د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

نړۍ

په ایران کې تر وخت مخکې ټاکنو پایلې ښایي نن اعلان شي

په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو له بهیره یو انځور
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو له بهیره یو انځور

په ایران کې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو نتیجې ښايي نن شنبه اعلان شي.

دغه ټاکنې د تېرې شپې تر ۱۲ بجو پورې تمدید شوې.

دغه ټاکنې د تېرو انتخاباتو د دوو مخکښو کاندیدانو، اصلاح غوښتونکي مسعود پزشکیان او د تندلاري سعید جلیلي ترمنځ وشوې.

په ایران کې چې د وګړو شمېر یې څه باندې ۸۵ ملیونو ته رسېږي، دغه ټاکنې د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د ځایناستي د ټاکلو لپاره وشوې.

د تېرې جمعې په ټاکنو کې یوه کاندید هم اکثریت رایې ونه ګټلې، ځکه ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.

د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول.

حماس تمه لري څو په غزه کې د جګړې د درېدو لپاره ژر له اسراییل ځواب ترلاسه کړي

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور
غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور

د حماس ډلې، چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي یو مخکښ مشر وايي، دوی تمه لري چې په غزه کې د جګړې د درېدو لپاره ژر له اسراییل ځواب ترلاسه کړي.

د حماس دغه چارواکي اسامه حمدان د فرانسې خبري اژانس ته پرون ویلي، ممکن دغه ځواب نن شنبه سهار دوی ته ورسېږي چې ورسره په غزه کې جګړه ودرول شي او د یرغمل شویو خلاصون ته زمینه برابره شي.

په همدې حال کې د اسراییل مرکچیان چې مشري یې د استخباراتي ادارې مشر ډېوېډ برنیا کوي، په دوحه کې له قطري منځګړو سره له خبرو وروسته پرون خپل هېواد ته روان شول.

د حماس ډلې لوړرتبه چارواکي اسامه حمدان ویلي، د حماس ډلې پوځي څانګه لا هم په ښه وضعیت کې ده او د اسراییلي ځواکونو په وړاندې د جګړې توان لري.

په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یرغمل کړل.

برازیل کې د سیلانیانو یو بس ټکر کړی؛ ۱۰ کسان مړه او ۴۲ نور ټپیان دي

ارشیف
ارشیف

په برازیل کې پرون ۱۰ کسان هغه وخت مړه او په لسګونو نور ټپیان شول چې د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې د سیلانیانو یو بس ټکر وکړ.

په ساو پاولو ایالت کې چارواکو ویلي چې دغه پېښه پر ځايي وخت پرون سهار شوې ده.

په ساو پاولو کې د عامه امنیت د منشي دفتر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په پېښه کې ۱۰ کسان مړه او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې د ۵ تنو روغتیايي وضعیت خراب دی.

د اسراییل د استخباراتو رییس قطر ته د اوربند او یرغملو د خلاصون په موخه سفر کوي

د اسراییل د استخباراتو د ادارې رییس ډیویډ بارني
د اسراییل د استخباراتو د ادارې رییس ډیویډ بارني

د اسراییل د استخباراتو د ادارې رییس ډیویډ بارني قطر ته ځي چې په غزه کې د اوربند او د یرغملو د خلاصون لپاره خبرې له سره پیل کړي.

دا خبره یوې باخبرې سرچینې د خپل هویت پټ ساتلو په شرط رویترز خبري آژانس ته کړې او ویلي یې دي چې ښایي خبرې نن ترسره شي.

دغې سرچینې ویلي چې بارني به د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره چې هڅه کوي چې اسراییل او حماس سره نژدې کړي، وګوري.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

په عین حال کې د لبنان حزب‌الله ویلي چې د دوی مشر سعید حسن نصرالله ، د حماس له جګپوړي چارواکي خلیل الحیه سره په کتنه کې د غزې تړانګې پر وروستي وضعیت او د یوه اوربند په اړه خبرې کړې دي.

حزب‌الله او اسراییل د تېر کال د اکټوبر له میاشتې راهیسې چې پر اسراییل د حماس له برید وروسته په غزه کې جګړه پیل شوې، په خپلو کې نښتې کړې دي.

د دوی دواړو ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره د دې ویره زیاته شوې چې ښایي په سیمه کې د جګړې لمن پراخه شي.

د خیبرپښتونخوا مردان کې چاودنه؛ درې کسان وژل شوي او اته نور ژوبل دي

د پاکستان نقشه کې د مردان موقعیت
د پاکستان نقشه کې د مردان موقعیت

د خیبرپښتونخوا ایالت د مردان ښار په جلاله پل سیمه کې نن په یوې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او د دوو پولیسو په ګډون اته کسان ژوبل شوي دي.

د مردان د پولیسو مشر ظهور افريدي ویلي چې له دغه پله سره له وړاندې چاودېدونکي مواد ځای پرځای شوي وو چې د پوليسو د یوه موټر د تېرېدو په وخت پرې چاودلي.

په ژوبل شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

ټپیان د درملنې لپاره د مردان روغتون ته انتقال شوي دي.

د مردان د پوليسو په وينا، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د دې پېښې مسولیت چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په پاکستان کې د تېلو د توزیع یو شمېر ټانکونه تړل شوي

په پاکستان کې د تېلو یو ټانک
په پاکستان کې د تېلو یو ټانک

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د تېلو پلورونکو د حکومت د مالیو لوړولو پر وړاندې د کاري اعتصاب غوښتنه وکړه، نن په ټول پاکستان کې د تېلو د توزیع یو شمېر ټانکونه تړل شوي دي.

حکومت د مالیو د لوړولو لپاره دغه نوی اقدام د دې لپاره کړی چې د مالي کسر د کمولو لپاره عواید زیات کړي.

د پاکستان حکومت د عوایدو د راټولولو دغه ستونزمن هدف د دې لپاره ټاکلی چې د پیسو د نړیوال صندوق یا آی‌ایم‌ایف (IMF) نوې مرسته ترلاسه کړي، خو هغه د خلکو له پراخې غصې سره مخامخ شوی.

د پاکستان د تېلو پلورونکو اتحادیې (PPDA) رییس عبدالسمیع خان رویټرز ته ویلي چې له اسلام آباد او راولپنډۍ پرته د پاکستان په ټولو ښارونو کې د تېلو پلورونکو او د تېلو د توزیع ټانکونو اعتصاب کړی دی.

هغه زیاته کړې چې دغه اعتصاب د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې شوی چې د تیلو پلورونکو پر عوایدو یې ۰،۵ فیصده مالیه وضع کړې ده.

پاکستان د سږ مالي کال لپاره چې د جولای له لومړۍ پیل شوی، د مالیو د راټولولو له درکه د ۴۷ میلیارد ډالرو عوایدو د ترلاسه کولو هدف ټاکلی چې دا د مخکیني کال پرتله نژدې ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د کورنیو ناخالصو تولیداتو له درکه په بودیجه کې کسر ۵،۹ سلنې ته راټیټ کړي.

تېر کال دغه کسر۷،۴ سلنه و.

د بریتانیا په پارلماني ټاکنو کې کارګر ګوند اکثریت څوکۍ وګټلې

د کارګر ګوند مشر کایر ستارمر تر بریا وروسته وینا کې وویل چې "بدلون اوس پیلېږي او بریتانیا بېرته د کارګر طبقې خدمت کې راولو."
د کارګر ګوند مشر کایر ستارمر تر بریا وروسته وینا کې وویل چې "بدلون اوس پیلېږي او بریتانیا بېرته د کارګر طبقې خدمت کې راولو."

د بریتانیا په پارلماني ټاکنو کې کارګر ګوند له ۱۴کلونو وروسته اکثریت څوکۍ وګټلې.

که څه هم لا د ټولو څوکیو نتیجه نه ده معلومه، خو د ۵۰۰ معلومو شویو څوکیو له ډلې ۳۸۹ د کایر ستارمر په مشرۍ کارګر ګوند خپلې کړي.

د بریا لپاره ۳۲۶ څوکۍ اړینې دي.

اوسني صدراعظم ریشي سوناک چې ګوند یې لویه ماته خوړلې کارګر ګوند ته مبارکي ورکړې ده.

د کارګر ګوند مشر کایر ستارمر تر بریا وروسته وینا کې وویل چې "بدلون اوس پیلېږي او بریتانیا بېرته د کارګر طبقې خدمت کې راولو."

نن په ایران کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخابات کېږي

د ایران د ولسمشرۍ لپاره د لومړي پړاو ټاکنو څخه یو انځور
د ایران د ولسمشرۍ لپاره د لومړي پړاو ټاکنو څخه یو انځور

نن په ایران کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخابات دي.

په دې ټاکنو کې د تېر پړاو دوه مخکښ کاندیدان مسعود پزشکیان او سعید جلیلي سیالي کوي.

دوی او نورو کاندیدانو یوه هم تېر پړاو کې د بریا لپاره کافي رایې نه وې وړې.

مسعود پزشکیان له اصلاح غوښتونکو کاندیدانو دی او سعید جلیلي هم له تُندلارو نظام پلوه کسانو څخه دی.

ایران کې داسې وخت ټاکنې ترسره کېږي چې ګڼو خلکو له رای ورکولو ډډه کړې ده.

د ولسمشرۍ لومړي پړاو ټاکنو کې د راپورونو په اساس د رایو په شرایطو له برابرو کسانو څه کم څلوېښت فیصدو ګډون کړی وو چې دا د ایران په تاریخ کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډونوالو تر ټولو کمه فیصدي ده.

د اروپا د ملتونو فوټبال جام؛ په کوارټرفاینل کې جرمني له هسپانیې سره سیالي لري

ارشیف
ارشیف

د اروپا د ملتونو د فوټبال جام کوارټرفاینل سیالۍ نن پيلېږي.

لومړۍ لوبه کې کوربه جرمني له هسپانیې سره مخ دی.

د دوی لوبه د افغانستان په وخت د شپې په اته نیمو پیلېږي. ګټونکی به یې نیمه پایلوبې ته ووځي.

په بله لوبه کې چې ناوخته پیلېږي پرتګال له فرانسې سره مخ دی.

د اروپا د ملتونو د فوټبال جام سیالۍ د جرمني په کوربه توب دوام لري او تمه ده پایلوبه یې د جولای په ۱۴مه وشي.

اسراییل له حماس سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی استولی

د اسراییل بیرغ
د اسراییل بیرغ

د اسراییل یو چارواکی وایي چې دې هېواد له حماس سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی استولی دی.

دې چارواکي د خپل نوم د نه افشا کېدو په شرط پرون پنجشنبې څو خبري آژانسونو ته ویلي چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د خپل هېواد له مذاکره کوونکي ټیم او د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د یوه اوربند په اړه خبرې کوي.

د بایډن اداره له څو میاشتې راهیسې د اسراییل او سخت دریځي حماس ډلې ترمنځ د اوربند د ټینګېدو لپاره هڅې کوي.

خو په غزه کې چې جګړه لا سخته شوې، د یوه اوربند د ټینګېدو لپاره د مصر او قطر په منځګړیتوب هڅو تراوسه نتیجه نه‌ده ورکړې.

تراوسه نه‌ده څرګنده چې د اسراییل مذاکراتي پلاوی چېرته استول شوی دی.

خو د اوربند د هڅو سره سره اسراییل په غزه کې د حماس پر وړاندې چې امریکا او اروپایي اتحادیه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، جګړه لا سخته کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG