د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

نړۍ

د ناامنۍ له ډېرېدو سره-سره پاکستان نن د شانګهای سرمشريزې کوربه دی

د اسلام‌اباد يوه څنډه
د اسلام‌اباد يوه څنډه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د ایوروایشیا سیمې لوړپوړي چارواکي د شانګهای په سرمشریزه کې داسې مهال راټول شوي چې، دغه هېواد له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مخامخ دی.

زرګونه امنیتي ځواکونو نن سه‌شنبه اسلام‌اباد ته ورغلي، لویې لارې او سړکونه د همدې سرمشریزې د امنیت په موخه بند کړي دي.

ياده غونډه کې د امریکا د پخواني متحد چین په ګډون د ۷ هېوادونو صدراعظمانو او د هند د بهرنیو چارو وزیر برخه اخیستې.

دوی د سیمې پر امنیتي او سیاسي مسئلو او دغه راز سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ او د شانګهای سازمان د غړو پر یووالي خبرې کوي.

غونډه داسې مهال پيل شوې چې، پرون دوشنبه په بنو کې د وسله‌والو مخالفانو په برید کې ۴ پولیس او ۵ برید کوونکي وژل شوي دي.

د بنو د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو اخیستی دی.

بل لور ته نا پېژانده وسله‌والو د جمعې په ورځ په بلوچستان ایالت کې ۲۱ کان کېندونکي ووژل.

اسراییلي پوځیانو د حزب‌الله پر اهدافو تازه بریدونه کړي

په لبنان کې پر حزب‌الله د اسراییلو د بریدونو یو انځور
په لبنان کې پر حزب‌الله د اسراییلو د بریدونو یو انځور

وروسته له دې چې د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې باندې نور رحم نه کوي، اسراییلي پوځیانو نن لبنان کې د دغې ډلې پر اهدافو تازه بریدونه کړي دي.

حزب‌الله چې یوه پوځي او سیاسي ډله ده، د متحده ایالتونو له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله د لبنان په جنوب کې تر ډېره حاکمه ده او د دغه هېواد په پارلمان کې استازي هم لري.

د لبنان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونو پر بقاع درې بریدونه کړي او بعلبک ښار کې یې یو روغتون ویشتی دی.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې د اسراییل صدر اعظم ویلي، پر اسراییل د حزب‌الله د یکشنبې ورځې برید ته به چې څلور پوځیان په کې ووژل او لسګونه نور ټپيان شول، بې‌رحمانه ځواب ورکړي.

د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ اسټرالیا او نیوزیلنډ نیمه پایلوبې ته ووتل

د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبډله
د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبډله

د ښځو په پيل شوي نړیوال جام کې له الف ګروپ څخه اسټرالیا او نیوزیلنډ د نیمه پایلوبې پړاو ته ووتل.

له یاد ګروپ څخه د هندوستان، پاکستان او سریلانکا لوبډلې ونه توانېدې چې بل پړاو ته لار پیدا کړي.

د دغه نړیوال جام د ګروپي پړاو یوه لوبه پاتې ده چې نن سه شنبه به د انګلستان او وېسټ اینډیز ترمنځ ترسره شي او تر دې لوبې وروسته به معلومه شي چې له ب ګروپ څخه کومې دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار پيدا کوي.

د ویلو ده چې د نیمه پایلوبې پړاو به د اکټوبر په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه ترسره شي او پایلوبه به بیا د اکټوبر په شلمه نېټه وي.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې څلور پولیس افسران او پنځه وسله‌وال وژل شوي

په بنو کې پولیس د پلټنې پر مهال
په بنو کې پولیس د پلټنې پر مهال

د پاکستان په نا ارامه خیبر پښتونخوا ایالت کې د اکټوبر په ۱۴مه لږترلږه څلور پولیس افسران او پنځه وسله‌وال ووژل شول.

یوه پولیس افسر چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، ازادي راډیو ته وویل، دا کسان وروسته له هغه ووژل شول چې اورپکو د پولیسو پر مرکز برید وکړ.

د بنو د پوليسو دغه افسر دا هم وویل چې وسله وال د پوليسو قرارګاه ته ننوتلي او له پوليسو سره يې نښته کړې ده.

امنيتي ځواکونو سيمې ته غځېدلې لارې بندې کړي او پوځي هیلیکوپټرې هم په داسې حال کې په دې سیمه پروازونه کول چې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د دغه برید مسوولیت منلی دی.

لبنان په شمال کې د اسراییلو هوايي برید؛ لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي

په لبنان کې د اسراییلو برید له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور
په لبنان کې د اسراییلو برید له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

د لبنان په شمال کې پرون د اسراییلو په هوايي برید کې لږترلږه ۲۱ کسان ووژل شول.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې اته نور ټپیان شوي دي.

د راپور پر اساس، د ایتو ښارګوټي کې د اسراییلو په هوايي برید کې هغه کور په نښه شوی چې بېځایه شویو کډوالو ته په کرایه ورکړل شوی وو.

اسراییلو داسې وخت په لبنان بیا بمباري کړې چې د اسراییل اکثر خلک له لبنانه د راکټونو د لګېدو په سبب په پټنځایونو کې اوسي.

پرون په اسراییلو باندې حزب‌الله ته په منسبونو توغندیزو بریدونو کې لږترلږه څلور اسراییلي عسکر وژل شوي او تر ۶۰ نور زیات ټپیان دي.

اروپايي ټولنې پر ایران نوي بندیزونه تصویب کړل

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو بیرغونه
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو بیرغونه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ د اکټوبر ۱۴مه، د منځني ختیځ د زیاتېدونکو شخړو او د روسیې پر وړاندې د اوکراین د ملاتړ لپاره پر نویو تدابیرو د غور لپاره راټول شول او پر ایران یې نوي بندیزونه تصویب کړل.

د اروپايي ټولنې بندیزونه هغه شرکتونه او کسان په نښه کوي چې د ایران د بالستیک توغندیو په پروګرام کې ښکېل دي او دا توغندي او نورې وسلې د اوکراین پر ضد په جګړه کې د کارونې لپاره روسیې ته لېږي.

تر دې وړاندې، اروپایي سرچینو د ازادې اروپا ایراني څانګې، راډیو فردا ته ویلي وو چې اروپایي ټولنه په دې ناسته کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ۱۴ تړلو کسانو او ادارو په شمول پر ایران ایر هوايي شرکت، د نویو بندیزونو په اړه پرېکړه کوي.

اروپايي ټولنې درې ایراني هوايي شرکتونه، ایران ایر، ماهان ایر، او ساها هوايي شرکت، او له هغو سره دوه تړلي تدارکاتي شرکتونه په خپلو بندیزونو کې شامل کړي دي.

خیبرپښتونخوا کې د پولیسو پر یوه مرکز د وسله‌والو برید؛ چارواکي: په مرکز کې دننه جګړه روانه ده

په بنو کې پاکستاني امنیتي ځواکونه
په بنو کې پاکستاني امنیتي ځواکونه

د خیبرپښتونخوا په بنو کې افراطي وسله‌والو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی چې راپورونه وايي، لا هم دوام لري.

د پولیسو چارواکي وايي چې په جګړه کې تراوسه درې بریدګر او درې پولیس وژل شوي دي.

په بنو کې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د ازادۍ راډیو د مشال څانګې ته ویلي، وسله‌وال د پولیسو یوه مرکز ته دننه شوي او له پولیسو سره یې وسله‌واله نښته دوام لري.

په عین حال کې د پوځ هیليکوپټرونه هم په بنو ښار کې پروازونه کوي.

د دې حملې مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی دی.

د ښځو د کرکټ نړيوال جام کې نن پاکستان او نيوزيلنډ يو له بل سره سيالي کوي

د ښځو د کرکټ د نړيوال جام د سياليو يو انځور
د ښځو د کرکټ د نړيوال جام د سياليو يو انځور

د ښځو د کرکټ نړیوالو جام سیالیو په لړ کې به پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلې نن له یه بل سره مسابقه کوي.

دا لوبه د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان پر وخت د شپې پر ۸:۳۰ بجې پیلېږي.

پرون په شارجه کې دوې لوبې وشوې.

انګلستان وتوانېد سکاټلینډ ته په ۱۰ ویکټو او اسټرالیا وکړای شول، هندوستان ته په ۹ منډو ماتې ورکړي.

د ښځو د کرکټ د نړیوال جام پایلوبه به د تلې/ میزان پر ۲۹مه نېټه وشي.

غزه کې پر يوه روغتون د اسراييل بريد؛ لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي

پر غزه د اسراييل بريد
پر غزه د اسراييل بريد

نن سهار د غزې تړانګې د یوه روغتون پر انګړ د اسرايیل په هوايي حمله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او د خېمو په هغه کمپ کې د اورلګېدو سبب شوه، چې د جګړو بې‌ځایه شویو په‌کې پناه اخیستې وه.

د فلسطینیانو روغتیايي سرچینې وايي، په پېښه کې تر شلو زیاتو کسانو بدنونه په اور سوځېدلي دي.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د خبر له‌مخې، د اسرايیل پوځ د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي، په حمله کې یې هغه افراطي وسله‌وال په نښه کړي، چې په ملکیانو کې پټ شوي وو.

دغه پوځ په وروستیو کې له ګوڼه ګوڼې ځک پناه ځایونه او د خېمو پر کمپونو په وار-وار حملې کړي او ادعا یې کړې، چې له دغو ځایونو د حماس ډلې چې د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، غړو د حملو لپاره کار اخیست.

پوليسو کراچۍ کې پر لاريونوالو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو پرون یک‌شنبه د زرګونو مظاهره‌‌چیانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګازو کار واخیست.

لاریون کوونکو هڅه کوله چې د امنیتي خنډونو څخه تېر شي.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې، د یوه افراطي ګوند شاوخوا ۲۰۰۰ پلویانو غوښتل چې د ښار د رسنیو کلب ته ځانونه ورسوي، ترڅو د مدني ټولنې د ډلو له هغو مظاهرو سره خپل مخالفت څرګند کړي، چې مقدساتو ته په سپکاوي د یوه تورن په اړه رابلل شوې وه.

مشکوک کس په‌دې وروستیو کې په توقیف کې وژل شوی دی.

د پاکستان تحریک لبیک ګوند پلویانو هغه وخت پولیس په ډبرو وویشتل او د ګزمې یوه موټر ته یې اور واچاوه، چې پولیسو د رسنیو کلب ته د دوی د ننوتلو مخه ونیوله.

دغه ګوند ویلي چې، په اخ و ډوب کې یې یو غړی کې وژل شوی دی.

پولیسو په دواړو مظاهرو کې شاوخوا ۲۰ تنه ګډونوال نیولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG