نړۍ
د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره محدود ځمکني عملیات پيل کړي
د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره "محدود" ځمکني عملیات د نن سه شنبې له سهار وختي پيل کړي دي.
پوځ ویلي چې د حزبالله په ځینو اهدافو یې بریدونه کړي دي.
حزبالله چې پوځي او سیاسي ډله ده د امریکا لهخوا ترهګره ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې یې یواځې پوځي برخه په تور لېست کې اچولې ده.
د اسراییل د پوځ په بیان کې راغلي د حزبالله دا اهداف سرحد ته نږدې کلیو کې وو او د اسراییل په شمال کې یې ځینو اسراییلي ټولنو ته مستقیم ګواښ پېښاوه.
د بیان پر اساس، د اسراییل د دغو ځمکنیو عملیاتو څخه هوايي ځواکونو او همدارنګه توپخانې ملاتړ کاوه.
اسراییلي ځواکونو داسې وخت په لبنان کې ځمکني عملیات پيل کړي چې د اسراییل د تر ټولو لوی متحد امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن په لبنان کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو سره موافقه نه ده ښودلې، ځکه وار دمخه په منځني ختیځ کې حالات له کنټروله په وتلو دي.
جیشالعدل د ایران په سیستان او بلوچستان کې پر ایراني پولیسو د بریدونو مسوولیت ومانه
د ایران د حکومت یوې وسلهوالې مخالفې ډلې، جیشالعدل د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې پر ایراني پولیسو د بریدونو مسوولیت ومانه.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دې ډلې، چې په پاکستان کې دېره ده، پرون دوشنبې وویل چې دوی د سیستان او بلوچستان په درو سیمو کې بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې یو شمېر ایراني پولیس وژل شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا پرون وویل چې په دغو بریدونو کې د ایران دوه نور امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
د ایران په سیستان او بلوچستان او د پاکستان په بلوچستان کې د دواړو هېوادونو د وسلهوالو مخالفانو د فعالیت پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي او دواړه پر یو بل تور لګوي چې د مقابل لوري وسلهوالو مخالفانوته یې پناه ورکړې ده.
بلېنکن: له حسن نصرالله پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون دوشنبې د اسراییل لهخوا د حسن نصرالله وژنې ته په اشارې وویل: "له هغه پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده."
بلېنکن د اسلامي دولت یا داعش پر ضد د هېوادونو د ایتلاف په پرانیستونکې غونډه کې حسن نصرالله یو "بې رحمه ترهګر" وباله چې د ډېرو امریکایانو، اسراییلیانو او په لبنان او سوریه کې یې د ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې حسن نصرالله د حزبالله د مشرتابه په لړ کې ټوله سیمه وبېروله او د یوه بشپړ هېواد په توګه یې د لبنان د حرکت مخه ونیوله.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر زیاته کړه: "د اسراییل او د لبنان د حزبالله ترمنځ په جګړه کې له وروستي شدت سره سره، متحد ایالتونه لا هم باور لري چې ډیپلوماسي د سیمې لپاره تر ټولو غوره لاره ده."
هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت لپاره هڅو ته ژمن دی.
نيپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۹۲ ته لوړ شوی
په نیپال کې د وروستیو سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۲ته لوړ شوی دی.
فرانس پریس خبري اژانس لیکلي، د پلازمېنې کتمندو په شاوخوا کې لا هم د ژغورنې هڅې روانې دي او د راپورونو لهمخې شاوخوا دېرش کسان لا هم تري تم دي.
نیپال چې تر ډېره غرنی هېواد دی، د تېرې شنبې په ورځ د سختو سېلابونو او ورسره هممهاله د ځمکې ښوېدنو د پېښو شاهد و.
په نیپال کې پولیسو هم د ژغورونکو ډلو مرستې ته دانګلي او چارواکو اعلان کړی، چې سېلابځپلو سیمو کې یې د راتلونکو درې ورځو په مخه ښونځي تړلي دي.
د اسراييل پوځ نن سهار وختي پر لبنان د تازه بريدونو خبر ورکړی
د اسراییل پوځ وایي، جنګي جیټ الوتکو یې نن سهار وختي د لبنان په بیکا سیمه کې د حزبالله لسګونه اهداف ویشتلي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس په وینا د اسراییلو پوځ پر خپل ټلېګرام چينل لیکلي چې، دوی په دغو بریدونو کې د حزبالله د وسلو زېرمهتونونه په نښه کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، دوی به تر هغو لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې د حزبالله پوځي وړتیاوې لهمنځه یوسي.
د نننیو بریدونو د مرګژوبلې راپور لا نهدی خپور شوی، خو د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې پرون یکشنبه د اسراییلو په بریدونو کې ۱۰۵ تنه ووژل شول او ۳۵۹ نور ټپيان شول.
حزبالله پوځي او سیاسي ډله ده چې د امریکا لهخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنې یې بیا پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
امريکايي سناتور: د حزبالله د مشر د هدف ګرځولو لپاره امريکايي بم کارول شوی
د امریکا د سنا د دفاعي خدماتو د فرعي کمیټې مشر وايي، هغه بم چې اسرايیلو د لبنان د حزبالله د مشر حسن نصرالله د هدف ګرځولو او وژلو لپاره کارولی، د امریکا لهخوا جوړ شوی وو.
سناتور مارک کیلي یکشنبه له NBC سره په مرکه کې وویل، اسراییلو د جمعې په برید کې دوه زره پونډي (۹۰۰ کیلويي) بم چې د مارک۸۴ بمونو له ډلې و، کارولی.
په هغه برید کې د لبنان د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله او د حزبالله ډلې اکثر مشرتابه لهمنځه تللي دي.
امریکا، حزبالله ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې بیا د حزبالله پوځي څانګه تور لېسټ کې اچولې.
د حزبالله سیاسي برخه د لبنان پارلمان کې استازي لري.
دا اول وار دی چې پر حزبالله د امریکايي بم د کارولو په اړه یو جګپوړی امریکايي سناتور څرګندونې کوي.
اسرايیلو تر اوسه نهدي ویلي چې، د حسن نصرالله په وژلو کې یې کوم ډول مهمات کارولي دي.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون هم د سناتور مارک کیلي د څرګندونو په اړه لا څه نهدي ویلي.
پاکستان کې د حزبالله ډلې د مشر د وژنې پر ضد مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي
د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د حزبالله ډلې د مشر د وژنې پر ضد مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي.
له پولیسو سره په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۱۷ پاکستاني پولیس او ۱۰ تنه مظاهرهچیان ژوبل شوي.
اسراییلو د سېپټېمبر پر ۲۷مه په جنوبي بیروت کې د حزبالله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وواژه.
حزبالله د امریکا لهخوا ترهګره ډله ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېسټ کې شامله کړې.
حزبالله چې سیاسي ګوند هم دی د لبنان په پارلمان کې استازي لري.
د پاکستان په کراچۍ کې د یکشنبې په ورځ د مجلس وحدت مسلمین او د شیعهګانو د یو شمېر ډلو لهخوا د حسن نصرالله د وژنې په غبرګون خلکو مظاهرې وکړې.
مظاهره وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښته چې خلکو هڅه کوله د امریکا د قونسلګرۍ مخ ته ورشي، خو پولیسو او د رېنجرز ځواک سرتېرو یې مخه ونیوله.
اسراييل د حزبالله د يو بل مشر نبيل قاووق د وژل کېدو خبر ورکړی
د اسراییل پوځ نن (یکشنبې) اعلان وکړ چې د حزبالله یو بل مشر نبیل قاووق یې وژلی دی.
د اسراییل پوځ شیخ قاووق د حزبالله په مشرتابه شورا کې د استخباراتو او استخباراتو ضد امنیتي څانګې قوماندان بللی دی.
د اسراییل د پوځ په وینا، نبیل قاووق پرون ماښام (شنبه، د سپټمبر ۲۸) د بیروت د جنوب په ضاحیه سیمه کې د اسراییلي جنګي الوتکو په عملیاتو کې ووژل شو.
د اسراییل په وینا، قاووق "په مستقیم ډول د اسراییل د دولت او د هغه د اتباعو پر وړاندې د تروریستي عملیاتو په پلانولو کې ښکېل و."
حزبالله تر اوسه د هغه مړینه تایید کړې نهده.
۶۰ کلن نبیل قاووق د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې له حزبالله سره یوځای شو او تل د حزبالله له مهمو شخصیتونو څخه و.
هغه د اوږدې مودې لپاره د لبنان په جنوب کې د حزبالله عملیاتي مرستیال و.
له یوې لسیزې راهیسې، هغه د حزبالله د اجرائیه شورا د مشر هاشمي صفيالدین مرستیال دی، چې ویل کېږي د حسن نصرالله ځای ناستی و.
نبیل قاووق د متحدهایالتونو لهخوا د نړیوال ترهګر په توګه نومول شوی و.
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت او انقلابي ګارډ یا سپاه پاسداران له مشرانو سره نژدې اړیکې درلودې او د بېلابېلو غونډو په مناسبت یې ګڼ سفرونه تهران ته کړي دي.
فرانسې او بريتانيا د حزبالله او اسراييل ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې
د فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (شنبې) د لبنان له صدراعظم نجیب میقاتي سره له جلا – جلا خبرو وروسته د اسراییل او حزبالله ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل باروت په لبنان باندې د اسراییل د هوایي بریدونو د سمدستي درېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې، هېواد یې په لبنان کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو مخالف دی.
ده په خپل بیان کې پر ایران او حزبالله هم غږ وکړ، چې له هر هغه عمل څخه ډډه وکړي چې په سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ سبب کېږي.
په ورته وخت کې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمې یو ځل بیا "د وینې توییدو د پای ته رسېدو لپاره د فوري اوربند اړتیا" تکرار کړه او په ایکسپاڼه کې یې لیکلي: "ډیپلوماتیک حل یوازینۍ لار ده چې د لبنان او اسراییل خلکو ته امنیت او ثبات بېرته راګرځوي."
د متحدهایالتونو ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ په لبنان باندې د اسراییل د ځمکنی برید د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "اوس د اوربند وخت دی."