نړۍ
ملګرو ملتونو د حزبالله پر اړوند یوه شرکت د اسراییلو بریدونه غندلي
ملګرو ملتونو د لبنان د حزبالله پر اړوند یوه شرکت د اسراییلو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دغو بریدونو "بېلابېلې ښاري او د استوګنې سیمې" په نښه کړي او ملکي تاسیساتو ته یې ډېر زیان اړولی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر اعلامیه وايي، په دغو بریدونو کې القرض الحسن مالي ټولنې پورې تړلي تاسیسات په نښه شوي دي.
د یکشنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو په بیروت، د ختیځې بقاع درې او جنوبي لبنان کې د دې ادارې پر څانګو بریدونه وکړل.
دا مالي شرکت، چې په رسمي ډول د خیریه بنسټ توګه ثبت شوی د ۱۹۸۰ کلونو راهیسې خپلو پېرودونکو ته د سرو زرو د ګروۍ په بدل کې له سود پرته پور ورکوي.
د دې موسسې ډېری مراجعین شیعه مسلمانان دي، خو سني مسلمانان او عیسویان هم د دې ادارې له خدمتونو ګټه اخلي.
امریکا پر دغه بنسټ بندیزونه لګولي او د لبنان حزبالله یې تورن کړی چې له دغه بنسټ څخه د خپلو مالي فعالیتونو د پټولو او نړیوال مالي سیستم ته د لاسرسي لپاره کار اخلي.
په پاکستان کې د ماشومانو د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي
په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د پېښو له زیاتېدو سره ټاکل شوې په دغه هېواد کې د پولیو ضد واکسین نوی کمپاین پیل شي.
په دې کمپاین کې چې راتلونکې اونۍ پیلېږي او ډېری تمرکز به یې د پاکستان په شمال لوېدیځ، د افغانستان سرحد ته نږدې سیمو کې وي، ټاکل شوې چې لږتر لږه ۳۲ ملیونه ماشومانو ته په کې واکسین وشي.
د پوليو واکسين کمپاین د کارکوونکو او د هغو پوليسو پر وړاندې تاوتريخوالی چې د هغوی ساتنه کوي، تل په پاکستان کې د پوليو د له منځه وړلو د هڅو د شنډولو لامل ګرځي.
سږ کال په پاکستان کې د پولیو مثبتې ثبت شوې پېښې ۳۹ او په افغانستان کې بیا دا شمېر ۲۲ ښودل شوی دی.
د پولیو ضد واکسیناسیون او د عامه پوهاوي د پروګرامونو په پلي کولو کې کمښت د پولیو د پېښو د زیاتېدو لامل ګرځېدلي.
پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې هېڅ درملنه نه لري او یوازې واکسین کولی شي ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ وژغوري.
له افغانستان او پاکستان پرته په ټوله نړۍ کې پولیو له منځه وړل شوې ده.
د البانیا مخکېنی ولسمشر د فساد د تورونو له کبله نیول شوی
د البانیا مخکېنی ولسمشر ایلیر میټا د فساد د هغو تورونو له کبله نیول شوی چې د دې هېواد د فساد ضد ځانګړې څارنوالۍ لهخوا پرې لګېدلي دي.
د دې تورونو جزییات نه دي روښانه شوي، خو د میټا ویاند نن یوې خبري غونډې ته وویل، د پخواني ولسمشر نیول یو غیرمسوولانه اقدام دی.
میټا په تېره جون میاشت کې هم د ځینو مسایلو په اړه چې ده بې معنا خبرې بللې وې د ګروېږنو لپاره احضار شوی و، خو ده هغه مهال ویلي وو چې دا مسایل په ده پورې اړه نه لري.
میټا له دې مخکې د البانیا د صدراعظم، د پارلمان د رییس او بهرنیو چارو وزیر پر دندو هم کار کړی و.
اسراییلو د درېیو لبناني سرتېري د وژلو له کبله بخښنه وغوښته
اسراییلو نن د لبنان په جنوب کې د هغه هوايي برید له کبله بخښنه وغوښته چې په نتیجه کې یې درې لبناني سرتېري ووژل شول.
د اسراییل پوځ وايي، د لبنان د پوځ پر ضد جګړه نه کوي، خو عسکرو یې داسې انګېرله چې د ایران پلوې حزبالله ډلې د وسلهوالو کوم موټر یې په نښه کړی دی.
د اسراییلو په برید کې د حزبالله د یوې اړوندې مالي ادارې له لسو ډېرې څانګې هم په نښه شوې دي.
اسراییلي چارواکي وايي چې په دې مالي اداره کې ډېرو عامو خلکو هم خپلې د سپما پیسې ساتلې.
په داسې حال کې چې د حماس ډلې د مشر یحیی سنوار وژنې ټول منځني ختیځ ته ټکان ورکړی حزبالله تېره اونۍ اعلان وکړ چې د اسراییلو د اشغالګرو ځواکونو پر ضد یې د جګړې نوی پړاو یې پیل کړی دی.
د امریکا دفاع وزیر کییف ته رسېدلی
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره نن دوشنبه د اکټوبر ۳۰مه کییف ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې پر اوکراین تازه بریدونه کړي چې له امله یې یو شمېر ملکیان ټپیان شوي او مهم تاسیسات ویجاړ شوي دي.
اسټین په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا څلورم ځل دی چې د امریکا د دفاع وزیر په توګه اوکراین ته ځي، او دا ښيي چې امریکا له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د اوکراین ملاتړ ته ژمنه ده.
اوکرایني چارواکي: روسیې پر کییف د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړی
اوکرایني چارواکي وايي چې روسیې د دویمې شپې په مخه د اوکراین پر پلازمېنه کیف د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړ.
د دوی په وینا په دې بریدونو کې د استوګنو ودانیو ته زیان اوښتی او لږ تر لږه یو ملکي ټپي شوی دی.
د کییف د پوځي ادارې مشر سرهی پوپکو، نن دوشنبې په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي: "بله شپه، بله اندېښنه. دښمن د اوکراین او کییف په وړاندې د هوايي بریدونو شدت نه کموي."
پوپکو زیاته کړه: "نژدې ۱۰ بې پیلوټه الوتکې، چې څو ځله یې له مختلفو خواوو یې ښآر په نښه کړ، ویجاړې شوي دي."
د هغه په وینا، په دې بریدونو کې کومه مرګژوبله نه ده پېښه شوې، خو د بې پیلوټه الوتکو د ټوټو د لوېدلو له کبله لږ تر لږه یو تن په برسېرن ټپي شوی دی.
د کییف ښاروال، ویتالي کلیچکو، هم په ټیلیګرام کې لیکلي چې د ویجاړ، شویو بې پیلوټه الوتکو ټوټې د پلازمېنې په درې اصلي سیمو کې لوېدلي، چې په ترڅ کې یې د څو استوګنو ودانیو بامونو، ظاهري برخو او د برښنا سیمونو ته زیان اوښتی دی.
د ترکیې د ولسمشر مخالف او یو روحاني مشر فتحالله ګولن په امریکا کې مړ شوی
فتحالله ګولن ته نژدې خواله رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دا سخت مخالف روحاني په امریکا کې وفات شوی دی.
راپورونه ښیي چې ګولن د یکشنبې په ورځ په امریکا کې په یو روغتون کې وفات شوی دی.
دا مذهبي خطیب او د اخلاقي او دیني علومو ښوونکی په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې اوسېده.
"هرکول" وېبپاڼې، چې د ګولن له خوځښت سره نژدې اړیکې لري، د نوموړي د مړینې خبر ورکړ.
ګولن چې په ترکیه کې د ارزروم په سیمه کې زیږېدلی و، د وفات پر وخت ۸۳ کلن و.
په ترکیه کې ځینو رسنیو لکه اینټيوي او هابر په امریکا کې د ګولن د نژدې کسانو له قوله د نوموړي د مړینې خبر ورکړی دی.
خو د ترکیې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د فتحالله ګولن نوم د ۲۰۱۶م کال د دوبي په نیمایي کې په ترکیه کې هغه مهال ډېر مطرح شو چې اردوغان ګولن په "کودتا" تورن کړ او د هغه د جریان د ماتې اعلان یې وکړ.
په خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد یو چارواکی د وسلهوالو په ډزو وژل شوی
په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو په دوام کې پرون په خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد یو چارواکی د نامعلومو وسلهوالو په ډزو ووژل شو.
پاکستاني رسنیو نن وویل چې شیرعلي ماښام مهال په بنو کې خپل کور ته روان و چې وسلهوالو پرې ډزې وکړې.
په دې پېښه کې د دغه چارواکي دوه نژدې خپلوان ټپیان شوي دي.
تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو عموماً ټيټيپي بریدونه کوي.
دا په روان اکټوبر میاشت کې په بنو کې پر پولیسو او امنیتي کسانو درېیم برید دی.
په تېرو دوو بریدونو کې ۶ پولیس وژل شوي دي.
کمالا هاریس: په غزه کې د بې ګنا فلسطینیانو وژل راته د منلو نه دي
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هاریس وایي، په غزه کې د بې ګنا فلسطینیانو وژل ورته د منلو نه دي.
مېرمن هاریس چې د ډیموکرات ګوند لهخوا د ولسمشریزو ټاکنو نومانده ده، پرون یکشنبه دغه څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دوی د غزې د جګړې پای ته رسېدل غواړي.
نوموړې زیاته کړې چې د همدې هڅو په موخه یې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یوځل بیا منځني ختیځ ته ځي او هلته به د اړوندو لوریو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.
که څه هم منځني ختیځ ته د بلېنکن د راتلونکي سفر نور جزییات نهشته، خو د جرمني خبري اژانس یا "ډيپياې" لیکلي چې بلېنکن به سبا سه شنبه اسراییلو ته ورسېږي.
په غزه کې د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو له پيله تراوسه څه باندې ۴۲ زره فلسطینیان وژل شوي دي.