نړۍ
د اسراييل پوځ لبنان کې د حزبالله پر استخباراتي مرکز د بريد خبر ورکړی
د اسراییل پوځ اعلان کړی چې دوی د یکشنبې په ورځ په لبنان کې د حزبالله د استخباراتو پر یوه مرکز او په پلازمېنه بیروت کې د وسلو د تولید پر یوه ځمکني ورکشاپ برید کړی دی.
د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې، د دوی جنګي الوتکو د حزبالله درې قوماندانان وژلي دي، چې پهکې عباس سلیمه د دې ډلې د جنوبي قوماندانۍ یو جګپوړی غړی، رضا عباس عواضه د اړیکو ماهر، او احمد علي حسین شامل دي، چې د اسراییلو پوځ په وینا د دې ډلې د ستراتیژیکو وسلو د پراختیا مسوول و.
تر اوسه روښانه نهده چې دا درې کسان په استخباراتي مرکز کې په برید کې وژل شوي او که په بېلو عملیاتو کې.
حزبالله تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د لبنان دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د یکشنبې په سهار دوه اسراییلي بریدونه په (حاره حریک) او په (حداث) کې شوي، دا ټولې سیمې د حزبالله تر کنټرول لاندې د بیروت د جنوب په ضاحیه کې موقعیت لري.
د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، د لبنان په جنوب کې یې تونلونه او ځمکني تاسیسات ویجاړ کړي او د جمعې په ورځ یې د حزبالله د بنت جبیل سیمې مرستیال قوماندان وژلی دی.
اسراییلي پوځ همداراز ویلي چې، په نورو بریدونو کې یې د لبنان په جنوب کې د حزبالله ۳ وسلهوال وژلي دي.
کيوبا کې د يوې برخې برېښنا د بېرته فعالېدو خبر ورکړل شوی
د کیوبا چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د برېښنا په ملي شبکې کې له دوو لویو پرچاویو وروسته د دې هېواد، چې ۱۰ میلیونه نفوس لري، د یوې برخې لپاره برېښنا بېرته فعاله شوې ده.
لهدې سره سره، د کیوبا د برېښنا اتحادیې نن (یکشنبې) د نویو ستونزو خبر ورکړ او په خپل رسمي ټلېګرام چېنل کې یې ولیکل: "د سهار په ۶ بجې او ۱۵ دقیقو د برېښنا ملي شبکه یو وار بیا پرچاو شوه."
په کیوبا کې په لومړي ځل په پراخه کچه د برېښنا پرچاوي د جمعې په غرمه د دې هېواد په یوه ستر برېښناکوټ کې د ستونزې د پېښېدو له کبله پیل شوه.
دا پرچاوي د دې هېواد لپاره جدي ګواښ دی، ځکه چې د برېښنا نشتوالی د اوبو رسولو شبکه هم بندوي او یخچالي خواړه په چټکۍ سره خرابېږي.
د برېښنا شدید کمښت حکومت اړ کړی چې، غیر ضروري کارګران کور ته ولېږي او ښوونځي، اقتصادي او تفریحي مرکزونه وتړي.
غزه کې روغتيايي چارواکي: د اسراييل په هوايي بريد کې ۷۳ کسان وژل شوي
د حماس تر کنټرول لاندې روغتیايي چارواکي وايي، پرون (شنبې) د اسرايیل هوايي ځواک په شمالي غزه کې د بیت لاهیا په ښار کې یوه څو پوړیزه ودانۍ په نښه کړه، چې لږ تر لږه ۷۳ کسان پهکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې لهخوا تروریستي ډله ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې، د اسرايیل پوځ وویل چې، د دې برید په اړه د مرګژوبلو راپورونه څېړي او زیاته یې کړه: "لومړنۍ څېړنې ښيي چې د مرګژوبلو په شمېر کې مبالغه شوې او له ترلاسه شویو معلوماتو سره سمون نهخوري."
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، پر جګړې د اسرايیل، حماس او حزبالله ټینګار د دې هیله کمه کړې چې د یحیی سنوار وژل به په غزه او لبنان کې اوربند ته لاره هواره کړي.
د دې راپور لهمخې، د اسرايیل الوتکو د شنبې په ورځ د غزې په جنوب کې اعلامیې غورځولې، چې په هغو کې د یحیی سنوار عکس او دا پیغام لیکل شوی و چې: "حماس به نور په غزه واکمني ونهکړي."
له بلې خوا اسراییل پرون (شنبې) په بیروت او لمنو کې یې څو درنې هوايي حملې وکړې.
د خبري اژانسونو د راپورونو لهمخې، له بمباریو وروسته د بیروت او شاوخوا سیمو په اسمان کې لوخوړې او لوګي پورته شول.
ايټاليا له دغه هېواد يوشمېر ايستل شوي پناه غوښتونکي بېرته راګرځولي
ایټالیا درې ورځې وروسته لهدې چې یوشمېر پناه غوښتونکي یې له اروپايي اتحادیې د باندې، البانیا ته واستول، د خپل هېواد د محکمې په امر ۱۲ تنه بېرته راوګرځول.
رویټرز خبري اژانس پرون (شنبې) راپور ورکړ چې په روم کې د محکمې د حکم پر اساس، دا پناه غوښتونکي د دې لپاره بېرته ایټالیا ته راوګرځول شول چې، د دوی اصلي هېوادونه یعني مصر او بنګلهدېش د هغوی لپاره خوندي هېوادونه ګڼل کېدای نهشي.
امکان و چې د هغوی په منځ کې د یوشمېر کسانو غوښتنلیکونه رد شوي او له البانیا څخه خپلو اصلي هېوادونو ته استول شوي وای.
ټاکل شوې ده چې، د ایټالیا حکومت د محکمې د پرېکړې په اړه د روانې اوونۍ د سهشنبې په ورځ پرېکړه وکړي.
د امریکا د دفاع وزیر: اسراییل دې په بیروت کې او د بیروت شاوخوا خپل بریدونه څه کم کړي
د امریکا د دفاع وزیر وایي، واشنګتن غواړي چې اسراییل په بیروت کې او د بیروت شاوخوا خپل بریدونه څه کم کړي.
لویډ اسټن زیاته کړه چې د ملکي تلفاتو شمېر خورا لوړ دی او هیله ده چې د خبرو له لارې دې ته زمینه برابره شي چې په دواړو لوریو کې ملکیان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
لویډ اسټن دا خبرې پرون د ایټالیا په ناپولي کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د چاروکو له غونډې وروسته وکړې.
د جي اووه سرمشریزې پرون ایران ته خبرداری ورکړ چې په منځني ختیځ کې د خپلو نیابتي ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
نتنیاهو: د حزبالله دا هڅه چې ما او زما مېرمنه ووژني، لویه اشتباه وه
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون شنبه د ایران له ملاتړه برخمنه حزبالله ډله تورنه کړه چې د ده د وژلو هڅه یې کړې ده.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې په منځني کې کړکېچ زیات شوی او اسراییل د ایران د راکټي حملو د غچ اخیستو ګوتڅنډنه کړې ده.
د نتنیاهو دفتر وايي، په مرکزي سیمه قیساریه کې د نتنیاهو د کور پر لوري یوه بې پېلوټه الوتکه توغول شوې وه، خو نتنیاهو او مېرمن یې هغه شېبه په کور کې نه وو او چا ته د سر زیان نه دی اوښتی.
نتنیاهو په یوه اعلامیه کې ویلي: "د ایران د نیابتي ډلې حزبالله دا هڅه چې ما او زما مېرمنه ووژني، لویه اشتباه وه."
د لبنان حزبالله ډلې چې ایران یې تمویلوي، د دې حملې مسوولیت نه دی منلی، خو په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ پرون ناوخته ویلي، دا د حزبالله کار و.
امریکا، د ایران له ملاتړه برخمن حزبالله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دې ډلې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.
د نیوزیلنډ او سویلي افریقا ترمنځ د ښځو شل اوریز جام پایلوبه ترسره کېږي
ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ د پیل شوي شل اوریز نړیوال جام پایلوبه نن یکشنبه د اکټوبر په ۲۰مه نېټه ترسره شي.
دغه پایلوبه به د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ نیمې بجې د سویلي افریقا او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې وي.
د نیوزیلنډ لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د وېسټ اینډیز ته ماتې ورکړه او سویلي افریقا بیا له اسټرالیا نیمه پایلوبه وګټله.
تر دې دمه د سویلي افریقا او نیوزیلنډ ښځینه ملي لوبډلو د شل اوریز نړیوال جام اتلولي نه ده ګټلې.
تر دې وړاندې د نیوزیلنډ ملي لوبډلې دوه ځل د نړیوال جام پایلوبې بایللې وې او سویلي افریقا بیا تېرکال له اسټرالیا په پایلوبه کې ماتې وخوړه.
دغه شل اوریز نړیوال جام د اکټوبر په درېیمه نېټه د لسو هېوادونو ترمنځ پیل شو او تر دې دمه پکې ۲۲ سیالۍ ترسره شوي دي.
د ویلو ده چې د یاد نړیوال جام تر پیل وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا ویلي وو چې دا ځل به د ښځینه نړیوال جام امتیازات هم د نارینهوو په څېر وي او ګټونکې لوبډلې ته به دوه اعشاریه ۳۴ میلیونه او دوهم مقام ګټونکې لوبډلې ته به ۱ اعشاریه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر ورکوي.
د لبنان پر ختيځ د اسراييل بريدونه؛ د يو ښاروال په ګډون څلور کسان وژل شوي
د لبنان دولتي رسنۍ وايي، پر ختیځ ښارګوټي بقاع د اسرايیل په تازه حمله کې څلور کسان وژل شوي چې یو یې ښاروال دی.
پهدې حمله کې نن یوه وداني په نښه شوې ده.
د راپور لهمخې په څلورو وژل شویو کې د سحمر ښارګوټي ښاروال حیدر شهلا هم شامل دی.
له کله چې څه باندې کال مخکې په غزه کې د حماس او اسرايیل ترمنځ جګړه پیل شوې، اسرايیل تقریباً هره ورځ د لبنان له حزبالله ډلې سره ډزې تبادله کوي.
د کيوبا برېښنا شبکه نن يو ځل بيا له کاره لوېدلې
د کیوبا د برېښنا شبکه نن شنبه سهار یو وار بیا له کاره ولوېده، چې له کبله یې دغه ټول هېواد د برېښنا له پرچاوۍ سره مخ شو.
تر دې څو ساعته مخکې چارواکو اعلان کړی و، چې عادي حالت ته د برېښنا بهیر د راګرځولو په حال کې دي.
د دغه هېواد دولتي رسنۍ کیوبا ډیبېټ لیکلي، د کیوبا د برېښنا شبکه کاملاً کاره لوېدلې ده، خو کارکوونکي د هغه د برحاله کولو په حال کې دي.
دغه شبکه لومړی وار د جمعې د شپې ناوخته له کاره لوېدلې وه، چې دا د برېښنا تر ټولو لویه پرچاوي ګڼل شوې او له کبله یې ۱۰ ميلیونه خلک ناڅاپه له برېښنا بېبرخې شول.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير: پر لبنان او غزه د اسراييل بريدونو ايران مشروع ګام اخيستو ته اړ کړ
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، په لبنان او غزه کې د اسراییل بریدونه ایران دې ته اړ ایست چې "مشروع ګامونه پورته کړي."
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شنبې په ورځ په استانبول کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په کتنه کې وویل، د اسرايیل تهاجمانه دریځ ایران دې ته اړ کړ، چې د ده په وینا مشروع ګامونه پورته کړي.
هغه وویل چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو "په دوامداره توګه په سیمه کې نوې جبهې پرانیزي" او "هڅه کوي چې ایران دې جګړې ته داخل کړي."
عراقچي چې د جمعې په ورځ په استانبول کې د جنوبي قفقاز د هېوادونو په غونډه کې برخه اخیستې وه، وویل چې په لبنان کې مخ په زیاتېدونکی کړکېچ "ډېر د اندېښنې وړ" دی.
ایران د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر اسرايیل شاوخوا ۲۰۰ توغندي وویشتل او دا کار یې د حزبالله ډلې د مشر حسن نصرالله او د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنو په عکس العمل کې وکړ.