د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

نړۍ

اسراییلو د حزب‌الله پر مرکزونو بریدونه کړي

په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د لبنان په جنوب کې د اسرايیلو له‌خوا د لبنان په جنوب کې د سې شنبې په ورځ د اکټوبر ۱۷مه د حزب‌الله پر مرکزونو بریدونه شوي.

د اسراییلو په دغه بریدونو کې ډېر شمېر ودانۍ ویجاړې شوي او د یوه لبناني ښار ښاروال هم وژل شوی دي.

امریکا، د ایران له ملاتړه برخمن حزب‌الله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دې ډلې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.

حزب‌الله د لبنان د جنوب کې ډېری برخې په واک کې لري او د لبنان په پارلمان کې یې د سیاسي څانګې استازي شتون لري.

هاریس په یوه مرکه کې د ایران پر مسئله تند بحث کړی

د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د راتلونکې میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند کاندیده کاملا هاریس
د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د راتلونکې میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند کاندیده کاملا هاریس

د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د راتلونکې میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند کاندیده کاملا هاریس چې له پخواني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکي ګوند له نوماند ډونالډ ټرمپ سره سیالي کوي، د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر۱۶مه د فاکس نیوز شبکې له یوه ویاند سره په یوه مرکه کې د ایران په مسئله تند بحث وکړ.

د ښي اړخي فاکس نیوز کوربه بریټ بایر له هاریس سره د مختلفو موضوعاتو په اړه لکه د غیرقانوني کډوالۍ، د بایډن ذهني سلامتي او د هغه پالیسۍ په هکله چې څنګه به د اوسنۍ ادارې سره چې دا یې یوه برخه ده توپیر ولري بحث وکړ.

د دې مرکې تر ټولو تند بحث چې د ایران په هکله هغه مهال رامنځته شو چې دوی د بهرنۍ پالیسۍ په اړه خبرې کولې.

بحث هغه وخت تند شو کله چې بریټ بایر د ایران په اړه د کاملا هاریس ته په یو پوښتنه کې وویل چې تهران د لګول شویو بندیزونو په لرې کېدو سره په ځانګړې توګه د تېلو د خرڅلاو له لارې په میلیاردونو ډالر ګټلی شي.

کامله هاریس په دې اړه مستقیم ځواب ورنه‌کړ او پر ځای یې د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵م کال له تړون څخه د امریکا د وتلو په اړه د ټرمپ پر پرېکړې تمرکز وکړ.

کرکټ؛ د هندوستان ملي لوبډله یوازې په ۴۶ منډو وسوځېده

د هند کرکټ لوبډلې لوبغاړي
د هند کرکټ لوبډلې لوبغاړي

د هندوستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې هندۍ لوبډله په ۴۶ منډو وسوځېده.

دغه ټېسټ لوبه د هند په کوربه‌توب په بنګلور ښار کې پیل شوې چې هندوستان د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

یادې لوبډلې ۳۱.۲ اورونه ولوبول، ۴۶ منډې یې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

مخکښ منډه جوړونکی یې رېشب پانټ و چې په ۲۰ منډو وسوځېد.

په دې پاڼۍ کې ویرات کهولي، سرفرازخان، کیل راهول، رویندر جدیجا او روي چندرن اشوېن په صفر وسوځېدل.

د نیوزیلنډ په توپ اچونکو کې مت هنري۵، ویلیم اوروک۴ او ټیم ساوتي یوه ویکټ واخیسته.

دا د لومړۍ ټېسټ لوبې دوهمه ورځ ده، په لومړۍ ورځ د ورښت له امله هېڅ لوبه ونه شوه.

د ویلو ده چې دا د ټېسټ اتلولیو اړوند سیالۍ دي چې دواړه لوبډلې به درې ټېسټ لوبې ترسره کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مصر ته رسېدلی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تېره پرون چهارشنبه مصر ته ورسېد.

دا له شاوخوا دولسو کلونو وروسته مصر ته د ایران د بهرنیو چارو د یوه وزیر لومړنی سفر دی.

وروستی ځل د ایران د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي افریقا ته د سفر پر مهال د ۲۰۱۳م کال په جنورۍ کې قاهرې ته تللی و.

عراقچي چې دا مهال د څو هېوادونو په سفر بوخت دی، د اردن له سفر وروسته مصر ته ورسېد او هلته یې له خپل سیال ایمن صفادي سره وکتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، دواړو چارواکو په سیمه کې د پرمختګونو او پر غزې او لبنان د اسراییلو د بریدونو په اړه خبرې وکړې.

عراقچي تېره اوونۍ لبنان، سوریې، سعودي عربستان، عراق او عمان ته سفرونه وکړل چې د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، عراقچي به له مصر وروسته ترکیې ته هم سفر وکړي.

د ښځو د کرکټ نړیوال جام؛ د استرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه ده

د استرالیا د کرکټ ښځینه لوبډله
د استرالیا د کرکټ ښځینه لوبډله

د ښځو د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې نن په لومړۍ نیمه پایلوبه کې استرالیا له جنوبي افریقا سره مخامخېږي.

دوهمه نیمه پایلوبه به سبا جمعه د وېسټ اینډیز او نیوزیلنډ ترمنځ وشي.

دا نړیوال جام چې د اکټوبر په درېیمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شو، پایلوبه به یې د یکشنبې په ورځ د اکټوبر په شلمه په دوبۍ کې ترسره شي.

زیلینسکي د کییف په ګټه د جګړې د څرنګوالي بدلولو لپاره یو لړ اقدامات په ګوته کړل

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن چهارشنبې یو لړ اقدامات په ګوته کړل چې د ده په وینا هغه به د کییف په ګټه د جګړې څرنګوالی بدل کړي او ښایي راتلونکي کال له روسیې سره جګړه پای ته ورسوي.

زیلینسکي نن چهارشنبې د اوکراین پارلمان ته په وینا کې له خپلو لوېدیځو شریکانو وغوښتل چې د اوکراین پر ټولو هغو سیمو چې روسیې اشغال کړي، د روسیې پر خاوره او د دښمن پر پوځي تاسیساتو د بریدونو لپاره له کییف سره په مرسته شویو لیرې واټن ویشتونکو وسلو باندې لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي.

د اوکراین د ولسمشر د بریا په شپږ ماده‌ییز پلان کې د اوکراین د خاورې له لاسه ورکول رد شوي او غوښتنه شوې چې ناتو دې له دې پوځي تړون سره د اوکراین د یوځای کېدو لپاره کییف ته له قید او شرط پرته بلنه ورکړي او هم غوښتل شوي چې په اوکراین کې له ستراتیژیکو اټومي وسلو پرته دې په دې هېواد کې د دفاع په هدف یو ځواک ځای پرځای شي.

نایجیریا کې د تېلو د یوه ټانکر چاودنه؛ د مړو شمېر تر ۱۴۰ کسانو واوښت

د نایجیریا چارواکو ویلي چې د پېښې له ځای څخه د لیرې کېدو لپاره د پولیسو له خبرداریو سره سره خلک هلته د تېلو د وړلو په خاطر ورټول شول چې چاودنه پرې وشوه.
د نایجیریا چارواکو ویلي چې د پېښې له ځای څخه د لیرې کېدو لپاره د پولیسو له خبرداریو سره سره خلک هلته د تېلو د وړلو په خاطر ورټول شول چې چاودنه پرې وشوه.

په نایجیریا کې د تېلو د یوه ټانکر د چاودنې له امله د مړو شمېر تر ۱۴۰ کسانو واوښت.

د نایجیریا پولیسو دغه ارقام پرون د چهارشنبې په ورځ ناوخته اعلان کړل او ویې ویل چې په پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسان نور ټپیان شوي دي.

د جرمني د "ډي‌پي‌اې" خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د سه شنبې په شپه د تېلو د یوه ټانکر له چپه کېدو وروسته ګڼ خلک د پیښې ځای ته ورغلل.

د نایجیریا چارواکو ویلي چې د پېښې له ځای څخه د لیرې کېدو لپاره د پولیسو له خبرداریو سره سره خلک هلته د تېلو د وړلو په خاطر ورټول شول چې چاودنه پرې وشوه.

تېره میاشت هم د نایجریا په شمال لوېدیځ کې د تېلو د ټانکر او مسافر وړونکي موټر د ټکر پېښه کې ۵۰ کسان مړه شوي وو.

اروپایي ټولنې او د خلیج د شپږو هېوادونو چارواکو د منځني ختیځ په تړاو غونډه وکړه

په لبنان کې د روانو شخړو یو انځور
په لبنان کې د روانو شخړو یو انځور

د اروپایي ټولنې او د خلیج د شپږو هېوادونو چارواکو د منځني ختیځ په تړاو د لومړي ځل لپاره په بروکسل کې غونډه وکړه.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا فون دیر لاین پرون د دې غونډې په پرانیستې وینا کې د مهمو جیوپولیټیک مسایلو په تړاو لکه د اوکراین د جګړې او په غزه او لبنان کې د جګړې په تړاو پر همکاریو ټینګار وکړ.

اسوشېټېډ پرېس اژانس د چارواکو په وینا څرګندوي چې په دې برخو کې د یوه مشترک بیان خپرېدل سخته دي، ځکه چې د اروپایي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه د روسیې په برخه کې متفاوت نظر لري.

د لبنان د نبطية ښاروالۍ پر دفتر د اسراییلو برید؛ د ښاروال په ګډون شپږ کسان وژل شوي

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو وروسته د یوې ویجاړې سیمې انځور
پر لبنان د اسراییلو د بریدونو وروسته د یوې ویجاړې سیمې انځور

اسراییل نن د لبنان په جنوب کې د یوه لوی ښار نبطية د ښاروالۍ پر دفتر برید وکړ چې په نتیجه کې یې ښاروال او لږترلږه پنځه نور کسان ووژل شول.

دغه برید اندېښنې زیاتې کړي چې اسراییل به د ایران له ملاتړه برخمنې د حزب‌الله ډلې د ځپلو لپاره په پراخو هوایي بریدونو کې ښایي دولتي عامه او نورې ودانۍ چې تراوسه یې نه‌دي په نښه شوي، په نښه کړي.

حزب‌الله چې امریکا یې یو تروریستي سازمان ګڼي او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، د لبنان د جنوب پر ډېرې برخې کنټرول لري.

د لبنان د موقت حکومت صدراعظم نجیب میقاتي د ولایت پر مرکز دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې دا برید په قصدي ډول د ښاروالۍ د شورا په هغې غونډه باندې شوی چې د ښاري خدمتونو او د مرستو رسولو د وضعیت په اړه یې بحث کاوه.

دا له دوو اونیو راهیسې چې اسراییل پر لبنان بریدونه پیل کړي، د لبنان پردولتي ودانۍ د اسراییل مهم برید دی او هغه سره له دې شوی چې د امریکا متحدو ایالتونو پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې د مرګ‌ژوبلې د زیاتوالي او سیمې ته د روانې جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د لبنان د روغتیا وزارت په دغه برید کې د ۶ کسانو د وژل کېدو خبره کړې او د کورنیو چارو وزیر د ښاروال وژل کېدل تایید کړي دي.

پاکستان له روسیې سره د ګډو نظامي تمریناتو له پیله خبر ورکړی

روسي سرتېري د ګډو عملیاتو پر مهال
روسي سرتېري د ګډو عملیاتو پر مهال

د پاکستان پوځ روسیې سره د ګډو نظامي تمریناتو له پیله خبر ورکړی دی.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، د دغه هېواد د پوځ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د "دوستۍ هفت" په نوم دغه پوځي تمرينونه د تېرې سه شنبې په ورځ د میزان ۲۴مه د روسيې او پاکستان د پوځونو ترمنځ د همکارۍ د اوومې کاليزې په مناسبت د خیبر په پښتونخوا ایالت کې پیل شول.

ټاکل شوې چې دا تمرینات د دوه اوونیو لپاره وغځول شي.

د دې تمرینونو د ترسره کولو موخه د ګډې روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لوړول ښودل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG