نړۍ
مارک روټې د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيل کړه
مارک روټې چې د هالند پخوانی صدر اعظم و، نن د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيل کړه.
نوموړی نن په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د نارویژي سیاستوال ینس سټولټنبرګ ځای ناستی شو.
سټولټنبرګ له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د نړۍ د دغه یوه لوی پوځي – سیاسي سازمان، چې ۳۲ غړي لري، مشري وکړه.
مارک روټې داسې مهال د ناټو مشري اخلي چې د اوکراین جګړه چې د ۲۰۲۲م کال په فبروي کې پيل شوې لا هم دوام لري او په منځني ختیځ کې کړکېچ پراخ شوی دی.
په اماراتو کې د نجونو د کرکټ نړیوال شل اوریز جام ته چمتووالی روان دی
په متحده عربي اماراتو کې د نجونو د کرکټ نړیوال شل اوریز جام ته چمتووالی روان دی.
بېلابېلو سپورټي ویبپاڼو نن خبر ورکړی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د کرکټ شاوخوا ۱۵۰ لوبغاړې اماراتو ته رسېدلې دي.
ټاکل شوې چې د نجونو د کرکټ دغه نهم نړیوال جام د پنجشنبې په ورځ، د اکټوبر په درېیمه د بنګلهدېش او سکاټلنډ ټیمونو په لوبې سره پيل شي.
په دغه جام کې لس لوبډلې ټولټال ۲۳ لوبې کوي چې د دوبۍ او شارجې په لوبغالو کې ترسره کېږي.
د کرکټ مبصرینو ویلي چې د اتلولۍ لپاره د استرالیا، هند او سریلانکا پر لوبډلو حساب کېږي.
میقاتي: لبنان د خپل تاریخ له تر ټولو خطرناک پړاو سره مخامخ دی
د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي وایي، هېواد یې د خپل تاریخ له تر ټولو خطرناک پړاو سره مخامخ دی.
د فرانس پرېس خبري اژانس په وینا، میقاتي دغه څرګندونې نن سه شنبه د ملګرو ملتونو له استازو سره په یوه غونډه کې کړي دي.
د لبنان صدر اعظم ویلي، ملګري ملتونه باید سملاسي د اسراییلي پوځیانو د هوایي بریدونو له وېرې، د یو میلیون بېځایه شویو کسانو لاسنیوي ته ور ودانګي.
خبر کې که څه هم لبنان ته د ورپېښ خطر نور جزییات نهشته، خو دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي پوځیان نن سهار وختي د لبنان جنوب ته ننوتل او هلته یې د حزبالله پر اهدافو ځمکني بریدونه پيل کړل.
اسراییل دغه ځمکني عملیات محدود بللي دي.
بل لورته حزبالله هم ویلي چې د اسراییلو په خاوره کې یې ځینې پوځي اهداف په توغندیو او توپونو ویشتلي دي.
اسراییلي پوځ د دوی پر خاوره د حزبالله تازه بریدونه تایید کړي، خو ویلې يې دي چې مرګژوبله نه لري.
حزبالله د اسراییلي پوځیانو پر اهدافو د بریدونو خبر ورکړ
د حزبالله وسلهوالې ډلي ویلي چې د اسراییل په شمال کې یې د اسراییلي پوځیانو پر اهدافو بریدونه کړي دي.
دا وروسته تر دې چې اسراییلو اعلان وکړ چې نن سهار وختي یې د دوی پولې ته نژدې په لبنان کې د دوی په ټکو محدود ځمکنې عملیات پيل کړي دي.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د حزبالله په حواله چې امریکا یې ترهګره ډله بولي لیکلي، دوی د اسراییل په میتولا سیمه کې د اسراییلي پوځیانو یوه ډله او په همدې سیمه کې د هغوی یوه غونډه په توغندیو او توپونو ویشتلې ده.
د اسراییل پوځ بیا ویلي چې ځواکونو یې نن سهار د لبنان په جنوب کې په پرتو کلیو کې ځمکني بریدونه پيل کړي دي.
د اسراییل پوځ منلې چې د حزبالله توغندي په میتولا او افیفیم سیمو ورغلي، خو زیاته کړې ده چې یوشمېر یې شنډ او نور یې په شاړو ځمکو لګېدلي دي.
روټې د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيلوي
مارک روټې چې د هالند پخوانی صدر اعظم و، نن د ناټو سازمان د نوي سرمنشي په توګه خپله دنده پيلوي.
نوموړی به نن په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د نارویژي سیاستوال ینس سټولټنبرګ ځای ناستی شي.
سټولټنبرګ له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د نړۍ د دغه تر ټولو لوی پوځي او امنیتي سازمان، چې ۳۲ غړي لري، مشري وکړه.
مارک روټې داسې مهال د ناټو مشري اخلي چې د اوکراین جګړه چې د ۲۰۲۲م کال په فبروي کې پيل شوې لا هم دوام لري او په منځني ختیځ کې کړکېچ پراخ شوی دی.
محکمې په ضمانت له زندانه د عمران خان او د هغه د مېرمنې د خوشې کولو غوښتنه رد کړه
د پاکستان یوې محکمې پرون په ضمانت له زندانه د پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د خوشې کولو غوښتنه رد کړه.
دا خبره د خان مدافع وکیل رسنیو ته وکړه.
دا د پاکستان پر پخواني صدراعظم یو بل ګوزار دی چې په ګڼو تورونو له یوه کال راهیسې په زندان کې دی.
عمران خان له ۲۰۲۲م کال راهیسې چې د پاکستان په پارلمان کې د نه باور رایې له لارې له دندې ګوښه شو، په ۱۵۰ قضیو محکوم شوی دی.
په هغه وخت کې په پارلمان کې د عمران خان ډېرو متحدینو له هغه مخ وګرځاوه.
هغه د پاکستان پوځ او خپل اصلي سیال، اوسنی صدراعظم شهباز شریف تورنوي چې د امریکا د یوې دسیسې پر اساس یې د ده حکومت مات کړ.
دا ادعا شریف او امریکا رد کړې.
په ایران کې د یوه پولیس د وژلو په تور دوه کسان اعدام شوي
په ایران کې دوه تنه چې د یوه پولیس افسر په وژلو محکوم وو، پرون په خمین ښار کې په عام محضر کې اعدام شول.
دا خبره د ایران ایسنا خبري اژانس کړې ده.
دغه دوه کسان تورن وو چې څلور کاله مخکې یې یو ایرانی پولیس وژلی دی.
دغه دوه شکمن کسان وروسته د ایران په یوه بل ولایت کې ونیول شول.
د دوی له نیول کېدو دوه کاله وروسته دغه دوه کسان په اعدام محکوم شوي وو.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، تېر کال په ایران کې ۸۵۳ کسان اعدام شوي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.
ډېری اعدامونه د ۲۰۲۲م کال د ډلهییزو لاریونونو سره تړاو لري چې په هېواد کې د ښځو لپاره د لا زیاتو آزادیو د غوښتنې په هدف پیل شوي وو.
د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره محدود ځمکني عملیات پيل کړي
د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره "محدود" ځمکني عملیات د نن سه شنبې له سهار وختي پيل کړي دي.
پوځ ویلي چې د حزبالله په ځینو اهدافو یې بریدونه کړي دي.
حزبالله چې پوځي او سیاسي ډله ده د امریکا لهخوا ترهګره ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې یې یواځې پوځي برخه په تور لېست کې اچولې ده.
د اسراییل د پوځ په بیان کې راغلي د حزبالله دا اهداف سرحد ته نږدې کلیو کې وو او د اسراییل په شمال کې یې ځینو اسراییلي ټولنو ته مستقیم ګواښ پېښاوه.
د بیان پر اساس، د اسراییل د دغو ځمکنیو عملیاتو څخه هوايي ځواکونو او همدارنګه توپخانې ملاتړ کاوه.
اسراییلي ځواکونو داسې وخت په لبنان کې ځمکني عملیات پيل کړي چې د اسراییل د تر ټولو لوی متحد امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن په لبنان کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو سره موافقه نه ده ښودلې، ځکه وار دمخه په منځني ختیځ کې حالات له کنټروله په وتلو دي.
جیشالعدل د ایران په سیستان او بلوچستان کې پر ایراني پولیسو د بریدونو مسوولیت ومانه
د ایران د حکومت یوې وسلهوالې مخالفې ډلې، جیشالعدل د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې پر ایراني پولیسو د بریدونو مسوولیت ومانه.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دې ډلې، چې په پاکستان کې دېره ده، پرون دوشنبې وویل چې دوی د سیستان او بلوچستان په درو سیمو کې بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې یو شمېر ایراني پولیس وژل شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا پرون وویل چې په دغو بریدونو کې د ایران دوه نور امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
د ایران په سیستان او بلوچستان او د پاکستان په بلوچستان کې د دواړو هېوادونو د وسلهوالو مخالفانو د فعالیت پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي او دواړه پر یو بل تور لګوي چې د مقابل لوري وسلهوالو مخالفانوته یې پناه ورکړې ده.
بلېنکن: له حسن نصرالله پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون دوشنبې د اسراییل لهخوا د حسن نصرالله وژنې ته په اشارې وویل: "له هغه پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده."
بلېنکن د اسلامي دولت یا داعش پر ضد د هېوادونو د ایتلاف په پرانیستونکې غونډه کې حسن نصرالله یو "بې رحمه ترهګر" وباله چې د ډېرو امریکایانو، اسراییلیانو او په لبنان او سوریه کې یې د ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې حسن نصرالله د حزبالله د مشرتابه په لړ کې ټوله سیمه وبېروله او د یوه بشپړ هېواد په توګه یې د لبنان د حرکت مخه ونیوله.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر زیاته کړه: "د اسراییل او د لبنان د حزبالله ترمنځ په جګړه کې له وروستي شدت سره سره، متحد ایالتونه لا هم باور لري چې ډیپلوماسي د سیمې لپاره تر ټولو غوره لاره ده."
هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت لپاره هڅو ته ژمن دی.