نړۍ
د بېلاروس پارلمان د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه اعلان کړه
ټاکل شوې د بېلاروس راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ په ۲۶مه ترسره شي.
دا نېټه نن چهارشنبه د اکټوبر ۲۳مه د دې هېواد د پارلمان لهخوا اعلان شوه.
تر دې مخکې د ۲۰۲۰م کال د بېلاروس د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سره له دې چې د اپوزیسون او ډېرو لوېدیځو هېوادونو لهخوا په کې د پراخو درغلیو ادعاوې شوې وې، د بېلاروس د اوږدي مودې واکمن الکساندر لوکاشینکو د بلې دورې لپاره بریالی بلل شوی و.
د ۲۰۲۰م کال ټاکنو وروسته، په بېلاروس کې پراخ لاریونونه وشول چې په پایله کې زرګونه کسان بندیان شول او د اپوزیسیون یو شمېر غړي اړ شول چې له هېواد څخه وتښتي.
د معترضانو پر ضد هغه مهال د حکومت د ځپونکیو اقداماتو په ترڅ کې د یو شمېر اعتراض کوونکو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي او د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د ځینو نیول شوو کسانو د شکنجې مستند شواهد هم موجود دي.
د لوکاشینکو حکومت پر اوکراین د روسیې د څرګند تېري ملاتړ کړی دی.
د امريکا استخبارات: روسيه، چين او ايران غواړي د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو بهير ګډوډ کړي
د امریکا استخباراتو خبرداری ورکړی چې، د روسیې، چین او ایران اجنټان غواړي د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د امریکایانو ترمنځ نقاق ته لمن ووهي.
دې چارواکو پرون په یوه ټليفوني خبري کنفرانس کې د خپلو نومونو د پټ ساتلو په شرط خبریالانو ته وویل، د دې دریو هېوادونو اجنټانو د امریکا له تېرو انتخاباتو څخه زدهکړه کړې ده او ښه چمتووالی لري چې په راروانو انتخاباتو کې له هغو څخه ګټه پورته کړي.
د دوی په وینا ښايي دا اجنټان د فزیکي ګواښونو او تشدد هڅه وکړي او ډېر امکان شته چې د انتخاباتو په بهیر کې د ګډ وډۍ او ابهام د رامنځته کولو لپاره د ناسمو معلوماتو د خپرولو عملیات ترسره کړي.
روسیې، ایران او چین درې واړو د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنو تورونه رد کړي دي.
د اسراييل پوځ د حزبالله د احتمالي مشر هاشم صفيالدين د وژنې خبر ورکړی
د اسراییل پوځ د حزبالله د هغه جګپوړي چارواکي د وژلو خبر ورکوی چې، تمه کېده د دې ډلې راتلونکی مشر به وي.
د اسراییلو پوځ وايي، هاشم صفيالدین چې د حزبالله له مخکښو دیني عالمانو څخه و، د حس نصرالله پرځای چې په تېره سپټمبر میاشت کې ووژل شو، د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
حزبالله تر اوسه د صفيالدین وژل کېدل نهدي تایید کړي.
د اسراییل پوځ نن سهار د لبنان پلازمېنې بیروت ته نژدې یوه ودانۍ چې په وینا یې د حزبالله تاسیسات پهکې وو په بشپړ ډول ویجاړه کړه.
دا هوايي برید وروسته له هغه وشو چې د اسراییل پوځ په سیمه کې د دوو ودانیو د تخلیې خبرداری ورکړ.
تر اوسه د دې برید د مرګژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی.
حزبالله د لبنان یوه سیاسي او پوځي ډله ده چې متحدهایالتونه یې د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
دا ډله د لبنان د جنوب پر ډېره برخه واکمنه ده او په پارلمان کې غړي هم لري.
انتوني بلېنکن له اسراييل په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکن پرون تلابیب او بیتالمقدس ته د سفر پر مهال پر اسراییل غږ وکړ چې، په غزه کې د اوربند لپاره کار وکړي.
بلېنکن له ولسمشر اسحق هیرزوګ سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې، د اسراییلي پوځ لهخوا د حماس ډلې د مشر یحیی سنوار وژنې په غزه کې اوربند او د هغو برمتهو د خوشې کېدو لپاره یو نوی فرصت رامنځته کړی چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو د برید پرمهال نیولي وو.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله بولي.
له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې بلېنکن ټینګار وکړ چې، د غزې تړانګې ته باید نورې بشري مرستې پرېښودل شي.
واشنګټن تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، که غزې ته سمدستي د نورو بشري مرستو اجازه ورنهکړل شي، نو اسراییلو ته به ځینې پوځي مرستې وځنډوي.
ټاکل شوې امريکا روسيې سره پر مرسته کوونکو يوشمېر شرکتونو بنديزونه ولګوي
د امریکا د خزانې وزیر جنېت یلېن(Janet Yellen) ویلي، ټاکل شوې متحدهایالتونه راتلونکې اوونۍ په اوکراین کې د روسیې د جنګي هڅو د مهارولو په هدف یو لړ بندیزونه اعلان کړي.
ښاغلي یلېن د نړۍ مالي مشرانو ته چې د پیسو نړیوال صندوق (ایایمایف) او نړیوال بانک کلنیو غونډو ته په واشنګټن کې راټول شوي وویل، دا بندیزونه به پر هغو شرکتونو ولګول شي چې مسکو سره د اوکراین په جګړه کې پوځي مرسته کوي.
د امریکا د خزانې وزیر دغه راز ویلي، واشنګټن به په درېیمو هېوادونو کې هم پر هغو کسانو او بنسټونو بندیزونه ولګوي چې د کرمیلین له جګړهییزو فعالیتونو سره مرسته کوي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل پيل کړی، چې له کبله یې دغه هېواد د لوېدیځ له پراخو بندیزونو سره مخامخ شوی دی.
د اسراييل پوځ پر بيروت د يو هوايي بريد په ترڅ کې يوه ودانۍ لهمنځه وړې
د اسراییل پوځ پرون سهشنبه (د اکتوبر ۲۲مه) د لبنان د پلازمېنې بیروت په څنډه کې یوه ودانۍ له خاورو سره خاورې کړه او په وینا یې دننه یې د حزبالله تاسیسات وو.
د لبنان حزبالله یوه سیاسي او پوځي ډله ده چې متحدهایالتونه یې د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي برخه تور لېست کې شامله کړې ده.
دغه ډله تر ډېره د لبنان پر جنوبي برخې واکمنه ده او د لبنان په پارلمان کې غړي هم لري.
دغه هوایي برید لږ وروسته تر هغه وشو چې د اسراییل پوځ په سیمه کې د دوو ودانیو د تخلیې خبرداری ورکړ.
تر اوسه د دغه برید د مرګژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د منځني ختیځ شخړو ته د حللارو د موندلو د هڅو په ترڅ کې پرون تلابیب ته ورسېد او د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره یې وکتل.
حزبالله ډلې د اسراييلو پر يوشمېر پوځي اډو د بريد خبر ورکړی
د لبنان حزبالله ډلې نن سهار اعلان وکړ چې، تلابیب ښار ته نږدې دوه مهمې اډې او د حیفا په لوېدیځ کې د سمندري ځواکونو یوه اډه يې په نښه او ویجاړې کړې دي.
د لبنان حزبالله ډله یو سیاسي او پوځي ډله ده، چې د لبنان ډېرې جنوبي سیمې کنټرولوي.
امریکا، حزبالله ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې یوازې پوځي څانګه د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن د خپل سفر پر اوږدو کې اسراییل ته ځي او هلته به پر اسراییلو د اوربند موافقې ته د رسېدو لپاره لا زیات فشار راوړي.
د لبنان په جنوب او د پلازمېنې بیروت په جنوبي سیمو باندې د اسرايیلو لهخوا د تېرې شپې له سختو بریدونو وروسته، حزبالله اعلان وکړ چې د تلابیب په څنډه کې یې د ګلیلوت او نیرت په سیمه کې د پوځي استخباراتو مرکزونه په نښه کړي دي.
حزبالله همدا راز اعلان وکړ چې د اسرايیلو په شمال کې د حیفا څخه بهر یوه سمندري اډه یې هم په راکټونو ویشتې ده.
د تلفاتو په اړه سمدستي راپور نهشته.
اسرايیلي چارواکو ویلي، د تلابیب په جنوب ختیځو سیمو کې د هوايي بریدونو لپاره د خطر زنګ هغه مهال وغږول شو، چې یوه توغندي له لبنان څخه تېر شو او په یوه ازاده سیمه کې ولګېده .
بريتانيا اوکراين ته ۲.۴ ميليارده ډالره پور ورکوي
بريتانيا اوکراين ته د نورو وسلو د پېرلو لپاره ۲.۴ ميليارده ډالره پور ورکوي.
د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي نن دا خبر په داسې حال کې اعلان کړ چې اوکرایني ځواکونه په ختیځ کې د روسي ځواکونو د سختو بریدونو پر وړاندې په جګړه بوخت دي او هره ورځ د اوکراین پر ښارونو او تاسیساتو د روسیې لهخوا هوايي بریدونه دوام لري.
چارواکو ویلي، په دې وروستیو بریدونو کې د روسیې پولې ته څېرمه په سویل ختیځ ښار سومي کې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
هغه پیسي چې بریتانیا یې اوکراین ته ورکوي د هغو ۵۰ میلیاردو ډالرو پور یوه برخه ده چې تېر جون د جي۷ G7 یا د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو لهخوا اعلان شوی و.
دا پور باید په لوېدیځ کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د عایداتو له لارې تمویل شي.
د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین پراخ برید کړی، د روسیې شاوخوا ۳۰۰ میلیارده ډالره بهرنۍ سرمایه په لوېدیځ کې کنګل شوې ده.
آسټن: امریکا به کيیف ته هر هغه څه ورکړي چې اړتيا ورته لري
د امريکا د دفاع وزير لويډ آسټن د اوکراين چارواکو ته ويلي، هېواد به يې کيیف ته د روسي ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې هر هغه څه ورکړي چې اړتيا ورته لري.
د ازادي راډيو د خبر د مرکز له مخې، آسټن دغه څرګندونې د اکټوبر په ٢١مه کيیف ته له رسېدو وروسته وکړې.
په عین حال کې مسکو د اوکراین په ښارونو او د هغه هېواد زېربناو باندې د نویو بریدونو څپې پیل کړي دي.
ويل کېږي په دغو بريدونو کې زيات ملکي وګړي ټپيان شوي او د دغه هېواد مهم بنسټونه ويجاړ شوي دي.
منځني ختیځ ته د بلېنکن سفر؛ په غزه کې د اوربند ټینګېدو لپاره نوې هڅې کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ منځني ختیځ ته تللی چې په غزه کې د اوربند د راوستلو لپاره نوې هڅې وکړي.
په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته دوه اوونۍ پاتې دي، بلېنکن د حماس د مشر یحیی سنوار وژل کېدل د اوربند لپاره یو نوی فرصت ویني.
حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لهخوا د تروریستي سازمان په توګه پېژندل شوی دی.
دا له تېر اکټوبر د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې منځني ختیځ ته د دغه جګپوړي امریکايي دیپلومات ۱۱م سفر دی.
انټوني بلېنکن د اګست په میاشت کې اسراییلو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې ممکن د امریکا په مشرۍ د اوربند د طرحې لپاره دا وروستی چانس وي.