د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

نړۍ

ټرمپ خپلې سیالې او نورو ښځو ته سپکاوی کړی

د عکسي لور ته د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته د هغې سیاله کاملا هاریس
د عکسي لور ته د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته د هغې سیاله کاملا هاریس

د امریکا پخواني ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ پرون چهارشنبې د اکټوبر نهمه خپلې سیالې کاملا هریس او نورو ښځو ته سپکاوی کړی او ویلي دي چې پر ښځو دغه ډول بریدونه پای ته نه رسوي، حتی که د دې سبب شي چې ښځې رایې ورکونکې ورته رایې هم ورنه کړي.

ټرمپ پرون په پنسلوانیا کې د وینا پر مهال ویلي: "نه غواړم ښه کس ووسم، چا راته وویل، تاسې باید ښه ووسئ، ځکه دا د ښځو نه خوښېږي، خو ما وویل، زما لپاره اهمیت نه لري."

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې نظر پوښتنې ښيي چې ټرمپ د ښځو په منځ کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی.

ټرمپ له دې وړاندې په اسکرانتون کې د وینا پر مهال خپلې سیالي کاملا هریس ته "بې کفایته" ویلې وه.

د امریکا د ولسمشر مرستیاله او په راتلونکو ټاکنو کې د دیموکراتیانو نومانده کاملا هریس د ټاکنیز کمپاین په موخه نیوادا ته تللې ده.

پر غزې د اسراییلو هوایي بریدونه؛ ۵۴ کسان وژل شوي

پر غزې د اسراییلو بریدونو له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور
پر غزې د اسراییلو بریدونو له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

د اسراییلو پوځ پر مرکزي او شمالي غزه خپلو وروستیو هوایي بریدونو کې لسګونه کسان وژلي دي.

د غزې د روغتیا وزارت پرون چهارشنبه ویلي چې له تېرې یکشنبې راهیسې ۴۰ مړي له جبلیه سیمې او ۱۴ نور د غزې له شمالي سیمو ورلېږدول شوي دي.

لوېدیځو اژانسونو تېره ورځ د فلسطیني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې غزه کې د جګړې له پيله تراوسه د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۲زرو واوښت.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، دوی جبلیه کې د دې لپاره عملیات کړي چې په وینا یې حماس سخت دریځه ډله، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، بیا خپل سنګرونه منظم نه کړي.

بل لورته د لبنان په جنوبي برخه باندې هم د اسراییل بریدونه روان دي او په دې وروستیو کې د ترکیې ، بلغاریا، رومانیا او قزاقستان سلګونه وګړي له لبنانه تخلیه شوي دي.

بایډن: د فلوریډا اوسېدونکي دې د سمندري توپان له وررسېدو مخکې د تخلیې سپارښتنې عملي کړي

د" میلټن " په نوم سمندري توپان د مکسیکو له خلیچ څخه تېره شپه د متحده ایالتونو د فلوریډا ایالت ساحل خواته ورسېد.
د" میلټن " په نوم سمندري توپان د مکسیکو له خلیچ څخه تېره شپه د متحده ایالتونو د فلوریډا ایالت ساحل خواته ورسېد.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلوریډا له اوسېدونکو غوښتي چې د یوه زورور سمندري توپان له وررسېدو مخکې د تخلیې سپارښتنې عملي کړي.

د"میلټن" په نوم سمندري توپان د مکسیکو له خلیچ څخه تېره شپه د متحده ایالتونو د فلوریډا ایالت ساحل خواته ورسېد.

د دغه توپان شدت په لومړیو کې د توپانونو د شدت تر ټولو لوړې کچې، یعنې پنځمې کټګورۍ ته رسېدلی و، خو اوس ۳ ته راټیټ شوی چې لا هم ګواښوونکی او خطرناک بلل شوی دی.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې شاوخوا درې میلیونه کسان د دغه توپان د ورانۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

فلوریډا ته د توپان له رسېدو مخکې ګڼ خلک اورلنډو ښار ته تخلیه شوي، خو د راپورو له مخې هلته د ښار او شاوخوا سیمو نژدې ټول هوټلونه ډک شوي دي.

پوليسو د خيبر جرګې ته تلونکي ۸۰کسان نيولي

د خيبر جرګې يو انځور
د خيبر جرګې يو انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د بنو پولیسو خیبر جرګې ته پر تلونکو کسانو چاپې وهلي او ۸۰ تنه يې نیولي دي.

د ازادي راډیو مشال برخې د شمالي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکو نن د (اکټوبر لسمه) وویل، د بنو پولیسو په مختلفو ځایونو کې چاپي ووهلې او لسګونه کسان يې ونیول.

د خیبر په ریګي للمه کې د جرګې په کمپ کې د غورځنګ یو فعال لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل، د انټرنېټ او نورو شبکو د بندېدو له کبله په اسانه جرګې ته د را روانو کسانو سره اړیکه نه‌شي نیولی، خو په خبره يې، تر ۸۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

پرون چهارشنبې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو د پاکستاني پولیسو په ډزو کې درې کسان ووژل شول او تر لسو ډېر نور ټپیان شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د نړۍ هیڅ ځواک نه‌شي کولای چې د دوی د جرګې، چې ټاکل شوې سبا جمعه پیل شي، مخه ونیسي.

پښتین تېره شپه خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، د پاکستان حکومت د ګډونوالو په وړاندې لارې بندې کړي او خنډونه یې جوړ کړي، خو په وینا یې خلک باید دا خنډونه له پامه وغورځوي.

نوموړي وويل: "زه منمه چې د جرګې انتظامات به هغه شان اوس نه وي ممکن، خو جرګه بیا هم کوو، جرګه موږ نه پرېږدو. پښتونه! په یوولسم تاریخ، که د ټولې دنیا قوتونه سره یوځای شول او دوی برید وکړ، یو چانس کېدلی شي چې زموږ او ستاسو ټول لاسونه هلته پراته وي، تر دې پورته د دغې جرګې د لغوه کېدو بل هیڅ چانس نه‌شته، خامخا جرګه موږ کوو."

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون چهارشنبه د خیبر درې په رېګي للمه سیمه کې د جرګې په تابیا کوونکو د پاکستاني پولیسو په ډزو کې درې کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.

ټاکل شوې دغه جرګه چې شاوخوا ۳۰زره کسان وربلل شوي، درې ورځې دوام وکړي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پولیسو تاوتریخوالی غندلی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون د پي‌ټي‌ايم له غړو سره د تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښودلې

د پي‌ټي‌ايم يو ټپي شوی غړی
د پي‌ټي‌ايم يو ټپي شوی غړی

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خیبر دره کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له غړیو سره تاوتریخوالي ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

دغه کمېسیون پرون په خپلې ایکس‌پانې (پخواني ټویټر) کې ولیکل، د هغو مظاهره‌چیانو پر ضد چې وسلې نه‌لري، له زوره کار اخیستل قانوني عمل نه‌دی.

د پېښور د حیات‌اباد میډیکل کمپلیکس د روغتیایي چارو رییس شهزاد اکبر د ازادي راډيو مشال څانګې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، روغتون ته د خیبر درې له رېګي للمې پنځلس کسان ورلېږدول شوې دي چې، درې تنه یې مړه شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې روانه اوونۍ د پاکستان مرکزي حکومت غیر قانوني اعلان کړ، د جمعې په ورځ په رېګي للمه سیمه کې غواړي چې د پښتنو لویه جرګه جوړه کړي، خو پولیسو تر اوسه د دوی د جرګې پرځای څو ځله بریدونه کړې دي او د هغوی خېمې یې سوځولي دي.

د ښځو د کرکټ شل اوريز نړيوال جام؛ نن بنګله‌دېش له وېسټ اينډيز سره مخامخ کېږي

د ښځو د کرکټ نړيوال جام يو انځور
د ښځو د کرکټ نړيوال جام يو انځور

د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې نن د بنګله‌دېش او وېسټ اینډیز د ملي لوبډلو مسابقه ده.

په‌دې نړیوال جام کې پرون هند سریلانکا ته او جنوبي افریقا سکاټلنډ ته ماتې ورکړه.

د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې لسو لوبډلو برخه اخیستې ده چې، د اکتوبر په څلورمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شو.

پایلوبه به یې د همدې میاشتې په شلمه د اماراتو په دوبی ښار کې ترسره شي.

اوکراين د روسيې په جنوب کې د بې‌پيلوټه الوتکو د يوې زېرمې د له‌منځه وړلو خبر ورکړی

د روسيې پولې ته څېرمه د اوکرايني ځواکونو يو انځور
د روسيې پولې ته څېرمه د اوکرايني ځواکونو يو انځور

اوکراین وایي چې، پوځیانو یې د روسیې په جنوب کې د کراسنودار په سیمه کې د سلګونو بې‌پيلوټه الوتکو زېرمه له‌منځه وړې ده.

د اوکراین لوی درستیز پرون په ټلېګرام کې وویل، اوکرایني ځواکونو اوکتیابرسکي سیمې ته څېرمه د شاهد په نوم د ډرون د ذخیره کولو پر اډه برید کړی چې، هلته شاوخوا څلور سوه بې‌پيلوټه الوتکې ساتل شوې وې.

د اوکراین د لوی درستیز په بیان کې ویل شوي، دا حمله د سمندري او امنیتي خدماتو د ځواکونو له لوري په ګډه د کراسندار ښار په شمال کې د اوکتیا برسکي ښارګوټې ته نژدې ترسره شوه.

په روسیي رسنیو کې د دې حملې په اړه تر اوسه څه نه‌دې ویل شوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ: د خیبر په رېګي للمه کې پولیسو زمونږ درې غړي ووژل

د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شویو غړیو مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شویو غړیو مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ یا "پي‌ټي‌ایم" وايي چې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د "پولیسو او ایف‌سي ځواک په مستقیمو ډزو کې" یې درې غړي وژل شوي دي.

غورځنګ د اکټوبر پر نهمه پر خپله رسمي ایکس‌پاڼه یا پخواني ټوېټر په بیان کې په ډزو کې د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو وېره ښودلې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې غورځنګ پر ایکس په دوو نورو بیانونو کې وویل چې د "پولیسو په ډزو کې" یې "ډېری غړي" ژوبل شوي چې د پېښور روغتون ته انتقال شول.

تر دې مخکې یو عیني شاهد، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم له ښودلو ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې فعالانو یې نن د جرګې د کمپ پر لوري د تګ هڅه کوله چې "پولیسو ورباندې ډزې" وکړې.

د خیبر انتظامیې او پولیسو لا د "پي‌ټي‌ایم" او د عیني شاهد د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې پنځه تنه ژوبل شوي چې د جمرود په روغتون کې یې تر لومړنۍ طبي مرستې وروسته د نورې درملنې لپاره د پېښور حیات‌اباد کمپلېکس روغتون ته انتقال کړل.

ده وویل چې په ژوبلو کې د دوو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي چې پوليسو یې يوځل بيا د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کمپ چاپه وهلې او د جرګې ميدان يې نیولی دی.

د غورځنګ مشر منظور پشتين د اکټوبر پر نهمه سهار پر خپله رسمي ایکس‌پاڼه ليکلي چې "زورواکي د غټې مشينرۍ په وسيله د جرګې په ميدان کې خندقونه کيندي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکټوبر پر ۱۱مه د خيبر په جمرود کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم درې ورځنۍ جرګه وربللې چې د غورځنګ د مشر منظور پشتين په وينا، لسګونه زره کسان به ګډون په‌کې کوي.

د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ نن دوه سیالۍ ترسره کېږي

د سویلي افریقا د کرکټ یوه لوبغاړې د لوبې پر مهال
د سویلي افریقا د کرکټ یوه لوبغاړې د لوبې پر مهال

د ښځو ترمنځ د پيل شوي شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې نن چهارشنبه د اکټوبر په نهمه نېټه دوه سیالۍ ترسره کېږي چې لومړۍ لوبه به د سکاټلنډ او سویلي افریقا ترمنځ وي او په دویمې سیالۍ کې به هندوستان له سریلانکا سره مخامخ شي.

لومړۍ سیالي به د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ بجې د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې پیل شي.

دوهمه لوبه به د کابل پر وخت ماښام پيل شي.

تر دې دمه د ښځو شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې استرالیا او پاکستان په الف او انګلستان او وېسټ اینډیز په ب ګروپ کې مخکې دي.

د ښځو شل اوریز نړیوال جام د لسو هېوادونو ترمنځ د عربي متحده اماراتو په کوربتوب پیل شوی چې د اکټوبر میاشتې تر ۲۰مې نېټې به دوام ولري.

د امريکا ولسمشر د اسراييل صدراعظم سره خبرې کوي

د عکس ښي لور ته د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن
د عکس ښي لور ته د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړي.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د دغو خبرو یوه برخه ممکن د اسراییل له‌خوا پر ایران د تېرې اوونۍ د برید د ځواب پر پلان راوڅرخېږي.

دا خبرې اترې داسې مهال کېږي چې اسراییل د لبنان په جنوب کې د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب‌الله ډلې پر اهدافو بریدونه ډېر کړي دي.

حزب‌الله چې یوه سیاسي او پوځي ډله ده، امریکا یې د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله د لبنان په پارلمان کې غړي لري او د لبنان په جنوبي برخه واکمنان دي.

ایران تېره اوونۍ د حزب‌الله په دفاع او په تېره بیا د دغې ډلې د مشر حسن نصرالله د وژنې په غچ کې پر اسراییلو د توغندیو یوه پراخه حمله وکړه.

اسراییل همغه مهال ایران ته د غچ اخیستنې ګواښ وکړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG