نړۍ
د اروپا فوټبال جام سیالۍ؛ د فرانسې او هالنډ ترمنځ لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده
د اروپا د فوټبال جام سیالیو په ترڅ کې پرون د فرانسې او هالنډ د ټیمونو ترمنځ لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده.
اتریش د درې د یوه په مقابل کې لوبه له پولنډ څخه وګټله او اوکراین هم دوه د یوه په مقابل کې سلواکیا ته ماتې ورکړه.
نن هم شپږو ټیمونو ترمنځ سیالي ترسره کېږي، ګرجستان له چک جمهوریت سره لوبه کوي.
ترکیه له پرتګال سره او بلجیم هم له رومانیا سره لوبې ترسره کوي.
په جرمني کې درې کسان یوه استخباراتي بنسټ لپاره د اطلاعاتو ټولولو په تور نیول شوي
په جرمني کې درې کسان په دې شک نیول شوي چې د اوکراین له یوه وګړي یې د یوه بهرنۍ استخباراتي بنسټ لپاره د اطلاعاتو ټولولو هڅه کوله.
د جرمني لویې څارنوالۍ پرون جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه درې مشکوک کسان د چهارشنبې په ورځ په فرانفکورټ کې نیول شوي دي.
دغه مشکوک کسان دوه د اوکراین وګړي رابرټ اې، واردګیس آی او درېیم د ارمنستان وګړی ارمان ایس معرفي شوي.
د جرمني د شخصي محرمیت د اصولو له مخې د دغو کسانو بشپړ نومونه افشا شوي نه دي.
د پنجشنبې په ورځ یوه قاضي یوه بهرني استخباراتي بنسټ ته د دوی د احتمالي کار د دلیل له مخې، په توقیف کې د دغو کسانو د ساتلو حکم ورکړ.
په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دغه کسان د کوم هېواد استخباراتي ادارې ته په کار کولو تورن دي.
د ترکیې جنوب ختیځ کې اور لګېدنه؛ د مړو شمېر ۱۱ ته پورته شوی
د ترکیې د جنوب ختیځ په څو کلیو کې چې تر ډېره کردان په کې اوسي، د اور لګېدنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۱۱ ته پورته شو.
چارواکو پرون جمعه ویلي چې په دغه اور کې چې وړمه شپه بل شوی، په سلګونو څاروي هم تلف شوي دي.
په دیاربکر او ماردین ولایتونو کې دغه پراخ اور زیاتې ساحې لاندې کړي او ډېره ویجاړي یې پېښه کړې ده.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین خواجه پرون په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د مړو شمېر ۱۱ ته لوړ شوی دی.
مخکې دغه شمېر ۵ ښودل شوی و.
له غزې د ۲۰ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی
له غزې تړانګې د اسراییل او د حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې پر مهال پرون د ۲۰ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د جرمني خبري اژانس د فلسطیني روغتیايي سرچینو د ناتایید شویو راپورونو پر اساس دا خبر ورکړی دی.
بلخوا د اسراییل پوځ وايي چې د غزې تړانګې په مرکزي او جنوبي برخو کې به یې پوځي عملیات دوام وکړي.
د جرمني خبري اژانس زیاته کړې چې وړمه شپه په خان یونس ښار کې چې یوه بشري ساحه اعلان شوې د فلسطینیانو د اسلامي جهاد ډلې د توغندیو ویشتلو یوه ساحه بمباري شوې ده.
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، د اکټوبر له اوومې په روانه جګړه کې ۳۷زره ۱۰۰ کسان وژل شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.
د اروپا فوټبال جام؛ اوکراین سلواکیا ته ماتې ورکړه
د اروپا د فوټبال جام د سیالیو په لړ کې نن د اوکراین لوبډله وتوانېده دوه د یو پر وړاندې سلواکیا ته ماتې ورکړي.
په دویمه لوبه کې، چې د افغانستان په وخت اته نیمې بجې پیل شوې، اتریش د پولنډ پر وړاندې لوبه کوي.
هالنډ او فرانسه به د افغانستان په ۱۱ نیمې میدان ته ښکته کېږي.
خیبرپښتونخوا کې چاودنه او ډزې؛ څلور پوځیان وژل شوي
د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د یوه ماین په چاودنه او ډزو کې څلور پوځیان وژل شوي دي.
د کورمې د پولیسو یوې چارواکې د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، نن جمعه د جون ۲۱مه د کورمې په مزرینه سیمه کې د پوځیانو پر موټر د ماین چاودنه شوې او له چاودنې وروسته پر پوځیانو ډزې هم شوي دي.
په چاودنه کې څلور پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د چارواکو په خبره، ټپیان د سدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي د پېښې مسوولیت منلی دی.
دا پېښه وروسته له هغې ده چې تحریک طالبان پاکستان د اختر په ورځو کې د جون له ۱۷مې تر ۱۹مې پورې یو اړخیز اوربند اعلان کړی و.
د اتلانتیک سمندر په اوبو کې ۶۸ بند پاتې شوي کډوال ژغورل شوي
د هسپانیا د سمندري ژغورنې ادارې د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۱مه اعلان وکړ چې یوې کروز بېړي یې د اتلانتیک سمندر په اوبو کې ۶۸ بند پاتې شوي کډوال ژغورلي دي.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې عملیاتو کې د دغو مهاجرو د لرګینې بیړۍ د پنځو تنو سپرلیو جسدونه هم کنري ټاپو ته نژدې په اوبو کې موندل شوي دي.
د هسپانیا د سمندري ژغورنې ادارې په وینا، یو ټانکر د چهارشنبې په ماسپښین د دغه هیواد له شمال لویدیځ څخه د برازیل په لور روان و چې د ټینریف د جنوب په ۸۱۵ کیلومترۍ کې یوه ډوبه شوې کښتۍ وموندله.
هسپانیايي چارواکي وايي، یوې تفریحي کروز بېړۍ د مهاجرو د ژغورلو لپاره خپله لار بدله کړه او وکولای شول چې د بیړۍ عمله او د درېیو کسانو جسدونه وباسي. خو د هوا د خرابوالي له امله د دوو نورو جسدونه په سمندر کې پاتې شول.
فوټبال؛ نن په یورو جام کې درې سیالۍ ترسره کېږي
د اروپا فوټبال د اتلانو په سیالۍ کې به نن هم درې سیالۍ ترسره شي.
د ورځې لومړۍ سیالي به د سلواکیا او اکراین ترمنځ د کابل پر وخت ماذدیګر ۵:۳۰ بجې پیل شي.
د ماسخوتن په ۸:۳۰ بجو بیا پولنډ د اتریش پر وړاندې سیالي ترسره کوي او وروستۍ سیالي به د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې د دوه پیاوړو لوبډلو نیدرلنډ او فرانسې ترمنځ پیل شي.
د یورو جام په پرونیو سیالیو کې یوازې هسپانیې ۱-۰ ایټالیې ته ماتې ورکړه او د انګلستان- ډنمارک او سلوانیا- سربیا سیالۍ مساوي پای ته ورسېدې.
شل اوریز نړیوال جام؛ نن انګلستان او سویلي افریقا سیالي کوي
د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې نن جمعه د جون په ۲۱مه نېټه انګلستان د سویلي افریقا پر وړاندې سیالي کوي.
په روان پړاو کې دواړو لوبډلو خپلې لومړنۍ سیالۍ ګټلي دي.
سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې پیل شي.
تر دې سیالۍ وروسته به سبا شنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې کوربه ویسټ اینډیز له امریکا سره لوبه پیل کړي.
د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د افغانستان دویمه سیالي د جون میاشتې په ۲۳مه نېټه له اسټرالیا سره ده.
امریکا د غزې له جګړې سره هممهاله په لبنان کې له جګړې د ډې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ له اسراییلي چارواکو سره په کتنه کې د غزې له جګړې سره هممهاله په لبنان کې له جګړې د ډې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، بلېنکن د اسراييل د ملي امنيت د عالي شورا له مشر تساخي هانګبي او رون ډېمر او د اسراييل د ستراتيژيکو چارو له وزير سره خبرې وکړې.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د امريکا جګپوړي ډيپلومات خپلو کورونو ته د اسراييلي او لبناني کورنيو د ستنېدو لپاره د ديپلوماتيکو حل لارې غوښتنه کړې ده.
په وروستیو ورځو کې د اسراییل پوځ د "لبنان د برید لپاره د عملیاتي پلانونو" د تایید یادونه خ کړې ده.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یسرایل کاتز هم خبرداری ورکړی چې هېواد یې د لبنان له حزب الله سره د بشپړې جګړې لپاره وروستۍ پرېکړې ته نژدې شوی دی.
خو امريکا په سيمه کې د اسراييل پر وړاندې د دوهمې جګړې د جبهې د جوړولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.