د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

نړۍ

د کراچۍ هوایي ډګر مخې ته د برید له کبله دوه چینايي وګړي وژل شوي

د کراچۍ هوايي ډګر مخې ته دغه برید تېره شپه شوی دی.
د کراچۍ هوايي ډګر مخې ته دغه برید تېره شپه شوی دی.

په اسلام‌آباد کې د چین سفارت تایید کړې چې دوه چینایي وګړي د کراچۍ هوایي ډګر مخې ته د تېر شپې په برید کې وژل شوي دي.

دغه سفارت نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې دغه برید ترهګریز بللی او زیاته کړې ده چې یو چینایی وګړی په کې ټپي شوی هم دی.

دغه سفارت د پاکستان له حکومته غوښتي چې دغه حمله وڅېړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.

د پاکستان ځایي پولیسو او چارواکو مخکې تر دې ویلي وو چې پیښه د یوه ټانکر د چاودنې له کبله رامنځته شوې، خو اسوشېټېډپرېس خبري اژانس جیو تلوېزیون سره د یوې سرچینې د خبرو پر بنسټ ویلي چې دا پر بهرنیو اتباعو یو هدفي برید و.

چارواکو د برید د څرنګوالي ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو بلوڅ بیلتون غوښتونکو دا ځانمرګی برید بللی او مسوولیت یې اخیستی دی.

دغې ډلې ازادي راډيو ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ادعا یې کړې چې هدف یې په سیمه کې د چینایي پانګه‌والو، انجینرانو او پوځ کاروان و.

پاکستان کې مخکې هم پر چینایي کارکوونکو ورته خونړي بریدونه شوي دي.

برازیل د فوټسال نړیوال جام اتلولي وګټله

د برازیل د فوټسال ملي لوبډله
د برازیل د فوټسال ملي لوبډله

د فوټسال نړیوال جام پایلوبه د اکټوبر په شپږمه نېټه د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې د برازیل او ارجنټاین ترمنځ ترسره شوه چې ۲-۱ برازیل وګټله.

برازیل د لوبې په دواړو پاڼیو کې یو یو ګول وواهه، خو ارجنټاین یوازې د یو ګول په وهلو بریالی شو.

دا شپږم ځل دی چې برازیل د فوټسال نړیوال جام اتلولي ګټي.

د اکراین ملي لوبډلې بیا د فرانسې لوبډلې ته ۷-۱ ماتې ورکړه او درېیم مقام یې وګاټه.

د دې سیالیو په پایله کې د برازیل ویلیان دورن د غوره ګول ساتونکي جایزه وګټله.

دغه راز دییګو زوفو بل برازیلی لوبغاړی و چې د دې نړیوال جام غوره لوبغاړی اعلان شو او مارسل مارکز چې دا هم برازیلی لوبغاړی و، د لسو ګولونو په وهلو سره تر ټولو لوبغاړو مخکې و.

د فوټسال نړیوال جام چې له ۱۹۸۹م کال راهیسې ترسره کېږي، افغانستان په کې په لومړي ځل ولوبېده او د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې یې ماتې وخوړه.

چارواکي: د ایران په هوايي ډګرونو کې د الوتنې او ناستې چارې بېرته پیل شوې

د تهران د هوايي ډګر یوه څنډه
د تهران د هوايي ډګر یوه څنډه

ایراني چارواکي وایي چې د دغه هېواد په هوایي ډګرونو کې د الوتکو د پرواز او ناستې چارې له څو ساعته ځنډېدو وروسته بېرته پیل شوې دي.

پرون ماښام د ایران د هوایي چلند ادارې وویل چې د عملیاتي محدودیت له کبله د شپې له ۹ د سهار تر شپږو بجو د لږ تر لږه دوو لویو هوایي ډګرونو "مهراباد او امام خمیني" پلان شوې الوتنې لغوه شوي دي.

د دغې ادارې ویاند سید جعفر یازرلو که څه هم د دغه محدودیت جزییات نه و ورکړي، خو د راپورونو له مخې داسې انګېرل کېده چې ګواکې ایران د اسراییل د احتمالي برید له وېرې دا کار کړی دی.

د فرانس پرېس خبري اژانس په وینا، یازرلو نن دوشنبه ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې د هوایي ترافیک چارې بېرته پيل شوي دي.

ایران د تېرې سه شنبې په ورځ پر اسراییلو شاوخوا دوه سوه توغندي وتوغول چې اسراییل یې هم د غچ اخیستنې ګواښ کړی دی.

بل لورته د اروپایي ټولنې د هوایي چلند د خوندیتوب ادارې ټولو الوتکو ته سپارښتنه کړې چې د اکټوبر تر وروستۍ نېټې د ایران فضا ته له ننوتو ډډه وکړي.

د کراچۍ هوایي ډګر مخته چاودنې دوه کسان وژلي او لږترلږه اته نور یې ټپيان کړي

د کراچۍ هوايي ډګر مخته له چاودنې وروسته د سیمې انځور
د کراچۍ هوايي ډګر مخته له چاودنې وروسته د سیمې انځور

د پاکستان د کراچۍ هوایي ډګر مخته یوې چاودنې دوه کسان وژلي او لږترلږه اته نور یې ټپيان کړي دي.

پولیسو او ځایي چارواکو ویلي چې پېښه تېر ماخوستن د یوه ټانکر د چاودېدو له کبله رامنځته شوې ده.

خو اسوشېټېډپرېس خبري اژانس جیو تلوېزیون سره د یوې سرچینې د خبرو پر بنسټ ویلي چې دا پر بهرنیو اتباعو یو هدفي برید و.

چارواکو د برید د څرنګوالي ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو بلوڅ بیلتون غوښتونکو دا ځانمرګی برید بللی او مسوولیت یې اخیستی دی.

دغې ډلې ازادي راډيو ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې هدف یې په سیمه کې د چینایي پانګه‌والو، انجینرانو او پوځ کاروان و.

پاکستان کې مخکې هم پر چینایي کارکوونکو ورته خونړي بریدونه شوي دي.

حماس پر اسراییل د پروسږ کال د اکټوبر د اوومې نېټې د برید ستاینه کړې

حماس د تېر اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ چې په غبرګون کې اسراییل د دې ډلې پر وړاندې جګړه پیل کړې او اوس یې دفاع وزیر ویلي، اوږده جګړه په مخ کې لري.
حماس د تېر اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ چې په غبرګون کې اسراییل د دې ډلې پر وړاندې جګړه پیل کړې او اوس یې دفاع وزیر ویلي، اوږده جګړه په مخ کې لري.

د حماس وسله‌والې ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله بولي په یوه پيغام کې پر اسراییل د پروسږ کال د اکټوبر د اوومې نېټې د برید ستاینه کړې ده.

تر دې حملې وروسته، چې نن یې کال پوره شو، اسراییل پر غزې برید وکړ چې دا جګړه لا هم روانه ده.

په قطر کې مېشت د حماس غړي خلیل‌الحیه په ویډیویي پيغام کې ویلي چې د اکټوبر اوومې نېټې د دښمن هغه توهمات له منځه یووړل چې فکر یې کاوه پياوړی دی او برلاسه دی او نړۍ هم پر دې قانع شوه.

په دې ترڅ کې د اسراییل د پوځ مشر ډګر جنرال هرتزي هالوي خپلو پوځیانو ته ویلي چې اوږده جګړه په مخکې ده او هغه کسان به له منځه یوسي چې پر اسراییل برید کوي.

ایران ته د اسراییل د دفاع وزیر سپارښتنه: غزې او بیروت ته وګورئ

د اسراییل دفاع وزیر یواو ګالانت
د اسراییل دفاع وزیر یواو ګالانت

د اسراییل دفاع وزیر یواو ګالانت نن یکشنبې د نواتیم هوایي اډې د کتلو پر مهال ایران ته سپارښتنه وکړه چې غزې او بیروت ته وګوري.

نواتیم، چې تېره اوونۍ ایران پرې د توغندی برید وکړ، د اسراییل د ایف ۳۵ الوتکو په شمول د جنګي الوتکو اډه ده.

ګالانت وویل چې: "ایرانیانو د اسراییل د هوایي ځواک وړتیاوې نه دي ویشتي؛ نه یوه الوتکه زیانمنه شوې او نه کوم پرسونل معلول شوی دی."

هغه زیاته کړه، هرڅوک چې فکر کوي چې پر اسراییل د برید هڅه به اسراییل له اقدام کولو څخه منع کړي، باید یوځل غزې او بیروت ته وګوري.

د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړه

د هند د ښځینه کرکټ لوبډلې لوبغاړې
د هند د ښځینه کرکټ لوبډلې لوبغاړې

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په پیل شویو سیالیو کې نن یکشنبه د اکټوبر په شپږمه نېټه پاکستان او هندوستان سیالي وکړه چې د ۶ وېکټو په توپیر هند وګټله.

دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې ترسره شوه پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې ۱۰۵ منډې وکړې.

هندوستان ورکړل شوی هدف د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۸.۵ اورونو کې پوره کړ.

هندۍ اروندټي رېډي چې درې پاکستانۍ لوبغاړۍ سوځولې وې د لوبې غوره لوبغاړې اعلان شوه.

ټاکل شوې ده چې نن د ورځې دویمه سیالي د سکاټلنډ او وېسټ اینډیز ترمنځ ترسره شي.

اماراتو په خپلو الوتکو کې د پیجرونو او بیسیم مخابراتي وسیلو پر کارولو بندیز ولګاوه

د دوبۍ هوايي ډګر یوه څنډه
د دوبۍ هوايي ډګر یوه څنډه

د اماراتو هوایي شرکت دوبۍ ته د سفر په لړ کې له سپرلیو سره د پیجرونو او بیسیم مخابراتي وسیلو لرل منع کړل.

متحده عربي اماراتو په خپلو الوتکو کې د پیجرونو او بیسیم مخابراتي وسیلو پر کارولو بندیز وروسته له دې ولګاوه چې په لبنان کې د پېجرونو د چاودنو له کبله ډېر کسان ټپیان یا ووژل شول.

امارات هوايي شرکت، چې مرکز یې په دوبۍ کې دی، پرون شنبې په یوه بیان کې وویل چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله منځني ختیځ ته د الوتنو موقتي لغوه څو ورځې نورې هم اوږدوي.

په منځني ختیڅ کې د کړکېچ له امله ډېرو هوايي شرکتونو خپلې الوت کرښې بدلې کړي دي.

بیروت کې د اسراییلو د هوايي بریدونو دوام؛ د زورورو چاودنو لوړ غږونه اورېدل شوي

د راپورونو له مخې، یوه پراخ اور د بیروت د جنوب اسمان روښانه کړ او د یکشنبې په ورځ یې هوا ته لوګي پورته کېدل.
د راپورونو له مخې، یوه پراخ اور د بیروت د جنوب اسمان روښانه کړ او د یکشنبې په ورځ یې هوا ته لوګي پورته کېدل.

د بیروت په جنوبي لمنه کې پر ضاحیه سیمه د اسراییل هوایي بریدونو تېره شپه او نن یکشنبې سهار دوام درلود او خبري اژانسونو راپور ورکړ چې په بیروت کې د زورورو چاودنو لوړ غږونه اورېدل شوي دي.

د راپورونو له مخې، یوه پراخ اور د بیروت د جنوب اسمان روښانه کړ او د یکشنبې په ورځ یې هوا ته لوګي پورته کېدل.

د لبنان ملي خبري اژانس ویلي چې د بیروت په جنوب کې د حزب‌الله تر کنټرول لاندې سیمه باندې تر ۳۰ ډېر هوايي بریدونه شوي چې د چاودنو غږونه یې په ټول ښار کې واورېدل شول.

په برید کې یو د تېلو پمپ او د طبي وسایلو یوه دیپو هم زیانمنې شوي دي.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې دوی د وسلو زېرمې او د حزب‌الله تاسیسات په نښه کړي او ملکي خلکو ته د زیان رسولو لپاره یې لازم اقدامات کړي دي.

د لبنان رسمي خبری اژانس د اسراییل د نن سهار هوایي بریدونه درانه وبلل او ویې ویل چې څلور بریدونه د ضاحیه پر سیمو او یو برید د بیروت او ضاحیې ترمنځ په شویفات باندې شوی دی.

په برلین او لندن کې د اسراییلو ملاتړو لاریونونه کړي

په جرمني کې د اسراییلو د ملاتړو د لاریون یوه څنډه
په جرمني کې د اسراییلو د ملاتړو د لاریون یوه څنډه

په برلین او لندن کې د اسراییل پلوي فعالان پر اسراییل د حماس د بریدونو د کالیزې په مناسبت سړکونو ته راووتل.

د اسراییل پلویانو د شنبې په ورځ په برلین کې له یهودانو سره د دښمنۍ د زیاتوالي پر وړاندې لاریون وکړ.

په همدې حال کې د اسراییل د هدفونو ملاتړ کوونکو په لندن کې لاریون وکړ.

تمه ده چې نن یکشنبې هم د اسراییل پلویان لاریونونه وکړي ځکه چې یهودان په ټوله نړۍ کې لاهم د یهودانو نوی کال لمانځي.

د تېر کال د اکټوبر په ۷مه د حماس ډلې، چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې تروریستي بولي، پر اسراییل د پراخ او بې ساری برید پر مهال ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

په ځواب کې یې اسراییل په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل چې لا هم دوام لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG