نړۍ
ټرمپ یوځل بیا انتخاباتي منډې ترړې پیل کړې
د امریکا پخوانی ولسمشر او د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ دوه ورځې وروسته له دې چې په فلوریډا کې یې د وژنې ناکامه هڅه وشوه، نن د سپمټبر ۱۷مه یوځل بیا انتخاباتي منډې ترړې پیل کړې او مشیګان ایالت ته یې سفر وکړ.
د یکشنبې په ورځ د ټرمپ د ګلف په کلب کې یو وسلهوال کس وموندل شو.
امنیتي چارواکو ویلي چې مظنون برید کوونکي په یوازې ځان د ټرمپ د وژلو پرېکړه کړې وه.
ټرمپ غوښتل چې په دې پېښه کې ولسمشر جوبایډن او مرستیاله یې کمالا هاریس ښکېل کړي.
دې پېښې ته سیاسي اړخ ورکولو هغه هم د انتخاباتو په درشل کې په امریکا کې سیاسي کړکېچ زیات کړی دی.
په عین حال کې په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندیده کمالا هاریس به نن په پنسلوانیا ایالت کې د کمپاین غونډه جوړه کړي.
ايران يو اتريشي وګړی چې په يوه جرمي قضيه کې نيول شوی و، نن خوشې کړ
ایراني چارواکو اتریشی وګړی کریستیان ویبر چې په لوېدیځ اذربایجان ولایت کې په یوه جرمي قضیه کې نیول شوی و، نن خوشې کړ.
د ایران د قضا خبري اژانس میزان دا خبر ورکړی.
اتریش په ۲۰۲۲ کال کې ویلي و، یو وګړی یې په هغه قضیه کې چې د مهسا امیني د وژل کېدو له پېښې وروسته په ایران کې له پراخو مظاهرو سره ارتباط نهلري، نیول شوی دی.
د میزان د خبر لهمخې ویبر د اسلام د عفوې د اصل په رڼا کې خوشې شوی دی.
خبر زیاتوي چې، نوموړی په تهران کې د اتریش سفیر ته سپارل شوی، ترڅو لهدې هېواده د وتلو امکان ورته برابر کړي.
میزان د هغه جرم جزییات نهدي ورکړي چې ویبر یې له کبله نیول شوی و.
نوي ډيلي له مسلمانو سره د هند د چلند په اړه د ايتالله علي خامنهای څرګندونې وغندلې
نوي ډيلي له مسلمانانو سره د هند د چلند په اړه د ایران د لوی مذهبي مشر ایتالله علي خامنهای څرګندونې غندلې دي.
خامنهای پرون په یوه وینا کې وویل که موږ په میانمر، غزه، هند یا نورو ځایونو کې د مسلمانانو له کړاوونو بېخبره و اوسو، ځانونه مسلمانان نهشو بللی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت نن په ځواب د خامنهای څرګندونې د نه منلو وړ وبللې او په یوه بیان کې یې وویل چې د دې څرګندونو اساس ناسم معلومات دي.
بیان زیاتوي، هغه هېوادونه چې په نورو هېوادو کې د اقلیتونو د حقونو خبره کوي، لومړی دې خپل عمل ته وګوري خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټينګار وکړ، چې نوې ډیلي او تهران په خپلو کې پیاوړې اړیکي پالي.
پرون د امريکا د پنځه ايالتونو ټاکنيزو چارواکو ته مشکوکې بستې لېږل شوي
پرون دوشنبه د امریکا د متحدهایالتونو لږه تر لږه په پنځو ایالتونو کې ټاکنیزو چارواکو ته مشکوکې بستې لېږل شوي، خو په دغو بستو کې د خطرناکو موادو د موجودیت راپور نهدی ورکړل شوی.
په دغو کڅوړو کې پوډرو ته ورته مواد آیووا، نیبراسکا، ټینیسي، وایومینګ او اوکلاهما ایالتونو کې د بهرنیو چارو وزارت استازولیو او د ایالتو انتخاباتي دفترونو سکرټرانو ته لېږل شوي.
په دغو ایالتونو کې چارواکو دا موضوع تایید کړې ده.
د امریکا د تحقیقاتو فډرال اداره FBI او د متحدهایالاتو د پوستي خدماتو اداره د دې موضوع په باب څېړنه کوي.
دا په تېر یوه کال کې دوهم ځل دی چې د انتخاباتو څو ایالتي دفترونو ته د پوستې له لارې مشکوکې بستې لېږل کېږي.
دا پهداسې حال کې ده، چې په څو ایالتونو کې د ولسمشرۍ، مشرانو جرګې، کانګرس او ایالتي دفترونو لپاره تر ټاکنو دوې میاشتې مخکې رایه اچونه پیل شوې ده.
د اسراييل دفاع وزير: ښايي له حزبالله ډلې سره يوه پراخه جګړه په نژدې کېدو وي
د اسرايیل حکومت پرون دوشنبه ویلي، د اسرايیل او د لبنان د شیعه ډلې حزبالله ترمنځ ښايي یوه بالقوه پراخه جګړه په نژدې کېدو وي.
د اسرايیل دفاع وزیر یواف ګالانت د امریکا د متحدهایالتونو له منځګړي اموس هوخشټاین سره په کتنه کې ویلي، د یوې احتمالي موافقې لپاره وخت ځکه له لاسه په وتلو دی، چې حزبالله ډلې د فلسطینیانو له افراطي ډلې حماس سره ځان نژدې کړی دی او د شخړې له ختمولو یې ډډه کړې ده.
د امریکا متحدهایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
ګالانت په خپلو خبرو کې ویلي، یوازنۍ لار دا پاتې ده، چې د اسراييل په شمال کې خپلو کورونو د بېځایه شویو کسانو بېرته ستنېدل یقیني شي، چې دا کار یوازې په پوځي اقدام کېدای شي.
تر دې مخکې د اسرايیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هوخشټاین ته ویلي وو، تر هغو چې د اسرايیل په شمال کې امنیتي وضعیت ښه شوی نه وي، دا امکان نهلري، چې د اسرايیل بېځایه شوي کسان خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي.
۱۱ میاشتې مخکې په غزه کې د اسرايیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل وروسته تقریباً هره ورځ د اسرايیل د پوځ او حزبالله ترمنځ د پولې په اوږدو کې پوځي نښتې کېږي.
ټاکل شوې انتوني بلېنکن مصر ته لاړ شي او غزه کې د اوربند پر ټينګښت خبرې وکړي
په پام کې ده د امریکا د متحدهایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن سهشنبه مصر ته لاړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، بلېنکن به له مصري چارواکو سره په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره د یوې موافقې پر هڅو خبرې وکړي.
دا سفر داسې وخت کېږي، چې فلسطیني چارواکي وايي، پرون هم پر غزې تړانګه د اسرايیل په هوايي حملو کې د پنځو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان ووژل شول.
د امریکا د متحدهایالتونو او مصر تر څنګ قطر هم له میاشتو راهیسې په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو د خلاصون لپاره پر یوه موافقه د سلا کېدو د هڅو منځګړیتوب کوي.
د بېسرحده ډاکټرانو ټولنې روسيه کې خپل فعاليت ځنډولی
د بېسرحده ډاکټرانو ټولنې يا MSF په روسیه کې خپل فعالیت وځنډاوه.
دې ټولنې چې مرکز یې په سویس کې دی، پرون (د سپټمبر ۱۶مه) په یوه بیان کې وویل، په روسیه کې خپل فعالیت په ډېرې خواشینۍ سره پای ته رسوي.
د MSF د روسیې د څانګې مشر ویلي چې، د دوی فعالیت د خپلواکۍ، بې پرې توب او اخلاقو پر اصولو ولاړ دی او خلکو ته د هغوی د اړتیاو پر اساس خدمات وړاندې کوي.
ايمايسايف له ۱۹۹۲ کال راهیسې په روسیه کې فعالیت کاوه، خو دا ټولنه وايي په تېره اګست میاشت کې د عدلیې وزارت لهخوا په یوه مکتوب کې ورته وویل شول چې د دې مؤسسې نوم د غیرحکومتي ادارو له نوملړ څخه ایستل شوی دی.
مسعود پزشکيان: ايران د جولای مياشتې راهيسې روسيې ته هيڅ راز وسلې نهدي ورکړي
د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، له هغه راهیسې چې ده د جولای میاشتې په پای کې د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، روسیې ته هيڅ راز وسلې نهدي ورکړل شوي.
د ښاغلي پزشکیان له خبرو داسې ښکارېده چې غواړي له متحدهایالتونو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو ور پرانیستی پرېږدي.
خو ۶۹ کلن پزشکیان چې ځینې څارونکي د نسبتا معتدل ولسمشر په سترګه ورته ګوري، په عین حال کې د ایران پر دولتي ټلوېزیون د خبرو پرمهال د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه د تهران پر پخواني سختدریځ ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، هېواد به یې د دې پروګرام د محدودولو په هدف د لوېدیځ له بندیزونو سره سره لهدې پروګرام څخه هيڅکله په شا نهشي.
پزشکیان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې، په ایران کې دننه او د سیمې په کچه د منځني ختیځ حالات خورا ډېر کړکېچن دي.
جرمني له منځنۍ اسيا څخه دغه هېواد ته د مسلکي کارګرانو د تګ تړون لاسليک کړ
د جرمني صدراعظم له ازبکستان سره یو تړون لاسلیک کړ، چې لهمخې به یې د جرمني د اقتصادي ملاتړ لپاره د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه جرمني ته د مسلکي کارګرانو د تګ او له جرمني د ځینو کډوالو د ایستلو زمینه برابره شي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره په سرقند کې له کتنې وروسته ویلي، دوی د جرمني د اقتصادي ودې لپاره د خورا با استعداده کارګرانو مهاجرت ته اړتیا لري.
شولڅ د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، دواړو هېوادونو د هغو کسانو په باب پر ساده او بې طرازلعملو چلندونو موافقه کړې، چې باید د هغوی اصلي هېوادونو ته ستانه کړای شي.
هغه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ور نهکړ چې ایا له ازبکستان سره تړون د هغو افغانانو له شړلو سره ارتباط لري که نه، چې په جرمونو تورن دي؟
جرمني د اګست میاشتې پر ۳۰مه په جرمنو د تورنو افغان کډوالو د اخراج لړۍ بیا پیل کړه او د لومړي ځل لپاره یې ۲۸ افغان کډوال چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، کابل ته ستانه کړل.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر، چې له شولڅ سره ملګرې وه او په سمرقند کې یې تړون لاسلیک کړ، ویلي چې افغانستان ته د نورو الوتنو په پلان بوخته ده، څو هغه افغانان چې په جدي جرمونو تورن دي، بېرته افغانستان ته اخراج کړي.
د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې د پوليسو پر موټر د چاودنې مسووليت داعش ډلې ومانه
د اسلامي دولت افراطي ډلې یا داعش نن د هغې بمي حملې مسوولیت ومانه چې، په نتیجه کې یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دوه پولیس چارواکي وژل شوي دي.
تېره شنبه د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته نږدې په کچلاغ کې د پولیسو پر یوه موټر د منفجره وسیلې په چاودنه کې د پولیسو دوه چارواکي ووژل شول.
پاکستاني چارواکي وايي، په حمله کې دوه نور افسران ټپیان شوي دي.
شنونکي وايي، په بلوچستان کې چې په تېلو او ګازو غني ایالت دی، د اسلامي دولت ډلې او هغو بېلتونپالو ترمنځ چې له کلونو پر امنیتي ځواکونو او ملکیانو حملې کوي، همغږي زیاته شوې ده.