نړۍ
عراقچي: پر اسراييل د ايران اقدامات پای ته رسېدلي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر اسراییلو د دې هېواد له توغنديي حملو څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې، د تهران اقدامات پای ته رسېدلې دي.
ښاغلي عراقچي بېګا ناوخته پر ایکس شبکې په یو بیان کې پر اسراییلو حمله د ایران مشروع حق وباله او ویې ویل، ایران یوازې د اسراییلو پوځي او امنیتي تاسیسات په نښه کړې دي.
عراقچي اسراییل ته خبرداری ورکړ چې د غچ اخیستنې د اقداماتو په صورت کې به د تهران ځواب پرېکنده او په ډېر ځواک سره وي.
د اسراییلو پوځ د ایران توغندويي حمله جدي وبلله، خو ویې ویل چې د تلفاتو او زیانونو اړوند راپورونه یې نهدي ترلاسه کړي.
د اسراییلو پوځ د ایران له حملو وروسته ويلي، د اسراییلو هوايي ځواک به په ټول منځني ختیځ کې هوايي حملو ته دوام ورکړي.
د فرانسې ولسمشر پر اسراييلو د ايران بريد غندلی او د اسراييلو پر خونديتوب يې ټينګار کړی
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پر اسراییلو د ایران برید په کلکه غندلی او د اسراییل پر خوندیتوب د ټینګار په ترڅ کې یې ویلي دي چې، فرانسې په منځني ختیځ کې خپلې ټولې پوځي سرچینې چمتو کړې دي.
د فرانسې د جمهوري ریاست د بیان لهمخې ښاغلي مکرون ویلي دي، د لبنان حزبالله ډله باید د اسراییل او د هغه د وګړو پر وړاندې تروریستي اقدامات بند کړي.
د حزبالله سیاسي او پوځي ډلې ته چې د لبنان جنوبي سیمې اداره کوي، امریکا د یوه تروریستي سازمان په سترګه ګوري، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه د تروریستي سازمانونو په لېست کې شامله کړې.
د فرانسې ولسمشر همداراز د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو لهمخې د لبنان د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت د اعادې غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اسراییلو د ایران پرونۍ حمله بېاغېزې بللې او ویلي یې دي چې د ایران پر وړاندې د اسراییلو د اقداماتو پوره ملاتړ کوي.
د ښاغلي بایډن په وینا امریکايي ځواکونو د راکټي حملو پر وړاندې د اسراییلو د دفاعي عملیاتو ملاتړ وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر اسراییلو د دې هېواد له توغندی حملو څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې، د تهران اقدامات پای ته رسېدلې دي.
ښاغلي عراقچي بېګا ناوخته پر ایکس شبکې په یوه بیان کې پر اسراییلو حمله د ایران مشروع حق وباله او ویې ویل، ایران یوازې د اسراییلو پوځي او امنیتي اډې په نښه کړې دي.
پر اوکراين د روسيې په تازه بريدونو کې د اته کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی
لږ تر لږه اته کسان پر اوکراین د روسیې په هوايي حملو کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي بېګا پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې، د روسیې دا هوايي حملې پر خرسون، زاپوريژیا او سومي ښارونو شوې دي.
د ښاغلي زیلینسکي په وینا د خرسون په مرکز کې پر یوه مارکېټ په پرونۍ حمله کې د ۶ کسانو مړینه او د ۶ نورو ټپي کېدل تایید شوي دي.
جو بايډن: د اسراييل له لوري ايران ته د توغندويي بريد د ځواب په اړه جدي بحث روان دی
د امریکا د متحدهایالتونو ولسمشر جو بایډن وایي، پهدې اړه چې اسراییل د ایران د بالسټیک توغندیو برید ته په څه ډول ځواب ووایي، جدي بحث روان دی او زیاته یې کړه چې دا به ولیدل شي چې دغه برید د ایران لپاره څه نتیجې لري.
د رویترز خبري اژانس د راپور لهمخې بایډن چې تېره شپه یې پر اسراییل د ایران له توغندویي برید وروسته په سپینه ماڼۍ کې څرګندونې کولې، یوځل بیا له اسراییل سره د متحدهایالتونو په کلک ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې، دی به پهدې اړه د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړي.
هغه وویل داسې ښکاري چې د ایران دغه برید بېاغېزې و.
د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري دغه برید جدي وباله او زیاته یې کړه چې هغه به عواقب ولري.
هغه زیاته کړه، تر اوسه پورې پوځ ته د احتمالي ځاني او مالي زیانونو راپورونه نهدي ورکړل شوي.
په عین حال کې د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواک وویل، پر اسراییل یې په لسګونو بالسټیک توغندي وتوغول او اسراییل ته یې خبرداری ورکړ، چې که غچ اخیستونکي اقدام ته مخه کړي، نو د تهران له لا ویجاوړونکي او وروانونکي اقدام سره به مخ شي.
اسراييل د حزبالله له وسلهوالو سره د سختې جګړې خبر ورکړی
اسراییلو د لبنان پر جنوبي سیمو له ځمکنو بریدونو وروسته وویل چې، ځواکونه یې په سیمه کې د لبنان د حزبالله له وسلهوالو سره په "سختو جګړو" بوخت دي.
د امريکا له مخالفت او په منځني ختيځ کې د جګړې د پراخېدو له وېرې سره سره اسراييلو د دغه هېواد په جنوب کې د لبنان د حزبالله د ځواکونو پر ضد خپل ځمکني عمليات پيل کړل.
د لبنان حزبالله یوه پوځي-سیاسي ډله ده چې د امریکا لهخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي.
اروپایي ټولنې د دغې ډلې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.
حزبالله چې د لبنان په پارلمان کې غړي هم لري، د لبنان پر جنوبي برخې تر ډېره واک چلوي.
د اسرايیلو د پوځ د عربي ژبې ویاند افیحای ادرعي په خپل ټلېګرام پیغام کې لیکلي، د لبنان په جنوب کې سختې نښتې روانې دي.
نوموړي د سيمې له خلکو وغوښتل، د خپل ځاني خونديتوب په موخه دې د ليتاني سيند جنوبي سيمې ته په موټرو کې تګ راتګ نهکوي.
تر دې مخکې د اسرايیلو پوځ اعلان کړی و چې، د دغه هېواد په جنوب کې یې د لبنان د حزبالله پر ضد "دقیق او هدفي" عملیات پیل کړي دي.
د اوکراين پر يوشمېر سيمو د روسيې په بريدونو کې اته کسان وژل شوي
د اوکراین پر خرسون، زاپوریژیا او سومي سیمو د روسیې په نننیو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي دي.
تر ټولو زیاته مرګژوبله په خرسون کې د روسیې په یوه هوایي برید کې اوښتې او هلته د لږ تر لږه شپږو کسانو وژل کېدل تایید شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلينسکي ویلي، خرسون کې د شوي برید له کبله شپږ نور کسان ټپيان شوي هم دي.
بل لور ته د ناټو نوي ټاکل شوي سرمنشي مارک روټې چې نن یې خپل کار پيل کړ، اوکراین ته د کلک پوځي ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
روټې نن په بروکسل کې خپله دنده داسې مهال پيل کړه چې، پر اوکراین د روسیې د ناموجه یرغل زر ورځې پوره شوې.
کرکټ؛ هندوستان د ټېسټ اتلولیو په درجه بندۍ کې لومړي مقام ته ورسېد
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ اتلولیو په دوه سیالیو کې خپل مېلمه بنګلهدېش ته ماتې ورکړه او د نومرو په جدول کې اول مقام ته ورسېده.
د هندوستان او بنګلهدېش ترمنځ د دوه ټېسټ لوبو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه نن سهشنبه د اکټوبر په لومړۍ نېټه کوربه لوبډلې د ۷ وېکټو په تفاوت وګټله.
که څه هم د یادې لوبې په لومړیو درې ورځو کې ورښت و، خو په وروستیو دوه ورځو کې یې پایله ورکړه.
د دې ټېسټ لوبې په دوه پاڼیو کې بنګلهدېش ۲۳۳ او ۱۴۶ منډې کړې وې او هندوستان بیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۵ منډې وکړې او په دویمې پاڼۍ کې یې د بنګلهدېش له لوري ورکړل شوی ۹۵ منډې هدف د درې وېکټو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.
د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه جایسوال وپېژندل شو، خو اشوین د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
اوسمهال د ټېسټ اتلولیو یا چمپین شيپ د نومرو په جدول کې هندوستان لومړی، اسټرالیا دویم او سریلانکا درېیم مقام لري.
د ښځو د کرکټ شل اوريز نړيوال جام پيليږي
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام د تیاریو لړۍ پای ته رسېدلې ده او ټاکل شوې چې دغه نړیوال جام د اکټوبر میاشتې په ۳مه نېټه پیل شي.
دغه سیالۍ چې د عربي متحدهاماراتو په ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره کېږي، ۱۰ لوبډلې پهکې ګډون لري، چې په دوه ګروپونو سره وېشل شوي دي.
د یاد نړیوال جام په A ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلنډ، پاکستان او سریلانکا یوځای دي، په B ګروپ کې بیا بنګلهدېش، انګلستان، سکاټلنډ، سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلې یوځای شوي دي.
لومړۍ لوبه به یې د اکټوبر په درېیمه نېټه د شارجه په لوبغالي کې د بنګلهدېش او سکاټلنډ د لوبډلو ترمنځ پیل شي او په همدې ورځ به دویمه سیالۍ د پاکستان او سریلانکا ترمنځ وي.
د ویلو ده چې د سپټمبر میاشتې په ۲۸مه نېټه د دې شل اوریز نړیوال جام د تیاریو لوبې پیل شوې وې چې هرې لوبډلې پهکې سیالۍ ترسره کړې.
د فوټسال نړیوال جام؛ د نیمه پایلوبې لوبډلې معلومې شوې
د فوټسال نړیوال جام د منځلوبو یا کوارټرفاینل پړاو سیالۍ هم بشپړې شوې او نیمه پایلوبې ته د اوکراین، برازیل، ارجنټاین او فرانسې لوبډلو لار پیدا کړه.
ټاکل شوې ده چې د نیمه پایلوبې پړاو د اکټوبر میاشتې په ۲مه نېټه ترسره شي.
لومړۍ نیمه پایلوبه به د اوکراین او برازیل او دویمه نیمه پایلوبه به د ارجنټاین او فرانسې ترمنځ وي.
د فوټسال په نړیوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې هم د لومړي ځل لپاره برخه اخستې وه چې د شپاړلس غوره لوبډلو په پړاو کې یې ماتې وخوړه.
دغه سیالۍ چې د ازبکستان هېواد په کوربهتوب روانې دي پایلوبه به یې د اکټوبر میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شي.
مارک روټې د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيل کړه
مارک روټې چې د هالند پخوانی صدر اعظم و، نن د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيل کړه.
نوموړی نن په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د نارویژي سیاستوال ینس سټولټنبرګ ځای ناستی شو.
سټولټنبرګ له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د نړۍ د دغه یوه لوی پوځي – سیاسي سازمان، چې ۳۲ غړي لري، مشري وکړه.
مارک روټې داسې مهال د ناټو مشري اخلي چې د اوکراین جګړه چې د ۲۰۲۲م کال په فبروي کې پيل شوې لا هم دوام لري او په منځني ختیځ کې کړکېچ پراخ شوی دی.