د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

نړۍ

سرچینې: عراق په ترهګرۍ تورن ۸ کسان اعدام کړل

ارشیف
ارشیف

په عراق کې یوې امنیتي سرچینې او روغتیايي چارواکو ویلي، عراق هغه ۸ کسان، چې په ترهګرۍ کې په لاس لرلو تورن شوي وو، اعدام کړل.

فرانس پرېس خبري اژانس د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي چې دغه عراقیان د پنجشنبې په ورځ په ناصریه زندان کې اعدام شول.

د سرچنیې په خبره، دا کسان د اسلامي دولت یا داعش ډلې کې په غړیتوب او په ترهګریزو فعالیتونو کې په لاس لرلو تورن شوي وو.

په تېره یوه میاشت کې دا درېیم وار دی چې په عراق کې د یوې ډلې کسان اعدامېږي.

په وروستیو کلونو کې د عراق په محکمو کې د هغوو عراقي وګړو چې په ترهګریزۍ کې لاس لري، د عمري بند او اعدام حکم صادر شوی دی.

خو د بشري حقونو مدافع ډلو دا اقدام غندلی دی.

غزه کې دوه اسراییلي سرتېري وژل شوي

غزه
غزه

د اسراییل پوځ نن وویل چې د دوی دوه پوځیان په غزه کې د نښتو پرمهال وژل شوي دي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، پر غزې د اسراییل د پوځ د برید له پیله تر اوسه د دغه هېواد نژدې درې سوه اسراییلي سرتېري وژل شوي دي.

په غزه کې د دوه زره درېیم کال د اکتوبر پر اوومه اسراییلي ځواکونو د حماس پرضد چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله ګڼي، وروسته تر دې عملیات پیل کړل چې حماس د اسراییل دننه برید وکړ، دولس سوه کسان یې ووژل او شاوخوا یو نیم سل کسان یې برمته کړل.

روسیې پر کییف د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

د برید ځای ته منسوب تصویر
د برید ځای ته منسوب تصویر

روسیې نن سهار وختي د اوکراین پر پلازمېنه د توغندي او ډرون الوتکو برید کړی دی.

په کییف کې د پوځي ادارې مسوول سرهي پوپکو په ټیلګرام کې لیکلي دي چې د کییف په هولو سیفیسکي سیمه کې د روسیې د اسکندر توغندي او ډرون الوتکو د برید له امله په یوې ودانۍ کې چې خلک پکې نه اوسېدل، اورلګیدلی دی.

پوپکو زیاته کړه چې دا حمله تلفات نه لري او ټولې بې پیلوټه الوتکې هوایي ځواکونو نسکورې کړې دي.

ټرمپ د بربنډو فلمونو یوې لوبغاړې ته د حق السکوت ورکولو له امله مجرم پېژندل شوی

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د نیویارک یوې محکمې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بربنډو فلمونو یوې لوبغاړې ته د حق السکوت د ورکړې په قضیه کې په ۳۴ موردو تورن او مجرم وګاڼه.

د نیویارک د منهنتن د محکمې ۱۲ غړیو له دوو ورځو سلا مشورو وروسته بېګا د ټرمپ په اړه خپله پرېکړه اورولې او هغه یې ګناهګاره بللی.

ټرمپ هم په محکمه کې حضور درلود. هغه وروسته خبریالانو ته وویل چې د محکمې دا پرېکړه د شرم وړ وه. ټرمپ وویل چې اصلي پرېکړه د نومبر په ۵مه د خلکو له خوا کېږي. د هغه اشاره د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته وه.

د امریکا ولسمشر تورن دی چې د ۲۰۱۶ کال له ټاکنو څه موده مخکې یې د بربنډو فلمونو لوبغاړې ستورمي دنیلز ته ۱۳۰زره ډالره ورکړي څو له ده سره جنسي اړیکه افشا نه کړي او غلې پاتې شي.

بایډن اوکراین ته د امریکایي وسلو د ورکولو د څېړلو امر کړی

د امریکا ولسمشر جوبایدن
د امریکا ولسمشر جوبایدن

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر جوبایدن خپلې ادارې ته امر کړی چې ډاډ حاصله کړي اوکرایین کولای شي په خارکیف کې د روسیې پر ضد له ځینو امریکايي وسلو کار اخیستلی شي.

دا خبره پولتیکو مجلې راپور کړې او دا یې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې د سیاست یو بدلون بللی.

خو پولتیکو په عین حال کې د یوه امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې د روسیې په خاوره د لرې واټن بریدونو په اړه تګلاره په خپل ځای ده.

اوکرایین اجازه نه لري چې له امریکايي یا د ناټو له وسلو له خپلې خاورې د روسیې په خاوره کې هدفونه په نښه کړي او یواځې یې د خپلې خاورې دفاع لپاره د اوکرایین دننه دا وسلې کارولي.

د امریکا ولسمشر داسې وخت روسي پوځیانو ته د اوکرایین له خوا د ضربې وهلو په اړه دا مهمه پرېکړه کړې چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په پراګ کې سره غونډ شوي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي د ناټو متحدین باید پر اوکرایین د ناټو د وسلو د نه کارولو بندیز لرې کړي.

د سوریې ولسمشر بشار اسد له علي خامنه یي سره په تهران کې وکتل

د لیدنې تصویر
د لیدنې تصویر

د سوریې ولسمشر بشار اسد چې د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر له مړینې یوولس ورځې وروسته پرون تهران ته لاړ، هغوی دواړه په سوریه کې د علي خامنه يي د پلانونو اصلي اجرا کوونکي وبلل.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، بشار اسد د ایران له لوی مشر علي خامنه يي سره په کتنه کې له هغه سره د ابراهیم رييسي او امیرعبداللهیان په مړینه غمرازي وکړه، ویې ویل، د ایران او سوریې اړیکې ستراتیژیکې دي چې د خامنه يي په لارښوونه وړاندې درومي او ريیسي او عبداللهیان یې د تطبیق په سر کې وو.

د ایراني رسنیو پر اساس، خامنه يي په ځواب کې وویل چې اوس ښاغلی مخبر، چې د ولسمشر بشپړ واک لري، هماغه لارې ته دوام ورکوي او هیله لري چې چارې تر ټولو په ښه ډول مخ ته لاړې شي.

د سلوانیا حکومت د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژانده

د سلوانیا صدراعظم روبرت ګلوب
د سلوانیا صدراعظم روبرت ګلوب

د سلوانیا حکومت نن د هغې پرېکړې د تصویب اعلان وکړ چې له مخې یې د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت پېژندل کېږي.

د هغه هېواد صدراعظم روبرت ګلوب نن دغه اعلان وکړ، تر دې مخکې هسپانیا، ایرلنډ او ناروې هم د فلسطین د خپلواک دولت د رسمیت پېژندلو پرېکړې اعلان کړې وې.

د سلوانیا صدراعظم روبرت ګلوب نن په یوه کنفرانس کې وویل، د دوی حکومت فلسطین د خپلوک او ملي حاکمیت لرونکي دولت په توګه په رسمیت پېژني.

سلوانیا چې د اروپايي ټولنې غړی هېواد دی، باید د دې ټولنې له خوا هم د خپل حکومت د پرېکړې تصویب واخلي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر د سلوانیا حکومت دا پرېکړه غندلې ده.

دا پر اسراییل د روان او همغږي فشار برخه ده چې هدف یې د غزې د شخړې پای ته ورسول دي.

د ایران پر یوې مخکښې سیاسي مخالفې او دوو ورونو تازه تورونه لګېدلي

فاطمه سپهري د ایران د حکومت او د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه اي له مخالفانو ده.
فاطمه سپهري د ایران د حکومت او د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه اي له مخالفانو ده.

د ایران قضایه قوې د ایران د مخکښې سیاسي مخالفې فاطمې سپهري او د هغې د دوو ورونو پر خلاف تازه تورونه لګولي دي.

دوی د ایران د اوسنیو او پخوانیو رهبرانو د "سپکاوي" په تور په بند کې دي.

د تازه تورونو په باب نور توضیحات نه دي ورکړل شوي.

د فاطمې ورور اصغر سپهري پر ټولنیزو شبکو د دغو تورونو په باب څرګندونې کړي او ویلي یې دي، د مشهد یوه تحقیقاتي قاضي د هغه د خور او دوو وروڼو په دوسیه کې نور تورونه ورزیات کړي دي.

اصغر سپهري وايي، خور یې فاطمه سپهري له ۲۰ میاشتو راهیسې په زندان کې ده او ټلیفون یې په شدت کنټرولېږي.

ده په وینا، دوه نور ورونه یې محمد حسین سپهري او حسین سهپري د تېر لمریز کال له تلې یا میزان میاشتې په توقیف کې دي.

فاطمه سپهري د ایران د حکومت او د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه اي له مخالفانو ده.

د پاکستان پوځ: د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ پلان شویو پېښو ته اندېښمن یوو

د پاکستان په کوټه کې د پولیسو پر یوه موټر چاودنه کې مرګ‌ژوبله اوښتې وه. د ۲۰۲۲م کال د نومبر ۳۰مه
د پاکستان په کوټه کې د پولیسو پر یوه موټر چاودنه کې مرګ‌ژوبله اوښتې وه. د ۲۰۲۲م کال د نومبر ۳۰مه

د پاکستان پوځ وایي، د ترهګرۍ هغو پېښو ته جدي اندېښنه لري چې په وینا یې د افغانستان په خاوره کې پلان کېږي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتره نن پنجشنبې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په هغې غونډه کې چې پرون چهارشنبې په راولپنډۍ کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ جوړه شوې وه، وویل شول چې د پاکستان وسله‌وال مخالفين په هېواد کې د امنیتي ځواکونو او بې ګناه ملکي وګړو د په نښه کولو لپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.

د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه د طالبانوحکومت تراوسه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې مخکې یې په کراتو کراتو دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې هیچاته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر نورو د بریدونو لپاره کار واخلي.

د رفح اوسېدونکو په سیمه کې د سختو بریدونو خبر ورکړ

په رفح کې د روانې جګړې یوه څنډه
په رفح کې د روانې جګړې یوه څنډه

وروسته له هغې چې د اسراییل پوځ له مصر سره پر پوله د غزې د یوه ستراتیژیک کوریډور د نیولو خبر ورکړ، د غزې تړانګې د جنوبي ښار رفح اوسېدونکو نن وویل چې تېره شپه په سیمه کې د سختو بریدونو شاهدان وو.

د فرانس‌پرېس خبري آژآنس د راپور له مخې د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري وویل چې اسراییل هغه تنګه سرحدي سیمه تر کنټرول لاندې راوستې چې شاوخوا شل تونلونه په‌کې موندل شوي دي.

په غزه کې عیني شاهدانو د رفح په مرکزي او لوېدیځو سیمو کې د نښتو راپورونه ورکړي دي.

دوی ویلي چې اسراییلي ځواکونو د ښار په ختیځه برخه کې چې اسراییلي ځواکونو د مې په اوومه پرې یرغل پیل کړی و، یو شمېر ودانۍ ویجاړې کړې دي.

په دغو نښتو کې د مرګ‌ژوبلو په اړه تراوسه راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

د راپورونو له مخې د اسراییلو له‌خوا د فیلادیلفي په نوم د دغه کوریډور نیول ښایي د اسراییل او مصر اړیکې هم پیچلې کړي، ځکه مصر له مخکې نیوکه کړې چې اسراییل یې د پولې پر لوري پرمختګ کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG