د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

نړۍ

د پاکستان په بلوچستان کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او ۲۰ټپيان دي

پاکستان کې د ترافيکي پېښې يو انځور
پاکستان کې د ترافيکي پېښې يو انځور

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او شاوخوا شل تنه نور ژوبل دي.

پېښه پرون د شیراني ضلعې په دانه سر سیمه کې شوې.

د ژوب د ملکي روغتون مشر ډاکټر اختر محمد د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې، ځینې مړي او ژوبل کسان روغتون ته وروړل شوي دي.

بس له اسلام‌اباد څخه کوټې ته د ډېره اسماعیل خان په لویه لاره روان وو چې کندې ته ولوېد.

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د پېښې ټول اړخونه معلوموي او ټول ژوبل کسان د لیویز او پولیسو په موټرو کې ژوب روغتون ته وړل شوي دي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زیاتره د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي، د ډرېورانو بې احتیاطۍ، او د موټرو پر ټاکلي وخت د سرویس او معاینې نه کولو له وجې کېږي، چې په‌کې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

روسيې پر اوکراين د اټومي وسلو د بريد ګواښ کړی

د روسیې پخوانی ولسمشر او د امنيت شورا مرستيال دیمیتري مېدوېدیف
د روسیې پخوانی ولسمشر او د امنيت شورا مرستيال دیمیتري مېدوېدیف

روسي چارواکو اوکراین ته ګواښ کړی، چې که د لوېدیځ په وسلو په روسیه کې دننه حملې وکړي نو په نتیجه کې یې مسکو ښايي پر اوکراین د اټومي وسلو برید وکړي.

د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري مېدوېدیف چې اوس د امنیت شورا مرستیال دی، نن (د وږي ۲۴مه) خبرداری ورکړ چې که پر کییف، د لوېدیځ په وسلو په روسیه کې د حملو بندیز ازاد شي، نو اوکراین به د نړۍ په نقشه کې د یوه ویلي شوي خړ ټکي بڼه غوره کړي.

کییف بیا بیا غوښتنه کړې چې، باید د روسیې په قلمرو کې د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو په ذریعه د برید اجازه ورکړل شي، څو د روسیې د یرغل پر وړاندې خپله دفاع وکړای شي.

عراقچي: ايران له فشار او ګواښ پرته د ډيپلوماسۍ له لارې د لانجو حل ته چمتو دی

د ايران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ايران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

ایران وايي، د ګواښ او فشار نه، بلکې د ډیپلوماسۍ له لارې د لانجو حل ته چمتو دی.

وروسته له هغې چې د امريکا متحده‌ایالتونو پر تهران نوي بندیزونه اعلان کړل، د ایران دولتي رسنیو نن د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له قوله راپور ورکړ چې وايي، ایران تل د لانجو حل ته چمتو و.

نوموړي ويلي، په‌دې شرط چې خبرې د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ ولاړې وي، نه پر ګواښونو او فشارونو.

عراقچي دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل وویل، دا ټولنه غواړي د هغو راپورونو په غبرګون کې چې وايي، ایران د اوکراین پر ضد جګړه کې روسیې ته بالستیک توغندي ورکړي دي، پر دې هېواد متحده‌‌ایالتونو ته ورته بندیزونه ولګوي.

رومانيا کې د سېلابونو راوتلو له امله ۴ کسان مړه شوي

رومانيا کې د وروستيو سېلابونو يو انځور
رومانيا کې د وروستيو سېلابونو يو انځور

تېره شپه د رومانیا په ختیځ کې تر سختو سېلابونو وروسته ۴ کسان مړه او په سلګونو نور کسان، نورو ساحو ته د لېږد په تمه دي.

د مولداوا سیمې په ګلاتي او واسولي ساحو کې سختو سېلابونو له کبله تر ټولو جدي خبرداری خپور شوی دی.

په دغو ساحو کې ګڼ کسانو د کورونو پر بامونو نورو ځایونو ته د لېږد په تمه دي.

د پشه‌کال تر ورښتونو وروسته په ځینو ساحو کې د سېلابونو اوبه ۳ متره لوړې شوې دي.

د پولنډ او چک جمهوریت په ځینو برخو کې هم سخت سېلابونه بهېدلي دي.

د بلوچستان په کچلاک سيمه کې چاودنې دوه پوليس وژلي او يو يې ټپي کړی

پاکستان کې د چاودنې يو انځور
پاکستان کې د چاودنې يو انځور

د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې په کچلاک سيمه کې چاودنې دوه پوليس وژلي او يو يې ژوبل کړی دی.

د کچلاک تاڼې د پوليسو چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، د پوليسو موټر ته نږدې د سړک غاړې بم چاودنه کې د يوه افسر په ګډون دوه پوليس وژل شوي دي.

دا پېښه نن هغه وخت وشوه چې پوليس په سيمه کې په ګزمه بوخت وو.

پرون هم د بلوچستان ایالت په کلات ولسوالۍ کې د امنيتي سرتېرو پر ګاډي سړک غاړې بم چاودنه کې اته سرتېري ژوبل شوي وو.

د دغو دوو پېښو مسوولیت چا نه‌دی منلی، خو په بلوچستان کې د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکې وسله‌واله ډله زیات وخت د دغسې پېښو مسوولیت پر غاړه اخلي.

امريکا غواړي رومانيا ته د اف-۳۵ جټ الوتکې ورکړي

اف-۳۵ الوتکه
اف-۳۵ الوتکه

د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه وویل، دوی د ناټو متحد هېواد رومانیا ته د لسګونو F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو پلورل منظور کړي دي.

ویل شوي د دې موافقې ارزښت اووه اعشاریه دوه ميلیارد ډالرو ته رسېږي.

دا قرارداد، چې باید لا هم د متحده‌ایالاتو د کانګرس له‌خوا تصویب شي، بخارست ته ۳۲ عرادې F-35A ډوله الوتکې او اړوند تجهیزات برابروي.

دغه تړون داسې وخت اعلانېږي چې اوکرايیني پیلوټانو روانه اوونۍ د رومانیا په یوه ځانګړي مرکز کې د F-16 ډوله الوتکو د کارونې په اړه روزنه پیل کړه.

په امریکا کې جوړې شوې جنګي جټ الوتکې چې د واشنګټن له‌خوا یې کییف ته ورکړه منظوره شوې، د اوکراین له‌خوا د روسیې د یرغل په وړاندې د مقابلې لپاره کارول کېږي.

ايران د ځمکې مدار ته د يو اکتشافي سټلايټ د لېږلو خبر ورکړی

د چمران-۱ په نوم سټلایت انځور
د چمران-۱ په نوم سټلایت انځور

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن راپور ورکړی، چې دغه هېواد یو اکتشافي سټلایټ چې د ایران سپاه پاسداران فضايي څانګې جوړ کړی، د ځمکې مدار ته ولېږه.

راپور وايي، د چمران-۱ په نوم دغه سټلایت چې ۶۰ کیلوګرامه وزن لري، په بریا سره د ځمکې د مدار ۵۵۰ کیلومترۍ ته ورسېد.

ایران په جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و، چې درې سټلایټونه یې د یوه توغندي په مرسته فضا ته توغولي دي.

تر دې مخکې د امریکا متحده‌ایالتونو ویلي وو، چې د ایران له‌خوا د سټلایټونو توغول د ملګروملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیک سرغړونه بللې وه او له تهران یې غوښتي وو، داسې فعالیت دې نه‌کوي، چې د اټومي وسلو د انتقال وړ بالستیک توغندي په‌کې شامل وي.

د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام په تړاو د ملګروملتونو بندیزونه په تېره اکتوبر میاشت کې پای ته ورسېدل.

ايران کې د اعتراض په ډول پر سړکونو له حجاب پرته د نجونو ګرځېدل ډېر شوي

ارشيف
ارشيف

په ایران کې د مهسا امیني د مړینې د دویم کال پوره کېدو په مناسبت د اعتراض په ډول د ایران د بېلابېلو ښارونو پر سړکونو له حجاب پرته د ښځو ګرځېدل راګرځېدل زیات شوي دي.

۲۲ کلنه مهسا امیني په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور د ګشت ارشاد پولیسو له‌خوا نیول شوې وه، چې د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر پر ۱۶مه یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دغې پېښې وروسته په ټول ایران کې پراخ لاریونونه وشول، چې څه باندې ۵۰۰ کسان یې په نتیجه کې ووژل شول او تر ۲۲زرو زیات نور ونیول شول.

اوس د مهسا د مړینې د دوو کلونو پوره کېدو په درشل کې د ایران پر سړکونو له حجاب پرته د ښځو ګرځېدل داسې وخت زیات شوي، چې په ایران کې هوا توده ده او د برېښنا پرچاوي هم زیاته شوې ده.

پر ټولنیزو شبکو تر ډېره تر لمر لوېدو وروسته ښځې او نجونې ښکاري چې اوږده وېښته یې پر اوږو پراته دي او له حجاب پرته قدم وهي.

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان ژمنه کړې چې د ګشت ارشاد پولیسو له‌خوا به د ښځو ځورول ودروي، خو د ایران ۸۵ کلن رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي چې وروستۍ پرېکړه د ده له‌خوا کېږي، ویلي بې‌حجابي هم په مذهبي او هم په سیاسي لحاظ منع ده.

امريکا او بريتانيا يو ځل بيا له اوکراين په کلک ملاتړ ټينګار کړی

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمیر
د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمیر

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمیر یو ځل بیا له اوکراین څخه په کلک ملاتړ ټینګار وکړ، خو پر هغو وسلو لګول شوي محدودیتونه په خپل ځای پاتې دي چې لوېدیځ اوکراین ته يې ورکړي او کییف اجازه نه‌لري چې د روسیې د خاورې دننه پرې هدفونه په نښه کړي.

سپینې ماڼۍ پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، د دواړو مشرانو په خبرو کې دا موضوع چې ایا کییف ته اجازه ورکړي چې له لیرې واټن ویشتونکو توغندیو څخه د روسیې د خاورې د ننه د بریدونو لپاره کار واخلي؟ راپورته نه‌شوه.

تمه کېده هغو نښو ته په پام چې د اوکراین متحدینو په‌دې وروستیو کې پر دغو وسلو د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کولو لپاره ښودلې، له بایډن سره د سټارمیر په کتنه کې به نوموړی په‌دې برخه کې پر هغه فشار راوړي.

خو په خپره شوې اعلامیه کې د دې یادونه نه‌ده شوې، بلکې له اوکراین څخه د ملاتړ د دوام ترڅنګ د ځینو نړیوالو مسایلو یادونه شوې ده.

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د پنج‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که لوېدیځ خپله پالیسي بدله او اجازه ورکړي چې له وسلو یې د روسیې په خاوره کې د ننه د لیرې هدفونو لپاره کار واخیستل شي، نو دا به د روسیې په وړاندې د ناټو د جګړې په معنا وي.

بلېنکن: روسي رسنۍ "آر‌ټي" د ډيموکراسۍ د کمزوري کولو لپاره ناسم معلومات خپروي

آر‌ټي نيوز
آر‌ټي نيوز

د امریکا متحده‌ایالات وایي، د روسیې خبري رسنۍ RT له کریملن څخه مستقیم اوامر ترلاسه کوي او هغه د روسیې له پوځي استخباراتو سره کار کوي، ترڅو د ډیموکراسۍ د کمزوري کولو لپاره په ټوله نړۍ کې غلط معلومات خپاره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون جمعه ناوخته په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، متحده‌ایالات نوي شواهد راټول کړي چې دRT او د رسییه سیودنیه Rossia Segodnya میډیا ګروپ تر چتر لاندې څلورو نورو رسنیو ترمنځ همکاري ثابتوي.

د ده په خبره د دوی هدف دا دی چې، نورو هېوادونو ته د غلطو معلوماتو د ګواښ خبرداری ورکړي.

د امریکا خزانې وزارت تېره اوونۍ امریکایانو ته خبرداری ورکړ، چې روسیه د امریکا د روان کال د ولسمشرۍ پر انتخاباتو د نفوذ هڅه کوي.

دې وزارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د روسیې پر دغو رسنیو یې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل، وزارت به یې یو ډیپلوماتیک کمپاین پیل کړي، ترڅو هغه شواهد له نورو هېوادونو سره شریک کړي چې متحده‌ایالتونو د RT د پراخو وړتیاوو په اړه ترلاسه کړي او له هغو به وغواړي چې په وړاندې یې اقدام وکړي.

ټاکل شوې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه ترسره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG