نړۍ
پر غزې د اسراییلو هوایي بریدونه؛ ۵۴ کسان وژل شوي
د اسراییلو پوځ پر مرکزي او شمالي غزه خپلو وروستیو هوایي بریدونو کې لسګونه کسان وژلي دي.
د غزې د روغتیا وزارت پرون چهارشنبه ویلي چې له تېرې یکشنبې راهیسې ۴۰ مړي له جبلیه سیمې او ۱۴ نور د غزې له شمالي سیمو ورلېږدول شوي دي.
لوېدیځو اژانسونو تېره ورځ د فلسطیني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې غزه کې د جګړې له پيله تراوسه د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۲زرو واوښت.
د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، دوی جبلیه کې د دې لپاره عملیات کړي چې په وینا یې حماس سخت دریځه ډله، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، بیا خپل سنګرونه منظم نه کړي.
بل لورته د لبنان په جنوبي برخه باندې هم د اسراییل بریدونه روان دي او په دې وروستیو کې د ترکیې ، بلغاریا، رومانیا او قزاقستان سلګونه وګړي له لبنانه تخلیه شوي دي.
بایډن: د فلوریډا اوسېدونکي دې د سمندري توپان له وررسېدو مخکې د تخلیې سپارښتنې عملي کړي
د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلوریډا له اوسېدونکو غوښتي چې د یوه زورور سمندري توپان له وررسېدو مخکې د تخلیې سپارښتنې عملي کړي.
د"میلټن" په نوم سمندري توپان د مکسیکو له خلیچ څخه تېره شپه د متحده ایالتونو د فلوریډا ایالت ساحل خواته ورسېد.
د دغه توپان شدت په لومړیو کې د توپانونو د شدت تر ټولو لوړې کچې، یعنې پنځمې کټګورۍ ته رسېدلی و، خو اوس ۳ ته راټیټ شوی چې لا هم ګواښوونکی او خطرناک بلل شوی دی.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې شاوخوا درې میلیونه کسان د دغه توپان د ورانۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
فلوریډا ته د توپان له رسېدو مخکې ګڼ خلک اورلنډو ښار ته تخلیه شوي، خو د راپورو له مخې هلته د ښار او شاوخوا سیمو نژدې ټول هوټلونه ډک شوي دي.
پوليسو د خيبر جرګې ته تلونکي ۸۰کسان نيولي
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د بنو پولیسو خیبر جرګې ته پر تلونکو کسانو چاپې وهلي او ۸۰ تنه يې نیولي دي.
د ازادي راډیو مشال برخې د شمالي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکو نن د (اکټوبر لسمه) وویل، د بنو پولیسو په مختلفو ځایونو کې چاپي ووهلې او لسګونه کسان يې ونیول.
د خیبر په ریګي للمه کې د جرګې په کمپ کې د غورځنګ یو فعال لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل، د انټرنېټ او نورو شبکو د بندېدو له کبله په اسانه جرګې ته د را روانو کسانو سره اړیکه نهشي نیولی، خو په خبره يې، تر ۸۰ ډېر کسان نیول شوي دي.
پرون چهارشنبې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو د پاکستاني پولیسو په ډزو کې درې کسان ووژل شول او تر لسو ډېر نور ټپیان شول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د نړۍ هیڅ ځواک نهشي کولای چې د دوی د جرګې، چې ټاکل شوې سبا جمعه پیل شي، مخه ونیسي.
پښتین تېره شپه خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، د پاکستان حکومت د ګډونوالو په وړاندې لارې بندې کړي او خنډونه یې جوړ کړي، خو په وینا یې خلک باید دا خنډونه له پامه وغورځوي.
نوموړي وويل: "زه منمه چې د جرګې انتظامات به هغه شان اوس نه وي ممکن، خو جرګه بیا هم کوو، جرګه موږ نه پرېږدو. پښتونه! په یوولسم تاریخ، که د ټولې دنیا قوتونه سره یوځای شول او دوی برید وکړ، یو چانس کېدلی شي چې زموږ او ستاسو ټول لاسونه هلته پراته وي، تر دې پورته د دغې جرګې د لغوه کېدو بل هیڅ چانس نهشته، خامخا جرګه موږ کوو."
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون چهارشنبه د خیبر درې په رېګي للمه سیمه کې د جرګې په تابیا کوونکو د پاکستاني پولیسو په ډزو کې درې کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.
ټاکل شوې دغه جرګه چې شاوخوا ۳۰زره کسان وربلل شوي، درې ورځې دوام وکړي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پولیسو تاوتریخوالی غندلی دی.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون د پيټيايم له غړو سره د تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښودلې
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خیبر دره کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له غړیو سره تاوتریخوالي ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
دغه کمېسیون پرون په خپلې ایکسپانې (پخواني ټویټر) کې ولیکل، د هغو مظاهرهچیانو پر ضد چې وسلې نهلري، له زوره کار اخیستل قانوني عمل نهدی.
د پېښور د حیاتاباد میډیکل کمپلیکس د روغتیایي چارو رییس شهزاد اکبر د ازادي راډيو مشال څانګې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، روغتون ته د خیبر درې له رېګي للمې پنځلس کسان ورلېږدول شوې دي چې، درې تنه یې مړه شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ چې روانه اوونۍ د پاکستان مرکزي حکومت غیر قانوني اعلان کړ، د جمعې په ورځ په رېګي للمه سیمه کې غواړي چې د پښتنو لویه جرګه جوړه کړي، خو پولیسو تر اوسه د دوی د جرګې پرځای څو ځله بریدونه کړې دي او د هغوی خېمې یې سوځولي دي.
د ښځو د کرکټ شل اوريز نړيوال جام؛ نن بنګلهدېش له وېسټ اينډيز سره مخامخ کېږي
د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې نن د بنګلهدېش او وېسټ اینډیز د ملي لوبډلو مسابقه ده.
پهدې نړیوال جام کې پرون هند سریلانکا ته او جنوبي افریقا سکاټلنډ ته ماتې ورکړه.
د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې لسو لوبډلو برخه اخیستې ده چې، د اکتوبر په څلورمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شو.
پایلوبه به یې د همدې میاشتې په شلمه د اماراتو په دوبی ښار کې ترسره شي.
اوکراين د روسيې په جنوب کې د بېپيلوټه الوتکو د يوې زېرمې د لهمنځه وړلو خبر ورکړی
اوکراین وایي چې، پوځیانو یې د روسیې په جنوب کې د کراسنودار په سیمه کې د سلګونو بېپيلوټه الوتکو زېرمه لهمنځه وړې ده.
د اوکراین لوی درستیز پرون په ټلېګرام کې وویل، اوکرایني ځواکونو اوکتیابرسکي سیمې ته څېرمه د شاهد په نوم د ډرون د ذخیره کولو پر اډه برید کړی چې، هلته شاوخوا څلور سوه بېپيلوټه الوتکې ساتل شوې وې.
د اوکراین د لوی درستیز په بیان کې ویل شوي، دا حمله د سمندري او امنیتي خدماتو د ځواکونو له لوري په ګډه د کراسندار ښار په شمال کې د اوکتیا برسکي ښارګوټې ته نژدې ترسره شوه.
په روسیي رسنیو کې د دې حملې په اړه تر اوسه څه نهدې ویل شوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ: د خیبر په رېګي للمه کې پولیسو زمونږ درې غړي ووژل
پښتون ژغورنې غورځنګ یا "پيټيایم" وايي چې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د "پولیسو او ایفسي ځواک په مستقیمو ډزو کې" یې درې غړي وژل شوي دي.
غورځنګ د اکټوبر پر نهمه پر خپله رسمي ایکسپاڼه یا پخواني ټوېټر په بیان کې په ډزو کې د مرګژوبلې د زیاتېدو وېره ښودلې ده.
دا تر هغې وروسته ده چې غورځنګ پر ایکس په دوو نورو بیانونو کې وویل چې د "پولیسو په ډزو کې" یې "ډېری غړي" ژوبل شوي چې د پېښور روغتون ته انتقال شول.
تر دې مخکې یو عیني شاهد، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم له ښودلو ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې فعالانو یې نن د جرګې د کمپ پر لوري د تګ هڅه کوله چې "پولیسو ورباندې ډزې" وکړې.
د خیبر انتظامیې او پولیسو لا د "پيټيایم" او د عیني شاهد د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې پنځه تنه ژوبل شوي چې د جمرود په روغتون کې یې تر لومړنۍ طبي مرستې وروسته د نورې درملنې لپاره د پېښور حیاتاباد کمپلېکس روغتون ته انتقال کړل.
ده وویل چې په ژوبلو کې د دوو روغتیايي وضعیت نازک دی.
دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي چې پوليسو یې يوځل بيا د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کمپ چاپه وهلې او د جرګې ميدان يې نیولی دی.
د غورځنګ مشر منظور پشتين د اکټوبر پر نهمه سهار پر خپله رسمي ایکسپاڼه ليکلي چې "زورواکي د غټې مشينرۍ په وسيله د جرګې په ميدان کې خندقونه کيندي."
د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکټوبر پر ۱۱مه د خيبر په جمرود کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم درې ورځنۍ جرګه وربللې چې د غورځنګ د مشر منظور پشتين په وينا، لسګونه زره کسان به ګډون پهکې کوي.
د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ نن دوه سیالۍ ترسره کېږي
د ښځو ترمنځ د پيل شوي شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې نن چهارشنبه د اکټوبر په نهمه نېټه دوه سیالۍ ترسره کېږي چې لومړۍ لوبه به د سکاټلنډ او سویلي افریقا ترمنځ وي او په دویمې سیالۍ کې به هندوستان له سریلانکا سره مخامخ شي.
لومړۍ سیالي به د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ بجې د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې پیل شي.
دوهمه لوبه به د کابل پر وخت ماښام پيل شي.
تر دې دمه د ښځو شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې استرالیا او پاکستان په الف او انګلستان او وېسټ اینډیز په ب ګروپ کې مخکې دي.
د ښځو شل اوریز نړیوال جام د لسو هېوادونو ترمنځ د عربي متحده اماراتو په کوربتوب پیل شوی چې د اکټوبر میاشتې تر ۲۰مې نېټې به دوام ولري.
د امريکا ولسمشر د اسراييل صدراعظم سره خبرې کوي
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړي.
د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د دغو خبرو یوه برخه ممکن د اسراییل لهخوا پر ایران د تېرې اوونۍ د برید د ځواب پر پلان راوڅرخېږي.
دا خبرې اترې داسې مهال کېږي چې اسراییل د لبنان په جنوب کې د ایران له ملاتړه د برخمنې حزبالله ډلې پر اهدافو بریدونه ډېر کړي دي.
حزبالله چې یوه سیاسي او پوځي ډله ده، امریکا یې د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
حزبالله د لبنان په پارلمان کې غړي لري او د لبنان په جنوبي برخه واکمنان دي.
ایران تېره اوونۍ د حزبالله په دفاع او په تېره بیا د دغې ډلې د مشر حسن نصرالله د وژنې په غچ کې پر اسراییلو د توغندیو یوه پراخه حمله وکړه.
اسراییل همغه مهال ایران ته د غچ اخیستنې ګواښ وکړ.
اوکراين د روسيې د ۲۱ بېپيلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی
د اوکراین د هوایي دفاع سیستم نن چهارشنبه وختي د روسیې د توغول شویو ۲۲ بېپيلوټه الوتکو له ډلې ۲۱ شنډې او نسکورې کړي دي.
دغه بېپيلوټه الوتکې پر پلازمېنه کییف، اودیسې او فینیتسایا سیمو کې رالوېدلي دي.
سملاسي لهدې کبله د احتمالي مرګژوبلې او زیان خبره نهده شوې.
بل لور ته د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چې خپل فضایي حریم کې یې د اوکراین ۴۷ بېپيلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د اوکراین دغه الوتکې د روسیې په بریانسک، بیلګورود، کورسک، روستوف او کرسنودار سیمو او ازوف سمندر کې لهمنځه تللي دي.
روسي چارواکو ویلي، د الوتکو پارچو مرګژوبله نهده اړولې.
خپلواکو سرچینو پهدې اړه څه نهدي ویلي.