نړۍ
خيبرپښتونخوا کې د پاکستان ملېشه ځواک لس غړي وژل شوي
د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د حکومتي ملېشه ځواک پر پوستې په برید کې لږ تر لږه لس ملېشه ځواکونه وژل شوي او ۲ ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو نن د امنیتي سرچینو په قول وویل، برید تېر ماښام پیل شو او د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ.
امنیتي چارواکي وايي، د لومړنیو معلوماتو لهمخې، لس ملېشه ځواکونه وژل شوي او دې ته په کتو چې د ټپیانو حال نازک دی، احتمال شته چې د تلفاتو شمېر ډېر شي.
تحریک طالبان پاکستان ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
پرون د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې، د خیبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې یې د ټيټيپي د یوه قوماندان او دوو ځانمرګو په شمول ۹ غړي وژلي دي.
د روسیې ولسي جرګې له شمالي کوریا سره د ستراتېژیکې همکارۍ تړون تصویب کړ
دا تړون له شمالي کوریا څخه د "پوځي مرستې د ترلاسه کولو" امکان برابروي او د اوکراین په جګړه کې د درېیم هېواد د ګډون احتمال زیاتوي.
دا تړون چې د پنجشنبې په ورځ (د لړم په درېیمه نېټه) د دوما لهخوا تصویب شو، د سږکال په جون میاشت کې د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته د ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال لاسلیک شو او ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته نوی ځواک ورکړي.
د دې تړون د یوې مادې لهمخې، که چېرې له دواړو څخه پر یوه برید وشي او په جګړه کې ښکېل شي، بل هېواد باید په فوري ډول له ټولو امکاناتو څخه په کار اخیستو یې مرسته وکړي.
لا څرګنده نهده چې دا ماده به څنګه تفسیر شي، خو جنوبي کوریا او متحدهایالتونو پهدې وروستیو کې اعلان کړی، چې شواهد ښيي چې د شمالي کوریا عسکر په روسیه کې شته او داسې ښکاري چې دغه ځواکونه د روزنیزو تمرینونو په ترسره کولو بوخت دي.
انتوني ګوتېريش اوکراين کې د عادلانه سولې غوښتنه وکړه
د ملګروملتونو سرمنشي انتوني ګوتېریش پرون پنجشنبې د (اکټوبر ۲۴مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې په وینا کې په اوکراین کې د عادلانه سولې غوښتنه کړې ده.
پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل څه باندې دوه کاله کېږي.
ګوتېریش د روسیې په کازان ښار کې د برېکس سرمشریزې په وروستۍ ورځ په خپلې وینا کې په غزه کې د اوربند او د حماس وسلهوالې ډلې له بنده د اسراییلي برمتهو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسلهواله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني.
د ملګروملتونو سرمنشي په لبنان کې د جګړې د درېدو غوښتنه هم وکړه.
ګوتېریش وویل، د ملګروملتونو د منشور، د عمومي اسمبلۍ د پرېکړهلیک او د نړیوال قانون پر بنسټ، په اوکراین کې یوې عادلانه سولې ته اړتیا ده.
د هغه په خبره، ټولو هېوادونو ته لازمه ده، چې د نورو هېوادونو سیاسي خپلواکۍ او تمامیت ارضي ته احترام وکړي.
د نړۍ مشرانو پهدې ناسته کې په لبنان او غزه کې د جګړې د ختمېدو غوښتنه وکړه.
د فلسطين روغتيايي چارواکي: غزه کې پر يوه ښوونځي د اسراييلو بريد کې ۱۷ کسان وژل شوي
د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي، د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلو په هوايي بریدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د اسوشیټد پریس خبري اژانس د روغتیايي چارواکو په حواله ویلي، بېځایه شویو پهدې ښوونځیو کې پناه اخیستې وه.
دا برید پهداسې حال کې کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، اسراییلو د حماس د ځپلو لپاره خپل هدف ترلاسه کړی او په راتلونکو ورځو کې به د اوربند او د برمتهشویو اسراییلو د خلاصون خبرې بیا پیل کړي.
امریکا او اروپایي ټولنه حماس وسلهواله ډله د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژني.
د اسوشیټدس پریس په راپور کې د روغتون د چارواکو په حواله راغلي، پهدې برید کې ۲۴ کسان ټپيان شوي او په وژل شویو کسانو کې له ۱۳ تر ۱۸ کلونو ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي.
اسراییلي ځواکونو د شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي، پهدې برید کې یې د حماس وسلهوال په نښه کړي وو.
د امريکا دفاع وزير خپل اسراييلي سيال ته: د لبناني سرتېرو او د سولهساتو له وژنې ډډه وکړئ
پنتاګون اعلان کړی چې، د امریکا دفاع وزیر لوید آستین، خپل اسراییلي سيال ته ویلي چې، واشنګټن د لبنان د پوځ پر ځواکونو د برید په اړه اندېښنه لري او اسراییل باید داسې اقدامات وکړي چې، د لبناني سرتېرو او په لبنان کې د ملګروملتونو د سولهساتو امنیت ډاډمن کړي.
د پینتاګون د بیان لهمخې، ښاغلي آستین د چهارشنبې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې له یوآو ګالانت سره په خبرو کې ویلي، واشنګټن د بیت حانون له لارې شمالي غزې ته د بشري مرستو د رسېدو هرکلی کوي او له اسراییل یې غوښتي، چې پهدې سیمه کې د سخت بشري وضعیت د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
درې لبناني سرتېري د یکشنبې په ورځ په جنوبي لبنان کې د اسراییل په برید کې ووژل شول.
اسراییل چې وایي یوازې د حزبالله وسلهوالې ډلې سره په جګړه کې دی او نه د لبنان له پوځ سره، د دې درېیو سرتېرو د وژلو له امله يې بښنه غوښتې ده.
په لبنان کې د ملګروملتونو سولهساتونکو هم راپور ورکړی چې، څو ځلې پرې اسراییل بریدونه کړي.
خو اسراییل، ملګروملتونو ته ویلي چې، پهدې پیښو کې له مبالغې کار اخیستل شوی دی.
هګاري: د سپاه پاسداران ګڼ شمېر افسران د ایران د سفارت له لارې لبنان ته داخل شوي
د اسراییل د پوځ ویاند وایي چې د ایران د سپاه پاسداران ګڼ شمېر افسران د ایران د سفارت له لارې په بیروت کې لبنان ته داخل شوي چې د حزبالله سره د راکټونو په توغولو او پر اسراییل د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته وکړي.
دانیل هګاري زیاته کړه چې اسراییل په بیروت کې د ایران په سفارت کې د سپاه پاسداران دغه افسران، چې له حزبالله په راکټي او ډرون بریدونو کې مرسته کوي، څاري.
نوموړي تېره شپه له العربیه تلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې ایران، لبنان ته د ځواکونو او تجهیزاتو په لېږلو سره غواړي له حزبالله ډلې سره مرسته وکړي، خو اسراییل دوی څاري او اجازه به ورنه کړي چې حزبالله، چې په تېره یوه میاشت کې یې درانه ګوزارونه خوړلي، خپل کنټرول او قومانده بیا ترلاسه کړي.
دانیل هګاري همداراز وویل چې د دوی پوځ په وروستیو عملیاتو کې د حزبالله ډلې تر ۱۵۰۰ ډېر غړي چې ډېری یې د قوماندې د کچې غړي او جګپوړي کسان وو، له منځه وړي دي او د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر اساس به د دې ډلې ټولو مهمو کسانو ته، که په بیروت کې وي او که د جګړې په میدانونو کې، ګوزار ورکوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې په لبنان کې د حزبالله غړي د باوري راپورونو پر بنسټ تعقیب او په نښه کېږي.
په پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۰ ته ورسېدې
په پاکستان کې سږ کال د پولیو مثبتې پېښې ۴۰ ته ورسېدې.
پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې تازه پېښه د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې ثبت شوې ده.
دا په روانه اوونۍ کې د پولیو اوومه پېښه ده چې په پاکستان کې ثبت کېږي.
د سږ کال له پیله تراوسه پورې په پاکستان کې د پولیو ۴۰ پېښې ثبت شوي چې ۲۰ په بلوچستان، ۱۲ په سند، ۶ په خیبرپښتونخوا، یوه په پنجاب او یوه په اسلاماباد پورې تړاو لري.
پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو یا ګوزڼ ویروس پهکې محوه شوی نه دی.
په افغانستان او پاکستان کې هرکال د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینون ترسره کېږي، خو دا ډاډ نشته چې ټول ماشومان دې واکسین شي.
په افغانستان کې سږ کال تر دې دمه د پولیو ۲۲ پېښې ثبت شوي چې دا په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو ډېرې پېښې دي.
اسراییلو پر دمشق او حومص ته نژدې پر یوه پوځي سیمه هوایي بریدونه پيل کړي
اسراییل نن پنجشنبه د سوریې پر پلازمېنه دمشق او لوېدیځ ښار حومص ته نژدې پر یوه پوځي سیمه هوایي بریدونه پيل کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، دغه بریدونه داسې مهال پیل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د منځني ختیځ د شخړو د هواري د هڅو په موخه دغې سیمې ته تللی دی.
د سوریې د دفاع وزارت ویلي چې د اسراییلي الوتکو په نننیو بریدونو کې لږ تر لږه یو سوریایي سرتېری وژل شوی او ۷ کسان ټپيان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، اسراییل په اسانه په سوریه کې د خپلو عملیاتو په اړه تبصره نه کوي.
اسراییلي پوځ په سوریه کې وخت نا وخت د ایران له ملاتړه برخمنو وسلهوالو باندې بریدونه کوي.
پر دمشق سربېره، اسراییلي پوځیان دا مهال د لبنان په پلازمېنه بیروت او جنوبي سیمو او دغه راز غزې تړانګه کې هم په جګړه بوخت دي او ورځ تر بلې د دغو جګړو د پراخېدو وېره شته.
ترکیې په عراق او سوریه کې پر کردي ملېشو هوایي بریدونه کړي
ترکیې پرون چهارشنبه په انقره کې د فضایي- دفاعي صنعت پر یوه شرکت له خونړي برید وروسته په عراق او سوریه کې پر کردي ملېشو هوایي بریدونه کړي دي.
د انقرې په پروني برید کې چې د دوو وسلهوالو لهخوا وشو، لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول.
د لوېدیځو اژانسونو په وینا، د ترکیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عراق او سوریې په شمال کې یې د هوایي بریدونو پایله کې "د ترهګرو ډلو" ۳۲ مرکزونه ویجاړ کړي او زیات شمېر دغه وسلهوال یې له منځه وړي دي.
د انقرې د پرونې برید مسوولیت لا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو ترکیه دا برید د کردانو د کارګر ګوند یا پيکېکې کار بولي.
ترکیه او لوېدیځ متحدان یې پيکېکې د ترهګرو په توګه پېژني.