نړۍ
غزه کې نن سهار د اسراييلو په هوايي بريدونو کې ۸۸ کسان وژل شوي
د غزې تړانګې په شمالي برخه کې نن چهارشنبې د اسرايیلو په دوو هوايي بریدونو کې د لسګونو ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۸ کسان ووژل شول.
روغتیايي چارواکو او د یوه روغتون مشر ویلي چې، د ژوند ګواښوونکو ټپیانو درملنه ځکه نهشي کېدای چې د اسرايیلي ځواکونو د اوونۍ د پای په عملیاتو کې په لسګونو ډاکټران توقیف شوي دي.
اسراییل په وروستیو اوونیو کې د غزې په شمال کې هوايي بریدونه زیات کړي او هم یې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي دي.
اسراییل ویلي چې، دغه عملیات د حماس چې د متحدهایالاتو او اروپايي اتحادیې لهخوا د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی، د سختدریځې ډلې د وسلهوالو په لهمنځه وړلو متمرکز دي.
د جګړې له پراخېدو سره د غزې په شمال کې د سلګونو زرو فلسطینیانو د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
پنټاګون: د روسيې په کورسک سيمه کې د شمالي کوريا يوه قطعه ځای پر ځای شوې ده
د متحدهایالتونو د دفاع وزارت وايي، د شمالي کوریا د سرتېرو یوه کوچنۍ قطعه د روسیې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.
پنټاګون اندېښنه ښودلې چې، ښايي لهدې سرتېرو څخه د اوکرایني ځواکونو پر ضد کار واخیستل شي.
د پنټاګون ویاند تورنجنرال پاټ رایډر پرون خبریالانو ته وویل، داسې نښې نښانې شته چې د روسیې کورسک ولایت ته د شمالي کوریا لږشمېر سرتېري استول شوي دي او زرګونه نور هلته رسېدو ته یا نژدې شوي او یا په نژدې راتلونکې کې ور روان دي.
رایډر همداراز وویل، پنټاګون د هغو راپورونو د تأیید لپاره کره معلومات نهلري چې وايي، په اوکراین کې دننه هم د شمالي کوریا ځواکونه شته.
ولسمشر جوبایډن ویلي دي، په کورسک کې د شمالي کوریا د سرتېرو حضور سخت اندېښمن کړی دی.
بایډن زیاتوي، که دا سرتېري د اوکراین قلمرو ته ننوځي، نو اوکرایني ځواکونه باید برید پرې وکړي.
کامالا هريس: ټرمپ بېثباته او غچ اخيستونکی دی
د امریکا مرستیال ولسمشرې او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندیدې کامالا هریس پر خپل سیال پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ تور لګولی چې، بېثباته دی او د غچ اخیستو عادت لري.
مېرمن هریس دا څرګندونې پرون سپینې ماڼۍ ته نژدې په یوه پراخه غونډه کې وکړې.
هغې ژمنه وکړه چې د ټولو امریکايانو ولسمشره به وي، خو خپل سیال یې تورن کړ چې د بېکنټروله قدرت په لټه کې دی.
د دې غونډې تنظیموونکو وویل شاوخوا ۷۵ زره کسان هلته راټول شوي وو.
که څه هم دا شمېرې د پولیسو او خپلواکو څارونکو لهخوا نهدي تایید شوي، خو د راپورونو لهمخې د هریس ځینو پلویانو په هغه پارک کې چې ټرمپ څلور کاله مخکې وینا کړې وه، اووه ساعته انتظار وکړ څو د هریس وینا واوري.
په همدې پارک کې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه ښاغلي ټرمپ خپلو پلویانو ته مخکې لهدې چې هغوی د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي، وینا کړې وه.
پخوانی ولسمشر او پلویان یې دا برید کم اهمیته موضوع بولي.
ګوتېريش: د فسلطينيانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره بل بديل نهلري
ملګري ملتونه وايي، که اسراییل د فلسطینیانو لپاره د دې سازمان له څانګې سره د اړیکو د پرې کولو اړوند نوی قانون عملي کړي، نو د اسراییلو حکومت به د فلسطیني وګړو اړتیاوې د نړیوالو قوانینو په اساس پوره کوي.
د اسراییل پارلمان پرون هغه قوانین تصویب کړل، چې د اسراییلو په خاوره کې د ملګروملتونو د ځانګړې څانګې UNRWA پر فعالیت بندیز لګوي، اړیکي ورسره پرې کوي او د تروریستي ادارې په نوم یې یادوي.
د ملګروملتو د ویاند ستیفان دوجاریک په وینا سرمنشي انتونیو ګوتېریش ویلي چې، د فلسطینیانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره بل بدیل نهلري.
ګوتېرش ویلي دي چې UNRWA د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې پرمهال د فلسطینیانو لپاره د ژوند ژغورنې یوازینۍ مرستندویه اداره ده، خو د هغه په وینا د اسراییلو نوی قانون به په غزه کې پر روان بشري وضعیت ناوړه اغېز وکړي.
روسيې پر ۱۳۱ اسټراليايي اتباعو بنديزونه لګولي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون سهشنبې اعلان وکړ، چې پر ۱۳۱ اسټرالیایي اتباعو یې بندیزونه لګولي او هغوی یې روسیې ته له سفر کولو منع کړي دي.
د روسیې لهخوا په دغو بندیزونو کې د اسټرالیا د دفاعي صنایعو استازي، خبریالان او نورې عامې څېرې چې مسکو هغوی د "روسیې ضد اجنډا" په خپراوي تورن کړي، په نښه شوي دي.
دغه بندیزونه د اسټرالیا هغه مخکېني اقدام ته د مسکو مستقیم ځواب دی، چې پر یوشمېر روسي شرکتونو، ادارو او افرادو یې بندیزونه لګولي دي.
پر دې سربېره روسیې د نیوزیلند د دفاع وزارت د درېیو مرستیالانو په ګډون د دې وزارت پر ۹ چارواکو هم بندیزونه لګولي دي.
پر اوکراین د روسیې د بېدلیله یرغل راهیسې اسټرالیا د روسیې په څه باندې زرو شرکتونو او افرادو بندیزونه لګولي، چې نیوزیلند هم د روسیې په وړاندې ورته تګلاره مخته وړې ده.
د ګرجستان ولسمشرې د پارلماني ټاکنو د پايلو د بيا ارزونې غوښتنه کړې
د ګرجستان ولسمشرې سالومه زورابیشویلي له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې په واکمن، د ګرجستان خوب ګوند باندې فشار راوړي چې د انتخاباتو نتیجې له سره و ارزوي.
نوموړې پرون سهشنبې د دې هېواد په پلازمېنه تبلیسي کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د ګرجستان له څانګې سره په مرکه کې همدارنګه وویل، اروپایي او نور غربي شریکان یې باید پر چارواکو سخت فشارونه راوړي ترڅو د شنبې د ورځې د پارلماني انتخاباتو پايلې چې د هغې په خبره غلا شوي، بیا وڅېړي.
مېرمن زورابیشویلي او د اپوزیسیون ګوندونه وایي چې، په دغو انتخاباتو کې لاسوهنه شوې او شاوخوا درې سوه زره رایې د واکمن ګوند په ګټه کارول شوي دي.
دې ګوند ادعا کړي چې شاوخوا ۵۴سلنه رایې یې ګټلي دي.
دغه ادعاوې او د روسیې د مداخلې په اړه تورونه د دې سبب شوي، چې په ګرجستان کې په لسګونو زره کسان د اعتراضونو لپاره واټونو ته راووځي.
د مسکو يوې محکمې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه فيروز دادوبايف په ۱۳نيم کاله بند محکوم کړ
د مسکو یوې محکمې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه فیروز دادوبایف د خیانت په تور په دیارلسنیم کاله بند محکوم کړ.
دادوبایف د روسیې او تاجکستان دوهګونی تابعیت لري.
د روسیې دولتي خبري اژانسونو نن د امنیت د فدرال ادارې FSB په حواله راپور ورکړ چې، دادوبایف د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر میاشت کې هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د روسیې پټ استخباراتي معلومات په پلازمېنه مسکو کې د امریکا د استخباراتو یوه استازي ته وسپاري.
محکمې همداراز نوموړی د ۳۰۸۰ ډالر معادل د ۳۰۰ زره روسي روبلو د جریمې په ورکولو هم محکوم کړی دی.
وروسته لهدې چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین یرغل وکړ، په روسیه کې په خیانت د تورنو کسانو قضیې هم زیاتې شوې دي.
ولسمشر ولادیمیر پوتین تېرکال هغه قانون توشیح کړ چې، لهمخې یې د خیانت په نوم جرمونو ته تر پخوا درنې سزاګانې ورکول کېږي.
د اوکراين او روسيې جګړه؛ د شمالي قفقاز پر چيچنيا سيمه د لومړي ځل لپاره بريد شوی
پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې د شمالي قفقاز چیچنیا سیمه د لومړي ځل لپاره د یوې بېپیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوه.
د چیچنیا کریملین پلوي دکتاتور مشر رمضان قدیروف نن پر خپله ټلېګرام پاڼه ولیکل چې، دا بېپیلوټه الوتکې په ګودرمس ښار کې د هغه پوځي پوهنتون پر ودانۍ ولګېدلې چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په نوم یادېږي.
دا پوهنتون د اوکراین له سرحد څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لیرې پروت دی.
قدیروف وویل، دې حملې انساني تلفات نهدي اړولي او هغه اور چې د ودانۍ پر بام لګېدلی و، وژل شوی دی.
کییف تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
قدیروف وویل چې، زرګونه روسي ځواکونو مخکې لهدې چې اوکراین ته واستول شي، د چیچنیا پهدې پوځي پوهنتون کې پوځي زدهکړې کړې دي.
ايران کې د يو جرمني وګړي له اعدامېدو وروسته برلين له تهرانه خپل سفير ورغوښتی
په ایران کې د یوه جرمني وګړي له اعدامېدو وروسته د جرمني حکومت له تهران څخه خپل سفیر راوغوښت او په برلین کې د ایران سفیر یې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
۶۹ کلن جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوه ګونی تابعیت یې درلود د تروریزم په یوه لانجمه قضیه کې محکوم په اعدام محکوم شوی و.
د ایران د قضا اړوند میزان خبري آژانس خبر ورکړی چې، پر شارمهد د اعدام حکم پرون د اکتوبر په ۲۸مه د سترې محکمې له تایید وروسته تطبیق شو.
ایراني چارواکو شارمهد د سلطنت د هغې پلوي ډلې په مشرۍ تورن کړی و، چې په ۲۰۰۸ کال کې د شیراز ښار په یوه جومات کې د بمي چاودنې تور پرې لګېدلی و.
په هغه برید کې ۱۴ کسان وژل شوي وو.
يوشمېر لوېديځو هېوادونو د ګرجستان پارلماني ټاکنې له بېنظميو ډکې بللي
په ګرجستان کې له لانجمنو انتخاباتو وروسته لوېدیځ هېوادونه لهدې هېواد سره پر خپلو اړیکو بیا غور کوي.
متحدایالتونو، کاناډا او سویډن د ګرجستان پر پارلماني انتخاباتو چې د روسیې پلوي ګوند د ګرجستان ارمان ګوند یې د ګټلو ادعا وکړه، انتقاد وکړ.
لهدې مخکې د دې انتخاباتو په ترڅ کې د پراخو بېنظمیو راپورونه ورکړل شوي وو او د اپوزیسیون ګوندونو د پراخو اعتراضونو پرمهال ادعا وکړه چې، مسکو پهدې انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.
سویډن اعلان وکړ چې د ګرجستان له حکومت سره مستقیم اړیکي پرې کوي او کاناډا وویل چې له تبلیسي سره پر خپلو اړیکو بیا غور کوي.
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر سناتور بن کاردین ویلي، د ګرجستان په انتخاباتو کې د بېنظمیو اړوند راپورونه د اندېښنې وړ دي.
دا پهداسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې او متحدایالتونو مخکې په ګرجستان کې د ډیموکراسۍ د په شاتګ په اړه خبرداری ورکړی و.