نړۍ
د ایران د سکرو کان کې د شوې چاودنې له کبله د مړو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی
د ایران په طبس کې د سکرو د کان په یوه ورکشاپ کې له چاودنې وروسته، د جنوبي خراسان والي اعلان وکړ چې د مړو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی دی.
خو داسې ښکاري چې د دې پېښې د قربانیانو شمېر به نور هم زیات شي.
په خبرونو کې د بې درکه شویو کسانو په اړه هم معلومات ورکړل شوي چې تر دې دمه یې شمېر ۲۲ تنه ښودل شوی دی.
نن یکشنبې سهار د جنوبي خراسان والي جواد قناعت د پېښې د قربانیانو شمیر ۳۰ او د ټپیانو شمیر ۱۷ اعلان کړی و.
چاودنه پرون شپه شاوخوا ۹ بجې وشوه، او ایراني رسنیو په لومړیو کې د یوه تن د مړینې او د کان کیندنې په تونل کې د پاتې کارکوونکو د بې درکه کېدو راپور ورکړ.
د جنوبي خراسان د والي په وینا، چاودنه په دوو بلاکونو کې شوې، ۲۲ کسانو په بيB بلاک کې او ۴۷ کسانو په سيC بلاک کې کار کاوه.
د امریکا الاباما کې ډزې؛ لږترلږه څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
د امریکا د الاباما ایالت په برمنګهم ښار کې د ډزو په یوه پېښه کې لږترلږه څلور کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
د برمنګهم ښار د پولیسو په وینا، څو تنو برید کوونکو تېره شپه شاوخوا یوولس بجې پر خلکو ډزې وکړې.
په دې پېښه کې دوه نارینه او یوه ښځه وژل شوي او څلورم کس په روغتون کې سا ورکړه.
پولیسو ویلي چې لسګونه کسان نور ټپیان شوي چې د ځینو حال نازک دی.
تر دې دمه هیڅ برید کوونکی نه دی نیول شوی او پولیسو له خلکو غوښتنه کړې چې که په دې تړاو هر ډول معلومات لري له دوی سره دې شریک کړي.
د وسلهوال تشدد په نوم د مرکز د احصایې پر اساس، سږ کال په امریکا کې لږترلږه ۴۰۳ تنه په لویو وسلهوالو بریدونو کې وژل شوي دي.
د دې ادارې د تعریف له مخې، "لوی بریدونه" هغو قضیو ته ویل کېږي چې لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي وي.
د همدې احصایو له مخې، د دې کال په تېرو نهو میاشتو کې په متحدوایالتونو کې په ډزو لږترلږه ۱۲ زره ۴۱۶ تنه وژل شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه.
ځايي چارواکي وايي چې پرون شنبه په قلعه عبدالله کې د یوه ۱۵ میاشتني ماشوم د پولیو ویروس تایید شو.
له دې سره سږ کال په پاکستان کې د پولیو پېښې ۲۱ ته ورسېدې.
په دغو پېښو کې ۱۴ په بلوچستان کې ثبت شوي دي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیسو ویروس پهکې له منځه نه دی تللی.
حزبالله د اسراییل په شمال کې پر څو سیمو تر ۱۰۰ زیات توغندي ویشتلي
د لبنان حزبالله نن سهار وختي د اسراییل په شمال کې پر څو سیمو تر ۱۰۰ زیات توغندي وویشتل.
دې ډلې، چې د متحدوایالتونو لهخوا یوه تروریستی ډله بلل کېږي، وویل چې ځینې توغندي یې د حیفا ښار ته نږدې لګېدلي دي.
داسې ښکاري چې د جګړې ښکېل اړخونه د تاوتریخوالي له زیاتوالی وروسته د بشپړې د پراخې جګړې په لور روان دي.
د تېرې شپې له توغندويي برید وروسته د اسراییل په شمال کې د هوایي بریدونو لپاره د خطر زنګ ووهل شو او په زرګونه خلک پناه ځایونو ته ولېږدول شول.
د اسراییل پوځ ویلي چې توغندي د ملکي سیمو په لور ویشتل شوي دي.
د اوکراین هوایي ځواک د روسیې د ۷۱ پیلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړ
د اوکراین هوایي ځواک نن یکشنبې وویل چې هوایي دفاعي سیستمونو یې تېره شپه د روسیې له ۸۰ بې پیلوټه الوتکو څخه ۷۱ ویشتلي دي.
د اوکراین هوایي ځواک دا هم ویلي چې روسیې د اوکراین له لوهانسک سیمې څخه دوه توغندي ویشتلي دي.
خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې توغندي چېرته لګېدلي او آیا د سر او مال تاوانونه یې اړولي او که نه.
په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د هوایي دفاع ځواکونو یې تېره شپه د اوکراین ۱۵ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.
د ایران په یوه کان کې چاودنې لږترلږه ۳۰ کسان وژلي
د ایران د خراسان جنوبي ولایت په طبس ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، په دې چاودنه کې چې د میتان ګازو د لیک له امله شوې، لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
چاودنه د شنبې په شپه شوې ده.
په پیل کې، ایراني رسنیو د يوه تن د مړينې او په تونل کې د کارګرانو د راګير پاتې کېدو راپورونه ورکړي وو.
اسراییلي ځواکونو په رامالله کې د الجزیرې شبکې پر دفتر یرغل وروړ او د هغه د تړلو امر یې وکړ
د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړ چې اسراییلي ځواکونو نن سهار د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په رامالله کې د دې شبکې پر دفتر چاپه اچولې او کارکوونکو ته یې ویلي چې خپل دفتر بند کړي.
اسوشېټېډپرېس اژانس راپور ورکړی چې الجزیرې پر خپل دفتر د اسراییلي پوځیانو د حملو ژوندي تصویرونه خپاره کړل.
د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونه، چې په وسلو سمبال وو او ماسکونه یې پرمخ وو، د تلوېزیون د ژوندۍ خپرونې په ترڅ کې دفتر ته ورننوتل او امر یې وکړ چې دا دفتر دې د اوس لپاره تر ۴۵ ورځو پورې بند وي.
اسراییلي ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د چک جمهوریت په پارلماني ټاکنو اپوزیسیون مخکښ بلل شوی
په چک جمهوریت کې د پارلماني ټاکنو د خپرو شویو لومړنیو پایلو له مخې، د واکمن ګوند اپوزیسیون یا "اېایناو" ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.
د چک جمهوریت د احصايي ادارې پرون ویلي، د اپوزیسیون اصلي ګوند په تېرو دوو ورځو کې له ۱۳ سیمو څخه په لسو سیمو کې سیالۍ وکړې او دا رایې يې ترلاسه کړې دي.
د راپورونو پر بنسټ، د ټاکنو پایلې د اپوزیسیون ګوند څخه د چک د خلکو ملاتړ ښکاره کوي.
هاریس د اکټوبر په ۲۳مه په تلوېزیوني مناظره کې د ګډون وړاندیز ومانه
د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ډیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هاریس د سيایناین CNN تلوېزیونې شبکې هغه وړاندیز ومانه چې د اکټوبر په ۲۳مه به په یوې مناظره کې ګډون کوي.
د هاریس ټاکنیز کمپاین د شنبې په ورځ ویلي وو، د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ هم باید په دې مناظره کې ګډون وکړي.
له دې وړاندې د سيایناین په ورته مناظره کې د روان کال په جون میاشت کې ډونالد ټرمپ ګډون کړی و چې یوه بریالۍ مناظره يې بللې وه.
ټرمپ د هغې مناظرې د تنظیموونکو او د سيایناین د مدیرانو ساتینه هم کړې وه.
د جون په ۲۷مه ټرمپ له بایډن سره په یوې مناظره کې ګډون کړې و چې بایډن په کې په ښه توګه له خپل دریځ څخه دفاع ونه کړای شوه او په پایله کې کاملا هاریس د هغې پر ځای د راتلونکو ټاکنو لپاره کاندیده شوه.
په لاهور کې د عمران خان د خوشې کېدو په پار رابلل شوې ناسته پای ته ورسېده
په لاهور کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یا پيټيآی هغه ناسته پای ته ورسېده چې د پخواني صدراعظم عمران د خوشې کېدو په پار د هغه د پلویانو لهخوا رابلل شوې وه.
د دې ګوند مشر ګوهرعلي خان پرون شنبې د سپټمبر۲۱مه ویلي، د پنجاب له حکومت سره د ټاکلو شرایطو له مخې يې ناسته پای ته رسولې ده.
د پېښور په ګډون د پاکستان له ډېرو ښارونو د پيټيآی د زرګونو پلویانو کاروانونه له تېرې ورځې راهیسې لاهور ته روان وو.
په اسلامآباد کې د مشال راډیو خبریال وايي، د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور چې د نیولو امر يې شوی دی، ونه توانېده چې دې ناستې ته ورسېږي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، که څه هم دې ناستې ته ډېر خلک ورغلي وو، خو د دې هېواد د اطلاعاتو او نشراتو وزیر ویلي چې پيټيآی د خپلو پلویانو په راټولو کې پاتې راغلی دی.
د زنداني عمران خان پلویانو له دې وړاندې هم د هغه د خوشې کېدو په پار وړاندې ناستې او لاریونونه ترسره کړي دي.