نړۍ
جاپان د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ ښوونځي جوړوي
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر وایي، هېواد یې په پام کې لري چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا دغه ژمنه په کابل کې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې کړې ده.
په دې اړه چې دغه لومړني ښوونځي به په کومو ولایتونو کې جوړېږي او یا د نجونو منځني ښوونځي هم پهکې شامل دي او کهنه، څه نهدي ویل شوي.
خو جاپان له افغانستان سره په تعلیمي برخه کې د مرستې دغه ژمنه داسې مهال کوي چې پرون پنجشنبې د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې نوی تعلمي کال پیل شو، خو بیا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوي.
نن د روسيې په ۸۳ سيمو او ښارونو کې د واليانو او سيمهييزو پارلمانونو ټاکنې ترسره کېږي
نن د روسیې د مسکو او سنټ پټرزبورګ په ګډون په ۸۳ سیمو او ښارونو کې د والیانو او د سیمهییزو پارلمانونو د غړیو د ټاکلو لپاره انتخابات ترسره کېږي، خو د انتخاباتو د چارواکو لهخوا د اپوزیسیون ډېر کاندیدان له سیالیو منع شوي دي.
د ۲۱ سیمو لپاره والیان ټاکل کېږي او د روسیې لهخوا په ناقانونه توګه د لاندې کړې کریمیا ټاپووزمې په ګډون د څلورو سیمو د پارلمانونو لپاره به غړي وټاکل شي.
د ګولوس په نوم د رایې ورکوونکو د حقونو یوې مدافعې ټولنې دغه ټاکنې جعلي بللي او ویلي یې دي چې، هغه رښتینې سیالۍ نهدي.
د ګولوس په وینا، د لیبرال اپوزیسیون ګوند، یابلوکو د ټولو درې کاندیدانو په ګډون ۳۵سلنه کاندیدان د نوملیکنې څخه منع شوي دي.
په ځینو سیمو کې به دغه ټاکنې چې نن د سپټمبر په شپږمه پیل شوې، درې ورځې دوام وکړي.
ملګري ملتونه: غزه کې بشري وضعيت د ناورين له حده تېر شوی دی
ملګروملتونو خبرداری ورکړ، چې په غزې تړانګه کې بشري وضعیت د ناورین له حده تېر شوی دی.
د ملګروملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وویل، د غزې د مرکزي او جنوبي برخو له یو ميلیون زیاتو اوسېدونکو په تېره اګسټ میاشت کې د بشرپالنې له مؤسسو د مرستو خواړه نهدي ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه له هغو ننګونو سره - سره چې موږ ورسره مخامخ یو، ملګري ملتونه او نور بشري سازمانونه به له فلسطینیانو لپاره د ژوند ژغورنې د مرستو د چمتو کولو لپاره له هرو ممکنه لارو هڅو ته دوام ورکړي.
په غره کې د دوهمې پرلهپسې میاشتې لپاره به د اړتیاو د پوره کولو لپاره کافي خواړه نه وي، پهدې معنا چې د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو کې به کورنۍ یوازې یو وخت خوراکي مواد ترلاسه کوی.
د اوکراين ولسمشر نن په فرانکفورت کې د جرمني له صدراعظم سره ګوري
د جرمني د حکومت یوه ویاند وویل، د دغه هېواد صدراعظم اولاف شولڅ به نن د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره په فرانکفورت کې یو په یو وګوري.
دا کتنه نن پهداسې ورځ ترسره کېږي، چې د امریکا متحدهایالتونو په ګډون د اوکراین نظامي ملاتړي په جرمني کې د امریکا په یوه هوایي اډه کې له کییف سره د خپل ملاتړ د همغږي کولو لپاره راغونډیږي.
دیر شپیګل مجلې راپور ورکړ چې ښاغلی زیلینسکي به هم د فرانکفورت د رامشتین د هوایي ډګر په غونډه کې برخه واخلي.
د پاکستان د پوځ وياند: سږ کال د پوځي عملياتو پر مهال ۱۹۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي
د پاکستان د پوځ جګپوړی ویاند وایي، د سږ میلادي کال له پيله تر اوسه پاکستاني ځواکونو د ترهګرۍ ضد دوه دېرش زره یوسل او درې اویا عملیات کړې دي.
د تورن جنرال احمد شریف چوهدري په وینا د دې عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه یوسل او درې نوي افسران او پوځیان وژل شوې دي.
جنرال چوهدري په راولپنډۍ کې خبرې غونډې ته پرون دا هم وویل چې، تېره میاشت دوی څلور زره یو ویشت عملیات ترسره کړې دي چې نوي مشکوک وسلهوال پهکې وژل شوې دي.
د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه، د ترهګرو د لهمنځه وړلو لپاره به د پاکستان د پوځ هڅې روانې وي، خو ده دا ترهګرې ډلې په نوم یادې نهکړې اما ویې ویل چې بهرني عناصر دې وسلهوالو ته روزونه ورکوي او پهدې بریدونو کې لاس لري.
جرمني کې پوليسو د اسراييل قونسلګرۍ ته نږدې يو اتريشي ځوان د ډزو تباله کې وژلی
د جرمني پولیسو پرون د اتریش یو تن ۱۸ کلن ځوان په مونشن ښار کې د اسرايیل قونسلګرۍ ته نږدې د ډزو په نتیجه کې وواژه.
د رویټرز خبري اژانس د خبر لهمخې، دغه کس مخکې تر دې چې ووژل شي، په خپلې یوې زړې تفنګچې سره له پنځو پولیسو سره ډزې تبادله کړې.
دا حمله د ۱۹۷۲م کال د حملې د کلیزې پر مهال وشوه، هغه وخت د مونشن یا میونیخ د المپیک لوبو پر مهال فلسطیني مبارزانو د اسرايیل ۱۱ ورزشکاران وژلي وو.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دغه ځوان مخکې د مشکوک افراطي کس په توګه پېژندل شوی و او په ۲۰۲۳م کال کې پولیسو په یوه افراطي ډله کې د هغه د غړیتوب راپور ترلاسه کړی و.
د مصر لوی درستيز د غزې پر سرحد امنيتي وضعيت ارزولی
د مصر د وسلهوالو ځواکونو ویاند وايي، د دغه هېواد لوی درستیز، احمد خلیفه پرون په ناڅاپي ډول د غزې پر سرحد، روان امنیتي وضعیت و ارزاوه.
د پوځ په یوه خپره کړې ویډیو کې ښکاري چې خلیفه د رفح دروازې د مصر په اړخ کې له خپلو سرتېرو سره خبرې کوي.
د مصر لوی درستیز په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د مصر د وسلهوالو ځواکونو عمده ماموریت د مصر د سرحدونو خوندیتوب دی.
دا سفر داسې وخت کېږي، چې د اسرايیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په وروستیو کې ویلي، چې اسرايیل به د فیلادلفيا دهلېز له کنټروله لاس پر سر نهشي.
دا د مصر او غزې تړانګې ترمنځ د ۱۴ کیلومترو په اوږدوالي پرته کرښه ده.
مصر چې له قطر او د امریکا له متحدهایالتونو سره یوځای هڅه کوي د اسرايیل او د حماس ډلې د مشرانو ترمنځ د سولې منځګړیتوب وکړي، په وار- وار د رفح سرحدي دروازې په اوږدو او فیلادلفیا دهلېز کې د اسرايیل له پوځي حضور سره مخالفت کړی دی.
د امریکا متحدهایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله، یو ترویستي سازمان ګڼي.
جرمني کې پوليسو سره د ډزو په تبادله کې يو کس وژل شوی
د جرمني د مونشن پولیسو نن پهدې ښار کې یو وسلهوال کس یوه موزیم او د اسراییل قونسلګرۍ ته نژدې د ډزو په تبادله کې وواژه.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور لهمخې د جرمني د پولیسو یوه ویاند اندریاس فرانکین خبریالانو ته وویل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د ښار په مرکزي برخه کې یو کس چې یو توپک ورسره و، پولیس پرې خبر شول چې وروسته د ډزو په تبادله کې هغه ټپي او د پېښې په ځای کې مړ شو.
د هغه په خبره، د دې هیڅ شواهد نهشته چې پهدې پېښه کې دې بل چاته زیان اوښتی وي.
د دغه کس د هویت او د انګېزې په اړه یې جزیات نهدي ورکړل شوي.
دا پېښه داسې مهال شوې، چې نن د ۱۹۷۲ کال د مونشن د المپیک په سیالیو کې د اسراییل په پلاوي د فلسطیني سختدریځو د حملې ۵۲مه کلیزه ده.
پهدې پېښه کې د اسراییل د ټیم یوولس غړي، د هغه وخت د لوېدیځ جرمني د پولیسو یو افسر او پنځه برید کونکي وژل شوي وو.
تر اوسه نهده څرګنده چې نننی پېښه له هغې پېښې سره تړاو لري که نه؟
روسیې پر پلازمېنه کییف د بې پیلوټه الوتکو پراخ برید کړی
روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کییف د بې پیلوټه الوتکو په وسیله پراخ برید کړی او د دې ښار چارواکو اوسېدونکو ته ویلي وو چې تر سهار پورې دې له خپلو پناه ځایونو نه راوځي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن پر ټیلیګرام خبرداری ورکړ چې د پلازمېنې پر سر لا هم څو بې پیلوټه الوتکې لیدل شوي او خلک دې له پناه ځایونو نه راوځي.
د کییف ښار د پوځي ادارې مشر سرهي پاپکو اوسېدونکو ته مشوره ورکړه چې د هوایي حملې د خطر زنګ روان دی او د هوایي مدافعې ځواکونه د پلازمېنې دفاع ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړې: "تر هغه پورې چې د هوایي حملې د خطر زنګ بند شوی نه وي، په پناه ځایونو کې پاتې شئ."
د اوکراین پوځ ویلي چې د چیرنيهیف او سومي په ګډون څو نورې سیمې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو لهخوا په نښه شوي دي.
یونېسف: په غزه کې له ټاکل شوي هدف ډېر ماشومان واکسین شوي
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق یونېسف وایي، په غزه کې د پولیو د واکسین د کمپاین په ترڅ کې تر هغو ډېر ماشومان واکسین شوي چې دوی یې هدف ټاکلی و.
دې ادارې ۱۸۹زره ماشومانو ته د پولیو د واکسین تطبیق، په غزه کې د روانې یولس میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې د روښنایي یوه نادره څپرکی یاد کړی دی.
یونېسف پرون چهارشنبې وویل چې روانه اوونۍ د غزې په مرکزي برخه کې له لسو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو لپاره له پنځه سوه زیات ټیمونه ګومارل شوي وو.
دې ادارې همدارنګه ویلي چې اسراییل او حماس د دغه کمپاین لپاره د اسانتیا د رامنځته کولو په هدف جګړې یو څه سستې کړې وې.
یونېسف هیلهمن دی چې د واکسین دغه کمپاین د غزې شمالي او جنوبي برخو ته چې سختو جګړو ځپلي، وغځوي.
یونېسف دا کمپاین وروسته تر دې پیل کړ چې تېره میاشت په غزه کې له ۲۵ کلونو وروسته د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوه.