د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

نړۍ

د اروپا د ملتونو فوټبال جام سیالۍ؛ نن درې سیالۍ کېږي

په جرمني کې د فوټبال سیالیو له پیل شویو مراسمو یو انځور
په جرمني کې د فوټبال سیالیو له پیل شویو مراسمو یو انځور

د جرمني په کوربه‌توب د اروپا د ملتونو د ۲۰۲۴م کال د جام سیالیو په دویمه ورځ نن درې سیالۍ کېږي.

په لومړۍ سیالۍ کې په اېA ګروپ کې هنګري او سویس د کابل پر وخت د مازیګر پنځه نیمې بجې په کلن ښار کې د سیالۍ ډګر ته وځي.

په دویمه سیالۍ کې په بي‌B ګروپ کې هسپانیا او له کرویشیا سره دشپې اته نیمې بجې په برلین ښار کې مخامخېږي او درېیمه سیالي په بيB ګروپ کې د کابل پر وخت دشپې یوولس نیمې بجې په دورتموند ښار کې د ایټالیا او البانیا ترمنځ کېږي.

د اروپا د ۲۰۲۴م کال د ملتونو جام سیالۍ تېره شپه پیل شوې چې د جرمني په مونیخ یا مونشن ښار کې جرمني پنځه د یو پر وړاندې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه.

غزې ته د مرستو رسولو لپاره د مدیترانۍ له سمندرګۍ امریکايي تاسیسات بل ځای ته لېږدول کېږي

د مدیترانۍ له سمندرګي امریکايي تاسیسات د اسراییل اشدود بندر لور ته ولېږدول کېږي.
د مدیترانۍ له سمندرګي امریکايي تاسیسات د اسراییل اشدود بندر لور ته ولېږدول کېږي.

د مدیترانۍ په سمندرګي کې د اوبو د لوړو څپو او توپاني هوا وړاندوینې د امریکا متحده ایالات اړ کړي چې غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره جوړ کړي تاسیسات په موقتي ډول بل ځای ته ولېږدوي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ CENTCOM، وویل چې دغه تاسیسات به ۳۰ کیلومتره لیرې د اسراییل د جنوبي بندر، اشدود لوري ته ولېږدول شي.

دې قومندانۍ ویلي چې د غه اقدام د خپل پرسونل د خوندیتوب لپاره چې ورته ډېر لومړیتوب کوي او همدارنګه غواړي چې دغو تاسیساتو ته د زیان رسېدو مخه ونیسي.

د جرمني خبري آژآنس د راپور له مخې د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي چې د مې له ۱۷مې چې امریکا د غزې تړانګې اوسېدونکو ته دغه سمندري کوریډور یا دهلیز فعاله کړی، له لارې یې تراوسه څه باندې درې نیم زره ټنه بشري مرستې غزې ته چې اوسېدونکي یې سخت بشري مرستو ته اړدي، لېږدول شوي دي.

له اوکراین سره د مرستې په توګه د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو پرېکړه تایید شوه

د جي۷ ډلې د مشرانو ګډ انځور
د جي۷ ډلې د مشرانو ګډ انځور

د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي۷ د ډلې مشرانو پرون جمعه په ایټالیا کې د خپلې دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې خپله هغه پرېکړه تایید کړه چې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو شاوخوا پنځوس میلیارد ډالره له اوکراین سره د مرستې په توګه کاروي.

دغو مشرانو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې وویل چې په اروپا کې د روسیې د کنګل شویو غیرمعمولي عوایدو له شتمنۍ څخه په ګټه اخیستو، دوی د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته یو بې له شکه پیغام ورکوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت یوه چارواکي پرون د یوې خبري غونډې په جریان کې د دغې پرېکړې په اړه نور جزییات ورکړل او ویې ویل چې اوکراین ته به دغه پیسې د څو چینلونو له لارې ولېږول شي.

د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې دغه چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی همدارنګه ویلي چې د امریکا متحدو ایالتونو ژمنه کړې چې اوکراین ته به تر پنځوس میلیارد ډالرو پورې پور ورکړي، کاناډا هم د پنځه میلیارد ډالرو ژمنه کړې او اروپایي اتحادیه او جاپان هم اوکراین ته د پور ورکولو په دې لړۍ کې پر شاملېدو غور کوي.

فوټبال؛ د اروپا لیګ په لومړۍ لوبه کې جرمني سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

د جرمني او سکاټلنډ له لوبې یو انځور
د جرمني او سکاټلنډ له لوبې یو انځور

د اروپا فوټبال د اتلانو لیګ سیالۍ د جمعې په ورځ د جون په ۱۴مه نېټه د جرمني او سکاټلنډ د لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

په لومړنۍ سیالۍ کې چې د جرمني په مونشن ښار کې ترسره شوه، کوربه لوبډلې ۵ د یو پر وړاندې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه.

یاد لیګ چې د ۲۴ اروپايي هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي، لوبډلې یې په شپږو ګروپونو وېشل شوي دي.

د شنبې په ورځ د جون په ۱۵مه نېټه به درې سیالۍ ترسره شي چې لومړۍ لوبه به د هنګري او سویس، دویمه به د هسپانیې او کرویشیا او درېیمه به د ایټالیا او البانیا د لوبډلو ترمنځ وي.

کرکټ نړیوال جام؛ پاکستان د اتو غوره لوبډلو پړاو ته له رسېدو پاتې شو

د پاکستان لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال
د پاکستان لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

ټاکل شوې وه چې نن جمعه د جون په ۱۴مه نېټه د ایرلنډ او امریکا ترمنځ سیالي ترسره شي، خو د پرله پسې ورښت له امله ترسره نه شوه.

د امریکا د فلورېډا په ایالت کې ټوله ورځ شدید ورښت د دې باعث شو چې یاده سیالي پرته له کومې پایلې تمامه شي او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نومره ورکړي.

د یادې لوبې تر پایلې وروسته له الف ګروپ څخه د هندوستان او امریکا لوبډلې د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ووتې او له دې ګروپ څخه د ایرلنډ او کاناډا په شمول پاکستان هم بل پړاو ته له رسېدو پاتې شو.

تر دې دمه د افغانستان په ګډون ۶ لوبډلې د سوپر ۸ مرحلې ته رسېدلي او د ګروپي پړاو تر بشپړېدو وروسته به دوه نورې لوبډلې هم معلومې شي.

د افغانستان ملي لوبډله به په دویم پړاو کې له هندوستان، اسټرالیا او یوې بلې لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي.

په تاجکستان کې د پارلمان یو غړی د حکومت د نسکورولو په تور نیول شوی

د تاجکستان دولتي خبري اژانس خاور راپور ورکړی چې د پارلمان وکیل سید جعفر عثمانزاده خپل مصئونیت له لاسه ورکړی او تر توقیف لاندې دی.
د تاجکستان دولتي خبري اژانس خاور راپور ورکړی چې د پارلمان وکیل سید جعفر عثمانزاده خپل مصئونیت له لاسه ورکړی او تر توقیف لاندې دی.

په تاجکستان کې د اپوزیسیون یو غړی چې د پارلمان غړی هم و، د حکومت د نسکورولو د توطیې د ادعا پر اساس پرون ونیول شو.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس خاور راپور ورکړی چې د پارلمان وکیل سید جعفر عثمانزاده خپل مصئونیت له لاسه ورکړی او تر توقیف لاندې دی.

د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د روسیې متحد هېواد تاجکستان، د امام علي رحمان له خوا رهبري کېږي.

د خاور اژانس د راپور له مخې، عثمانزاده د لوی څارنوال د درخواست پر اساس نیول شوی دی.

د پارلمان دغه وکیل چې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم کاندید شوی و، د تاجکستان په ولسي جرګه کې د ډیموکراتیک ګوند یوازېنی غړی دی.

پر دغه جرګه د ولسمشر امام علي رحمان ګوند حاکم دی.

یو خیریه بنسټ: د سوډان په ډارفور کې د جګړې له کبله څه باندې ۲۲۰ کسان وژل شوي

په سوډان کې د روانې جګړې یو انځور
په سوډان کې د روانې جګړې یو انځور

یو خیریه بنسټ وايي، د سوډان په ډارفور کې د روانې جګړې له کبله څه باندې ۲۲۰ کسان وژل شوي دي.

له نږدې یوه کال راهیسې د چټک ملاتړ ځواکونو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله د ډارفور الفاشر ښار د جګړې عمده ساحه وه.

د سوډان پوځ د پخواني مرستیال قوماندان محمد حمدان دقلو په مشرۍ د چټک ملاتړ له ځواکونو سره په جګړه دی.

الفاشر ښار سوډان ته چې له قحطۍ سره مخامخ دی، د بشري مرستو رسولو لپاره مهم دی، خو له څه باندې یوې میاشتې دلته جګړې سختې شوې دي.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې پرون جمعه ویلي، په الفاشر کې د روانې جګړې له کبله لږ تر لږه ۲۲۶ کسان وژل شوي او ۱۴۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

د امریکا د ولسمشر یو لوړ رتبه سلاکار اسراییل ته ځي

د ولسمشر جو بایډن لوړ رتبه سلاکار اموس هوخشټاین
د ولسمشر جو بایډن لوړ رتبه سلاکار اموس هوخشټاین

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن لوړ رتبه سلاکار اموس هوخشټاین د دوشنبې په ورځ اسراییل ته سفر وکړي.

دی به هڅه وکړي چې د اسراییل او د لبنان د حزب الله ډلې ترمنځ د تازه شخړو مخه ونیسي چې دا شخړه په یوه جګړه بدله نه شي.

د امریکا اکسیوس خبري شبکې پرون جمعه د دوو اسراییلي چارواکو په وینا، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي دا راپور ورکړی.

په همدې حال کې په غزه کې د اسراییل پوځي عملیات دوام لري او د غزې په جنوبي ښار رفح کې لا هم د پوځي عملیاتو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون د تزاف-۹ (Tzav 9) په نوم پر یوې افراطۍ اسراییلۍ ډلې بندیزونه ولګول.

پر دغې اسراییلۍ ډلې تور لګول شوی چې په غزې تړانګه کې یې ملکي فلسطینیانو ته د بشري مرستو کاروانونه قصداً په نښه کړي دي.

د افغانانو د روغتیا او هوساینې لپاره د وینه ورکوونکو میلیونونو کسانو ستاینه شوې

ارشیف: په افغانستان کې یو کس د وینې ورکولو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې یو کس د وینې ورکولو پر مهال

د روغتیا نړیوال سازمان د هغو میلیونونو داوطلبو کسانو مننه کړې چې د وینې په ورکولو سره یې د افغانانو په روغتیا او هوساینه کې مرسته کړې ده.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون د جون میاشتې د څوارلسمې یا د وینې ورکولو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې دا څرګندونې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د داوطلبو کسانو "بې غرضه مرستې ژوند ژغوري، موږ ستاسو د ارزښتناکې ونډې او مرستې درناوی کوو."

دغه سازمان په جلا مطلب کې ویلي، خلک کولی شي د وینې په ورکولو سره د نورو خلکو ژوند وژغوري.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا "یوازې یوځل د وینې په ورکولو سره آن درې ژونده ژغورلای شئ."

د ملګرو ملتونو دغې ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې وینه ورکړي او نور هم وهڅوي ترڅو وینه ورکړي او ژوند وژغوري.

ارمني ځواکونو په نخجوان کې پر اذربایجاني عسکرو د ډزو ادعا رد کړه

د اذربایجان او ارمنستان پر پوله ارمنی سرتېری د پیرې پر مهال
د اذربایجان او ارمنستان پر پوله ارمنی سرتېری د پیرې پر مهال

د ارمنستان پوځیانو نن د اذربایجان دا ادعا رد کړه چې ارمني ځواکونو د اذربایجان په نخجوان سیمه کې د دوی پر عسکرو ډزې کړي دي.

یوه ورځ مخکې تر دې د اذربایجان دفاع وزارت د ارمنستان پوځیان تورن کړل چې په درېیو کلیو کې یې د دوی پر ځواکونو ډزې کړي او دوی هم ځواب ورکړی دی.

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ په سرحد کې پر اوربند موافقه شوې ده او په خپلو کې په خبرو دي چې د سولې تړون وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG