نړۍ
زیلینسکي: سږکال به په اوکراین کې انتخابات وشي، که مارشلا ختمه شي
د اوکراین ولسمشر وایي، په هیواد کې یې سږکال دا ممکنه ده چې د ولسمشرۍ او پارلمان انتخابات ترسره شي، خو شرط دا دی چې له روسیې سره د خبرو له لارې د جګړې هغه سخته مرحله تیره شي.
ولودمیر زیلینسکي د اوکراین له تلویزیون سره په مرکه چې تیره شپه خپره شوه، زیاته کړه چې کله موږ امنیتي تضمینونه ترلاسه کړل او په اوکراین کې مو د مارشلا د لرې کیدو فکر وکړ، بیا پارلمان د انتخاباتو نیټه ټاکلی شي.
د زیلینسکي د ولسمشرۍ پنځه کلنه دوره د دوه زره څلرویشتم کال د مې په میاشت کې پای ته رسیدلې، خو پر اوکراین د روسیې د غیر موجه برید له امله د دغه هیواد انتخابات ځنډیدلي دي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر راتلونکې اونۍ جنوبي کوریا ته سفر کوي
د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت نن خبر ورکړ چې د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین راتلونکې اونۍ سیول ته سفر کوي.
جنوبي کوریا د واشنګتن یو مهم امنیتي متحد دی، خو دغه هیواد د ډسمبر له دریمې راپه دې خوا، چې ولسمشر یون سوک یول پوځي حکومت اعلان کړ، له کړکیچ سره مخامخ شوی دی.
واشنګتن تر دې اعلان وروسته ویلي و چې له جنوبي کوریا سره به د ډیموکراسۍ د حفاظت په تړاو خبرې وکړي.
د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، ښاغلی بلینکین به د دوشنبې په ورځ له خپل کوریایي سیال چو تای یول سره وګوري.
په بیان کې وړاندې راغلې دي چې د دې لیدنې کتنې پرمهال به د جنوبي کوریا او متحد ایالتونو پر اړیکو، د جنوبي کوریا، متحد ایالتونو او جاپان پر همکاریو، د شمالي کوریا پر مسالې او پر یوشمیر نورو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وشي.
د جرمني د بهرنیوچارو وزیره او فرانسوی ساری یې نن سوریې ته ځي
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت نن (د مرغومي ۱۴مه) وویل چې د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک د اروپايي ټولنې په استازیتوب نن له خپل فرانسوي سیال سره په یو ورځني سفر سوریې ته ځي او هلته به د سوریې له نوي مشر احمد الشرع سره وګوري.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د اغلې بیربوک له قوله راغلې دي چې نوموړې وايي، دا سفر د اروپایي ټولنې او سوریې ترمنځ د نوې سیاسي پیلامې پيغام دی.
بیربوک او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو د اروپایي ټولنې لومړني جګپوړي دیپلوماتان دي چې د ډسمبر له اتمې وروسته، چې دمشق د هیات التحریر الشام ډلې په مشرۍ وسله والو ونیو او بشار الاسد له دیارلس کلنې کورنۍ جګړې وروسته روسیې ته وتښتید، سفر کوي.
ایران: د قاسم سلیماني د وژل کېدو د پنځم کال په مناسبت لاریونونه وشول
پرون د ایران په عمده ښارونو کې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د قوماندان د وژل کېدو د پنځم کال پوره کېدو په مناسبت لاریونونه وشول.
جنرال قاسم سلیماني د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ میاشتې پر درېیمه د عراق پلازمېنې بغداد ته نږدې د امریکا د متحدو ایالتونو د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.
په تهران کې پرون لاریونوالو چې د سلیماني عکسونه یې له ځانونو سره لېږدول، مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیل شعارونه ورکول.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې د امام خمیني جامع جومات په انګړ کې راټولو شویو لاریونوالو ته وویل، د دښمن هغه طرحې به شنډوي، چې هدف یې د مسلمانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهل دي.
دغه ډول لاریونونه د سلماني د زېږېدو د ټاټوبي کرمان په ګډون د ایران په نورو ښارونو کې هم وشول.
ناروې: په ۲۰۲۴م کال کې د برېښنايي موټرو پېرودل زیات و
یو نوی راپور وايي، په ناروې کې د ۲۰۲۴م کال پر مهال د نویو پلورل شویو موټرو ۸۹ فیصده یې برېښنايي موټر وو.
دغه راپور چې پرون خپور شو وايي، چې ناروې خپل هغه هدف ته نږدې شوی، چې له مخې یې غوښتل په ۲۰۲۵م کال کې دغه هېواد کې یوازې برېښنايي موټر وپلورل شي.
د ناروې د ټرانسپورټ فډراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ۲۰۲۵م کال لپاره ټاکل شوي هدف ته د رسېدو لپاره یوازې ۱۰ فیصده شاته یو.
د اعلامیې له مخې په ۲۰۲۴م کال کې د ۱۲۸زره ۶۹۱ نویو پلورل شویو موټرو له جملې ۱۱۴زره ۴۰۰ یې برېښنايي موټر وو.
د سوریې د باندنیو چارو وزیر: تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي
د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په سوریه کې د ایران حضور او نفوذ د دې هېواد د خلکو لپاره پاروونکی او یوازې د بشار اسد د حکومت د بقا لپاره و.
هغه ټینګار کړی چې تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي ترڅو د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ټینګې شي.
اسعد حسن الشیبانی د الجزیرې له تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې، چې د چهارشنبې په ورځ د جدی ۱۲ خپره شوه، وویل: "ایران باید د سوریې په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي."
ده زیاته کړه چې ایران د سیمې یو هیواد دی او دوی په اوس وخت کې له ایران سره د اړیکو د پرې کولو غوښتونکي نه دي. خو غواړي چې ایران د سوریې او د دې هیواد د خلکو په اړه پر خپلو دریځونو او محاسبو بیاکتنه وکړي.
ښاغلي شیباني همداراز وویل:
"که موږ په راتلونکي کې له ایران څخه مثبت پیغامونه ترلاسه کړو چې له اصولو سره سم وي، او زموږ خلک هم احساس وکړي چې ایران نور زموږ په کورنیو چارو کې مداخله یا نفوذ نه کوي، نو موږ به هم متقابل چلند غوره کړو."
د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر تېره اونۍ هم ایران ته ویلي و چې په سوریه کې د ګډوډۍ د تخمونو له کرلو څخه ډډه وکړي.
د اسرائیل پوځ: سوریه کې مو د میزاییلو جوړولو یوه فابریکه ویجاړه کړې
د اسرائیل پوځ پرون پنج شنبه تایید کړه، چې لسګونه پوځیان یې په سپټمبر میاشت کې سوریې ته داخل شوي وو، چې د میزاییلو د جوړولو یوه فابریکه ویجاړه کړي.
د اسرائیل د پوځ په وینا، دغه فابریکه تر ځمکې لاندې جوړه شوې وه، چې ایران تمویلوله.
دغه پوځ چې په سوریه کې دننه د خپلو تحرکاتو او پوځي عملیاتو په اړه لږې څرګندونې کوي، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سپټمبر د اتمې په حمله کې د اسرائیل د کومانډو سلو سرتېرو برخه درلوده.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د مدیترانې سمندرګي ساحل ته نږدې په مصیاف کې دغه فابریکه ویجاړه کړل شوه.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ هغه وخت په دې حمله کې د ۲۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
په لاس ویګاس کې د ټرمپ د هوټل مخې ته چاودنه، یو تن وژل شوی دی
د امریکا په لاس ویګاس کې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ اړوند د یوه هوټل مخې ته د ټسلا کمپنۍ د یوه موټر چاودنې یو تن وژلی او ۷ نور یې ژوبل کړي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د لاس ویګاس پولیسو خبریالانو ته ویلي، دغه برښنایي موټر د چاودنې پر مهال د هوټل دروازې ښیښه یي دروازې ته نژدې و.
پیښه پرون چهارشنبه شوې ده، خو تراوسه کره معلومه نه ده چې چاودنه د تخنیکي ستونزې له کبله شوې او که ترهګریزه پیښه وه.
د ټیسلا کمپنۍ مشر ایلان ماسک پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې چاودنه ممکن موټر کې د ځای پر ځای شوي بم یا هم د اورلوبې له کبله رامنځته شوې وي.
هغه ویلي، چاودنه دغه اجاره شوي موټر کې دننه د کومې ستونزې له کبله نه ده شوې.
په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې په حیرانونکي توګه زیاتې شوې دي
په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغیو د پېښو په اړه تازه خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې په دې هېواد کې کې د پولیو پېښو کې ډرماتیک زیاتوالی راغلی دی . د وروستیو شمېرو له مخې،تېر کال پاکستان کې ۶۸ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې.
په تېر میلادي کال کې یاده ناروغي د پاکستان هغو سیمو ته هم خپره شوې چې مخکې د پولیو څخه خوندي ګڼل کېدې. په پلازمېنه اسلاماباد کې له لسو کلونو وروسته د پولیو یوه پېښه ثبت شوه، او په پنجاب ایالت کې درې کاله وروسته یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته شو.
جرمني خبري اژانس په پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو ادارې د یو چارواکي انورالحق له خولې ویلي"دا وضیعت اندیښمنونکی دی او موږ باید په ۲۰۲۵ کال کې د دې لپاره یو حل پیدا کړو."
پولیو یا ګوزڼ چې تر ډیره یې قربانیان ماشومان وي له پاکستان او افغانستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځه تللې . جګړې او وسلهوالې شخړې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو د هڅو په وړاندې لوی خنډونه ګڼل کېږي.
که څه هم په پاکستان کې د واکسین کمپاینونه په دوامداره توګه ترسره کېږي، خو د القاعده او طالبانو اړوند وسلهوالې ډلې دا هڅې په نښه کوي او ځینې افراطي اسلامپالي د پولیو پر ضد واکسین د لویدیز دسیسه ګڼي.
امریکا کې یوه کس پر خلکو موټر خيژولی، لس کسان یې وژلي دي
د چارشنبې په ورځ یو موټر د امریکا په نیو اورلینز ښار کې د خلګو په ګڼې ګوڼې ورغلی چې په ترڅ کې یې لس کسان وژل شوي او 30 تنه نور ټپیان دي.
دا خبره ددې ښار د بیړنیو پېښو په وړاندې د غبرګون ادارې کړې ده.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د نیو اورلینز د پولیسو له قوله ویلي چې خلکو ته ویل شوي څو د پېښې له سیمې ځانونه لرې وساتي.
تر اوسه پورې د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
نیو اورلینز د امریکا متحده ایالاتو د لویزیانا ایالت یو مشهور ښار دی.
دا ښار د خپلو کلتوري ځانګړتیاوو، موسیقۍ، جشنونو او تاریخي ودانیو له امله شهرت لري.