د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

نړۍ

غزه کې د اسراییلو هوايي حمله؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ ته لوړ شوی

غزه کې د اسراییلو حملو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
غزه کې د اسراییلو حملو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د غزې د روغتیا وزارت وايي، په شمال کې پر یوه ودانۍ چې بېځایه شویو کډوالو پناه په‌کې اخیستې وه، د اسراییلو په هوايي حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ ته لوړ شوی دی.

د روغتیا وزارت د ساحوي روغتونونو د څانګې مشر مروان الحماس یوې خبري غونډې ته وویل چې دا برید نن په بیت لاهیه شمالي سیمه کې وشو.

حماس زیاته کړه چې له برید وروسته ۱۷ کسان تراوسه تري تم دي.

بیت لاهیه د اسراییل پولې ته نژدې سیمه ده چې اسراییلي پوځ له څه باندې درېیو اونیو راهیسې عملیات په‌کې پیل کړي دي.

شیخ نعیم قاسم د لبنان د حزب‌الله د پوځي څانګې د مشر په توګه غوره شو

د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم نن د دې ډلې د پوځي څانګې د مشر په توګه غوره شو.
د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم نن د دې ډلې د پوځي څانګې د مشر په توګه غوره شو.

د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم نن د دې ډلې د پوځي څانګې د مشر په توګه غوره شو.

دا ډله چې ایران یې ملاتړ کوي پوځي او سیاسي څانګې لري او د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

دې ډلې نن په یوه بیان کې د قاسم د انتخاب خبر ورکړ.

نعیم قاسم پر ۱۹۹۱ کال د حزب‌الله د مرستیال مشر په توګه ټاکل شوی و.

که څه هم اسراییلو په دې وروستیو کې پر حزب الله چې د لبنان د جنوب سیمې اداره کوي، ځپونکي ګوزارونه وکړل، خو ښکاري چې دا ډله تراوسه خورا ډېر امکانات لري.

د حزب‌الله مخکېنی مشر سید حسن نصرالله نژدې یوه میاشت مخکې د اسراییل په یوه برید کې ووژل شو.

پر خارکییف د روسیې د حملو له کبله څلور کسان وژل شوي

پر خارکییف د روسیې د حملو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
پر خارکییف د روسیې د حملو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د اوکراین پر خارکییف ښار نن سهار وختي د روسیې په حملو کې څلور کسان ووژل شول.

د خارکییف ښاروال ایهور تیريخوف پر خپل ټلیګرام چینل په یوه بیان کې لیکلي دي چې پر اوسنو ویانسک ناحیه په دې برید کې ملکي تاسیساتو او د استوګنې کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

د روسیې پوځ له شپږو ساعتونو په لږه موده کې پر خارکییف ښار د دوهم ځل لپاره حمله وکړه.

تیريخوف زیاتوي چې د ښار پر مرکز په لومړۍ حمله کې نهه کسان ټپیان شوي وو.

د هغه په وینا، په دې حمله کې یوه تاریخي ودانۍ هم زیانمنه شوه.

همداراز د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پر خپله ټلیګرام پاڼه لیکلي چې د روسیې یوې بې پیلوټه الوتکې نن سهار وختي پر دې ښار برید وکړ او شپږ کسان یې ټپیان کړل.

د اسراییل پارلمان په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې څانګې پر فعالیت بندیز ولګاوه

د اسراییل بیرغ
د اسراییل بیرغ

د اسراییل پارلمان پرون هغه قوانین تصویب کړل چې د اسراییلو په خاوره کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې څانګې پر فعالیت بندیز لګوي، اړیکي ورسره پرې کوي او د تروریستي ادارې په نوم یې یادوي.

لومړی قانون د اسراییل په قلمرو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې څانګې فعالیت بندوي او دوهم قانون له ملګرو ملتونو سره د اسراییلو ډیپلوماتیک اړیکي زیانمنوي.

د دې قانون تطبیق ښايي په غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې پر کار اغېز وکړي.

دا قانون که څه هم سمدستي نه عملي کېږي، خو له ملګرو ملتونو سره د اسراییل پر اړیکو چې له پخوا راهیسې ترینګلي وو، نور ناوړه اغېز کولای شي.

د اسراییلو متحدانو له دې مخکې له دې کبله اندېښنه ښودلې چې له ملګرو ملتونو سره لانجه ښايي په غزه کې له فلسطینیانو سره د بشري مرستو چاره اغېزمنه کړي.

د ناټو سرمنشي: د روسیې کورسک ته د شمالي کوریا ځواکونه انتقال شوي

د ناټو سرمنشي مارک روتې
د ناټو سرمنشي مارک روتې

ناټو تایید کړې ده چې د شمالي کوریا ځواکونه د روسیې کورسک سیمې ته، چې له اوکراین سره ګډه پوله لري، انتقال شوي دي.

د ناټو سرمنشي مارک روتې د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې په خپلو څرګندونو کې دا اقدام د روسیې په پراخ یرغل کې "د پام وړ شدت" وباله او ویې ویل چې دا وروسته له هغې چې په جګړه کې تر ۶۰۰ زرو زیات روسي سرتېري وژل شوي یا ټپیان شوي دي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین "مایوسي" ښيي.

د ناټو د سرمنشي تر څرګندونو وړاندې، په وروستیو اوونیو کې راپورونه ورکړل شوي وو چې شمالي کوریا له مسکو سره د نژدې اړیکو په نښه روسیې ته ځواکونه، تجهیزات او مهمات لېږي، څو د اوکراین پر ضد په جګړه کې وکارول شي.

د جنوبي کوریا استخباراتي راپورونه وايي چې د شمالي کوریا تر درې زرو زیات عسکر روسیې ته استول شوي، او تمه کېږي چې تر دسمبر میاشتې پورې به ۱۲زره نور سرتېري هم واستول شي.

د جنوبي کوریا د استخباراتو معلومات ښيي چې د جنګي الوتکو پیلوټان هم روسیې ته استول شوي دي.

د چین یوه ښوونځي ته نژدې د چړې برید؛ د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي

ارشیف
ارشیف

د چین پولیس وايي چې په پلازمېنه پېکېنګ کې یوه ښوونځي ته نژدې د چړې په وسیله د برید په نتیجه کې د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د اسوشیتیدپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، دا حمله نن د لړم په ۷مه ماسپښین مهال په هایدیان نومې سیمه کې وشوه.

پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې یو ۵۰ کلن مشکوک کس د دې برید په تړاو نیول شوی دی.

د دې برید د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

سږ کال په چین کې د چړې په وسیله د حملو څو پېښې وشوې چې په ځینو کې یې د ښوونځیو د زده‌کوونکو لاس و.

تېره میاشت د چین په جنوبي ښار شنژن کې په یوه برید کې یو ۱۰ کلن جاپانی زده‌کوونکی ووژل شو.

په جون میاشت کې په سوژو ښار کې د ښوونځي په بس تمځای کې په یوه برید کې یوه ښځه او ماشوم یې ټپیان شول او یوې چینایۍ مېرمنې چې غوښتل مداخله وکړي، ووژل شوه.

د روانې اکټوبر میاشتې په لومړیو کې د شانګهای ښار په یو سوپر مارکېټ کې د چړې په وسیله په جلا برید کې بیا درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شول.

د ناټو مشر: د شمالي کوریا سرتېري د اوکراین پر پوله د روسیې کورسک ته رسېدلي

د ناټو مشر ماریک روتې
د ناټو مشر ماریک روتې

د ناټو مشر ماریک روتې وايي، دا ټلواله تاییدوي چې د شمالي کوریا سرتېري د اوکراین پر پوله د روسیې کورسک سیمې ته رسېدلي دي.

روتې نن د اکټوبر ۲۸مه په بروکسل کې د وینا پر مهال وویل چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو ګډون به د روان کړکېچ له پراخېدو سره د پام وړ مرسته وکړي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، داسې مهال چې د اوکراین په جګړه کې له شپږ لکو ډېر روسي سرتېري مړه یا ټپيان شوي، دا اقدام د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناکامو هلو ځلو نښه ده.

پر لبنان د اسراييلو تازه بريدونو کې د پنځه کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

پر لبنان د اسراييل بريد
پر لبنان د اسراييل بريد

د لبنان روغتیا وزارت وايي اسرايیل نن دوشنبه پر جنوبي ښار صور حمله کړې او لږ تر لږه ۵ کسان یې وژلي او ۱۰ نور ټپیان کړي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسرايیل نن سهار د دغه ساحلي ښار په مرکز کې یوه وداني ویشتلې چې ۵ کسان یې وژلي او ۱۰ نور ژوبل کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس ویډیو راپورټر ویلي چې، د اضطراري چارو کارکوونکي یې لیدلي چې د ژوندي پاتې شویو د ژغورنې لپاره یې په امبولانس کې سیمې ته ځان رسولی و.

صور د لبنان یو ساحلي ښار دی چې د خپلې لرغونتیا له کبله د یونسکو د فرهنګي میراثونو په فهرست کې شامل دی.

اسرايیل تېره میاشت په لبنان کې د حزب‌الله ډلې پر مهمو مرکزونو خپلې هوايي حملې زیاتې کړې.

حزب‌‌الله یو پوځي-سیاسي سازمان دی چې امریکا یې د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په خپل تور فهرست کې شامله کړې ده.

د حزب‌الله سیاسي څانګه د دغه هېواد په پارلمان کې ځینې څوکۍ لري.

پاکستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو

پاکستان کې د پوليو واکسين له بهيره يو انځور
پاکستان کې د پوليو واکسين له بهيره يو انځور

په پاکستان کې نن دوشنبه ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو بل ملي کمپاین پیل شو.

اټکل کېږي، چې شا و خوا ۴۵ ميلیونه ماشومان به د کور پر کور کمپاین پر مهال واکسین شي.

دا په‌‌داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر خورا لوړ شوی او له‌‌‌دې سره هغه هڅې زیانمنې شوي، چې له کلونو راهیسې د ګوزڼ د ختمولو لپاره کېږي.

که څه هم په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین په منظم ډول عملي کېږي، خو پر روغتیايي کارکوونکو او د کمپاین د خوندیتوب لپاره پر ګمارل شویو پولیسو حملې کېږي.

په پاکستان کې سږکال د مثبو پېښو شمېر ۴۱ ته رسېدلی دی.

زیاتې پېښې په بلوچستان، سند او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې ثبت شوې دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ ناروغي په‌کې ختمه شوې نه‌ده. سږ میلادي کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو ۲۲ مثبتې پېښې شوي دي.

ايران د دغه هېواد د پوليسو پر يوه مرکز بريد کې د ښکېلو ۴ کسانو د وژنې خبر ورکړی

د ايران پوليس
د ايران پوليس

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، د ایران وسله‌والو ځواکونو لږ تر لږه څلور هغه "ترهګر" وژلي چې شک کېږي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې یې پر پولیسو په یوه مرګوني برید کې لاس درلود.

په سیستان او بلوچستان ولایت کې د شنبې ورځې په برید کې لس پولیس وژل شوي وو.

په پاکستان کې مېشتې جیش العدل ډلې د هغه برید مسوولیت منلی دی.

تسنیم د ایران سپاه پاسداران په وینا راپور ورکړی، چې دغو ځواکونو د استخباراتو او پولیسو په ملاتړ د یک‌شنبې په ورځ لږ تر لږه څلور "ترهګر" وژلي او څلور نور یې نیولي دي.

د شنبې د ورځې برید، په وروستیو میاشتو کې په‌دې سیمه کې تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.

د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په سیستان او بلوچستان ولایت کې په دوو جلا بریدونو کې د دوو پولیسو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG