د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

نړۍ

روسيې پر ۱۳۱ اسټراليايي اتباعو بنديزونه لګولي

د روسيې بيرغ
د روسيې بيرغ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون سه‌شنبې اعلان وکړ، چې پر ۱۳۱ اسټرالیایي اتباعو یې بندیزونه لګولي او هغوی یې روسیې ته له سفر کولو منع کړي دي.

د روسیې له‌‌خوا په دغو بندیزونو کې د اسټرالیا د دفاعي صنایعو استازي، خبریالان او نورې عامې څېرې چې مسکو هغوی د "روسیې ضد اجنډا" په خپراوي تورن کړي، په نښه شوي دي.

دغه بندیزونه د اسټرالیا هغه مخکېني اقدام ته د مسکو مستقیم ځواب دی، چې پر یوشمېر روسي شرکتونو، ادارو او افرادو یې بندیزونه لګولي دي.

پر دې سربېره روسیې د نیوزیلند د دفاع وزارت د درېیو مرستیالانو په ګډون د دې وزارت پر ۹ چارواکو هم بندیزونه لګولي دي.

پر اوکراین د روسیې د بې‌دلیله یرغل راهیسې اسټرالیا د روسیې په څه باندې زرو شرکتونو او افرادو بندیزونه لګولي، چې نیوزیلند هم د روسیې په وړاندې ورته تګ‌لاره مخته وړې ده.

د ګرجستان ولسمشرې د پارلماني ټاکنو د پايلو د بيا ارزونې غوښتنه کړې

د ګرجستان ولسمشره سالومه زورابیشویلي
د ګرجستان ولسمشره سالومه زورابیشویلي

د ګرجستان ولسمشرې سالومه زورابیشویلي له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې په واکمن، د ګرجستان خوب ګوند باندې فشار راوړي چې د انتخاباتو نتیجې له سره و ارزوي.

نوموړې پرون سه‌‌شنبې د دې هېواد په پلازمېنه تبلیسي کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د ګرجستان له څانګې سره په مرکه کې همدارنګه وویل، اروپایي او نور غربي شریکان یې باید پر چارواکو سخت فشارونه راوړي ترڅو د شنبې د ورځې د پارلماني انتخاباتو پايلې چې د هغې په خبره غلا شوي، بیا وڅېړي.

مېرمن زورابیشویلي او د اپوزیسیون ګوندونه وایي چې، په دغو انتخاباتو کې لاسوهنه شوې او شاوخوا درې سوه زره رایې د واکمن ګوند په ګټه کارول شوي دي.

دې ګوند ادعا کړي چې شاوخوا ۵۴سلنه رایې یې ګټلي دي.

دغه ادعاوې او د روسیې د مداخلې په اړه تورونه د دې سبب شوي، چې په ګرجستان کې په لسګونو زره کسان د اعتراضونو لپاره واټونو ته راووځي.

د مسکو يوې محکمې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه فيروز دادوبايف په ۱۳نيم کاله بند محکوم کړ

د مسکو يوه محکمه
د مسکو يوه محکمه

د مسکو یوې محکمې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه فیروز دادوبایف د خیانت په تور په دیارلس‌نیم کاله بند محکوم کړ.

دادوبایف د روسیې او تاجکستان دوه‌ګونی تابعیت لري.

د روسیې دولتي خبري اژانسونو نن د امنیت د فدرال ادارې FSB په حواله راپور ورکړ چې، دادوبایف د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر میاشت کې هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د روسیې پټ استخباراتي معلومات په پلازمېنه مسکو کې د امریکا د استخباراتو یوه استازي ته وسپاري.

محکمې همداراز نوموړی د ۳۰۸۰ ډالر معادل د ۳۰۰ زره روسي روبلو د جریمې په ورکولو هم محکوم کړی دی.

وروسته له‌‌دې چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین یرغل وکړ، په روسیه کې په خیانت د تورنو کسانو قضیې هم زیاتې شوې دي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین تېرکال هغه قانون توشیح کړ چې، له‌مخې یې د خیانت په نوم جرمونو ته تر پخوا درنې سزاګانې ورکول کېږي.

د اوکراين او روسيې جګړه؛ د شمالي قفقاز پر چيچنيا سيمه د لومړي ځل لپاره بريد شوی

هغه سيمه چې بريد پرې شوی
هغه سيمه چې بريد پرې شوی

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې د شمالي قفقاز چیچنیا سیمه د لومړي ځل لپاره د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوه.

د چیچنیا کریملین پلوي دکتاتور مشر رمضان قدیروف نن پر خپله ټلېګرام پاڼه ولیکل چې، دا بې‌پیلوټه الوتکې په ګودرمس ښار کې د هغه پوځي پوهنتون پر ودانۍ ولګېدلې چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په نوم یادېږي.

دا پوهنتون د اوکراین له سرحد څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لیرې پروت دی.

قدیروف وویل، دې حملې انساني تلفات نه‌دي اړولي او هغه اور چې د ودانۍ پر بام لګېدلی و، وژل شوی دی.

کییف تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

قدیروف وویل چې، زرګونه روسي ځواکونو مخکې له‌‌دې چې اوکراین ته واستول شي، د چیچنیا په‌دې پوځي پوهنتون کې پوځي زده‌کړې کړې دي.

ايران کې د يو جرمني وګړي له اعدامېدو وروسته برلين له تهرانه خپل سفير ورغوښتی

۶۹ کلن جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوه ګونی تابعیت یې درلود د تروریزم په یوه لانجمه قضیه کې محکوم په اعدام محکوم شوی و.
۶۹ کلن جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوه ګونی تابعیت یې درلود د تروریزم په یوه لانجمه قضیه کې محکوم په اعدام محکوم شوی و.

په ایران کې د یوه جرمني وګړي له اعدامېدو وروسته د جرمني حکومت له تهران څخه خپل سفیر راوغوښت او په برلین کې د ایران سفیر یې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

۶۹ کلن جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوه ګونی تابعیت یې درلود د تروریزم په یوه لانجمه قضیه کې محکوم په اعدام محکوم شوی و.

د ایران د قضا اړوند میزان خبري آژانس خبر ورکړی چې، پر شارمهد د اعدام حکم پرون د اکتوبر په ۲۸مه د سترې محکمې له تایید وروسته تطبیق شو.

ایراني چارواکو شارمهد د سلطنت د هغې پلوي ډلې په مشرۍ تورن کړی و، چې په ۲۰۰۸ کال کې د شیراز ښار په یوه جومات کې د بمي چاودنې تور پرې لګېدلی و.

په هغه برید کې ۱۴ کسان وژل شوي وو.

يوشمېر لوېديځو هېوادونو د ګرجستان پارلماني ټاکنې له بې‌نظميو ډکې بللي

د ګورجستان پارلماني ټاکنې
د ګورجستان پارلماني ټاکنې

په ګرجستان کې له لانجمنو انتخاباتو وروسته لوېدیځ هېوادونه له‌دې هېواد سره پر خپلو اړیکو بیا غور کوي.

متحدایالتونو، کاناډا او سویډن د ګرجستان پر پارلماني انتخاباتو چې د روسیې پلوي ګوند د ګرجستان ارمان ګوند یې د ګټلو ادعا وکړه، انتقاد وکړ.

له‌دې مخکې د دې انتخاباتو په ترڅ کې د پراخو بې‌نظمیو راپورونه ورکړل شوي وو او د اپوزیسیون ګوندونو د پراخو اعتراضونو پرمهال ادعا وکړه چې، مسکو په‌دې انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.

سویډن اعلان وکړ چې د ګرجستان له حکومت سره مستقیم اړیکي پرې کوي او کاناډا وویل چې له تبلیسي سره پر خپلو اړیکو بیا غور کوي.

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر سناتور بن کاردین ویلي، د ګرجستان په انتخاباتو کې د بې‌نظمیو اړوند راپورونه د اندېښنې وړ دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې او متحدایالتونو مخکې په ګرجستان کې د ډیموکراسۍ د په شاتګ په اړه خبرداری ورکړی و.

بلوچستان کې د رغنيزو چارو پنځه کارکوونکي وژل شوي

د بلوچستان نقشه
د بلوچستان نقشه

وسله‌والو کسانو په بلوچستان کې د رغنیزو چارو پنځه کارکوونکي وژلي دي.

یوه سیمه‌يیز چارواکي نن خبریالانو ته وویل، دا پېښه د ایران پولې ته نژدې د پنجګور بند په سیمه کې شوې ده.

تر اوسه هيڅ یوې ډلې د دې برید پړه نه‌ده منلې.

له طبیعي زېرمو شتمن بلوچستان له کلونو را په‌دې خوا د ناامنیو ډګر دی.

په‌دې ایالت کې د بلوچستان د ازادۍ د پوځ په نوم بېلتون‌پاله ډله چې متحدایالات یې نړیواله تروریستي ډله بولي، د پاکستان د حکومت پر ضد جګړه کوي.

د اکتوبر په ۱۱مه د همدې ایالت په دوکي ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان شل تنه کارکوونکي په یوه برید کې چې پړه یې هيڅ ډلې ونه‌منله ووژل شول.

هسپانوي رودریګو هرناندز د فوټبال طلايي توپ وګاټه

ارشیف
ارشیف

د فوټبال د طلايي توپ جایزه سږکال د هسپانیې لوبغاړي رودریګو هرناندز ته ورکړل شوه.

د دوشنبې په شپه د اکټوبر په ۲۸مه نېټه د فرانسې د پلازمینې پاریس د " شاتله" تیاتر په صالون کې په همدې موخه د فوټبال مخکښ لوبغاړي وربلل شوي وو.

دغه جایزه چې د فرانسې د سپورټي مجلې "فرانس فوټبال" له لوري هر کال ورکول کېږي، سږکال یې مخکښ نوماندان د برازیل وینسیوس جونیر او هسپانوي رودریګو هرناندز و.

رودریګو چې د مانچسټرسيټي په لوبډله کې د دفاعي لوبغاړي په توګه لوبه کوي، د لومړي ځل لپاره د دې جایزې ګټونکی شو او دا د فوټبال په تاریخ کې هم د یوه دفاعي لوبغاړي لپاره لومړنۍ جایزه ده، تر دې وړاندې دا جایزې تر ډېره بریدګرو لوبغاړو ګټلي دي.

د ویلو ده چې د فوټبال د طلايي توپ جایزې مخکښو فوټبال ستورو لېونل میسي او کریسټیانو رونالډو ډېر ځل ګټلي دي.

غزه کې د اسراییلو هوايي حمله؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ ته لوړ شوی

غزه کې د اسراییلو حملو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
غزه کې د اسراییلو حملو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د غزې د روغتیا وزارت وايي، په شمال کې پر یوه ودانۍ چې بېځایه شویو کډوالو پناه په‌کې اخیستې وه، د اسراییلو په هوايي حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ ته لوړ شوی دی.

د روغتیا وزارت د ساحوي روغتونونو د څانګې مشر مروان الحماس یوې خبري غونډې ته وویل چې دا برید نن په بیت لاهیه شمالي سیمه کې وشو.

حماس زیاته کړه چې له برید وروسته ۱۷ کسان تراوسه تري تم دي.

بیت لاهیه د اسراییل پولې ته نژدې سیمه ده چې اسراییلي پوځ له څه باندې درېیو اونیو راهیسې عملیات په‌کې پیل کړي دي.

شیخ نعیم قاسم د لبنان د حزب‌الله د پوځي څانګې د مشر په توګه غوره شو

د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم نن د دې ډلې د پوځي څانګې د مشر په توګه غوره شو.
د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم نن د دې ډلې د پوځي څانګې د مشر په توګه غوره شو.

د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم نن د دې ډلې د پوځي څانګې د مشر په توګه غوره شو.

دا ډله چې ایران یې ملاتړ کوي پوځي او سیاسي څانګې لري او د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

دې ډلې نن په یوه بیان کې د قاسم د انتخاب خبر ورکړ.

نعیم قاسم پر ۱۹۹۱ کال د حزب‌الله د مرستیال مشر په توګه ټاکل شوی و.

که څه هم اسراییلو په دې وروستیو کې پر حزب الله چې د لبنان د جنوب سیمې اداره کوي، ځپونکي ګوزارونه وکړل، خو ښکاري چې دا ډله تراوسه خورا ډېر امکانات لري.

د حزب‌الله مخکېنی مشر سید حسن نصرالله نژدې یوه میاشت مخکې د اسراییل په یوه برید کې ووژل شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG