نړۍ
د اسراييل دفاع وزير: ښايي له حزبالله ډلې سره يوه پراخه جګړه په نژدې کېدو وي
د اسرايیل حکومت پرون دوشنبه ویلي، د اسرايیل او د لبنان د شیعه ډلې حزبالله ترمنځ ښايي یوه بالقوه پراخه جګړه په نژدې کېدو وي.
د اسرايیل دفاع وزیر یواف ګالانت د امریکا د متحدهایالتونو له منځګړي اموس هوخشټاین سره په کتنه کې ویلي، د یوې احتمالي موافقې لپاره وخت ځکه له لاسه په وتلو دی، چې حزبالله ډلې د فلسطینیانو له افراطي ډلې حماس سره ځان نژدې کړی دی او د شخړې له ختمولو یې ډډه کړې ده.
د امریکا متحدهایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
ګالانت په خپلو خبرو کې ویلي، یوازنۍ لار دا پاتې ده، چې د اسراييل په شمال کې خپلو کورونو د بېځایه شویو کسانو بېرته ستنېدل یقیني شي، چې دا کار یوازې په پوځي اقدام کېدای شي.
تر دې مخکې د اسرايیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هوخشټاین ته ویلي وو، تر هغو چې د اسرايیل په شمال کې امنیتي وضعیت ښه شوی نه وي، دا امکان نهلري، چې د اسرايیل بېځایه شوي کسان خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي.
۱۱ میاشتې مخکې په غزه کې د اسرايیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل وروسته تقریباً هره ورځ د اسرايیل د پوځ او حزبالله ترمنځ د پولې په اوږدو کې پوځي نښتې کېږي.
ټاکل شوې انتوني بلېنکن مصر ته لاړ شي او غزه کې د اوربند پر ټينګښت خبرې وکړي
په پام کې ده د امریکا د متحدهایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن سهشنبه مصر ته لاړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، بلېنکن به له مصري چارواکو سره په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره د یوې موافقې پر هڅو خبرې وکړي.
دا سفر داسې وخت کېږي، چې فلسطیني چارواکي وايي، پرون هم پر غزې تړانګه د اسرايیل په هوايي حملو کې د پنځو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان ووژل شول.
د امریکا د متحدهایالتونو او مصر تر څنګ قطر هم له میاشتو راهیسې په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو د خلاصون لپاره پر یوه موافقه د سلا کېدو د هڅو منځګړیتوب کوي.
د بېسرحده ډاکټرانو ټولنې روسيه کې خپل فعاليت ځنډولی
د بېسرحده ډاکټرانو ټولنې يا MSF په روسیه کې خپل فعالیت وځنډاوه.
دې ټولنې چې مرکز یې په سویس کې دی، پرون (د سپټمبر ۱۶مه) په یوه بیان کې وویل، په روسیه کې خپل فعالیت په ډېرې خواشینۍ سره پای ته رسوي.
د MSF د روسیې د څانګې مشر ویلي چې، د دوی فعالیت د خپلواکۍ، بې پرې توب او اخلاقو پر اصولو ولاړ دی او خلکو ته د هغوی د اړتیاو پر اساس خدمات وړاندې کوي.
ايمايسايف له ۱۹۹۲ کال راهیسې په روسیه کې فعالیت کاوه، خو دا ټولنه وايي په تېره اګست میاشت کې د عدلیې وزارت لهخوا په یوه مکتوب کې ورته وویل شول چې د دې مؤسسې نوم د غیرحکومتي ادارو له نوملړ څخه ایستل شوی دی.
مسعود پزشکيان: ايران د جولای مياشتې راهيسې روسيې ته هيڅ راز وسلې نهدي ورکړي
د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، له هغه راهیسې چې ده د جولای میاشتې په پای کې د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، روسیې ته هيڅ راز وسلې نهدي ورکړل شوي.
د ښاغلي پزشکیان له خبرو داسې ښکارېده چې غواړي له متحدهایالتونو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو ور پرانیستی پرېږدي.
خو ۶۹ کلن پزشکیان چې ځینې څارونکي د نسبتا معتدل ولسمشر په سترګه ورته ګوري، په عین حال کې د ایران پر دولتي ټلوېزیون د خبرو پرمهال د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه د تهران پر پخواني سختدریځ ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، هېواد به یې د دې پروګرام د محدودولو په هدف د لوېدیځ له بندیزونو سره سره لهدې پروګرام څخه هيڅکله په شا نهشي.
پزشکیان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې، په ایران کې دننه او د سیمې په کچه د منځني ختیځ حالات خورا ډېر کړکېچن دي.
جرمني له منځنۍ اسيا څخه دغه هېواد ته د مسلکي کارګرانو د تګ تړون لاسليک کړ
د جرمني صدراعظم له ازبکستان سره یو تړون لاسلیک کړ، چې لهمخې به یې د جرمني د اقتصادي ملاتړ لپاره د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه جرمني ته د مسلکي کارګرانو د تګ او له جرمني د ځینو کډوالو د ایستلو زمینه برابره شي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره په سرقند کې له کتنې وروسته ویلي، دوی د جرمني د اقتصادي ودې لپاره د خورا با استعداده کارګرانو مهاجرت ته اړتیا لري.
شولڅ د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، دواړو هېوادونو د هغو کسانو په باب پر ساده او بې طرازلعملو چلندونو موافقه کړې، چې باید د هغوی اصلي هېوادونو ته ستانه کړای شي.
هغه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ور نهکړ چې ایا له ازبکستان سره تړون د هغو افغانانو له شړلو سره ارتباط لري که نه، چې په جرمونو تورن دي؟
جرمني د اګست میاشتې پر ۳۰مه په جرمنو د تورنو افغان کډوالو د اخراج لړۍ بیا پیل کړه او د لومړي ځل لپاره یې ۲۸ افغان کډوال چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، کابل ته ستانه کړل.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر، چې له شولڅ سره ملګرې وه او په سمرقند کې یې تړون لاسلیک کړ، ویلي چې افغانستان ته د نورو الوتنو په پلان بوخته ده، څو هغه افغانان چې په جدي جرمونو تورن دي، بېرته افغانستان ته اخراج کړي.
د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې د پوليسو پر موټر د چاودنې مسووليت داعش ډلې ومانه
د اسلامي دولت افراطي ډلې یا داعش نن د هغې بمي حملې مسوولیت ومانه چې، په نتیجه کې یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دوه پولیس چارواکي وژل شوي دي.
تېره شنبه د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته نږدې په کچلاغ کې د پولیسو پر یوه موټر د منفجره وسیلې په چاودنه کې د پولیسو دوه چارواکي ووژل شول.
پاکستاني چارواکي وايي، په حمله کې دوه نور افسران ټپیان شوي دي.
شنونکي وايي، په بلوچستان کې چې په تېلو او ګازو غني ایالت دی، د اسلامي دولت ډلې او هغو بېلتونپالو ترمنځ چې له کلونو پر امنیتي ځواکونو او ملکیانو حملې کوي، همغږي زیاته شوې ده.
د فدرالي څېړنو اداره: ډونالډټرمپ د ترور له يوې هڅې روغ وتلی
د امریکا د فدرالي څېړنو اداره وایي، مخکېنی ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې هڅې روغ وتلی دی.
رویټرز خبري اژانس د دغې ادارې په حواله لیکلي، د نوموړي د ترور دغه هڅه پرون د سپتمبر په پنځلسمه په فلوریدا کې د ټرمپ د ګلف کورس نه بهر شوې ده.
که څه هم خبر کې د ټرمپ د وژلو د هڅې نور جزیات نهشته، خو رویټرز د پولیسو د سرچینو په حواله ویلي چې، له کورسه بهر ډزې شوې دي.
د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مسوولينو هم ویلي، نوموړی هغه ته نژدې له شویو ډزو روغ وتلی، خو جزیات یې نهدي ورکړي.
سيانان ټلوېزیون د فلوریدا د ځایي چارواکو په حواله ویلي، مشکوک برید کوونکی نیول شوی دی.
د تېرې جولای میاشتې په نیمایي کې پر ښاغلي ټرمپ په پنسلوانیا کې د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال ډزې وشوې، چې پایله کې يې د هغه غوږ ټپي شو.
اسراييل پوځ تېر ډسمبر غزه کې د يو هوايي بريد پر مهال د درې برمته شويو وژل کېدل تأييد کړل
د اسراییل پوځ تایید کړې چې، په غزه باندې تېر ډسمبر د دوی په یوه هوایي حمله کې په ډېر احتمال درې تنه اسراییلي یرغمل وژل شوي دي.
د اسراییلو د پوځ استخباراتو د درې وژل شویو یرغملو په اړه د خپلو لس میاشتنیو څېړنو پایلې خپرې کړې.
نیک بایرز، رون شرمن او الیا تولدانو هغه دری اسرایلیان دي چې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي.
د اسراییل پوځ ویلي په غزه کې یې د حماس د پوځي ډلې د یوه مشر احمد غندور د وژنې په هدف هوايي برید کړی وو، خو د درې یرغملو اسرایلیانو له ځایه نه وو خبر.
له يمن څخه پر اسراييل د يو راکټ د ويشتل کېدو خبر ورکړل شوی
د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې، له یمن څخه د اسراییل په لور یو له ځمکې څخه ځمکه ویشتونکی راکټ ویشتل شوی او پر یوه نااستوګنه سیمه لګېدلی دی.
د اسراییل پوځ نن یکشنبې وویل، د دې برید له کبله د سر او مال هیڅ راز زیان نهدی پېښ شوی.
څو شیبې مخکې لهدې چې توغندی ولګېږي په تلابیب او ټول اسراییل کې د خطر زنګونه ووهل شول.
د یمن حوثي یاغیانو د روان کال په جولای میاشت کې د یوې بېپيلوټه الوتکې په وسیله پر تلابیب برید وکړ چې، یو کس یې وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل.
دغه برید اسراییل وهڅاوه چې د یمن د حدیده بندر ته نژدې د حوثي یاغیانو پر هدفونو لوی هوایي برید وکړي، چې لږ تر لږه درې کسان یې ووژل او ۸۷ نور یې ټپیان کړل.
د اسرايیل دفاع وزارت دا هم ویلي چې، نن له لبنان څخه اسراییل ته ۴۰ توغندي وویشتل شول، چې د هوایي دفاع سیسټم لهخوا شنډ شول او یا هم پر نااستوګنو سیمو ولګېدل.
د بشري حقونو د څار ادارې د منځنۍ اسيا په يوشمېر هېوادونو کې د بشري حقونو پياوړي کېدل غوښتي
د بشري حقونو د څار ادارې "HRW" د جرمني له صدراعظم اولف شولڅ څخه وغوښتل چې، د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له ولسمشرانو سره په کتنه کې په خپلو هېوادونو کې بشري حقونه دود او پیاوړي کړي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور لهمخې، شولڅ به پهدې اوونۍ کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له ولسمشرانو سره په ناسته کې برخه واخلي.
اولاف شولڅ به نن یکشنبې په درې ورځني سفر ازبکستان ته روان شي.
هغه به سبا، دوشنبې او بل سبا، سهشنبې، په قزاقستان کې د منځنۍ اسیا د فارمټ په دوهمه غونډه کې ګډون وکړي.
د دغه کنفرانس لومړۍ غونډه تېر کال په برلین کې جوړه شوې وه.
د بشری حقونو د څار سازمان وایي، د جرمني حکومت په دغو هېوادونو کې د بشري حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته له هغو سره نژدې اړیکې ټینګولی نهشي.
شولڅ به د خپل سفر په لومړي ټپال کې په تاشکند کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره وګوري او له ازبکستان څخه جرمني ته به د ماهرو کارګرو د انتقال په اړه یوه موافقه لاسلیک کړي.
نوموړی به راتلونکې اوونۍ د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان له مشرانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي.