د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

نړۍ

د فوټبال یورو جام؛ نن درې سیالۍ ترسره کېږي

د فوټبال یورو جام سیالیو څخه یو انځور
د فوټبال یورو جام سیالیو څخه یو انځور

د فوټبال د یورو جام په سیالیو کې نن پنجشنبه درې سیالۍ ترسره کیږي.

لومړۍ لوبه به د سلوینیا او سربیا، دویمه هغه د ډنمارک او انګلستان او درېیمه هغه به د اسپانیې او ایټالیا ترمنځ وي.

پرون په دغه جام کې درې لوبې وشوې چې په لومړۍ هغې کې البانیا او کروشیا یو- یو مساوي شوه.

په دویمه سیالۍ کې بیا جرمني هنګري ته دوه د صفر په وړاندې ماته ورکړه او درېیمه سیالي چې د ورځې په وروستیو کې وشوه د سکاټلنډ او سویس ترمنځ وه چې هغه هم یو- یو مساوي شوه.

فوټبال؛ په یورو جام کې جرمني هنګري ته ماتې ورکړه

د جرمني او هنګري له لوبې یو انځور
د جرمني او هنګري له لوبې یو انځور

د فوټبال د یورو جام په سیالیو کې د چهارشنبې په ورځ د جون په ۲۰مه نېټه هم درې سیالۍ ترسره شوې چې یوازې جرمني وکړای شول چې ۲ـ۰ د هنګري لوبډلې ته ماتې ورکړي.

دغه راز د دې ورځۍ په لومړۍ سیالۍ کې د البانیا او کروشیا ترمنځ سیالي ۱ـ۱ مساوي پای ته ورسېده.

د ورځې وروستۍ سیالي بیا د سکاټلنډ او سویس ترمنځ وه چې هغه هم ۱ـ۱ برابره پای ته ورسېده.

د ویلو ده چې د پنجشنبې په ورځ به هم درې سیالۍ ترسره شي چې لومړۍ لوبه به د سلواکیا او سربیا ترمنځ، دویمه به د ډنمارک او انګلستان ترمنځ او درېیمه به د هسپانیې او ایټالیا ترمنځ ترسره شي.

د چاد یوه ډیپو کې پراخه اور لګېدنه؛ لږ تر لږه ۹ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي

ارشیف
ارشیف

د چاد د پلازمېنې نجامینا (N'Djamena) د پوځي مهماتو په یوه ډیپو کې پراخې اورلګېدنې لږ تر لږه ۹ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان کړل.

دغه پېښه سې شنبه ناوخته شوې، خو د دغه هېواد روغتیا وزیر د مرګ‌ژوبلې دا جزییات پرون چهارشنبه ورکړل.

عبدالمجید عبدالرحیم رسنیو ته وویلچې ممکن د مړو شمېر زیات شي، ځکه د زیاتو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د دې پېښې د علت په باب څه نه دي ویل شوي او دغه ډیپو نړیوال هوايي ډګر ته نږدې پرته ده.

په نجامینا کې ۱ میلیون او ۶ لکه وګړي ژوند کوي چې د چاد د ټولو وګړو ۱۰ فیصده جوړوي.

په غزه کې د اسراییلو حملې او د دوی او حماس ترمنځ جګړې روانې دي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

پرون چهارشنبه هم په غزه کې د اسراییل هوايي حملې، دغه راز د اسراییلي پوځیانو او فلسطیني افراطي وسله‌والو ترمنځ وسله‌والې شخړې روانې وې.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ خبرداری ورکړ چې د خپل هېواد په شمالي سنګرونو کې یې د لبنان د حزب الله ډلې پر خلاف پوځي عملیاتو چمتووالی نیولی دی.

عیني شاهدانو او د حماس تر ولکې لاندې غزه کې د ملکي دفاع یوه بنسټ راپور ورکړی چې اسراییل د غزې د رفح ښار لوېدیځې برخې بمباري کړې دي.

په دغه ځای کې روغتیايي کارکوونکو ویلي چې د بې پېلوټه الوتکو په حملو او د توپونو په ډزو لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، د څه باندې اتو میاشتو په جګړه کې په دغه قلمرو کې څه کم ۳۷زره ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

روسۍ محکمې څلور اوکراینیان د یو قوماندان د قتل په قضیه کې د اوږده حبس په سزا محکوم کړي

 د روس پلوو بېلتونپالو وژل شوی قوماندان ارسېن پاولوف
د روس پلوو بېلتونپالو وژل شوی قوماندان ارسېن پاولوف

د روسیې یوې پوځي محکمې څلور تنه اوکراینیان د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتونپالو د یو قوماندان د قتل په قضیه کې د اوږده حبس په سزا محکوم کړي دي.

په ۲۰۱۶م کال کې په دونېڅک سیمه کې د بېلتونپالو د قوماندان ارسېن پاولوف چې په موتورولا مشهور و، د قتل په تړاو تورن اولیکساندر پوهوریلوف ته د عمري بند سزا واورول شوه، ارتیم یېنا په ۱۷ کاله بند، واسیلي چوریلوف په ۱۳ او اولیکساندر تیموشینکو په ۱۲ کاله بند محکوم شول.

څلور واړه تورن په ۲۰۱۷م کال کې د دونېڅک سیمې د بېلتونپالو د مشر الکساندر زاخارچینکو د وژنې لپاره په هڅه هم تورن شوي دي.

زاخارچینکو په ۲۰۱۸م کال کې په یوه جلا برید کې ووژل شو.

د حج په مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو شمېر لږ تر لږه ۵۷۷ تنه ښودل شوی

د حج له مراسمو یو انځور
د حج له مراسمو یو انځور

سږ کال د حج په مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو شمېر لږ تر لږه ۵۷۷ تنه ښودل شوی دی.

د سعودي عربستان دوو دیپلوماتیکو سرچینو د سه شنبې په ورځ فرانس پریس ته ویلي، د مړو شویو حاجیانو ډیر شمېر یعنې ۳۲۳ تنه یې د مصر اتباع دي.

فرانس پرېس ویلي، سرچینو د مکي د یوه لوی روغتون د معلوماتو پر اساس دوی سره د مړو شویو کسانو شمېرې شریکې کړې دي.

د ډېرو دغو حاجیانو د مړینې لامل له ګرمۍ سره تړلې ناروغۍ بلل شوي دي.

د اردون ۶۰ تنه حاجیان هم د حج د مراسمو پر مهال مړه شوي دي.

روسیه کې محکمې یو امریکایي سرتېری په درې کاله او نهه میاشتو بند محکوم کړ

۳۲ کلن امریکايي سرتېری ګورډون بلک چې دا مهال روسیه کې بندي دی او دمګړی په درې کاله او نهه میاشتو بند محکوم شو.
۳۲ کلن امریکايي سرتېری ګورډون بلک چې دا مهال روسیه کې بندي دی او دمګړی په درې کاله او نهه میاشتو بند محکوم شو.

د روسیې په لرې ختیځ کې یوې محکمې هغه امریکایي سرتېری په درې کاله او نهه میاشتو بند محکوم کړ چې تېره مې میاشت کې يې روسیې ته په تګ سره د راپورونو له مخې پوځي مقررات مات کړي دي.

دغه ۳۲ کلن سرتېري ګورډون بلک، چې له خپلې روسۍ ملګرې سره روسیې ته سفر کړی، د ولادیواستوک په یوه محکمه کې ادعا کړې چې بې ګناه دی او وکیلانو یې هم ویلي چې د استېناف غوښتنه کوي.

دغه سرتېري بیا منلې چې د الکساندرا واشچوک په نوم مېرمنه یې چې پر ده یې د نشې په حالت کې حمله کړې، وهلې ده.

محکمې ویلي چې بلک به دغې مېرمنې ته د شخړې په همدې قضیه کې ۱۱۵ ډالره جریمه هم ورکوي.

روسي څارنوالانو دغه امریکایي سرتېري ته د نژدې پنځه کاله حبس غوښتنه کړې وه.

امریکایي چارواکو ویلي، بلک له جنوبي کوریا څخه د چین په لاره روسیې ته ننوتلی او خپلو مشرانو ته یې هیڅ حال نه دی ورکړی.

ملګري ملتونه: اسراییلو ممکن په غزې کې په پرله‌پسې توګه سرغړونه کړې وي

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د ویجاړو شویو ودانیو یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې له کبله د ویجاړو شویو ودانیو یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وایي، اسراییلو ممکن په غزې تړانګه کې په پرله‌پسې توګه د جګړې له قوانینو سرغړونه کړې وي.

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د یوه راپور په حواله چې نن چهارشنبه خپور شوی ویلي، اسراییلي پوځ په غزه کې د علمیاتو پر مهال د ملکیانو او جنګالیو په توپیر کې پاتې راغلی دی.

په راپور کې د اسراییل شپږ هغه عملیات ارزول شوي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور له مخې ملکیانو ته یې ډېره مرګ‌ژوبله او ملکي تاسیساتو ته یې ډېر زیان اړولی دی.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی، ویلي چې د اسراییلي پوځیانو په عملیاتو کې څه باندې ۳۷ زره او څلور سوه کسان وژل شوي دي.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د تېر کال د اکټوبر په ۷مه پر اسراییلو غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

اسراییل د همدې بریدونو په غچ کې پر غزې بریدونه پيل کړي چې لا هم دوام لري.

د پاکستان خیبر کې وسله‌والو د "خلیل اپریدي" په نوم یو خبریال وژلی

د پاکستان نقشه کې د خیبر موقعیت
د پاکستان نقشه کې د خیبر موقعیت

د پاکستان په شمال د خیبر سیمه کې نامعلومو وسله‌والو پرون خبریال خلیل اپریدی وواژه.

دا خبر پولیسو او د وژل شوي د کورنۍ غړیو ازادي راډیو ته تایید کړ.

خلیل اپریدي د خیبر تلوېزیون لپاره، چې په پښتو ژبه خپرونې کوي، کار کاوه.

پولیسو وویل چې اپریدی له یوه مېله‌ځایه له خپل ملګري سره د خپل کور خواته روان و چې د دوی موټر ته وسله‌والو لاس ورکړ او پر دوی یې ډزې وکړې.

اپریدی ځای په ځای ووژل شو او د ده ملګری چې سجاد نومېږي، ټپي شو.

د اپریدي د کورنۍ غړیو ویلي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې ده ته ګواښونه کېدل.

د روسیې ولسمشر شمالي کوریا ته ورسېد

 د پيونګ یانګ په هوایي ډګر کې د ولسمشر پوتین هرکلي ته د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ورغلی و.
د پيونګ یانګ په هوایي ډګر کې د ولسمشر پوتین هرکلي ته د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ورغلی و.

د روسیې ولسمشر نن سهار وختي شمالي کوریا ته ورسېد.

ولادیمیر پوتین غواړي چې د دې سفر په ترڅ کې له شمالي کوریا سره دفاعي اړیکې پياوړې کړي.

د روسیي اژانسونو د راپور له مخې د پيونګ یانګ په هوایي ډګر کې د ولسمشر پوتین هرکلي ته د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ورغلی و.

د روسیې ولسمشر پیونګ یانګ ته تر سفر یوه ورځ مخکې ویلي وو چې د اوکراین د جګړې په تړاو دی د شمالي کوریا د دریځ او ملاتړ ستاینه کوي.

واشنګتن او متحدان یې شمالي کوریا پړ ګڼي چې روسیې ته د بالستیک توغندیو په ګډون وسلې ورکوي چې په اوکراین کې یې استعمالې کړي چې دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیک څخه سرغړونه ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG