پلویان چې په مظاهره راوتلي، د اسلاماباد لس کیلومترۍ ته رسېدلي دي.
يونان کې د يوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې ۶ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي
د یونان ساموس ټاپو ته نژدې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په نتیجه کې شپږ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي.
د دې سیمې د ساحل ساتونکو په وینا، د دې کښتۍ ۳۶ ژوندي پاتې کسان په یوه ډبرین ساحل کې موندل شوي دي.
خو لهدې وړاندې یې درې نور کسان ژغورلي وو.
د دې ادارې په وینا، د ژغورنې هوايي او ځمکنۍ عملیات لا هم روان دي.
تر اوسه دا نهده څرګنده چې ایا د دې کښتۍ نور مهاجر ورک دي کهنه، خو چارواکو د شپږو ماشومانو او دوو بالغو ښځو د مړو جسدونه موندلي دي.
ساموس او د ایجې سمندرګي په ختیځ کې نور ټاپوګان د هغو پناه غوښتونکو لپاره کلیدي لارې دي چې په غیرقانوني ډول له ترکیې څخه د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته ځي.
یوناني چارواکي وایي چې، د دې زیاتوالي علت په منځني ختیځ کې روانې شخړې دي.