نړۍ
د میلټن سمندري توپان د امریکا فلوریډا ته رسېدلی
د میلټن په نوم سمندري توپان چې د درېیمې کټګورۍ توپان دی، د امریکا فلوریډا ایالت ته رسېدلی او د راپورونو پر بنسټ د څه باندې دوه میلیونو کورونو او نورو سوادګریزو او اقتصادي مرکزونو برښنا يې پرې کړې ده.
د برښنا ډېره برخه په هادري، ساراسوتا او ماتي ښارونه کې پرې شوې ده.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلوریډا ایالت له اوسېدونکو غوښتي وو چې له توپان مخکې د تخليې سپارښتنې پلې کړي.
دغه توپان تېره شپه د تندو بادونو او شدید وروښتونو سره مل د فلوریډا ایالت ته ورسېده.
د امریکا د توپانونو ملي مرکز د میلټن توپان یو له خطرناکو توپانونو بللی او ویلي دي شاوخوا درې میلیونه خلک د دې توپان له احتمالي ګواښونو او ویجاړۍ سره مخ دي.
په زرهاوو کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي، خو د فلوریډا یو شمېر اوسېدنکو د چارواکو د تخلیې د غوښتنو سربېره لا هم په سیمه کې دي.
د امریکا ولسمشر د دې هېواد جنوبي سواحلو ته د توپان د رسېدو له کبله جرمني او انګولا ته خپل سفرونه ځنډولي دي.
ټرمپ خپلې سیالې او نورو ښځو ته سپکاوی کړی
د امریکا پخواني ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ پرون چهارشنبې د اکټوبر نهمه خپلې سیالې کاملا هریس او نورو ښځو ته سپکاوی کړی او ویلي دي چې پر ښځو دغه ډول بریدونه پای ته نه رسوي، حتی که د دې سبب شي چې ښځې رایې ورکونکې ورته رایې هم ورنه کړي.
ټرمپ پرون په پنسلوانیا کې د وینا پر مهال ویلي: "نه غواړم ښه کس ووسم، چا راته وویل، تاسې باید ښه ووسئ، ځکه دا د ښځو نه خوښېږي، خو ما وویل، زما لپاره اهمیت نه لري."
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې نظر پوښتنې ښيي چې ټرمپ د ښځو په منځ کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی.
ټرمپ له دې وړاندې په اسکرانتون کې د وینا پر مهال خپلې سیالي کاملا هریس ته "بې کفایته" ویلې وه.
د امریکا د ولسمشر مرستیاله او په راتلونکو ټاکنو کې د دیموکراتیانو نومانده کاملا هریس د ټاکنیز کمپاین په موخه نیوادا ته تللې ده.
پر غزې د اسراییلو هوایي بریدونه؛ ۵۴ کسان وژل شوي
د اسراییلو پوځ پر مرکزي او شمالي غزه خپلو وروستیو هوایي بریدونو کې لسګونه کسان وژلي دي.
د غزې د روغتیا وزارت پرون چهارشنبه ویلي چې له تېرې یکشنبې راهیسې ۴۰ مړي له جبلیه سیمې او ۱۴ نور د غزې له شمالي سیمو ورلېږدول شوي دي.
لوېدیځو اژانسونو تېره ورځ د فلسطیني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې غزه کې د جګړې له پيله تراوسه د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۲زرو واوښت.
د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، دوی جبلیه کې د دې لپاره عملیات کړي چې په وینا یې حماس سخت دریځه ډله، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، بیا خپل سنګرونه منظم نه کړي.
بل لورته د لبنان په جنوبي برخه باندې هم د اسراییل بریدونه روان دي او په دې وروستیو کې د ترکیې ، بلغاریا، رومانیا او قزاقستان سلګونه وګړي له لبنانه تخلیه شوي دي.
بایډن: د فلوریډا اوسېدونکي دې د سمندري توپان له وررسېدو مخکې د تخلیې سپارښتنې عملي کړي
د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلوریډا له اوسېدونکو غوښتي چې د یوه زورور سمندري توپان له وررسېدو مخکې د تخلیې سپارښتنې عملي کړي.
د"میلټن" په نوم سمندري توپان د مکسیکو له خلیچ څخه تېره شپه د متحده ایالتونو د فلوریډا ایالت ساحل خواته ورسېد.
د دغه توپان شدت په لومړیو کې د توپانونو د شدت تر ټولو لوړې کچې، یعنې پنځمې کټګورۍ ته رسېدلی و، خو اوس ۳ ته راټیټ شوی چې لا هم ګواښوونکی او خطرناک بلل شوی دی.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې شاوخوا درې میلیونه کسان د دغه توپان د ورانۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
فلوریډا ته د توپان له رسېدو مخکې ګڼ خلک اورلنډو ښار ته تخلیه شوي، خو د راپورو له مخې هلته د ښار او شاوخوا سیمو نژدې ټول هوټلونه ډک شوي دي.
پوليسو د خيبر جرګې ته تلونکي ۸۰کسان نيولي
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د بنو پولیسو خیبر جرګې ته پر تلونکو کسانو چاپې وهلي او ۸۰ تنه يې نیولي دي.
د ازادي راډیو مشال برخې د شمالي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکو نن د (اکټوبر لسمه) وویل، د بنو پولیسو په مختلفو ځایونو کې چاپي ووهلې او لسګونه کسان يې ونیول.
د خیبر په ریګي للمه کې د جرګې په کمپ کې د غورځنګ یو فعال لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل، د انټرنېټ او نورو شبکو د بندېدو له کبله په اسانه جرګې ته د را روانو کسانو سره اړیکه نهشي نیولی، خو په خبره يې، تر ۸۰ ډېر کسان نیول شوي دي.
پرون چهارشنبې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو د پاکستاني پولیسو په ډزو کې درې کسان ووژل شول او تر لسو ډېر نور ټپیان شول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د نړۍ هیڅ ځواک نهشي کولای چې د دوی د جرګې، چې ټاکل شوې سبا جمعه پیل شي، مخه ونیسي.
پښتین تېره شپه خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، د پاکستان حکومت د ګډونوالو په وړاندې لارې بندې کړي او خنډونه یې جوړ کړي، خو په وینا یې خلک باید دا خنډونه له پامه وغورځوي.
نوموړي وويل: "زه منمه چې د جرګې انتظامات به هغه شان اوس نه وي ممکن، خو جرګه بیا هم کوو، جرګه موږ نه پرېږدو. پښتونه! په یوولسم تاریخ، که د ټولې دنیا قوتونه سره یوځای شول او دوی برید وکړ، یو چانس کېدلی شي چې زموږ او ستاسو ټول لاسونه هلته پراته وي، تر دې پورته د دغې جرګې د لغوه کېدو بل هیڅ چانس نهشته، خامخا جرګه موږ کوو."
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون چهارشنبه د خیبر درې په رېګي للمه سیمه کې د جرګې په تابیا کوونکو د پاکستاني پولیسو په ډزو کې درې کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.
ټاکل شوې دغه جرګه چې شاوخوا ۳۰زره کسان وربلل شوي، درې ورځې دوام وکړي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پولیسو تاوتریخوالی غندلی دی.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون د پيټيايم له غړو سره د تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښودلې
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خیبر دره کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له غړیو سره تاوتریخوالي ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
دغه کمېسیون پرون په خپلې ایکسپانې (پخواني ټویټر) کې ولیکل، د هغو مظاهرهچیانو پر ضد چې وسلې نهلري، له زوره کار اخیستل قانوني عمل نهدی.
د پېښور د حیاتاباد میډیکل کمپلیکس د روغتیایي چارو رییس شهزاد اکبر د ازادي راډيو مشال څانګې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، روغتون ته د خیبر درې له رېګي للمې پنځلس کسان ورلېږدول شوې دي چې، درې تنه یې مړه شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ چې روانه اوونۍ د پاکستان مرکزي حکومت غیر قانوني اعلان کړ، د جمعې په ورځ په رېګي للمه سیمه کې غواړي چې د پښتنو لویه جرګه جوړه کړي، خو پولیسو تر اوسه د دوی د جرګې پرځای څو ځله بریدونه کړې دي او د هغوی خېمې یې سوځولي دي.
د ښځو د کرکټ شل اوريز نړيوال جام؛ نن بنګلهدېش له وېسټ اينډيز سره مخامخ کېږي
د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې نن د بنګلهدېش او وېسټ اینډیز د ملي لوبډلو مسابقه ده.
پهدې نړیوال جام کې پرون هند سریلانکا ته او جنوبي افریقا سکاټلنډ ته ماتې ورکړه.
د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې لسو لوبډلو برخه اخیستې ده چې، د اکتوبر په څلورمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شو.
پایلوبه به یې د همدې میاشتې په شلمه د اماراتو په دوبی ښار کې ترسره شي.
اوکراين د روسيې په جنوب کې د بېپيلوټه الوتکو د يوې زېرمې د لهمنځه وړلو خبر ورکړی
اوکراین وایي چې، پوځیانو یې د روسیې په جنوب کې د کراسنودار په سیمه کې د سلګونو بېپيلوټه الوتکو زېرمه لهمنځه وړې ده.
د اوکراین لوی درستیز پرون په ټلېګرام کې وویل، اوکرایني ځواکونو اوکتیابرسکي سیمې ته څېرمه د شاهد په نوم د ډرون د ذخیره کولو پر اډه برید کړی چې، هلته شاوخوا څلور سوه بېپيلوټه الوتکې ساتل شوې وې.
د اوکراین د لوی درستیز په بیان کې ویل شوي، دا حمله د سمندري او امنیتي خدماتو د ځواکونو له لوري په ګډه د کراسندار ښار په شمال کې د اوکتیا برسکي ښارګوټې ته نژدې ترسره شوه.
په روسیي رسنیو کې د دې حملې په اړه تر اوسه څه نهدې ویل شوي.
د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ نن دوه سیالۍ ترسره کېږي
د ښځو ترمنځ د پيل شوي شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې نن چهارشنبه د اکټوبر په نهمه نېټه دوه سیالۍ ترسره کېږي چې لومړۍ لوبه به د سکاټلنډ او سویلي افریقا ترمنځ وي او په دویمې سیالۍ کې به هندوستان له سریلانکا سره مخامخ شي.
لومړۍ سیالي به د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ بجې د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې پیل شي.
دوهمه لوبه به د کابل پر وخت ماښام پيل شي.
تر دې دمه د ښځو شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې استرالیا او پاکستان په الف او انګلستان او وېسټ اینډیز په ب ګروپ کې مخکې دي.
د ښځو شل اوریز نړیوال جام د لسو هېوادونو ترمنځ د عربي متحده اماراتو په کوربتوب پیل شوی چې د اکټوبر میاشتې تر ۲۰مې نېټې به دوام ولري.