د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

نړۍ

د خیبر پښتونخوا په بنو کې څلور پولیس افسران او پنځه وسله‌وال وژل شوي

په بنو کې پولیس د پلټنې پر مهال
په بنو کې پولیس د پلټنې پر مهال

د پاکستان په نا ارامه خیبر پښتونخوا ایالت کې د اکټوبر په ۱۴مه لږترلږه څلور پولیس افسران او پنځه وسله‌وال ووژل شول.

یوه پولیس افسر چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، ازادي راډیو ته وویل، دا کسان وروسته له هغه ووژل شول چې اورپکو د پولیسو پر مرکز برید وکړ.

د بنو د پوليسو دغه افسر دا هم وویل چې وسله وال د پوليسو قرارګاه ته ننوتلي او له پوليسو سره يې نښته کړې ده.

امنيتي ځواکونو سيمې ته غځېدلې لارې بندې کړي او پوځي هیلیکوپټرې هم په داسې حال کې په دې سیمه پروازونه کول چې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د دغه برید مسوولیت منلی دی.

لبنان په شمال کې د اسراییلو هوايي برید؛ لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي

په لبنان کې د اسراییلو برید له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور
په لبنان کې د اسراییلو برید له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

د لبنان په شمال کې پرون د اسراییلو په هوايي برید کې لږترلږه ۲۱ کسان ووژل شول.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې اته نور ټپیان شوي دي.

د راپور پر اساس، د ایتو ښارګوټي کې د اسراییلو په هوايي برید کې هغه کور په نښه شوی چې بېځایه شویو کډوالو ته په کرایه ورکړل شوی وو.

اسراییلو داسې وخت په لبنان بیا بمباري کړې چې د اسراییل اکثر خلک له لبنانه د راکټونو د لګېدو په سبب په پټنځایونو کې اوسي.

پرون په اسراییلو باندې حزب‌الله ته په منسبونو توغندیزو بریدونو کې لږترلږه څلور اسراییلي عسکر وژل شوي او تر ۶۰ نور زیات ټپیان دي.

اروپايي ټولنې پر ایران نوي بندیزونه تصویب کړل

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو بیرغونه
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو بیرغونه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ د اکټوبر ۱۴مه، د منځني ختیځ د زیاتېدونکو شخړو او د روسیې پر وړاندې د اوکراین د ملاتړ لپاره پر نویو تدابیرو د غور لپاره راټول شول او پر ایران یې نوي بندیزونه تصویب کړل.

د اروپايي ټولنې بندیزونه هغه شرکتونه او کسان په نښه کوي چې د ایران د بالستیک توغندیو په پروګرام کې ښکېل دي او دا توغندي او نورې وسلې د اوکراین پر ضد په جګړه کې د کارونې لپاره روسیې ته لېږي.

تر دې وړاندې، اروپایي سرچینو د ازادې اروپا ایراني څانګې، راډیو فردا ته ویلي وو چې اروپایي ټولنه په دې ناسته کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ۱۴ تړلو کسانو او ادارو په شمول پر ایران ایر هوايي شرکت، د نویو بندیزونو په اړه پرېکړه کوي.

اروپايي ټولنې درې ایراني هوايي شرکتونه، ایران ایر، ماهان ایر، او ساها هوايي شرکت، او له هغو سره دوه تړلي تدارکاتي شرکتونه په خپلو بندیزونو کې شامل کړي دي.

خیبرپښتونخوا کې د پولیسو پر یوه مرکز د وسله‌والو برید؛ چارواکي: په مرکز کې دننه جګړه روانه ده

په بنو کې پاکستاني امنیتي ځواکونه
په بنو کې پاکستاني امنیتي ځواکونه

د خیبرپښتونخوا په بنو کې افراطي وسله‌والو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی چې راپورونه وايي، لا هم دوام لري.

د پولیسو چارواکي وايي چې په جګړه کې تراوسه درې بریدګر او درې پولیس وژل شوي دي.

په بنو کې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د ازادۍ راډیو د مشال څانګې ته ویلي، وسله‌وال د پولیسو یوه مرکز ته دننه شوي او له پولیسو سره یې وسله‌واله نښته دوام لري.

په عین حال کې د پوځ هیليکوپټرونه هم په بنو ښار کې پروازونه کوي.

د دې حملې مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی دی.

د ښځو د کرکټ نړيوال جام کې نن پاکستان او نيوزيلنډ يو له بل سره سيالي کوي

د ښځو د کرکټ د نړيوال جام د سياليو يو انځور
د ښځو د کرکټ د نړيوال جام د سياليو يو انځور

د ښځو د کرکټ نړیوالو جام سیالیو په لړ کې به پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلې نن له یه بل سره مسابقه کوي.

دا لوبه د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان پر وخت د شپې پر ۸:۳۰ بجې پیلېږي.

پرون په شارجه کې دوې لوبې وشوې.

انګلستان وتوانېد سکاټلینډ ته په ۱۰ ویکټو او اسټرالیا وکړای شول، هندوستان ته په ۹ منډو ماتې ورکړي.

د ښځو د کرکټ د نړیوال جام پایلوبه به د تلې/ میزان پر ۲۹مه نېټه وشي.

غزه کې پر يوه روغتون د اسراييل بريد؛ لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي

پر غزه د اسراييل بريد
پر غزه د اسراييل بريد

نن سهار د غزې تړانګې د یوه روغتون پر انګړ د اسرايیل په هوايي حمله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او د خېمو په هغه کمپ کې د اورلګېدو سبب شوه، چې د جګړو بې‌ځایه شویو په‌کې پناه اخیستې وه.

د فلسطینیانو روغتیايي سرچینې وايي، په پېښه کې تر شلو زیاتو کسانو بدنونه په اور سوځېدلي دي.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د خبر له‌مخې، د اسرايیل پوځ د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي، په حمله کې یې هغه افراطي وسله‌وال په نښه کړي، چې په ملکیانو کې پټ شوي وو.

دغه پوځ په وروستیو کې له ګوڼه ګوڼې ځک پناه ځایونه او د خېمو پر کمپونو په وار-وار حملې کړي او ادعا یې کړې، چې له دغو ځایونو د حماس ډلې چې د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، غړو د حملو لپاره کار اخیست.

پوليسو کراچۍ کې پر لاريونوالو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو پرون یک‌شنبه د زرګونو مظاهره‌‌چیانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګازو کار واخیست.

لاریون کوونکو هڅه کوله چې د امنیتي خنډونو څخه تېر شي.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې، د یوه افراطي ګوند شاوخوا ۲۰۰۰ پلویانو غوښتل چې د ښار د رسنیو کلب ته ځانونه ورسوي، ترڅو د مدني ټولنې د ډلو له هغو مظاهرو سره خپل مخالفت څرګند کړي، چې مقدساتو ته په سپکاوي د یوه تورن په اړه رابلل شوې وه.

مشکوک کس په‌دې وروستیو کې په توقیف کې وژل شوی دی.

د پاکستان تحریک لبیک ګوند پلویانو هغه وخت پولیس په ډبرو وویشتل او د ګزمې یوه موټر ته یې اور واچاوه، چې پولیسو د رسنیو کلب ته د دوی د ننوتلو مخه ونیوله.

دغه ګوند ویلي چې، په اخ و ډوب کې یې یو غړی کې وژل شوی دی.

پولیسو په دواړو مظاهرو کې شاوخوا ۲۰ تنه ګډونوال نیولي دي.

اروپايي ټولنه نن منځني ختيځ کې پر زياتېدونکي کړکېچ بحث کوي

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو بيرغونه
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو بيرغونه

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن دوشنبه په منځني ختیځ کې پر زیاتېدونکي کړکېچ او د روسیې د تهاجم په وړاندې د اوکراین د مبارزې لپاره د اروپايي ټولنې پر ملاتړ خبرې کوي.

د اوکراین د ملاتړ په اړه له هنګري له مخالفت سره-سره دا خبرې کېږي.

دغه ټولنه غواړي پر ایران د دې لپاره بندیز ولګوي، چې روسیې سره یې د بالستیک توغندیو مرسته کړې ده.

دغه بندیزونه به چې ټاکل شوې نن تصویب شي پر هغو کسانو او کمپنیو لګول کېږي، چې د ایران د بالستیک توغندیو په پروګرام او روسیې ته یې د لېږد په چارو کې ښکېل دي.

حزب‌الله د اسراييلو پر يوې پوځي اډې بريد کړی؛ ۴ اسراييلي عسکر وژل شوي او ۶۷ ټپيان دي

ارشيف
ارشيف

د اسراییل پر یوه پوځي اډه د حزب‌الله د بې‌‌پيلوټه الوتکو په یوه پراخ برید کې څلور اسراییلي عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

حزب‌الله چې یوه سیاسي او پوځي ډله ده، د متحده‌ایالتونو له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي برخه په تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله چې د لبنان پر جنوبي برخو حاکمیت لري، د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

د اسراییلو پوځ نن سهار وختي ویلي چې، برید د تل‌ابیب د شمال په شپېته کیلومترۍ کې د بنیامینه ښار پر یوې پوځي اډې شوی او یو له خونړیو بریدونو څخه ګڼل شوی دی.

د اسراییلو د بېړنیو خدمتونو ملي ادارې ویلي، د حزب‌الله په دغه برید کې ۶۷ اسراییلي پوځیان ټپيان شوي چې د ۷ تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې د لبنان په جنوبي برخه کې د حزب‌‌الله او اسراییلي پوځیانو ځمکنۍ جګړه او پر لبنان د اسراییل هوایي بریدونه لا هم دوام لري.

د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ انګلستان او اسټرالیا خپل سیالان مات کړل

د ښځو شل اوريز نړيوال جام د لوبو يو انځور
د ښځو شل اوريز نړيوال جام د لوبو يو انځور

د ښځو د کرکټ په پیل شوي شل اوریز نړیوال جام کې پرون یک‌شنبه د اکټوبر په ۱۳مه نېټه هم دوه سیالۍ ترسره شوې، چې په لومړۍ لوبه کې انګلستان سکاټلنډ ته او په دویمې سیالۍ کې اسټرالیا بیا هندوستان ته ماتې ورکړې.

د انګلستان او سکاټلنډ سیالي د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، چې سکاټلنډ د ۱۱۰ منډو هدف ټاکلی و او انګلستان د خپلو پیلیزو توپ وهونکو پرمټ په لسم اور کې هدف پوره کړ.

دویمه سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ناوخته ترسره شوه، اسټرالیا د ۹ منډو په تفاوت هندوستان ته ماتې ورکړه.

اسټرالیا چې لومړۍ توپوهنه کړې وه، د ۱۵۲ منډو هدف یې ټاکلی و او هند یې په ځواب کې یوازې ۱۴۲ منډې وکړې.

د یادو سیالیو تر ګټلو وروسته په الف ګروپ کې اسټرالیا او په ب ګروپ کې انګلستان تر نورو مخکې شول.

ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه د اکټوبر په ۱۴مه نېټه یوازې یوه سیالي د نیوزیلنډ او پاکستان ترمنځ ترسره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG