د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

نړۍ

د اوکراين ولسمشر نن په فرانکفورت کې د جرمني له صدراعظم سره ګوري

د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د جرمني د حکومت یوه ویاند وویل، د دغه هېواد صدراعظم اولاف شولڅ به نن د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره په فرانکفورت کې یو په یو وګوري.

دا کتنه نن په‌داسې ورځ ترسره کېږي، چې د امریکا متحده‌ایالتونو په ګډون د اوکراین نظامي ملاتړي په جرمني کې د امریکا په یوه هوایي اډه کې له کییف سره د خپل ملاتړ د همغږي کولو لپاره راغونډیږي.

دیر شپیګل مجلې راپور ورکړ چې ښاغلی زیلینسکي به هم د فرانکفورت د رامشتین د هوایي ډګر په غونډه کې برخه واخلي.

د پاکستان د پوځ وياند: سږ کال د پوځي عملياتو پر مهال ۱۹۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي

د پاکستاني پوځيانو د عملياتو يو انځور
د پاکستاني پوځيانو د عملياتو يو انځور

د پاکستان د پوځ جګپوړی ویاند وایي، د سږ میلادي کال له پيله تر اوسه پاکستاني ځواکونو د ترهګرۍ ضد دوه دېرش زره یوسل او درې اویا عملیات کړې دي.

د تورن جنرال احمد شریف چوهدري په وینا د دې عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه یوسل او درې نوي افسران او پوځیان وژل شوې دي.

جنرال چوهدري په راولپنډۍ کې خبرې غونډې ته پرون دا هم وویل چې، تېره میاشت دوی څلور زره یو ویشت عملیات ترسره کړې دي چې نوي مشکوک وسله‌وال په‌کې وژل شوې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه، د ترهګرو د له‌‌منځه وړلو لپاره به د پاکستان د پوځ هڅې روانې وي، خو ده دا ترهګرې ډلې په نوم یادې نه‌کړې اما ویې ویل چې بهرني عناصر دې وسله‌والو ته روزونه ورکوي او په‌دې بریدونو کې لاس لري.

جرمني کې پوليسو د اسراييل قونسلګرۍ ته نږدې يو اتريشي ځوان د ډزو تباله کې وژلی

جرمني کې له يادې پېښې وروسته د سيمې يو انځور
جرمني کې له يادې پېښې وروسته د سيمې يو انځور

د جرمني پولیسو پرون د اتریش یو تن ۱۸ کلن ځوان په مونشن ښار کې د اسرايیل قونسلګرۍ ته نږدې د ډزو په نتیجه کې وواژه.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له‌مخې، دغه کس مخکې تر دې چې ووژل شي، په خپلې یوې زړې تفنګچې سره له پنځو پولیسو سره ډزې تبادله کړې.

دا حمله د ۱۹۷۲م کال د حملې د کلیزې پر مهال وشوه، هغه وخت د مونشن یا میونیخ د المپیک لوبو پر مهال فلسطیني مبارزانو د اسرايیل ۱۱ ورزشکاران وژلي وو.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دغه ځوان مخکې د مشکوک افراطي کس په توګه پېژندل شوی و او په ۲۰۲۳م کال کې پولیسو په یوه افراطي ډله کې د هغه د غړیتوب راپور ترلاسه کړی و.

د مصر لوی درستيز د غزې پر سرحد امنيتي وضعيت ارزولی

د مصر امنيتي سرتېري
د مصر امنيتي سرتېري

د مصر د وسله‌والو ځواکونو ویاند وايي، د دغه هېواد لوی درستیز، احمد خلیفه پرون په ناڅاپي ډول د غزې پر سرحد، روان امنیتي وضعیت و ارزاوه.

د پوځ په یوه خپره کړې ویډیو کې ښکاري چې خلیفه د رفح دروازې د مصر په اړخ کې له خپلو سرتېرو سره خبرې کوي.

د مصر لوی درستیز په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د مصر د وسله‌والو ځواکونو عمده ماموریت د مصر د سرحدونو خوندیتوب دی.

دا سفر داسې وخت کېږي، چې د اسرايیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په وروستیو کې ویلي، چې اسرايیل به د فیلادلفيا دهلېز له کنټروله لاس پر سر نه‌شي.

دا د مصر او غزې تړانګې ترمنځ د ۱۴ کیلومترو په اوږدوالي پرته کرښه ده.

مصر چې له قطر او د امریکا له متحده‌ایالتونو سره یوځای هڅه کوي د اسرايیل او د حماس ډلې د مشرانو ترمنځ د سولې منځ‌ګړیتوب وکړي، په وار- وار د رفح سرحدي دروازې په اوږدو او فیلادلفیا دهلېز کې د اسرايیل له پوځي حضور سره مخالفت کړی دی.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله، یو ترویستي سازمان ګڼي.

جرمني کې پوليسو سره د ډزو په تبادله کې يو کس وژل شوی

جرمني کې له شوې پېښې وروسته د پوليسو يو انځور
جرمني کې له شوې پېښې وروسته د پوليسو يو انځور

د جرمني د مونشن پولیسو نن په‌دې ښار کې یو وسله‌وال کس یوه موزیم او د اسراییل قونسلګرۍ ته نژدې د ډزو په تبادله کې وواژه.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې د جرمني د پولیسو یوه ویاند اندریاس فرانکین خبریالانو ته وویل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د ښار په مرکزي برخه کې یو کس چې یو توپک ورسره و، پولیس پرې خبر شول چې وروسته د ډزو په تبادله کې هغه ټپي او د پېښې په ځای کې مړ شو.

د هغه په خبره، د دې هیڅ شواهد نه‌شته چې په‌دې پېښه کې دې بل چاته زیان اوښتی وي.

د دغه کس د هویت او د انګېزې په اړه یې جزیات نه‌‌دي ورکړل شوي.

دا پېښه داسې مهال شوې، چې نن د ۱۹۷۲ کال د مونشن د المپیک په سیالیو کې د اسراییل په پلاوي د فلسطیني سخت‌دریځو د حملې ۵۲مه کلیزه ده.

په‌دې پېښه کې د اسراییل د ټیم یوولس غړي، د هغه وخت د لوېدیځ جرمني د پولیسو یو افسر او پنځه برید کونکي وژل شوي وو.

تر اوسه نه‌ده څرګنده چې نننی پېښه له هغې پېښې سره تړاو لري که نه؟

روسیې پر پلازمېنه کییف د بې پیلوټه الوتکو پراخ برید کړی

ارشیف
ارشیف

روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کییف د بې پیلوټه الوتکو په وسیله پراخ برید کړی او د دې ښار چارواکو اوسېدونکو ته ویلي وو چې تر سهار پورې دې له خپلو پناه ځایونو نه راوځي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن پر ټیلیګرام خبرداری ورکړ چې د پلازمېنې پر سر لا هم څو بې پیلوټه الوتکې لیدل شوي او خلک دې له پناه ځایونو نه راوځي.

د کییف ښار د پوځي ادارې مشر سرهي پاپکو اوسېدونکو ته مشوره ورکړه چې د هوایي حملې د خطر زنګ روان دی او د هوایي مدافعې ځواکونه د پلازمېنې دفاع ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې: "تر هغه پورې چې د هوایي حملې د خطر زنګ بند شوی نه وي، په پناه ځایونو کې پاتې شئ."

د اوکراین پوځ ویلي چې د چیرنيهیف او سومي په ګډون څو نورې سیمې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له‌خوا په نښه شوي دي.

یونېسف: په غزه کې له ټاکل شوي هدف ډېر ماشومان واکسین شوي

په غزه کې د پولیو ضد واکسین له کمپاین څخه یو انځور
په غزه کې د پولیو ضد واکسین له کمپاین څخه یو انځور

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق یونېسف وایي، په غزه کې د پولیو د واکسین د کمپاین په ترڅ کې تر هغو ډېر ماشومان واکسین شوي چې دوی یې هدف ټاکلی و.

دې ادارې ۱۸۹زره ماشومانو ته د پولیو د واکسین تطبیق، په غزه کې د روانې یولس میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې د روښنایي یوه نادره څپرکی یاد کړی دی.

یونېسف پرون چهارشنبې وویل چې روانه اوونۍ د غزې په مرکزي برخه کې له لسو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو لپاره له پنځه سوه زیات ټیمونه ګومارل شوي وو.

دې ادارې همدارنګه ویلي چې اسراییل او حماس د دغه کمپاین لپاره د اسانتیا د رامنځته کولو په هدف جګړې یو څه سستې کړې وې.

یونېسف هیله‌من دی چې د واکسین دغه کمپاین د غزې شمالي او جنوبي برخو ته چې سختو جګړو ځپلي، وغځوي.

یونېسف دا کمپاین وروسته تر دې پیل کړ چې تېره میاشت په غزه کې له ۲۵ کلونو وروسته د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوه.

د امریکا جورجیا کې د یوه ښوونځي دننه ډزې؛ څلور کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل دي

د جورجیا یوه ښوونځي کې د پېښې ځای ته پولیس رسېدلي او څېړنې یې پیل کړي دي.
د جورجیا یوه ښوونځي کې د پېښې ځای ته پولیس رسېدلي او څېړنې یې پیل کړي دي.

د امریکا په جورجیا ایالت کې د یوه ښوونځي دننه په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس لیکلي چې دغه ډزې پرون چهارشنبه د یوه ۱۴ کلن زده‌کوونکي له‌خوا شوي چې قربانیان یې دوه زده‌کوونکي او دوه ښوونکي دي.

ټپيانو کې بیا اته زده کوونکي او یو ښوونکی شامل دی.

د جورجیا د څېړنو د مرکز مشر کریس هوسي ویلي، بریدګر نیول شوی او یوه نږدې توقیف ځای ته لېږدول شوی دی.

چارواکو نه دي ویلي چې بریدګر زده‌کوونکي څه ډول وسله کارولې، خو په خبره یې څېړنې یې پيل کړي چې معلومه کړي زده‌کوونکي دغه وسله څنګه ښونځي ته دننه کړې ده.

مدیترانه کې د کډالو کښتۍ ډوبه شوې؛ د شاوخوا ۲۰ کسانو د تري تم کېدو اټکل شوی

ارشیف: د بېلابېلو هېوادونو کډوال په داسې لاریو هڅه کوي څو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.
ارشیف: د بېلابېلو هېوادونو کډوال په داسې لاریو هڅه کوي څو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" او د ایټالیا ساحلي ځواکونو پرون وویل چې داسې اټکل کېږي چې شاوخوا ۲۰ کډوال په مدیترانه کې د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته تري تم شوي دي.

ایټالیايي ژغورونکو ویلي چې اووه کډوال یې چې د سوریې دي، ژغورلي دي.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" د دې ژغورل شویو کډوالو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې، د دې کډوالو بېړۍ د لامپدوسا ټاپو له سواحلو څه باندې لس کیلومتره لرې ډوبه شوې ده.

د مدیترانې له لارې اروپا ته د کډوالو د اوښتو هڅې ډیر کله له خطره خالي نه وي، د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارو په وینا، سږ کال په دې اوبو کې تر اوسه ۱۰۴۷ کسان مړه شي او تېر کال تر ۲۵۰۰ ډېر کډوال د مدیترانې اوبو یووړل.

تر شکنجې لاندې د میر موسوي راپور شوې مړینه د ایران ولسمشر لپاره یو مهم انتخاب وبلل شو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وايي، په توقيف کې د يوه بندي د مړينې راپورونه د ايران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکيان لپاره يو چانس دی چې د ادعا شويو سرغړونو په اړه له امنيتي ځواکونو سره د حساب کولو ژمنه پرځای کړي.

دې سازمان په یوه بیان کې د ایران د کورنیو چارو وزیر ته د پزشکیان د لارښوونې یادونه کړې چې هغه ته یې د اګست په وروستیو کې د محمد میر موسوي د مړینې په اړه د تحقیقاتو د پیلېدو ویلي دي.

ویل کېږي، میر موسوي چې د لاهیجان په یوه کوڅه کې د شخړې په تړاو نیول شوی و، شکنجه شوی و.

یاد سازمان وویل، تر شکنجې لاندې د میر موسوي راپور شوې مړینه د ولسمشر پزشکیان لپاره یو مهم انتخاب دی چې ایا امنیتي ځواکونو ته د بشپړ معافیت اجازه ورکولو ته دوام ورکړي یا په رښتیا باوري تحقیقات ترسره او له عاملانو سره حساب کوي.

پزشکیان د جولای په میاشت کې د یوه اصلاح غوښتونکي په توګه له کاندیدېدو وروسته ټاکنې وګټلې او د جولای په ۳۰مه یې د پخواني سخت دریځه ابراهیم رئیسي پر ځای چې په مې میاشت کې د آذربایجان پولې ته څېرمه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د یوې هیلیکپټرې د لویېدو په پېښه کې مړ شو، د ایران د ولسمشرپه توګه لوړه وکړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG