د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

نړۍ

د حج په سږنیو مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو شمېر له ۱۳۰۰ اوښتی

د حج له مراسمو یو انځور
د حج له مراسمو یو انځور

د حج په سږنیو مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو شمېر له ۱۳۰۰ واوښت.

د سعودي عربستان د روغتیا وزیر فهد بن عبدالرحمان الجلاجل پرون یکشنبه دولتي تلوېزیون ته ویلي، ۸۳ فیصده مړه شوي هغه حاجیان دي چې دوی سره رسماً د حج کوونکو په توګه ثبت نه وو.

دغه حاجیان تر ډېره په سره لمر کې د اوږده واټن قدم وهلو له کبله مړه شوي دي.

اسوشېټېدپرېس خبري اژانس د قاهرې د دوو سرچینو په حواله ویلي، د مړو شویو حاجیانو څه باندې پنځوس فیصده یې د مصر اتباع دي.

په راپور کې راغلي چې سعودي عربستان له ۱۶ مسافرتي شرکتونو څخه د دې لپاره جوازونه اخیستي چې یو شمېر حاجیانو ته یې په غیر رسمي ډول عربستان ته د سفر زمینه برابره کړې وه.

کرکټ نړیوال جام؛ انګلستان په لوی توپیر امریکا ته ماتې ورکړه

د انګلستان له لوبې یو انځور
د انګلستان له لوبې یو انځور

د کرکټ په نړیوال جام کې انګلستان په لوی توپیر امریکا ته ماتې ورکړه.

امریکا په ۱۱۶ منډې هدف ورکړی و.

انګلستان په څه باندې ۹ اوورونو کې دغه هدف ته داسې حال کې ورسېد، چې هېڅ لوبغاړی یې نه وو اوټ شوی.

انګلستان په دې بریا سره په اتو غوره پړاو سیالیو کې خپل امتیازونه څلورو ته ورسول او بي ګروپ په سر کې ځای لري.

له بي ګروپه یوه بله لوبه د ویسټ اینډیز او جنوبي افریقا تر منځ ده.

ماښام به بیا د هندوستان او اسټرالیا ټیمونه سره مخ شي.

سبا سهار وختي د اول ګروپ دوه نور ټیمونه افغانستان او بنګله‌دېش لوبه لري.

که افغانستان له بنګله‌دېشه په ښه توپیر لوبه وګټي نیمه پایلوبې ته وځي.

د روسیې داغستان کې د وسله‌والو بریدونه؛ له ۱۶ ډېر کسان وژل شوي

د روسیې په داغستان کې د وسله‌والو کسانو د بریدونو وروسته یوې ودانۍ اور اخیستی دی.
د روسیې په داغستان کې د وسله‌والو کسانو د بریدونو وروسته یوې ودانۍ اور اخیستی دی.

د روسیې په داغستان کې د وسله‌والو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس، یو عیسوي کشیش او یو شمېر نور ملکیان وژل شوي دي.

د داغستان والي سیرګي میلیکوف نن دوشنبه وختي وویل وسله‌والو بریدګرو پرون یکشنبه په دوو ښارونو مخاچ کلا او دربند کې پر دو کلیساوو، د یهودانو پر یوه عبادت ځای او د پولیسو پر یوه پوسته ډزې وکړې.

اسوشېټېډ‌پرېس خبري اژانس ویلي چې د روسیې د ترهګرۍ ضد کمېټې د داغستان دغه بریدونه ترهګریز بللي دي.

په داغستان کې د دغو بریدونو له کبله د درېیو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان شوی دی.

تراوسه معلومه نه ده چې د بریدګرو کره شمېر څومره و، خو چارواکو ویلي پنځه تنه بریدګر یې وژلي دي.

د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو وړاندې تر دې داعش تر ډېره په روسیه کې د ورته بریدونو مسوولیت اخیستی دی.

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو مخالفت کړی

ارشیف: پاکستاني ځواکونه په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال
ارشیف: پاکستاني ځواکونه په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو د "عزم استحکام" په نوم د پوځ له‌خوا په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو مخالفت کړی دی.

د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي عمر ایوب رسنیو ته ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو پرېکړه باید پارلمان وکړي.

ایوب ویلي د دوی د ګوند رهبر عمران خان باوري دی چې "باید په پردي جنګ کې ځانونه ښکېل نه کړو او امن یواځې په زور نه راځي."

عمر ایوب او نورو ګوندونو د پارلمان جلسه هم بایکاټ کړې وه.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ لوړپوړې کمېټۍ د دغو عملیاتو د پیلولو اعلان کړی.

د پاکستان حکومت ویلي چې دا پرېکړه د څلورواړه ایالتونو او د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر او ګلګت-بلتستان له چارواکو سره په موافقه کړې ده.

په هند کې د زهرجنو جعلي الکولو د قربانیانو شمېر ۵۳ ته لوړ شوی

ارشیف: له مخکې هم په هند په ورته پېښو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ارشیف: له مخکې هم په هند په ورته پېښو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هندي رسنیو د چارواکو په قول ویلي چې په دغه هېواد کې د زهرجنو جعلي الکولو د قربانیانو شمېر ۵۳ ته لوړ شوی دی.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د تامل ناډو ایالت په کلاکوریچي سیمه کې یوه جګپوړي دولتي چارواکي د هند خبري اژانس پي‌ټي‌آی PTI ته ویلي چې د پرونیو (شنبې) معلوماتو پر اساس د مړو شمېر ۵۳ تنه دی.

په ورته وخت کې یو شمېر نورو هندي رسنیو د یکشنبې په ورځ د جون ۲۳ مه د قربانیانو شمېر ۵۵ تنه اعلان کړ، خو دا خبر خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړی نه دی.

تر دې مخکې د هند د جنوبي ایالت تامل ناډو اعلی وزیر ویلي وو چې د سې شنبې په ورځ ۳۷ تنه د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله په څو ساعتونه کې مړه شول.

رسنۍ وايي چې تر سلو ډېر مسموم شوي کسان روغتونونو ته وړل شوي، خو د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

په هند کې هر کال سلګونه کسان په کورونو کې د تولید شویو ارزانه الکولو له امله مري، خو سږ کال د زهرجنو شرابو له کبله د مسمومېدو او مړینو شمېر تر ټولو ډېر دی.

حوثي یاغیانو له خلیج څخه په تېرېدونکې سوداګریزې بېړۍ برید کړی

د حوثي یاغیانو یوه ډله
د حوثي یاغیانو یوه ډله

په یوه برید کې د یمن حوثي یاغیانو یوه سوداګریزه بېړۍ، چې د عدن له خلیج څخه تېرېده، په نښه کړه.

چارواکو پرون شنبې وویل چې داسې ښکاري چې کښتۍ ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د یمن د حوثي یاغیانو له خوا چې د ایران ملاتړ ورسره دی، دا برید په روانه اوونۍ کې د توتور بېړۍ له ډوبېدو وروسته کېږي.

د متحدو ایالتونو پوځي ځواکونو د حوثي یاغیانو د بریدونو په ځواب کې د خپل ماموریت له دوه ځله تمدیدولو وروسته خپلو دوو الوتک وړونکو بیړیو ته امر کړی چې بیرته هیواد ته ستنې شي.

امریکا پر آیزنهاور الوتک وړونکې بېړۍ د حوثي یاغیانو د برید ادعا رد کړه

په سره سمندرګي کې د امریکايي ځواکونو یوه بېړۍ
په سره سمندرګي کې د امریکايي ځواکونو یوه بېړۍ

د امریکا مرکزي قوماندانۍ پرون شنبې په یوه بیان کې د حوثي یاغیانو هغه ادعا رد کړه چې ګنې هغوی پر آیزنهاور الوتک وړونکې بېړۍ برید کړی دی.

په سره سمندرګي کې د تاوتریخوالو د زیاتېدو په منځ کې حوثي ملېشو اعلان وکړ چې دوی په دوو جلا بریدونو کې په دې سمندرګي کې د امریکا د آیزنهاور الوتک وړونکې بېړۍ او په عربي سمندر کې ترانس ورلډ نیفي ګېټر بېړۍ (Transworld Navigator) ویشتي دي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند هم د حوثي یاغیانو دا ادعا رد کړې وه.

په ورته وخت کې، سینټکام یا د امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ چې د آیزنهاور الوتک وړونکې بېړۍ له خپل کاري ځواک سره بېرته امریکا ته راستنېږي، خو د امریکا بله الوتک وړونکې بېړي، تیوډور روزویلټ، به چې په اټومي سونګ کار کوي په سیمه کې ځای پرځای شي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ دفتر ویلي چې ځواکونو یې په سره سمندرګي کې د حوثیانو درې بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.

د یونان د هایدرا ټاپو ځنګل کې اور لګېدنه؛ ۱۳ کسان نیول شوي

یوناني چارواکو وویل چې اور د جمعې په ورځ د اتن د جنوب د مشهور سیاحتي ټاپو په یوازېني ځنګل کې ولګېد او له ډېرو خواریو وروسته دا اور مړ شوی.
یوناني چارواکو وویل چې اور د جمعې په ورځ د اتن د جنوب د مشهور سیاحتي ټاپو په یوازېني ځنګل کې ولګېد او له ډېرو خواریو وروسته دا اور مړ شوی.

د یونان د هایدرا ټاپو په ځنګل کې له اور لګېدو وروسته دیارلس کسان نیول شوي دي.

چارواکي وايي چې اور لومړی په یوه تفریحي کښتۍ کې بل شو.

له دې سره په یو وخت په ترکیه کې د اور لګېدو له کبله یو شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.

یوناني چارواکو پرون شنیې وویل چې اور د جمعې په ورځ د اتن د جنوب د مشهور سیاحتي ټاپو په یوازېني ځنګل کې ولګېد.

له ډېرو خواریو وروسته دا اور مړ شوی.

د یونان د اور وژنې ادارې د شنبې په ورځ وویل چې ټول نیول شوي کسان د یونان اتباع دي او د یکشنبې په ورځ به د څارنوالۍ دفتر ته حاضر شي.

لسګونو زره اسراییلیانو د نتنیاهو د حکومت خلاف مظاهره وکړه

په اسراییل کې د شویو لاریونونو یو انځور
په اسراییل کې د شویو لاریونونو یو انځور

په لسګونو زره کسانو تېر ماښام په تل‌ابیب او د اسراییل په نورو ښارونو کې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حکومت خلاف مظاهره وکړه.

دوی یو وار بیا د داسې موافقې غوښتنه وکړه چې د حماس له توندلارې ډلې د پاتې یرغمل شویو د خوشې کېدو سبب شي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

په وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو والسټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې د یرغمل شویو شمېر ښايي ۵۰ ته راکم شوی وي، خو رسماً ویل کېږي چې ۱۲۰ کسان لا هم د حماس او په غزې تړانګه کې د نورو افراطي ډلو له خوا یرغمل دي.

د وای نیټ (ynet) په نوم خبري ویبپاڼې د مظاهرې د تنظیموونکو په حواله راپور ورکړی چې شا و خوا ۱۵۰زره کسانو د نتنیاهو د حکومت خلاف مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

پښتون ژغورنې غورځنګ په شمالي وزیرستان کې پراخه اعتراضیه غونډه جوړه کړه

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې یو انځور
په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې یو انځور

پښتون ژغورنې غورځنګ پرون د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې پر ډیورنډ کرښه د آزاد تګ راتګ او سوداګرۍ په ملاتړ او د ناامنیو او هغه څه پر ضد چې د دې غورځنګ فعالان یې هدفي وژنې بولي پراخه اعتراضیه غونډه جوړه کړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان څانګې مشر عید رحمان وزیر د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، په غونډه کې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو له بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو څخه ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و.

دا اعتراضیه غونډه داسې مهال جوړېږي چې د شمالي او جنوبی وزیرستان، ډېری اسماعیل خان، بنو او د خیبرپښتونخوا د نورو سیمو خلک له ناامنیو څخه شکایتونه کوي.

د مشال راډیو د راپور له مخې یوازې په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۴م کال کې تردې دمه ۲۸ هدفي حملې شوي.

همداراز په تېر ۲۰۲۳م کال کې له ۵۰ زیات قبایلي مشران، ځوانان، سیاسي فعالان، دیني عالمان او امنیتي ځواکونه په تروریستي حملو کې مړه او ټپیان شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG