د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

نړۍ

کمالا هاریس: په غزه کې د بې ګنا فلسطینیانو وژل راته د منلو نه دي

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هاریس
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هاریس

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هاریس وایي، په غزه کې د بې ګنا فلسطینیانو وژل ورته د منلو نه دي.

مېرمن هاریس چې د ډیموکرات ګوند له‌خوا د ولسمشریزو ټاکنو نومانده ده، پرون یکشنبه دغه څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دوی د غزې د جګړې پای ته رسېدل غواړي.

نوموړې زیاته کړې چې د همدې هڅو په موخه یې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یوځل بیا منځني ختیځ ته ځي او هلته به د اړوندو لوریو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

که څه هم منځني ختیځ ته د بلېنکن د راتلونکي سفر نور جزییات نه‌شته، خو د جرمني خبري اژانس یا "ډ‌ي‌پي‌اې" لیکلي چې بلېنکن به سبا سه شنبه اسراییلو ته ورسېږي.

په غزه کې د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو له پيله تراوسه څه باندې ۴۲ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

جانسن: امریکا ژر پر ایران د اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو د اسنادو د افشاګرۍ په اړه څېړنې پيلوي

د امریکا د استازیو جرګې مشر مایکل جانسن
د امریکا د استازیو جرګې مشر مایکل جانسن

د امریکا د استازیو جرګې مشر مایکل جانسن وايي، متحده ایالتونه ژر پر ایران د اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو د اسنادو د افشاګرۍ په تړاو څېړنې پيلوي.

دا اسناد د شنبې په ورځ یوه ټلګرامي چینل ته لیک شوي دي.

د "سي‌این‌این" د راپور پر اساس، دا اسناد ډېر محرمانه دي او هغه نښانونه پرې دي چې یواځې یې امریکا او د فایف آیز ډلې غړي اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ او بریټانیا کتلی شي.

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت پنټاګون د دغو رپوټونو د څېړلو په حال کې دی.

نیویارک ټایمز هم راپور ورکړی چې امریکايي چارواکي هڅه کوي د دغو اسنادو افشا کوونکې سرچینې معلومې کړي.

دا اسناد چې د سټلایټ عکسونه هم په‌کې شته په راتلونکو ورځو کې په ایران د اسراییلو غچ اخیستونکي برید ته اشاره کوي.

نیویارک ټایمز بیا دا هم ویلي، دا اسناد یواځې د سټلایټي عکسونو په ارزونې وړاندې کوي.

د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبډلې په لومړي ځل شل اوريز نړيوال جام وګاټه

نيوزيلنډ کرکټ ښځينه لوبډله
نيوزيلنډ کرکټ ښځينه لوبډله

د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې د سویلي افریقا په ماتولو سره په لومړي ځل نړیوال جام وګاټه.

دغه پایلوبه نن یک‌شنبه د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، چې نیوزیلنډ د ۳۲ منډو په تفاوت وګټله.

د لوبې پچه سویلي افریقا وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه، د نیوزیلنډ لوبډلې په شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۵۸ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې په ګټه امیلیا کر۴۳، بروکي هالیډی ۳۸ او سوزي بټز ۳۲ منډې وکړې.

سویلي افریقا ته بیا په توپ اچونه کې نانکولولیکو ملابا دوه لوبغاړې وسوځولې.

د نیوزیلنډ د هدف په دوام د سویلي افریقا لوبډلې ۱۲۶ منډې وکړې، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او یو وار بیا یې پایلوبه وبایلله.

لورا د سویلي افریقا مخکښه منډه جوړونکې وه، چې ۳۳ منډې یې کړې وې او د نیوزیلنډ په توپ اچونکو کې امیلا کر او رسمیري مایر ۳ـ۳ لوبغاړې وسوځولې.

د نیوزیلنډ ملي لوبډله تر دې وړاندې هم درې ځل تر پایلوبې رسېدلې وه، خو په لومړي ځل یې پایلوبه وګټله.

د سویلي افریقا ښځینه لوبډلې بیا تېر ځل هم په پایلوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې ماتې خوړلې وه او لا یې هيڅ نړیوال جام نه‌دی ګټلی.

د ویلو ده چې سږکال په لومړي ځل د ښځینه نړیوال جام امتیازات هم د نارینو په څېر و، ګټونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۳۴ میلیونه او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۱ اعشاریه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر ورکړل شول.

کيوبا کې د يوې برخې برېښنا د بېرته فعالېدو خبر ورکړل شوی

کيوبا کې د برېښنا پرچاوي
کيوبا کې د برېښنا پرچاوي

د کیوبا چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د برېښنا په ملي شبکې کې له دوو لویو پرچاویو وروسته د دې هېواد، چې ۱۰ میلیونه نفوس لري، د یوې برخې لپاره برېښنا بېرته فعاله شوې ده.

له‌دې سره سره، د کیوبا د برېښنا اتحادیې نن (یک‌شنبې) د نویو ستونزو خبر ورکړ او په خپل رسمي ټلېګرام چېنل کې یې ولیکل: "د سهار په ۶ بجې او ۱۵ دقیقو د برېښنا ملي شبکه یو وار بیا پرچاو شوه."

په کیوبا کې په لومړي ځل په پراخه کچه د برېښنا پرچاوي د جمعې په غرمه د دې هېواد په یوه ستر برېښناکوټ کې د ستونزې د پېښېدو له کبله پیل شوه.

دا پرچاوي د دې هېواد لپاره جدي ګواښ دی، ځکه چې د برېښنا نشتوالی د اوبو رسولو شبکه هم بندوي او یخچالي خواړه په چټکۍ سره خرابېږي.

د برېښنا شدید کمښت حکومت اړ کړی چې، غیر ضروري کارګران کور ته ولېږي او ښوونځي، اقتصادي او تفریحي مرکزونه وتړي.

غزه کې روغتيايي چارواکي: د اسراييل په هوايي بريد کې ۷۳ کسان وژل شوي

غزه کې د اسراييل د بمبارۍ يو انځور
غزه کې د اسراييل د بمبارۍ يو انځور

د حماس تر کنټرول لاندې روغتیايي چارواکي وايي، پرون (شنبې) د اسرايیل هوايي ځواک په شمالي غزه کې د بیت لاهیا په ښار کې یوه څو پوړیزه ودانۍ په نښه کړه، چې لږ تر لږه ۷۳ کسان په‌کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې له‌خوا تروریستي ډله ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې، د اسرايیل پوځ وویل چې، د دې برید په اړه د مرګ‌‌ژوبلو راپورونه څېړي او زیاته یې کړه: "لومړنۍ څېړنې ښيي چې د مرګ‌‌ژوبلو په شمېر کې مبالغه شوې او له ترلاسه شویو معلوماتو سره سمون نه‌خوري."

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌‌مخې، پر جګړې د اسرايیل، حماس او حزب‌‌الله ټینګار د دې هیله کمه کړې چې د یحیی سنوار وژل به په غزه او لبنان کې اوربند ته لاره هواره کړي.

د دې راپور له‌مخې، د اسرايیل الوتکو د شنبې په ورځ د غزې په جنوب کې اعلامیې غورځولې، چې په هغو کې د یحیی سنوار عکس او دا پیغام لیکل شوی و چې: "حماس به نور په غزه واکمني ونه‌‌کړي."

له بلې خوا اسراییل پرون (شنبې) په بیروت او لمنو کې یې څو درنې هوايي حملې وکړې.

د خبري اژانسونو د راپورونو له‌‌مخې، له بمباریو وروسته د بیروت او شاوخوا سیمو په اسمان کې لوخوړې او لوګي پورته شول.

ايټاليا له دغه هېواد يوشمېر ايستل شوي پناه غوښتونکي بېرته راګرځولي

ايټاليا کې د کډوالو يو اانځور
ايټاليا کې د کډوالو يو اانځور

ایټالیا درې ورځې وروسته له‌دې چې یوشمېر پناه غوښتونکي یې له اروپايي اتحادیې د باندې، البانیا ته واستول، د خپل هېواد د محکمې په امر ۱۲ تنه بېرته راوګرځول.

رویټرز خبري اژانس پرون (شنبې) راپور ورکړ چې په روم کې د محکمې د حکم پر اساس، دا پناه غوښتونکي د دې لپاره بېرته ایټالیا ته راوګرځول شول چې، د دوی اصلي هېوادونه یعني مصر او بنګله‌دېش د هغوی لپاره خوندي هېوادونه ګڼل کېدای نه‌‌‌شي.

امکان و چې د هغوی په منځ کې د یوشمېر کسانو غوښتنلیکونه رد شوي او له البانیا څخه خپلو اصلي هېوادونو ته استول شوي وای.

ټاکل شوې ده چې، د ایټالیا حکومت د محکمې د پرېکړې په اړه د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ پرېکړه وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر: اسراییل دې په بیروت کې او د بیروت شاوخوا خپل بریدونه څه کم کړي

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن

د امریکا د دفاع وزیر وایي، واشنګتن غواړي چې اسراییل په بیروت کې او د بیروت شاوخوا خپل بریدونه څه کم کړي.

لویډ اسټن زیاته کړه چې د ملکي تلفاتو شمېر خورا لوړ دی او هیله ده چې د خبرو له لارې دې ته زمینه برابره شي چې په دواړو لوریو کې ملکیان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

لویډ اسټن دا خبرې پرون د ایټالیا په ناپولي کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د چاروکو له غونډې وروسته وکړې.

د جي اووه سرمشریزې پرون ایران ته خبرداری ورکړ چې په منځني ختیځ کې د خپلو نیابتي ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

نتنیاهو: د حزب‌الله دا هڅه چې ما او زما مېرمنه ووژني، لویه اشتباه وه

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون شنبه د ایران له ملاتړه برخمنه حزب‌الله ډله تورنه کړه چې د ده د وژلو هڅه یې کړې ده.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې په منځني کې کړکېچ زیات شوی او اسراییل د ایران د راکټي حملو د غچ اخیستو ګوتڅنډنه کړې ده.

د نتنیاهو دفتر وايي، په مرکزي سیمه قیساریه کې د نتنیاهو د کور پر لوري یوه بې پېلوټه الوتکه توغول شوې وه، خو نتنیاهو او مېرمن یې هغه شېبه په کور کې نه وو او چا ته د سر زیان نه دی اوښتی.

نتنیاهو په یوه اعلامیه کې ویلي: "د ایران د نیابتي ډلې حزب‌الله دا هڅه چې ما او زما مېرمنه ووژني، لویه اشتباه وه."

د لبنان حزب‌الله ډلې چې ایران یې تمویلوي، د دې حملې مسوولیت نه دی منلی، خو په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ پرون ناوخته ویلي، دا د حزب‌الله کار و.

امریکا، د ایران له ملاتړه برخمن حزب‌الله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دې ډلې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.

د نیوزیلنډ او سویلي افریقا ترمنځ د ښځو شل اوریز جام پایلوبه ترسره کېږي

د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبغاړې
د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبغاړې

ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ د پیل شوي شل اوریز نړیوال جام پایلوبه نن یکشنبه د اکټوبر په ۲۰مه نېټه ترسره شي.

دغه پایلوبه به د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ نیمې بجې د سویلي افریقا او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې وي.

د نیوزیلنډ لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د وېسټ اینډیز ته ماتې ورکړه او سویلي افریقا بیا له اسټرالیا نیمه پایلوبه وګټله.

تر دې دمه د سویلي افریقا او نیوزیلنډ ښځینه ملي لوبډلو د شل اوریز نړیوال جام اتلولي نه ده ګټلې.

تر دې وړاندې د نیوزیلنډ ملي لوبډلې دوه ځل د نړیوال جام پایلوبې بایللې وې او سویلي افریقا بیا تېرکال له اسټرالیا په پایلوبه کې ماتې وخوړه.

دغه شل اوریز نړیوال جام د اکټوبر په درېیمه نېټه د لسو هېوادونو ترمنځ پیل شو او تر دې دمه پکې ۲۲ سیالۍ ترسره شوي دي.

د ویلو ده چې د یاد نړیوال جام تر پیل وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا ویلي وو چې دا ځل به د ښځینه نړیوال جام امتیازات هم د نارینه‌وو په څېر وي او ګټونکې لوبډلې ته به دوه اعشاریه ۳۴ میلیونه او دوهم مقام ګټونکې لوبډلې ته به ۱ اعشاریه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر ورکوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG