د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

نړۍ

اسراییلو پر دمشق او حومص ته نژدې پر یوه پوځي سیمه هوایي بریدونه پيل کړي

یوه اسراییلۍ جېټ الوتکه د بمبار پر مهال
یوه اسراییلۍ جېټ الوتکه د بمبار پر مهال

اسراییل نن پنجشنبه د سوریې پر پلازمېنه دمشق او لوېدیځ ښار حومص ته نژدې پر یوه پوځي سیمه هوایي بریدونه پيل کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، دغه بریدونه داسې مهال پیل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د منځني ختیځ د شخړو د هواري د هڅو په موخه دغې سیمې ته تللی دی.

د سوریې د دفاع وزارت ویلي چې د اسراییلي الوتکو په نننیو بریدونو کې لږ تر لږه یو سوریایي سرتېری وژل شوی او ۷ کسان ټپيان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، اسراییل په اسانه په سوریه کې د خپلو عملیاتو په اړه تبصره نه کوي.

اسراییلي پوځ په سوریه کې وخت نا وخت د ایران له ملاتړه برخمنو وسله‌والو باندې بریدونه کوي.

پر دمشق سربېره، اسراییلي پوځیان دا مهال د لبنان په پلازمېنه بیروت او جنوبي سیمو او دغه راز غزې تړانګه کې هم په جګړه بوخت دي او ورځ تر بلې د دغو جګړو د پراخېدو وېره شته.

ترکیې په عراق او سوریه کې پر کردي ملېشو هوایي بریدونه کړي

د ترکیې یوه پوځي الوتکه
د ترکیې یوه پوځي الوتکه

ترکیې پرون چهارشنبه په انقره کې د فضایي- دفاعي صنعت پر یوه شرکت له خونړي برید وروسته په عراق او سوریه کې پر کردي ملېشو هوایي بریدونه کړي دي.

د انقرې په پروني برید کې چې د دوو وسله‌والو له‌خوا وشو، لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول.

د لوېدیځو اژانسونو په وینا، د ترکیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عراق او سوریې په شمال کې یې د هوایي بریدونو پایله کې "د ترهګرو ډلو" ۳۲ مرکزونه ویجاړ کړي او زیات شمېر دغه وسله‌وال یې له منځه وړي دي.

د انقرې د پرونې برید مسوولیت لا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو ترکیه دا برید د کردانو د کارګر ګوند یا پي‌کې‌کې کار بولي.

ترکیه او لوېدیځ متحدان یې پي‌کې‌کې د ترهګرو په توګه پېژني.

امریکایي چارواکي: شمالي کوریا ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته لېږلي او د روزنې په حال کې دي

د شمالي کوریا سرتېري د تمریناتو په حال کې لیدل کېږي.
د شمالي کوریا سرتېري د تمریناتو په حال کې لیدل کېږي.

امریکایي چارواکي وایي چې شمالي کوریا خپل درې زره سرتېري روسیې ته لېږلي او په بېلابېلو مرکزونو کې د روزنې په حال کې دي.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د امریکایي چارواکو په حواله ویلي، که د شمالي کوریا دغه سرتېري له روسیې څخه د اوکراین جګړې ته ولاړ شي، عواقب به ولري.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټڼ پرون له روم څخه د کتنې پر مهال وویل، دا مسکو ته د وسلو له ورکړې وروسته د پيونګ یانګ بل ګام دی چې اخیستی یې دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، دوی باور لري چې شمالي کوریا د بېړیو له لارې د روسیې بندري ښار ولادیفوستوک ښار ته لږترلږه ۳۰۰۰ سرتېري استولي دي.

کربي ویلي، دوی نه پوهېږي چې دغه سرتېري به اوکراین ته استول کېږي او که نه، خو په خبره یې، دا کار دوی ته د اندېښنې وړ دی.

د امریکا دفاع وزیر: روسیې ته د شمالي کوریا له لوري د پوځیانو د استولو په اړه شواهد شته

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن

د امریکا د دفاع وزیر وایي چې داسې شواهد شته چې شمالي کوریا روسیې ته پوځیان استولي دي.

لویډ اسټن پرون له روم څخه د کتنې پر مهال خبریالانو ته وویل چې روسیې ته د وسلو له ورکولو وروسته دا د پیونګ یانګ بل ګام دی چې اخیستی یې دی.

اسټن زیاته کړه چې څېړونکي لا هم وضعیت څاري، خو پیونګ یانګ به د دې نتیجې وګوري چې له روسیې سره مستقیماً مرستې کوي.

په خیبرپښتونخوا کې د دوو نرښځیانو د وژلو په تور درې مشکوک کسان نیول شوي

ارشیف: پاکستاني امنیتي ځواکونه
ارشیف: پاکستاني امنیتي ځواکونه

د پاکستان پولیسو ویلي، پرون یې د دوو نرښځیانو د وژلو په تور درې مشکوک کسان نیولي دي.

د خیبرپښتونخوا په مردان ښار کې چې نژدې پنځوس کیلومتره د پېښور په ختیځ کې پروت دی، د یکشنبې په ورځ دوه نرښځیان په خپل استوګنځي کې د چړو په ګوزارونو ووژل شول.

په پاکستان کې نرښځیان ډېر کله خلک یې ځوروي او بریدونه پرې کوي.

روسيې د کريميا په ټاپووزمه کې د اوکراين د ۱۴ بې پيلوټه الوتکو د رانسکورولو ادعا کړې

د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه
د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه

د روسيې د دفاع وزارت ادعا کړې چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سيستم د چهارشنبې په سهار د کريميا په ټاپووزمه کې د اوکراين ۱۴ بې پيلوټه الوتکې رانسکورې کړي دي.

دې وزارت په خپل ټیلیګرام ادعا کړې چې د کریمیا په تاپووزمه کې یې د اوکرایین څلور له لرې کنټرولیدونکې کښتۍ هم له منځه وړي دي.

په یوه جلا خبر کې د روسیې د روستوف سیمې والي ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستم په سیمه کې د اوکراین څلور بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

ورته وخت کې د اوکراین ځواکونو ویلي، په د بې پیلوتو الوتکو په برید کې یې د روسې د الکولو د پروسس درې فابریکې په نښه کړي دي.

پر اوکراین د روسیې څرګند پوځي تېری د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پیل شو او لا هم دوام لري.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۳م کال کې د جګړو له امله له وژل شویو لسو کسانو څخه څلور یې ښځې وې

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو انځور
په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو انځور

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، په ۲۰۲۳م کال کې د جګړو له امله له وژل شویو لسو کسانو څخه څلور یې ښځې وې.

دې ادارې پرون د عقرب لومړۍ نېټه یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې پر ښځو او نجونو د جګړې او جګړو اغېزې ډېرې شوې او په ۲۰۲۳م کال کې د جګړو د قربانیانو شمېر د ۲۰۲۲م کال پرتله دوه برابره شوی دی.

په دغه راپور کې په شخړو کې د ښځو او نجونو د وژل کېدو د ډېرېدو لامل د جګړې پر مهال د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو قوانینو ښکاره بې غوري بلل شوې ده.

د ښځو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو اداره دا هم وايي، چې په ۲۰۲۳م کال کې د سولې په بهیر کې یوازې ۹،۶ سلنه مرکچیانې ښځې وې، په داسې حال کې چې د دې ادارې په وینا، د سولې په بهیر کې د ښځو د ګډون په صورت کې د سولې هوکړه‌لیکونه باثباته او ښه عملي کېږي.

د بېلاروس پارلمان د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه اعلان کړه

د ۲۰۲۰م کال ټاکنو وروسته، په بېلاروس کې پراخ لاریونونه وشول چې په پایله کې زرګونه کسان بندیان شول او د اپوزیسیون یو شمېر غړي اړ شول چې له هېواد څخه وتښتي.
د ۲۰۲۰م کال ټاکنو وروسته، په بېلاروس کې پراخ لاریونونه وشول چې په پایله کې زرګونه کسان بندیان شول او د اپوزیسیون یو شمېر غړي اړ شول چې له هېواد څخه وتښتي.

ټاکل شوې د بېلاروس راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ په ۲۶مه ترسره شي.

دا نېټه نن چهارشنبه د اکټوبر ۲۳مه د دې هېواد د پارلمان له‌خوا اعلان شوه.

تر دې مخکې د ۲۰۲۰م کال د بېلاروس د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سره له دې چې د اپوزیسون او ډېرو لوېدیځو هېوادونو له‌خوا په کې د پراخو درغلیو ادعاوې شوې وې، د بېلاروس د اوږدي مودې واکمن الکساندر لوکاشینکو د بلې دورې لپاره بریالی بلل شوی و.

د ۲۰۲۰م کال ټاکنو وروسته، په بېلاروس کې پراخ لاریونونه وشول چې په پایله کې زرګونه کسان بندیان شول او د اپوزیسیون یو شمېر غړي اړ شول چې له هېواد څخه وتښتي.

د معترضانو پر ضد هغه مهال د حکومت د ځپونکیو اقداماتو په ترڅ کې د یو شمېر اعتراض کوونکو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي او د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د ځینو نیول شوو کسانو د شکنجې مستند شواهد هم موجود دي.

د لوکاشینکو حکومت پر اوکراین د روسیې د څرګند تېري ملاتړ کړی دی.

د امريکا استخبارات: روسيه، چين او ايران غواړي د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو بهير ګډوډ کړي

امريکا کې د ټاکنو له بهيره يو انځور
امريکا کې د ټاکنو له بهيره يو انځور

د امریکا استخباراتو خبرداری ورکړی چې، د روسیې، چین او ایران اجنټان غواړي د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د امریکایانو ترمنځ نقاق ته لمن ووهي.

دې چارواکو پرون په یوه ټليفوني خبري کنفرانس کې د خپلو نومونو د پټ ساتلو په شرط خبریالانو ته وویل، د دې دریو هېوادونو اجنټانو د امریکا له تېرو انتخاباتو څخه زده‌کړه کړې ده او ښه چمتووالی لري چې په راروانو انتخاباتو کې له هغو څخه ګټه پورته کړي.

د دوی په وینا ښايي دا اجنټان د فزیکي ګواښونو او تشدد هڅه وکړي او ډېر امکان شته چې د انتخاباتو په بهیر کې د ګډ وډۍ او ابهام د رامنځته کولو لپاره د ناسمو معلوماتو د خپرولو عملیات ترسره کړي.

روسیې، ایران او چین درې واړو د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنو تورونه رد کړي دي.

د اسراييل پوځ د حزب‌الله د احتمالي مشر هاشم صفي‌الدين د وژنې خبر ورکړی

هاشم صفي‌الدين
هاشم صفي‌الدين

د اسراییل پوځ د حزب‌الله د هغه جګپوړي چارواکي د وژلو خبر ورکوی چې، تمه کېده د دې ډلې راتلونکی مشر به وي.

د اسراییلو پوځ وايي، هاشم صفي‌الدین چې د حزب‌الله له مخکښو دیني عالمانو څخه و، د حس نصرالله پرځای چې په تېره سپټمبر میاشت کې ووژل شو، د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

حزب‌الله تر اوسه د صفي‌الدین وژل کېدل نه‌دي تایید کړي.

د اسراییل پوځ نن سهار د لبنان پلازمېنې بیروت ته نژدې یوه ودانۍ چې په وینا یې د حزب‌الله تاسیسات په‌کې وو په بشپړ ډول ویجاړه کړه.

دا هوايي برید وروسته له هغه وشو چې د اسراییل پوځ په سیمه کې د دوو ودانیو د تخلیې خبرداری ورکړ.

تر اوسه د دې برید د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

حزب‌الله د لبنان یوه سیاسي او پوځي ډله ده چې متحده‌ایالتونه یې د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

دا ډله د لبنان د جنوب پر ډېره برخه واکمنه ده او په پارلمان کې غړي هم لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG