د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

نړۍ

پنټاګون: د روسيې په کورسک سيمه کې د شمالي کوريا يوه قطعه ځای پر ځای شوې ده

د شمالي کوريا پوځيان
د شمالي کوريا پوځيان

د متحده‌ایالتونو د دفاع وزارت وايي، د شمالي کوریا د سرتېرو یوه کوچنۍ قطعه د روسیې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.

پنټاګون اندېښنه ښودلې چې، ښايي له‌‌دې سرتېرو څخه د اوکرایني ځواکونو پر ضد کار واخیستل شي.

د پنټاګون ویاند تورن‌جنرال پاټ رایډر پرون خبریالانو ته وویل، داسې نښې نښانې شته چې د روسیې کورسک ولایت ته د شمالي کوریا لږشمېر سرتېري استول شوي دي او زرګونه نور هلته رسېدو ته یا نژدې شوي او یا په نژدې راتلونکې کې ور روان دي.

رایډر همداراز وویل، پنټاګون د هغو راپورونو د تأیید لپاره کره معلومات نه‌لري چې وايي، په اوکراین کې دننه هم د شمالي کوریا ځواکونه شته.

ولسمشر جوبایډن ویلي دي، په کورسک کې د شمالي کوریا د سرتېرو حضور سخت اندېښمن کړی دی.

بایډن زیاتوي، که دا سرتېري د اوکراین قلمرو ته ننوځي، نو اوکرایني ځواکونه باید برید پرې وکړي.

کامالا هريس: ټرمپ بې‌ثباته او غچ اخيستونکی دی

کامالا هريس
کامالا هريس

د امریکا مرستیال ولسمشرې او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندیدې کامالا هریس پر خپل سیال پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ تور لګولی چې، بې‌ثباته دی او د غچ اخیستو عادت لري.

مېرمن هریس دا څرګندونې پرون سپینې ماڼۍ ته نژدې په یوه پراخه غونډه کې وکړې.

هغې ژمنه وکړه چې د ټولو امریکايانو ولسمشره به وي، خو خپل سیال یې تورن کړ چې د بې‌کنټروله قدرت په لټه کې دی.

د دې غونډې تنظیموونکو وویل شاوخوا ۷۵ زره کسان هلته راټول شوي وو.

که څه هم دا شمېرې د پولیسو او خپلواکو څارونکو له‌خوا نه‌دي تایید شوي، خو د راپورونو له‌مخې د هریس ځینو پلویانو په هغه پارک کې چې ټرمپ څلور کاله مخکې وینا کړې وه، اووه ساعته انتظار وکړ څو د هریس وینا واوري.

په همدې پارک کې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه ښاغلي ټرمپ خپلو پلویانو ته مخکې له‌‌دې چې هغوی د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي، وینا کړې وه.

پخوانی ولسمشر او پلویان یې دا برید کم اهمیته موضوع بولي.

ګوتېريش: د فسلطينيانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره بل بديل نه‌لري

د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش
د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش

ملګري ملتونه وايي، که اسراییل د فلسطینیانو لپاره د دې سازمان له څانګې سره د اړیکو د پرې کولو اړوند نوی قانون عملي کړي، نو د اسراییلو حکومت به د فلسطیني وګړو اړتیاوې د نړیوالو قوانینو په اساس پوره کوي.

د اسراییل پارلمان پرون هغه قوانین تصویب کړل، چې د اسراییلو په خاوره کې د ملګروملتونو د ځانګړې څانګې UNRWA پر فعالیت بندیز لګوي، اړیکي ورسره پرې کوي او د تروریستي ادارې په نوم یې یادوي.

د ملګروملتو د ویاند ستیفان دوجاریک په وینا سرمنشي انتونیو ګوتېریش ویلي چې، د فلسطینیانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره بل بدیل نه‌لري.

ګوتېرش ویلي دي چې UNRWA د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې پرمهال د فلسطینیانو لپاره د ژوند ژغورنې یوازینۍ مرستندویه اداره ده، خو د هغه په وینا د اسراییلو نوی قانون به په غزه کې پر روان بشري وضعیت ناوړه اغېز وکړي.

روسيې پر ۱۳۱ اسټراليايي اتباعو بنديزونه لګولي

د روسيې بيرغ
د روسيې بيرغ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون سه‌شنبې اعلان وکړ، چې پر ۱۳۱ اسټرالیایي اتباعو یې بندیزونه لګولي او هغوی یې روسیې ته له سفر کولو منع کړي دي.

د روسیې له‌‌خوا په دغو بندیزونو کې د اسټرالیا د دفاعي صنایعو استازي، خبریالان او نورې عامې څېرې چې مسکو هغوی د "روسیې ضد اجنډا" په خپراوي تورن کړي، په نښه شوي دي.

دغه بندیزونه د اسټرالیا هغه مخکېني اقدام ته د مسکو مستقیم ځواب دی، چې پر یوشمېر روسي شرکتونو، ادارو او افرادو یې بندیزونه لګولي دي.

پر دې سربېره روسیې د نیوزیلند د دفاع وزارت د درېیو مرستیالانو په ګډون د دې وزارت پر ۹ چارواکو هم بندیزونه لګولي دي.

پر اوکراین د روسیې د بې‌دلیله یرغل راهیسې اسټرالیا د روسیې په څه باندې زرو شرکتونو او افرادو بندیزونه لګولي، چې نیوزیلند هم د روسیې په وړاندې ورته تګ‌لاره مخته وړې ده.

د ګرجستان ولسمشرې د پارلماني ټاکنو د پايلو د بيا ارزونې غوښتنه کړې

د ګرجستان ولسمشره سالومه زورابیشویلي
د ګرجستان ولسمشره سالومه زورابیشویلي

د ګرجستان ولسمشرې سالومه زورابیشویلي له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې په واکمن، د ګرجستان خوب ګوند باندې فشار راوړي چې د انتخاباتو نتیجې له سره و ارزوي.

نوموړې پرون سه‌‌شنبې د دې هېواد په پلازمېنه تبلیسي کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د ګرجستان له څانګې سره په مرکه کې همدارنګه وویل، اروپایي او نور غربي شریکان یې باید پر چارواکو سخت فشارونه راوړي ترڅو د شنبې د ورځې د پارلماني انتخاباتو پايلې چې د هغې په خبره غلا شوي، بیا وڅېړي.

مېرمن زورابیشویلي او د اپوزیسیون ګوندونه وایي چې، په دغو انتخاباتو کې لاسوهنه شوې او شاوخوا درې سوه زره رایې د واکمن ګوند په ګټه کارول شوي دي.

دې ګوند ادعا کړي چې شاوخوا ۵۴سلنه رایې یې ګټلي دي.

دغه ادعاوې او د روسیې د مداخلې په اړه تورونه د دې سبب شوي، چې په ګرجستان کې په لسګونو زره کسان د اعتراضونو لپاره واټونو ته راووځي.

د مسکو يوې محکمې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه فيروز دادوبايف په ۱۳نيم کاله بند محکوم کړ

د مسکو يوه محکمه
د مسکو يوه محکمه

د مسکو یوې محکمې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه فیروز دادوبایف د خیانت په تور په دیارلس‌نیم کاله بند محکوم کړ.

دادوبایف د روسیې او تاجکستان دوه‌ګونی تابعیت لري.

د روسیې دولتي خبري اژانسونو نن د امنیت د فدرال ادارې FSB په حواله راپور ورکړ چې، دادوبایف د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر میاشت کې هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د روسیې پټ استخباراتي معلومات په پلازمېنه مسکو کې د امریکا د استخباراتو یوه استازي ته وسپاري.

محکمې همداراز نوموړی د ۳۰۸۰ ډالر معادل د ۳۰۰ زره روسي روبلو د جریمې په ورکولو هم محکوم کړی دی.

وروسته له‌‌دې چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین یرغل وکړ، په روسیه کې په خیانت د تورنو کسانو قضیې هم زیاتې شوې دي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین تېرکال هغه قانون توشیح کړ چې، له‌مخې یې د خیانت په نوم جرمونو ته تر پخوا درنې سزاګانې ورکول کېږي.

د اوکراين او روسيې جګړه؛ د شمالي قفقاز پر چيچنيا سيمه د لومړي ځل لپاره بريد شوی

هغه سيمه چې بريد پرې شوی
هغه سيمه چې بريد پرې شوی

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې د شمالي قفقاز چیچنیا سیمه د لومړي ځل لپاره د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوه.

د چیچنیا کریملین پلوي دکتاتور مشر رمضان قدیروف نن پر خپله ټلېګرام پاڼه ولیکل چې، دا بې‌پیلوټه الوتکې په ګودرمس ښار کې د هغه پوځي پوهنتون پر ودانۍ ولګېدلې چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په نوم یادېږي.

دا پوهنتون د اوکراین له سرحد څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لیرې پروت دی.

قدیروف وویل، دې حملې انساني تلفات نه‌دي اړولي او هغه اور چې د ودانۍ پر بام لګېدلی و، وژل شوی دی.

کییف تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

قدیروف وویل چې، زرګونه روسي ځواکونو مخکې له‌‌دې چې اوکراین ته واستول شي، د چیچنیا په‌دې پوځي پوهنتون کې پوځي زده‌کړې کړې دي.

ايران کې د يو جرمني وګړي له اعدامېدو وروسته برلين له تهرانه خپل سفير ورغوښتی

۶۹ کلن جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوه ګونی تابعیت یې درلود د تروریزم په یوه لانجمه قضیه کې محکوم په اعدام محکوم شوی و.
۶۹ کلن جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوه ګونی تابعیت یې درلود د تروریزم په یوه لانجمه قضیه کې محکوم په اعدام محکوم شوی و.

په ایران کې د یوه جرمني وګړي له اعدامېدو وروسته د جرمني حکومت له تهران څخه خپل سفیر راوغوښت او په برلین کې د ایران سفیر یې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

۶۹ کلن جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوه ګونی تابعیت یې درلود د تروریزم په یوه لانجمه قضیه کې محکوم په اعدام محکوم شوی و.

د ایران د قضا اړوند میزان خبري آژانس خبر ورکړی چې، پر شارمهد د اعدام حکم پرون د اکتوبر په ۲۸مه د سترې محکمې له تایید وروسته تطبیق شو.

ایراني چارواکو شارمهد د سلطنت د هغې پلوي ډلې په مشرۍ تورن کړی و، چې په ۲۰۰۸ کال کې د شیراز ښار په یوه جومات کې د بمي چاودنې تور پرې لګېدلی و.

په هغه برید کې ۱۴ کسان وژل شوي وو.

يوشمېر لوېديځو هېوادونو د ګرجستان پارلماني ټاکنې له بې‌نظميو ډکې بللي

د ګورجستان پارلماني ټاکنې
د ګورجستان پارلماني ټاکنې

په ګرجستان کې له لانجمنو انتخاباتو وروسته لوېدیځ هېوادونه له‌دې هېواد سره پر خپلو اړیکو بیا غور کوي.

متحدایالتونو، کاناډا او سویډن د ګرجستان پر پارلماني انتخاباتو چې د روسیې پلوي ګوند د ګرجستان ارمان ګوند یې د ګټلو ادعا وکړه، انتقاد وکړ.

له‌دې مخکې د دې انتخاباتو په ترڅ کې د پراخو بې‌نظمیو راپورونه ورکړل شوي وو او د اپوزیسیون ګوندونو د پراخو اعتراضونو پرمهال ادعا وکړه چې، مسکو په‌دې انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.

سویډن اعلان وکړ چې د ګرجستان له حکومت سره مستقیم اړیکي پرې کوي او کاناډا وویل چې له تبلیسي سره پر خپلو اړیکو بیا غور کوي.

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر سناتور بن کاردین ویلي، د ګرجستان په انتخاباتو کې د بې‌نظمیو اړوند راپورونه د اندېښنې وړ دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې او متحدایالتونو مخکې په ګرجستان کې د ډیموکراسۍ د په شاتګ په اړه خبرداری ورکړی و.

بلوچستان کې د رغنيزو چارو پنځه کارکوونکي وژل شوي

د بلوچستان نقشه
د بلوچستان نقشه

وسله‌والو کسانو په بلوچستان کې د رغنیزو چارو پنځه کارکوونکي وژلي دي.

یوه سیمه‌يیز چارواکي نن خبریالانو ته وویل، دا پېښه د ایران پولې ته نژدې د پنجګور بند په سیمه کې شوې ده.

تر اوسه هيڅ یوې ډلې د دې برید پړه نه‌ده منلې.

له طبیعي زېرمو شتمن بلوچستان له کلونو را په‌دې خوا د ناامنیو ډګر دی.

په‌دې ایالت کې د بلوچستان د ازادۍ د پوځ په نوم بېلتون‌پاله ډله چې متحدایالات یې نړیواله تروریستي ډله بولي، د پاکستان د حکومت پر ضد جګړه کوي.

د اکتوبر په ۱۱مه د همدې ایالت په دوکي ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان شل تنه کارکوونکي په یوه برید کې چې پړه یې هيڅ ډلې ونه‌منله ووژل شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG