د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

نړۍ

په اسپانیا کې د سېلابونو له کبله لږترلږه ۹۵ کسان مړه شوي

په اسپانیا کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په اسپانیا کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د اسپانیا په ختیځو، جنوب ختیځو او جنوبې سیمو کې د سملاسي سېلابونو د راوتلو له کبله لږترلږه ۹۵ کسان مړه شوي دي.

د اسپانیا چارواکي وایي، ممکن د مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ وي، ځکه په وینا یې د ټولو سېلاب ځپلو سیمو د زیانونو معلومات لا نه دي وروستي شوي.

د اسپانیا صدر اعظم پدرو سانچز پرون چهارشنبه ناوخته وویل چې د دغه هېواد لسګونه ښارونه دغو سېلابونو زیانمن کړي او په وینا یې ګواښ لا هم له منځه نه دی تللی.

د اسپانیا د هوا پېژندنې ادارې په دغه هېواد کې د سه شنبې ورځې د ورښت کچه بې سارې بللې ده.

ژغورونکي ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې د خلکو په مرسته لګیا دي.

یونان د پناه غوښتونکو او کډوالو پر وړاندې د لا سختو پالیسو غوښتنه وکړه

د یونان په کرت ټاپو کې د بېلابېلو هېوادونو د پناه غوښتونکو او کډوالو یوه کښتۍ چې اروپايي هېوادونو ته د تلو هڅه کوي.
د یونان په کرت ټاپو کې د بېلابېلو هېوادونو د پناه غوښتونکو او کډوالو یوه کښتۍ چې اروپايي هېوادونو ته د تلو هڅه کوي.

یونان د پناه غوښتونکو او کډوالو په وړاندې د اروپايي ټولنې د لا سختو پالیسو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له کبله یو وار بیا اروپا په ځانګړي ډول یونان ته د ورروانو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی.

د یونان د کډوالۍ وزیر نیکوس پاناګیوتوپولوس پرون چهارشنبه وویل، څرنګه چې یونان ته له تېر مني د سمندر له لارې د ور روانو کډوالو شمېر دوه برابره شوی، حکومت یې په ردس او کرت ټاپوګانو کې د توقیف ځایونو پر جوړولو غور کوي.

هغه ویلي اټکل دا دی چې د کال تر پایه به د پناه غوښتونکو شمېر ۵۰زرو ته ورسېږي.

د یونان د کډوالۍ وزیر له اکشن ۲۴ خصوصي تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، د یونان په ټاپوګانو کې د کډوالو کمپونه ډک شوي، خو په اصلي قلمرو کې دغه کمپونه ۶۰ فیصده ډک دي.

د بشري حقونو څار بنسټ: له لبنانه د سوریايي وګړو بېرته ستنېدنه به دوی له فشارونو سره مخ کړي

په لبنان کې د سوریې د کډوالو د یوه کمپ څنډه
په لبنان کې د سوریې د کډوالو د یوه کمپ څنډه

د بشري حقونو د څار بنسټ پرون خبرداری ورکړ، د سوریې هغه وګړي چې په لبنان کې دېره دي، د اسراییل او لبنان د جګړې له کبله که خپل هېواد ته ستنېږي، ښايي له فشارونو سره مخامخ شي.

له کله چې له یوې میاشتې راهیسې دغه جګړه پیل شوې، د سوریې ۳۵۵زره وګړي بېرته خپل هېواد ته ستنېدو ته اړ شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ په خپله اعلامیه کې ویلي: "د سوریې هغه وګړي چې له لبنان څخه وتلو ته اړ شوي، په ځانګړي ډول نارینه، د خپلسرو نیونو او د سوریې د چارواکو له خوا د ناوړه چلند له خطر سره مخامخېږي."

کله چې اسراییل د سپټمبر پر ۲۳مه د لبنان په وړاندې خپل هوايي عملیات شدید کړل، له لبنان څخه څه باندې ۵۰۰ زره وګړي سوریې ته کډې کولو ته اړ شوي چې په هغوی کې د سوریې ۳۵۵زره او ۱۰ وګړي هم شامل دي.

روسۍ محکمې یوه اوکراینۍ مېرمنه په ۱۱ کاله بند محکومه کړه

ارشیف
ارشیف

د روسیې یوې محکمې یوه اوکراینۍ مېرمنه د اوکراین پوځ ته د روسي پوځیانو د تحرکاتو په اړه د اطلاعاتو ټولولو په تور په ۱۱ کاله بند محکومه کړه.

روسیې له کله چې په اوکراین کې پوځي عملیات پیل کړي، ګڼو کسانو ته یې د خیانت یا او د اوکراین لپاره د جاسوسۍ په تور د اوږده بند سزاوې ورکړې دي.

د اوکراین پولې ته څېرمه د بلګرود سیمې یوې محکمې پرون دغه مېرمنه چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، مجرمه وپېژندله.

د روسیې د ریا نووستي خبري اژانس د خبر له مخې، دغه اوکراینۍ ښځه تورنه شوې چې د روسي پوځیانو د موقعیت او فعالیتونو په باب یې اطلاعاتو راټولول.

د روسیې د استخباراتي ادارې په دې باب په یوه اعلامیه کې معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د دوی افسرانو دا ښځه داسې وخت ونیوله چې د اوکراین استخباراتي ادارو ته یې انلاین پیغامونه لېږلي وو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغې ښځې د دې سزا پر وړاندې د استېناف غوښتنه بایللې ده.

ایران د آیفون د وروستیو ماډلونو پر پېرلو لګول شوی بندیز لرې کړی

ارشیف
ارشیف

ایراني چارواکو نن چهارشنبې اعلان وکړ چې د آیفون ټیلیفون د وروستیو ماډلونو پر پېرلو لګول شوی بندیزیې لرې کړی دی.

دغه بندیز له څه باندې ۱۹ میاشتو راهیسې لګول شوی و.

د ایران د مخابراتو وزیر ستار هاشمي پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر ولیکل چې د آیفون ټیلیفونونو د واردولو په اړه نور جزییات او مقررات به په نژدې راتلونکې کې اعلان شي.

هغه په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه اقدام ملاتړ کړی دی.

ویل کېږي د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په میاشت کې د آیفون ۱۴ او ۱۵ ماډلونو پر وارداتو او پېرلو دغه بندیز د دې لپاره لګول شوی وچې دا هېواد چې د اټومي پروګرام په خاطر پرې لګول شویو بندیزونو یې اقتصاد ډېر خراب کړی، د بهرنیو اسعارو لګښتونه محدود کړي.

د اسراييل له لوري د ملګروملتونو پر مرستندويه ادارې بنديز؛ امريکا پرې اندېښنه ښودلې

د منځني ختيځ لپاره د ملګروملتونو مرستندويه اداره
د منځني ختيځ لپاره د ملګروملتونو مرستندويه اداره

امريکا د اسراييل له لوري د ملګروملتونو پر مرستندويه ادارې د بنديز د قانون په اړه اندېښنه ښودلې

د امریکا متحده‌ایالتونو پرهغه قانون ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې، د اسراییل پارلمان د دوشنبې په ورځ تصویب کړی او له‌مخې یې د ملګرملتونو پر لویې ادارې، UNRWA چې په غزې تړانګه او د اسراییل په ګډون په منځني ختیځ کې د فلسطینیانو لاس‌نیوی کوي، بندیز لګوي.

د متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون سه‌شنبې ناوخته په یوه خبري غونډه کې د دغه قانون په اړه چې له‌مخې یې د ملګروملتونو دغه مرستندویه اداره په اسراییل کې له هر ډول فعاليت څخه منع کېږي او هم اسراییلي چارواکي ورسره له هر ډول اړیکو راګرځوي، په غبرګون کې وویل چې واشنګټن د دغه قانون په اړه په ښکاره اندېښنې او هم یې ورسره مخالفت څرګند کړی دی.

د هغه په خبره متحده‌ایالت دغه قانون ته ډېره اندېښنه ځکه لري چې هغه کولای شي، په لوېدیځه غاړه، غزه او ختیځ بیت‌المقدس کې د دې ادارې فعالیتونه بند کړي.

د ښاغلي میلر په خبره د دې خطر شته چې د اسراییل د دغه اقدام په نتیجه کې په ميلیونونو فلسطینیان چې د ملګروملتونو پر دغې مرستندویه ادارې متکي دي، د روغتیاپالنې او د لومړنیو او ثانوي زده‌کړو په ګډون له اساسي خدمتونو بې‌برخې شي.

غزه کې نن سهار د اسراييلو په هوايي بريدونو کې ۸۸ کسان وژل شوي

غزه کې د اسراييل بريدونه
غزه کې د اسراييل بريدونه

د غزې تړانګې په شمالي برخه کې نن چهارشنبې د اسرايیلو په دوو هوايي بریدونو کې د لسګونو ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۸ کسان ووژل شول.

روغتیايي چارواکو او د یوه روغتون مشر ویلي چې، د ژوند ګواښوونکو ټپیانو درملنه ځکه نه‌شي کېدای چې د اسرايیلي ځواکونو د اوونۍ د پای په عملیاتو کې په لسګونو ډاکټران توقیف شوي دي.

اسراییل په وروستیو اوونیو کې د غزې په شمال کې هوايي بریدونه زیات کړي او هم یې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي دي.

اسراییل ویلي چې، دغه عملیات د حماس چې د متحده‌ایالاتو او اروپايي اتحادیې له‌خوا د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی، د سخت‌دریځې ډلې د وسله‌والو په له‌منځه وړلو متمرکز دي.

د جګړې له پراخېدو سره د غزې په شمال کې د سلګونو زرو فلسطینیانو د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

پنټاګون: د روسيې په کورسک سيمه کې د شمالي کوريا يوه قطعه ځای پر ځای شوې ده

د شمالي کوريا پوځيان
د شمالي کوريا پوځيان

د متحده‌ایالتونو د دفاع وزارت وايي، د شمالي کوریا د سرتېرو یوه کوچنۍ قطعه د روسیې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.

پنټاګون اندېښنه ښودلې چې، ښايي له‌‌دې سرتېرو څخه د اوکرایني ځواکونو پر ضد کار واخیستل شي.

د پنټاګون ویاند تورن‌جنرال پاټ رایډر پرون خبریالانو ته وویل، داسې نښې نښانې شته چې د روسیې کورسک ولایت ته د شمالي کوریا لږشمېر سرتېري استول شوي دي او زرګونه نور هلته رسېدو ته یا نژدې شوي او یا په نژدې راتلونکې کې ور روان دي.

رایډر همداراز وویل، پنټاګون د هغو راپورونو د تأیید لپاره کره معلومات نه‌لري چې وايي، په اوکراین کې دننه هم د شمالي کوریا ځواکونه شته.

ولسمشر جوبایډن ویلي دي، په کورسک کې د شمالي کوریا د سرتېرو حضور سخت اندېښمن کړی دی.

بایډن زیاتوي، که دا سرتېري د اوکراین قلمرو ته ننوځي، نو اوکرایني ځواکونه باید برید پرې وکړي.

کامالا هريس: ټرمپ بې‌ثباته او غچ اخيستونکی دی

کامالا هريس
کامالا هريس

د امریکا مرستیال ولسمشرې او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندیدې کامالا هریس پر خپل سیال پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ تور لګولی چې، بې‌ثباته دی او د غچ اخیستو عادت لري.

مېرمن هریس دا څرګندونې پرون سپینې ماڼۍ ته نژدې په یوه پراخه غونډه کې وکړې.

هغې ژمنه وکړه چې د ټولو امریکايانو ولسمشره به وي، خو خپل سیال یې تورن کړ چې د بې‌کنټروله قدرت په لټه کې دی.

د دې غونډې تنظیموونکو وویل شاوخوا ۷۵ زره کسان هلته راټول شوي وو.

که څه هم دا شمېرې د پولیسو او خپلواکو څارونکو له‌خوا نه‌دي تایید شوي، خو د راپورونو له‌مخې د هریس ځینو پلویانو په هغه پارک کې چې ټرمپ څلور کاله مخکې وینا کړې وه، اووه ساعته انتظار وکړ څو د هریس وینا واوري.

په همدې پارک کې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه ښاغلي ټرمپ خپلو پلویانو ته مخکې له‌‌دې چې هغوی د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي، وینا کړې وه.

پخوانی ولسمشر او پلویان یې دا برید کم اهمیته موضوع بولي.

ګوتېريش: د فسلطينيانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره بل بديل نه‌لري

د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش
د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش

ملګري ملتونه وايي، که اسراییل د فلسطینیانو لپاره د دې سازمان له څانګې سره د اړیکو د پرې کولو اړوند نوی قانون عملي کړي، نو د اسراییلو حکومت به د فلسطیني وګړو اړتیاوې د نړیوالو قوانینو په اساس پوره کوي.

د اسراییل پارلمان پرون هغه قوانین تصویب کړل، چې د اسراییلو په خاوره کې د ملګروملتونو د ځانګړې څانګې UNRWA پر فعالیت بندیز لګوي، اړیکي ورسره پرې کوي او د تروریستي ادارې په نوم یې یادوي.

د ملګروملتو د ویاند ستیفان دوجاریک په وینا سرمنشي انتونیو ګوتېریش ویلي چې، د فلسطینیانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره بل بدیل نه‌لري.

ګوتېرش ویلي دي چې UNRWA د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې پرمهال د فلسطینیانو لپاره د ژوند ژغورنې یوازینۍ مرستندویه اداره ده، خو د هغه په وینا د اسراییلو نوی قانون به په غزه کې پر روان بشري وضعیت ناوړه اغېز وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG