نړۍ
بایډن: امریکا په بیروت کې د حزبالله پر مرکز د اسراییلو له بریده خبر نه درلود
د امریکا ولسمشر ویلي، متحدهایالات په بیروت کې د حزبالله د قوماندې پر مرکز د اسراییلو له برید خبر نه درلود او په دې حمله کې کوم رول نه لري.
بایډن زیاته کړې چې په بیروت د اسراییلو د دغه برید په اړه ډېرو جزییاتو ته اړتیا لري.
تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي چې دوی ته د یاد برید په اړه خبرداری نه و ورکړل شوی او د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن هغه وخت له خپل اسراییلي سیال سره خبرې کولې چې دا برید روان و.
د اسراییلو پوځ ویلي چې په بیروت کې یې د حزبالله د قوماندې مرکز هدف ګرځولی دی.
د راپورونو له مخې، لږ تر لږه څلور ودانۍ د بیروت په ضاحیه سیمه کې بشپړې نړېدلي دي.
د شپې تر ناوخته د دوو کسانو د وژل کېدو او د ۷۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.
اسراییلي رسنیو ویلي چې د دغه برید هدف د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله و.
د امریکا عدلیې وزارت د ایران د سپاه پاسداران په درېیو غړو جنايي تورونه لګولي
د امریکا عدلیې وزارت د سپټمبر په ۲۷مه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په درېیو غړو جنايي تورونه لګولي.
لامل یې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین د هک کولو او د نومبر د پنځمې نېټې د انتخاباتو د ګډوډولو هڅې یادې شوي دي.
دا تورونه د ولسمشر جو بایډن د ادارې هغه وروستي اقدامات دي چې غواړي د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ او د هغه د ډیموکراتیک سیالې کامالا هاریس تر منځ د نومبر میاشتې راروانې ولسمشرۍ ټاکنې د بهرنیو لاسوهنو له ګواښه خوندي کړي.
د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران پر اوو غړو یې بندیزونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو او جنایي تورونو سره مخامخ اشخاصو په اړه جزییات نه دي رسنیز شوي.
د خیبر پښتونخوا د دو قومونو ترمنځ شخړو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۷ ته رسېدلی
د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمې ولسوالۍ کې د دو قومونو ترمنځ شخړو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۷ ته رسېدلی دی.
په دغو خونړیو شخړو کې چې د دوو سني او شیعه قبیلو ترمنځ پیل شوې او نن یې پرلهپسې شپږمه ورځ ده، له ۱۵۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د فرانسپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، په کرمه کې یوه چارواکي په دې شرط چې نوم یې خپور نهشي دې آژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ په لسو ځایونو کې سختې نښتې دوام لري چې پهکې له درنو وسلو هم کار اخیستل کېږي.
د دغه چارواکي په خبره، د یوه اوربند لپاره د امنیتي چارواکو او نورو قومونو هڅو تراوسه نتیجه نهده ورکړې.
دغه چارواکي په روانو نښتو کې د ۳۷ کسانو د وژل کېدو او ۱۵۳ نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.
په پېښورکې یوه بل چارواکي چې د هغه نوم هم پټ ساتل شوي، ویلي چې په روانو شخړو کې ۲۸ کورونه ویجاړ شوي دي.
د چارواکو په وینا، شخړې د ځمکې پر سر پیل شوي چې اوس یې فرقهیي بڼه خپله کړې ده.
تر دې مخکې د روان کال په جولای میاشت کې د دغو قومونو ترمنځ نښتو کې ۳۵ کسان وژل شوي وو چې وروسته دواړو خواوو د یوې جرګې په منځګړیتوب سوله وکړه.
د اوکراین پر ایزمیل د روسیې بریدونه؛ درې کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي
اوکرایني چارواکي د داریوب بندر پر ایزمیل د روسیې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو په پراخو بریدونو کې د درې کسانو د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبرورکوي.
د ادیسه د سیمې والي اولې کیپرپر ټیلیګرام چینل د دغې مرګژوبلې خبرورکړی او ویلي یې دي چې په ټپیانو کې یو یې ماشوم دی.
ایزمیل چې د ناټو د غړې رومانیا پولې ته څېرمه پروت او د اوکراین د غلو د صادراتو یو مهم مرکز ګڼل کېږي، په ځلونو د روسیې په بریدونو کې په نښه شوی دی.
ایزمیل ته نژدې د رومانیا د تولسیا د سیمې چارواکو خلکو ته په یوه خبرداري کې ویلي چې بې پیلوټه الوتکې پولې ته نژدې لیدل شوي دي.
د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو همدارنګه د خیرسون، میکولاییف او سمي په سیمو کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو په وړاندې خلکو ته خبرداری ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه مرکز کې چاودنې لږ تر لږه ۱۵ پولیس ټپیان کړي
په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو په یوه مرکز کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس ټپیان شوي دي.
د پولیسو یوه افسر د ټیلیفون له لارې ازادي رادیو ته وویل چې چاودنه پرون ماښام د سپټمبر په ۲۶ مه د خیبر پښتونخوا د صوابۍ د پولیسو په سلاکوټ کې شوې ده.
یوه بل افسر، چې د پیښې په ځای کې حاضر و، وویل چې د ټپیانو شمیر ممکن تر ۳۰ پورې لوړ وي.
تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د ۲۰۲۳م کال په اپرېل میاشت کې د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په دفتر کې په دوو چاودنو کې ۱۷ تنه وژل شوي وو.
بایډن: روسیه به د اوکراین پر ضد په خپل یرغل کې بریالۍ نه شي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون پنجشنبې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وکتل.
په دې کتنه کې بایډن یو وار بیا ټینګار وکړ چې روسیه به د اوکراین پر ضد په خپل یرغل کې بریالۍ نه شي.
ده زیلینسکي ته وویل چې امریکا به په هر پړاو کې د اوکراین ترڅنګ وي.
له زیلینسکي سره تر کتنې لږ مخکې بایډن په جګړه کې د اوکراین د بري لپاره دغه هیواد ته نژدې ۸ میلیارد ډالره نوره پوځي مرسته اعلان کړه.
زیلینسکي له بایډن سره په کتنه کې وویل چې د امریکا د مرستو او ملاتړ منندوی دی.
امریکا د "شهرام پورصفی" د نیولو یا محکومېدلو لپاره تر ۲۰ میلیون ډالرو پورې جایزه اعلان کړې
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د هغو معلوماتو په بدل کې چې د ایران د سپاه پاسداران د غړي شهرام پورصفی د نیولو یا محکومېدلو سبب شي، تر ۲۰ میلیون ډالرو پورې جایزه وړاندیز کړې ده.
د سپاه پاسداران غړی شهرام پورصفی دوه کاله وړاندې د امریکا د عدلیې وزارت لهخوا په دې تورن شو چې د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو لپاره یې یوه اُجرتي قاتل ته ۳۰۰زره ډالر ورکړي وو.
د ۲۰۲۳م کال په جون کې هم، د متحدو ایالتونو حکومت د سپاه پاسداران د بهرنیو استخباراتو پر مشر او یو شمېر نورو غړیو، چې شهرام پورصفی هم پهکې شامل وو، بندیزونه اعلان کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغه بیان سره سم، چې پرون پنجشنبې یې خپور کړ، ویل شوي چې شهرام پورصفی په متحدو ایالتونو کې د ۲۰۲۱ له اکټوبر څخه تر ۲۰۲۲م تر اپرېل پورې هڅه کړې چې د جان بولټن د وژلو لپاره په ۳۰۰زره ډالره کسان وګوماري.
پولنډ کې د اوکراین او بېلاروس دوه وګړي روسیې ته د جاسوسۍ په تور په بند محکوم شوي
د پولنډ یوې محکمې یو د اوکراین او بل د بېلاروس وګړي روسیې ته د جاسوسۍ په تور په بند محکوم کړل.
د پولنډ دولتي خبري اژانس پاپ پرون پنجشنبه په یوه راپور کې ویلي، دا دوه کسان بېلاروس، اوکراین او روسیې د هغو ۱۶ وګړو په ډله کې وو چې د پولنډ د داخلي امنیت د ادارې لهخوا نیول شوي وو.
دوی د یوې جاسوسۍ شبکې په اړه د تحقیقاتو په لړ کې نیول شوي وو چې په ماموریتونو کې یې اوکراین ته د پوځي تجهیزاتو د لېږد په اړه د اطلاعاتو راټول شامل وو.
وارسا وايي، د کییف د ملاتړ لپاره په خپل رول کې یې د روسیې د جاسوسۍ او سبوتاژ کلیدي هدف په نښه کړ.
د اوکراین ۲۳ کلن وګړی چې ماکسیم ال معرفي شوی په شپږکاله بند او د څه کم ۴۰۰۰ ډالره جریمې په ورکړه محکوم شو او د بېلاروس د اولادزیسلاو پي په نوم وګړی په لس میاشتني بند او څه باندې ۲۶۰۰ ډالره جریمې محکوم شوی دی.
د سوډان په پلازمېنه کې تازه نښتې شوي
پرون هم د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د تازه نښتو راپورونه ورکړل شول.
د اسوشېټېډ پرېس اژانس د خبر له مخې، د سوډان پوځ د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم له ملېشهوو د خرطوم د شاوخوا سیمو د نیولو لپاره پرون خپل پوځي عملیات وکړل.
د سوډان رسنیو د خرطوم په مربوطاتو او امدورمان ښار کې د پوځي تحرکاتو او هوايي حملو د زیاتېدو راپورونه ورکړي دي.
د پوځ یوه ویاند د پوځي عملیاتو خبرونه تایید کړل، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې د سوډان روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د کولرا وبا له کبله د مړو شمېر په وروستیو دوو ورځو کې نږدې سلو ته زیات شوی دی.