نړۍ
حزبالله د اسراییلي پوځیانو پر اهدافو د بریدونو خبر ورکړ
د حزبالله وسلهوالې ډلي ویلي چې د اسراییل په شمال کې یې د اسراییلي پوځیانو پر اهدافو بریدونه کړي دي.
دا وروسته تر دې چې اسراییلو اعلان وکړ چې نن سهار وختي یې د دوی پولې ته نژدې په لبنان کې د دوی په ټکو محدود ځمکنې عملیات پيل کړي دي.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د حزبالله په حواله چې امریکا یې ترهګره ډله بولي لیکلي، دوی د اسراییل په میتولا سیمه کې د اسراییلي پوځیانو یوه ډله او په همدې سیمه کې د هغوی یوه غونډه په توغندیو او توپونو ویشتلې ده.
د اسراییل پوځ بیا ویلي چې ځواکونو یې نن سهار د لبنان په جنوب کې په پرتو کلیو کې ځمکني بریدونه پيل کړي دي.
د اسراییل پوځ منلې چې د حزبالله توغندي په میتولا او افیفیم سیمو ورغلي، خو زیاته کړې ده چې یوشمېر یې شنډ او نور یې په شاړو ځمکو لګېدلي دي.
روټې د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيلوي
مارک روټې چې د هالند پخوانی صدر اعظم و، نن د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيلوي.
نوموړی به نن په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د نارویژي سیاستوال ینس سټولټنبرګ ځای ناستی شي.
سټولټنبرګ له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د نړۍ د دغه تر ټولو لوی پوځي او امنیتي سازمان، چې ۳۲ غړي لري، مشري وکړه.
مارک روټې داسې مهال د ناټو مشري اخلي چې د اوکراین جګړه چې د ۲۰۲۲م کال په فبروي کې پيل شوې لا هم دوام لري او په منځني ختیځ کې کړکېچ پراخ شوی دی.
محکمې په ضمانت له زندانه د عمران خان او د هغه د مېرمنې د خوشې کولو غوښتنه رد کړه
د پاکستان یوې محکمې پرون په ضمانت له زندانه د پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د خوشې کولو غوښتنه رد کړه.
دا خبره د خان مدافع وکیل رسنیو ته وکړه.
دا د پاکستان پر پخواني صدراعظم یو بل ګوزار دی چې په ګڼو تورونو له یوه کال راهیسې په زندان کې دی.
عمران خان له ۲۰۲۲م کال راهیسې چې د پاکستان په پارلمان کې د نه باور رایې له لارې له دندې ګوښه شو، په ۱۵۰ قضیو محکوم شوی دی.
په هغه وخت کې په پارلمان کې د عمران خان ډېرو متحدینو له هغه مخ وګرځاوه.
هغه د پاکستان پوځ او خپل اصلي سیال، اوسنی صدراعظم شهباز شریف تورنوي چې د امریکا د یوې دسیسې پر اساس یې د ده حکومت مات کړ.
دا ادعا شریف او امریکا رد کړې.
په ایران کې د یوه پولیس د وژلو په تور دوه کسان اعدام شوي
په ایران کې دوه تنه چې د یوه پولیس افسر په وژلو محکوم وو، پرون په خمین ښار کې په عام محضر کې اعدام شول.
دا خبره د ایران ایسنا خبري اژانس کړې ده.
دغه دوه کسان تورن وو چې څلور کاله مخکې یې یو ایرانی پولیس وژلی دی.
دغه دوه شکمن کسان وروسته د ایران په یوه بل ولایت کې ونیول شول.
د دوی له نیول کېدو دوه کاله وروسته دغه دوه کسان په اعدام محکوم شوي وو.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، تېر کال په ایران کې ۸۵۳ کسان اعدام شوي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.
ډېری اعدامونه د ۲۰۲۲م کال د ډلهییزو لاریونونو سره تړاو لري چې په هېواد کې د ښځو لپاره د لا زیاتو آزادیو د غوښتنې په هدف پیل شوي وو.
د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره محدود ځمکني عملیات پيل کړي
د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره "محدود" ځمکني عملیات د نن سه شنبې له سهار وختي پيل کړي دي.
پوځ ویلي چې د حزبالله په ځینو اهدافو یې بریدونه کړي دي.
حزبالله چې پوځي او سیاسي ډله ده د امریکا لهخوا ترهګره ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې یې یواځې پوځي برخه په تور لېست کې اچولې ده.
د اسراییل د پوځ په بیان کې راغلي د حزبالله دا اهداف سرحد ته نږدې کلیو کې وو او د اسراییل په شمال کې یې ځینو اسراییلي ټولنو ته مستقیم ګواښ پېښاوه.
د بیان پر اساس، د اسراییل د دغو ځمکنیو عملیاتو څخه هوايي ځواکونو او همدارنګه توپخانې ملاتړ کاوه.
اسراییلي ځواکونو داسې وخت په لبنان کې ځمکني عملیات پيل کړي چې د اسراییل د تر ټولو لوی متحد امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن په لبنان کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو سره موافقه نه ده ښودلې، ځکه وار دمخه په منځني ختیځ کې حالات له کنټروله په وتلو دي.
جیشالعدل د ایران په سیستان او بلوچستان کې پر ایراني پولیسو د بریدونو مسوولیت ومانه
د ایران د حکومت یوې وسلهوالې مخالفې ډلې، جیشالعدل د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې پر ایراني پولیسو د بریدونو مسوولیت ومانه.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دې ډلې، چې په پاکستان کې دېره ده، پرون دوشنبې وویل چې دوی د سیستان او بلوچستان په درو سیمو کې بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې یو شمېر ایراني پولیس وژل شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا پرون وویل چې په دغو بریدونو کې د ایران دوه نور امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
د ایران په سیستان او بلوچستان او د پاکستان په بلوچستان کې د دواړو هېوادونو د وسلهوالو مخالفانو د فعالیت پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي او دواړه پر یو بل تور لګوي چې د مقابل لوري وسلهوالو مخالفانوته یې پناه ورکړې ده.
شيخ نعيم قاسم: د حزبالله ډلې نوی مشر به د داخلي مېکانېزم لهمخې وټاکل شي
د لبنان د حزبالله ډلې مرستیال شیخ نعیم قاسم وايي، ژر به د دغه ګوند د داخلي مېکانېزم لهمخې عمومي منشي/مشر وټاکل شي.
قاسم دا خبرې نن دوشنبه په یوه بیان کې کړي او ویلي یې دي چې، د مشر د ټاکلو لپاره هر څه روښانه دي.
حزبالله پوځي او سیاسي ډله ده چې د امریکا لهخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنه یې بیا پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د حزبالله مرستیال شیخ نعیم قاسم په خپل ننني بیان کې وویل، د دوی مشر حسن نصرالله او څلور نور کسان تېره جمعه د بیروت په ضاحیه سیمه کې ووژل شول.
حسن نصرالله له څه باندې درې لسیزو راهیسې د حزبالله مشري په غاړه درلوده.
حزبالله د لبنان له نیابتي ډلو ده چې څو واره یې له اسراییلو سره جګړې کړې دي.
نيپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۹۲ ته لوړ شوی
په نیپال کې د وروستیو سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۲ته لوړ شوی دی.
فرانس پریس خبري اژانس لیکلي، د پلازمېنې کتمندو په شاوخوا کې لا هم د ژغورنې هڅې روانې دي او د راپورونو لهمخې شاوخوا دېرش کسان لا هم تري تم دي.
نیپال چې تر ډېره غرنی هېواد دی، د تېرې شنبې په ورځ د سختو سېلابونو او ورسره هممهاله د ځمکې ښوېدنو د پېښو شاهد و.
په نیپال کې پولیسو هم د ژغورونکو ډلو مرستې ته دانګلي او چارواکو اعلان کړی، چې سېلابځپلو سیمو کې یې د راتلونکو درې ورځو په مخه ښونځي تړلي دي.
د اسراييل پوځ نن سهار وختي پر لبنان د تازه بريدونو خبر ورکړی
د اسراییل پوځ وایي، جنګي جیټ الوتکو یې نن سهار وختي د لبنان په بیکا سیمه کې د حزبالله لسګونه اهداف ویشتلي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس په وینا د اسراییلو پوځ پر خپل ټلېګرام چينل لیکلي چې، دوی په دغو بریدونو کې د حزبالله د وسلو زېرمهتونونه په نښه کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، دوی به تر هغو لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې د حزبالله پوځي وړتیاوې لهمنځه یوسي.
د نننیو بریدونو د مرګژوبلې راپور لا نهدی خپور شوی، خو د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې پرون یکشنبه د اسراییلو په بریدونو کې ۱۰۵ تنه ووژل شول او ۳۵۹ نور ټپيان شول.
حزبالله پوځي او سیاسي ډله ده چې د امریکا لهخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنې یې بیا پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.