د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

نړۍ

په جنوبي کوریا کې تر چاودنې وروسته اور ۲۲ کسان مړه کړي

په جنوبي کوریا کې د اور لګېدنې له سیمې یو انځور
په جنوبي کوریا کې د اور لګېدنې له سیمې یو انځور

په جنوبي کوریا کې ۲۲ کسان د لیتیوم بطریو په یوه فابریکه کې تر چاودنې وروسته په اور کې مړه شوي.

د اور وژنې مسوولانو ویلي، اور وروسته له هغه بل شو چې په یوه ډیپو کې چې شاوخوا ۳۵زره بطرۍ په‌کې وې څو کتار بطرۍ وچاودېدې.

تر اوسه نه ده معلوم چې بطرۍ ولې او څنګه وچاودېدې.

د اور وژنې ځایي چارواکي کېم‌جین یونګ خبریالانو ته وویل چې د شرکت د چارواکو د معلوماتو په حواله په مړو کې ۱۸ چینايي کارګران شامل دي.

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول د پېښې ځای ته ورغلی او چارواکو د پېښې په اړه معلومات ورکړي.

شمالي وزیرستان کې د وسله‌والو برید؛ اووه کسان ژوبل شوي

د سیمې پولیسو او امنیتي چارواکو د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې د جون پر ۲۴مه، وسله‌والو هغه مهال د لاسي بم برید وکاروه چې د پوځ یو ګاډی له سیمې تېرېده.
د سیمې پولیسو او امنیتي چارواکو د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې د جون پر ۲۴مه، وسله‌والو هغه مهال د لاسي بم برید وکاروه چې د پوځ یو ګاډی له سیمې تېرېده.

د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي کې وسله‌والو د لاسي بم په برید کې اووه کسان ژوبل کړي دي.

د سیمې پولیسو او امنیتي چارواکو د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې د جون پر ۲۴مه، وسله‌والو هغه مهال د لاسي بم برید وکاروه چې د پوځ یو ګاډی له سیمې تېرېده.

چارواکي وایي، بم پوځي ګاډي ته زیان نه دی رسولی، خو په بازار کې پرې ولسي خلک ژوبل شوي او د ملکیانو دوه موټر ویجاړ شوي دي.

وسله‌وال تر بریدو وروسته تښتېدلي او ژوبل کسان د میرلي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

تراوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

د جون په ۱۸مه هم په میرعلي ایسوړي کې وسلوالو درې کسان په هدفي برید کې وژلي وو او په یو بل برید کې یې د میرانشاه چشمه پل پوسته کې شپږ امنیتي عسکر ژوبل کړي وو.

شل اوریز نړیوال جام؛ هندوستان هم نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د هند له لوبې یو انځور
د هند له لوبې یو انځور

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې هندوستان د ۲۴ منډو په توپیر اسټرالیا ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ورسېده.

دغه سیالي چې نن دوشنبه د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې پیل شوې وه، هند لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۲۰۶ منډو هدف یې وټاکه.

د هند لوبډلمشر روحیت شرما په دې سیالۍ کې ۹۲ منډې وکړې.

اسټرالیا د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۲۰ اورونو کې ۱۸۱ منډې وکړې.

یادې لوبډلې ته ټرېوېس هېډ ۷۶ منډې وکړې او هند ته بیا ارشدیپ سینګ ۳ لوبغاړي وسوځول.

د ۸ غوره لوبډلو په پړاو کې وروستۍ سیالي سبا سه شنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ پیلېږي.

که دغه سیالي افغان لوبډلې وګټله نو نیمه پایلوبې ته به ورسېږي.

امریکا پر لبنان د اسراییل د احتمالي برید په وړاندې خبرداری ورکړ

د امریکا د پوځ یو جګپوړي جنرال وايي، پر لبنان د اسراییل پوځي برید دا خطر لري چې ایران د حزب الله دفاع ته راودانګي او دا پېښه په سیمه کې د جګړې د پراخېدو او امریکايي ځواکونو ته د ګواښ سبب کېدای شي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز او د هوايي ځواک جنرال چارلس کیو براون پرون یکشنبې وویل چې ایران به په داسې حالت کې د حزب الله نور ملاتړ وکړي، په تېره بیا که دوی احساس کړي چې د حزب الله موجودیت له جدي خطر سره مخامخ دی.

براون دا څرګندونې د افریقايي هېواد بوتسوانا د سفر په ترڅ کې وکړې.

نوموړی د افریقايي هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بوتسوانا ته تللی دی.

اسراییلي چارواکو ګواښ کړی چې که د خبرواترو له لارې د لبنان حزب الله له پولې څخه شا ته نه شي، د دغه هېواد پوځ به پر لبنان برید وکړي.

امریکایي چارواکي هڅه کوي چې دغو شخړو ته یوه دیپلوماتیکه حللاره ومومي.

تمه کېږي چې دا مسئله به روانه اوونۍ په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالانت په کتنو کې مطرح شي.

نړیوال جام؛ سویلي افریقا او انګلستان نیمه پایلوبې ته ورسېدل

د ویسټ اینډیز او سویلي افریقا له لوبې یو انځور
د ویسټ اینډیز او سویلي افریقا له لوبې یو انځور

د کرکټ په روان شل اوریز نړیوال جام کې د اتو غوره لوبډلو د پړاو په دویم ګروپ کې سویلي افریقا د کوربه ویسټ اینډیز په ماتولو سره په نیمه پایلوبه کې خپل ځای پوښ کړ.

د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۴مه نېټه سویلي افریقا او ویسټ اینډیز سیالي ترسره کړه چې یاده سیالي د ۳ وېکټو په توپیر سویلي افریقا وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

دا د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د سویلي افریقا درېیمه بریا وه.

دغه راز انګلستان بیا تر دوو بریاوو وروسته د دویمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته ورسېده.

په دې ګروپ کې کوربه ویسټ اینډیز او امریکا نیمه پایلوبې ته له رسېدو پاتې شول.

ټاکل شوې چې نن له اول ګروپ څخه د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ مهمه سیالي ترسره شي.

دغه سیالي چې نن د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې پیلېږي که یې هندوستان وګټي، نو نېغ په نېغه به نیمه پایلوبې ته لاړه شي او که اسټرالیا وګټله بیا به د افغانستان او بنګله‌دېش تر سیالۍ وروسته څرګندېږي چې له دې ګروپ څخه کومې دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته رسېږي.

د اتو غوره لوبډلو د پړاو وروستۍ سیالي به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ سبا سه شنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پیل شي.

د ویلو ده چې د نیمه پایلوبې پړاو د جون په ۲۷مه نېټه پيلېږي او پایلوبه به د جون په ۲۹مه نېټه وي.

برون: لبنان ته د اسراییلو د عملیاتو غځېدل به د ایران د غچ اخیستنې خطر له ځان سره ولري

د اسراییل او لبنان د پولو څنډو کې د راکټي بریدونو له کبله اور لګېدلی دی.
د اسراییل او لبنان د پولو څنډو کې د راکټي بریدونو له کبله اور لګېدلی دی.

د امریکا د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی چې لبنان ته د اسراییلو د پوځي عملیاتو غځېدل به د ایران د غچ اخیستنې خطر له ځان سره ولري.

د امریکا د ګډې قومندانۍ مشر او د هوایي ځواکونو جنرال سي کیو برون پرون یکشنبه خبریالانو ته ویلي، پر لبنان عملیات پراخه جګړه پارولی شي چې ورسره په سیمه کې مېشتو امریکایي ځواکونو ته هم خطر پېښېږي.

د اسوشېټېډپرېس په وینا، تر دې وړاندې د اسراییلو چارواکو ګواښ کړی که خبرې د دې لامل نه شي چې حزب‌الله ډله له سرحدي سیمو په شا شي، دوی به پر لبنان عملیات وکړي.

څو ورځې وړاندې د اسراییل پوځ وویل، د لبنان عملیاتو ته یې یو باوري پلان چمتو کړی دی.

حزب‌الله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله بلل کېږي، د غزې د جګړې له پيله وخت نا وخت پر اسراییلو توغندیز بریدونه کوي او اسراییل یې هم اهداف په نښه کوي.

د حج په سږنیو مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو شمېر له ۱۳۰۰ اوښتی

د حج له مراسمو یو انځور
د حج له مراسمو یو انځور

د حج په سږنیو مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو شمېر له ۱۳۰۰ واوښت.

د سعودي عربستان د روغتیا وزیر فهد بن عبدالرحمان الجلاجل پرون یکشنبه دولتي تلوېزیون ته ویلي، ۸۳ فیصده مړه شوي هغه حاجیان دي چې دوی سره رسماً د حج کوونکو په توګه ثبت نه وو.

دغه حاجیان تر ډېره په سره لمر کې د اوږده واټن قدم وهلو له کبله مړه شوي دي.

اسوشېټېدپرېس خبري اژانس د قاهرې د دوو سرچینو په حواله ویلي، د مړو شویو حاجیانو څه باندې پنځوس فیصده یې د مصر اتباع دي.

په راپور کې راغلي چې سعودي عربستان له ۱۶ مسافرتي شرکتونو څخه د دې لپاره جوازونه اخیستي چې یو شمېر حاجیانو ته یې په غیر رسمي ډول عربستان ته د سفر زمینه برابره کړې وه.

کرکټ نړیوال جام؛ انګلستان په لوی توپیر امریکا ته ماتې ورکړه

د انګلستان له لوبې یو انځور
د انګلستان له لوبې یو انځور

د کرکټ په نړیوال جام کې انګلستان په لوی توپیر امریکا ته ماتې ورکړه.

امریکا په ۱۱۶ منډې هدف ورکړی و.

انګلستان په څه باندې ۹ اوورونو کې دغه هدف ته داسې حال کې ورسېد، چې هېڅ لوبغاړی یې نه وو اوټ شوی.

انګلستان په دې بریا سره په اتو غوره پړاو سیالیو کې خپل امتیازونه څلورو ته ورسول او بي ګروپ په سر کې ځای لري.

له بي ګروپه یوه بله لوبه د ویسټ اینډیز او جنوبي افریقا تر منځ ده.

ماښام به بیا د هندوستان او اسټرالیا ټیمونه سره مخ شي.

سبا سهار وختي د اول ګروپ دوه نور ټیمونه افغانستان او بنګله‌دېش لوبه لري.

که افغانستان له بنګله‌دېشه په ښه توپیر لوبه وګټي نیمه پایلوبې ته وځي.

د روسیې داغستان کې د وسله‌والو بریدونه؛ له ۱۶ ډېر کسان وژل شوي

د روسیې په داغستان کې د وسله‌والو کسانو د بریدونو وروسته یوې ودانۍ اور اخیستی دی.
د روسیې په داغستان کې د وسله‌والو کسانو د بریدونو وروسته یوې ودانۍ اور اخیستی دی.

د روسیې په داغستان کې د وسله‌والو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس، یو عیسوي کشیش او یو شمېر نور ملکیان وژل شوي دي.

د داغستان والي سیرګي میلیکوف نن دوشنبه وختي وویل وسله‌والو بریدګرو پرون یکشنبه په دوو ښارونو مخاچ کلا او دربند کې پر دو کلیساوو، د یهودانو پر یوه عبادت ځای او د پولیسو پر یوه پوسته ډزې وکړې.

اسوشېټېډ‌پرېس خبري اژانس ویلي چې د روسیې د ترهګرۍ ضد کمېټې د داغستان دغه بریدونه ترهګریز بللي دي.

په داغستان کې د دغو بریدونو له کبله د درېیو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان شوی دی.

تراوسه معلومه نه ده چې د بریدګرو کره شمېر څومره و، خو چارواکو ویلي پنځه تنه بریدګر یې وژلي دي.

د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو وړاندې تر دې داعش تر ډېره په روسیه کې د ورته بریدونو مسوولیت اخیستی دی.

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو مخالفت کړی

ارشیف: پاکستاني ځواکونه په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال
ارشیف: پاکستاني ځواکونه په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو د "عزم استحکام" په نوم د پوځ له‌خوا په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو مخالفت کړی دی.

د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي عمر ایوب رسنیو ته ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو پرېکړه باید پارلمان وکړي.

ایوب ویلي د دوی د ګوند رهبر عمران خان باوري دی چې "باید په پردي جنګ کې ځانونه ښکېل نه کړو او امن یواځې په زور نه راځي."

عمر ایوب او نورو ګوندونو د پارلمان جلسه هم بایکاټ کړې وه.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ لوړپوړې کمېټۍ د دغو عملیاتو د پیلولو اعلان کړی.

د پاکستان حکومت ویلي چې دا پرېکړه د څلورواړه ایالتونو او د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر او ګلګت-بلتستان له چارواکو سره په موافقه کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG