نړۍ
پوليسو د خيبر جرګې ته تلونکي ۸۰کسان نيولي
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د بنو پولیسو خیبر جرګې ته پر تلونکو کسانو چاپې وهلي او ۸۰ تنه يې نیولي دي.
د ازادي راډیو مشال برخې د شمالي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکو نن د (اکټوبر لسمه) وویل، د بنو پولیسو په مختلفو ځایونو کې چاپي ووهلې او لسګونه کسان يې ونیول.
د خیبر په ریګي للمه کې د جرګې په کمپ کې د غورځنګ یو فعال لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل، د انټرنېټ او نورو شبکو د بندېدو له کبله په اسانه جرګې ته د را روانو کسانو سره اړیکه نهشي نیولی، خو په خبره يې، تر ۸۰ ډېر کسان نیول شوي دي.
پرون چهارشنبې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو د پاکستاني پولیسو په ډزو کې درې کسان ووژل شول او تر لسو ډېر نور ټپیان شول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د نړۍ هیڅ ځواک نهشي کولای چې د دوی د جرګې، چې ټاکل شوې سبا جمعه پیل شي، مخه ونیسي.
پښتین تېره شپه خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، د پاکستان حکومت د ګډونوالو په وړاندې لارې بندې کړي او خنډونه یې جوړ کړي، خو په وینا یې خلک باید دا خنډونه له پامه وغورځوي.
نوموړي وويل: "زه منمه چې د جرګې انتظامات به هغه شان اوس نه وي ممکن، خو جرګه بیا هم کوو، جرګه موږ نه پرېږدو. پښتونه! په یوولسم تاریخ، که د ټولې دنیا قوتونه سره یوځای شول او دوی برید وکړ، یو چانس کېدلی شي چې زموږ او ستاسو ټول لاسونه هلته پراته وي، تر دې پورته د دغې جرګې د لغوه کېدو بل هیڅ چانس نهشته، خامخا جرګه موږ کوو."
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون چهارشنبه د خیبر درې په رېګي للمه سیمه کې د جرګې په تابیا کوونکو د پاکستاني پولیسو په ډزو کې درې کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.
ټاکل شوې دغه جرګه چې شاوخوا ۳۰زره کسان وربلل شوي، درې ورځې دوام وکړي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پولیسو تاوتریخوالی غندلی دی.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون د پيټيايم له غړو سره د تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښودلې
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خیبر دره کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له غړیو سره تاوتریخوالي ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
دغه کمېسیون پرون په خپلې ایکسپانې (پخواني ټویټر) کې ولیکل، د هغو مظاهرهچیانو پر ضد چې وسلې نهلري، له زوره کار اخیستل قانوني عمل نهدی.
د پېښور د حیاتاباد میډیکل کمپلیکس د روغتیایي چارو رییس شهزاد اکبر د ازادي راډيو مشال څانګې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، روغتون ته د خیبر درې له رېګي للمې پنځلس کسان ورلېږدول شوې دي چې، درې تنه یې مړه شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ چې روانه اوونۍ د پاکستان مرکزي حکومت غیر قانوني اعلان کړ، د جمعې په ورځ په رېګي للمه سیمه کې غواړي چې د پښتنو لویه جرګه جوړه کړي، خو پولیسو تر اوسه د دوی د جرګې پرځای څو ځله بریدونه کړې دي او د هغوی خېمې یې سوځولي دي.
د ښځو د کرکټ شل اوريز نړيوال جام؛ نن بنګلهدېش له وېسټ اينډيز سره مخامخ کېږي
د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې نن د بنګلهدېش او وېسټ اینډیز د ملي لوبډلو مسابقه ده.
پهدې نړیوال جام کې پرون هند سریلانکا ته او جنوبي افریقا سکاټلنډ ته ماتې ورکړه.
د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې لسو لوبډلو برخه اخیستې ده چې، د اکتوبر په څلورمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شو.
پایلوبه به یې د همدې میاشتې په شلمه د اماراتو په دوبی ښار کې ترسره شي.
اوکراين د روسيې په جنوب کې د بېپيلوټه الوتکو د يوې زېرمې د لهمنځه وړلو خبر ورکړی
اوکراین وایي چې، پوځیانو یې د روسیې په جنوب کې د کراسنودار په سیمه کې د سلګونو بېپيلوټه الوتکو زېرمه لهمنځه وړې ده.
د اوکراین لوی درستیز پرون په ټلېګرام کې وویل، اوکرایني ځواکونو اوکتیابرسکي سیمې ته څېرمه د شاهد په نوم د ډرون د ذخیره کولو پر اډه برید کړی چې، هلته شاوخوا څلور سوه بېپيلوټه الوتکې ساتل شوې وې.
د اوکراین د لوی درستیز په بیان کې ویل شوي، دا حمله د سمندري او امنیتي خدماتو د ځواکونو له لوري په ګډه د کراسندار ښار په شمال کې د اوکتیا برسکي ښارګوټې ته نژدې ترسره شوه.
په روسیي رسنیو کې د دې حملې په اړه تر اوسه څه نهدې ویل شوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ: د خیبر په رېګي للمه کې پولیسو زمونږ درې غړي ووژل
پښتون ژغورنې غورځنګ یا "پيټيایم" وايي چې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د "پولیسو او ایفسي ځواک په مستقیمو ډزو کې" یې درې غړي وژل شوي دي.
غورځنګ د اکټوبر پر نهمه پر خپله رسمي ایکسپاڼه یا پخواني ټوېټر په بیان کې په ډزو کې د مرګژوبلې د زیاتېدو وېره ښودلې ده.
دا تر هغې وروسته ده چې غورځنګ پر ایکس په دوو نورو بیانونو کې وویل چې د "پولیسو په ډزو کې" یې "ډېری غړي" ژوبل شوي چې د پېښور روغتون ته انتقال شول.
تر دې مخکې یو عیني شاهد، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم له ښودلو ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې فعالانو یې نن د جرګې د کمپ پر لوري د تګ هڅه کوله چې "پولیسو ورباندې ډزې" وکړې.
د خیبر انتظامیې او پولیسو لا د "پيټيایم" او د عیني شاهد د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې پنځه تنه ژوبل شوي چې د جمرود په روغتون کې یې تر لومړنۍ طبي مرستې وروسته د نورې درملنې لپاره د پېښور حیاتاباد کمپلېکس روغتون ته انتقال کړل.
ده وویل چې په ژوبلو کې د دوو روغتیايي وضعیت نازک دی.
دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي چې پوليسو یې يوځل بيا د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کمپ چاپه وهلې او د جرګې ميدان يې نیولی دی.
د غورځنګ مشر منظور پشتين د اکټوبر پر نهمه سهار پر خپله رسمي ایکسپاڼه ليکلي چې "زورواکي د غټې مشينرۍ په وسيله د جرګې په ميدان کې خندقونه کيندي."
د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکټوبر پر ۱۱مه د خيبر په جمرود کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم درې ورځنۍ جرګه وربللې چې د غورځنګ د مشر منظور پشتين په وينا، لسګونه زره کسان به ګډون پهکې کوي.
د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ نن دوه سیالۍ ترسره کېږي
د ښځو ترمنځ د پيل شوي شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې نن چهارشنبه د اکټوبر په نهمه نېټه دوه سیالۍ ترسره کېږي چې لومړۍ لوبه به د سکاټلنډ او سویلي افریقا ترمنځ وي او په دویمې سیالۍ کې به هندوستان له سریلانکا سره مخامخ شي.
لومړۍ سیالي به د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ بجې د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې پیل شي.
دوهمه لوبه به د کابل پر وخت ماښام پيل شي.
تر دې دمه د ښځو شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې استرالیا او پاکستان په الف او انګلستان او وېسټ اینډیز په ب ګروپ کې مخکې دي.
د ښځو شل اوریز نړیوال جام د لسو هېوادونو ترمنځ د عربي متحده اماراتو په کوربتوب پیل شوی چې د اکټوبر میاشتې تر ۲۰مې نېټې به دوام ولري.
د امريکا ولسمشر د اسراييل صدراعظم سره خبرې کوي
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړي.
د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د دغو خبرو یوه برخه ممکن د اسراییل لهخوا پر ایران د تېرې اوونۍ د برید د ځواب پر پلان راوڅرخېږي.
دا خبرې اترې داسې مهال کېږي چې اسراییل د لبنان په جنوب کې د ایران له ملاتړه د برخمنې حزبالله ډلې پر اهدافو بریدونه ډېر کړي دي.
حزبالله چې یوه سیاسي او پوځي ډله ده، امریکا یې د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
حزبالله د لبنان په پارلمان کې غړي لري او د لبنان په جنوبي برخه واکمنان دي.
ایران تېره اوونۍ د حزبالله په دفاع او په تېره بیا د دغې ډلې د مشر حسن نصرالله د وژنې په غچ کې پر اسراییلو د توغندیو یوه پراخه حمله وکړه.
اسراییل همغه مهال ایران ته د غچ اخیستنې ګواښ وکړ.
اوکراين د روسيې د ۲۱ بېپيلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی
د اوکراین د هوایي دفاع سیستم نن چهارشنبه وختي د روسیې د توغول شویو ۲۲ بېپيلوټه الوتکو له ډلې ۲۱ شنډې او نسکورې کړي دي.
دغه بېپيلوټه الوتکې پر پلازمېنه کییف، اودیسې او فینیتسایا سیمو کې رالوېدلي دي.
سملاسي لهدې کبله د احتمالي مرګژوبلې او زیان خبره نهده شوې.
بل لور ته د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چې خپل فضایي حریم کې یې د اوکراین ۴۷ بېپيلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د اوکراین دغه الوتکې د روسیې په بریانسک، بیلګورود، کورسک، روستوف او کرسنودار سیمو او ازوف سمندر کې لهمنځه تللي دي.
روسي چارواکو ویلي، د الوتکو پارچو مرګژوبله نهده اړولې.
خپلواکو سرچینو پهدې اړه څه نهدي ویلي.
عمران خان په لاريونونو کې د يو وژل شوي پوليس افسر پر وژنه تورن شو
د پاکستان پولیسو د دې هېواد پخوانی صداعظم عمران خان نن د اکټوبر نهمه د هغه افسر پولیس په وژلو تورن کړ چې تېره اوونۍ له تاوتریخوالي سره مله لاریونونو کې ووژل شو.
پولیسو عمران خان تورن کړی چې عام خلک د حکومت پر ضد لاریونونو ته هڅوي.
عمران خان له ۲۰۲۳م کال را پهدې خوا په زندان کې دی.
پولیسو ادعا کړې، خان خپل پلویان هڅوي څو د هغه د خلاصون لپاره لاریونونه وکړي، خو دی په حقیقت کې خپل پلویان هغه څه ته هڅولي چې د افسر عبدالحیمد د وژلو کېدو سبب شول.
د پولیسو په خبره، حمید په یو لاریون کې د عمران خان له پلویانو سره په اخ و ډب کې ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
عمران خان تر اوسه په ۱۵۰ قضیو کې تورن پېژندل شوی او په څو نورو قضیو کې په حبس هم محکوم شوی دی.
پښتين: پاکستاني پوځ خيبر کې جرګې ته پر راټولو شويو کسانو بريدونه پيل کړی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، په خیبر کې پر راټولو شویو کسانو د پاکستان د پوځ لهخوا د تېرې شپې راهیسې ډزې او بریدونه پیل شوي دي.
پښتین دا خبره نن د اکټوبر نهمه پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر کړې او زیاته کړې يې ده چې په سیمه کې انټرنېټ بند دی شوی چې له کبله يې د جرګې له تنظیموونکو سره اړیکې پرې شوې دي.
هغه یوځل بیا ټینګار کړی چې: "د جرګې مخنیوی ناشوني دی او د پاکستان د پوځ د زور زیاتي سره سره به دا جرګه ترسره کېږي."
د پښتون ژغورنې غورځنګ راتلونکې جمعه د اکټوبر ۱۱مه د "پښتنو قومي عدالت" په نوم لویه جرګه رابللې او وروستۍ چمتووالی ورته نیسي.
لهدې وړاندې منظور پښتین ویلي، د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او تنظیموونکو په ګډون له ۲۰۰ ډېر کسان نیولي دي.
د پاکستان حکومت د تېرې یکشنبې په ورځ په یوه رسمي اعلان کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه او د دې غورځنګ فعالیتونه يې د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ وبلل.