نړۍ
فوټبال؛ اردوغان د ترکیې او هالنډ ترمنځ د نیم پایلوبې لیدو لپاره جرمني ته ځي
ترکي چارواکي وايي ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپا د فوټبال جام د سیالیو په لړ کې د ترکیې او هالنډ ترمنځ د نیم پایلوبې لیدو ته برلین ته ولاړ شي.
دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د یو ترک لوبغاړي لانجمن حرکت د ترکیې او کوربه جرمني ترمنځ ډپیلوماتیکه لانجه جوړه کړه.
ترکیې پرون چارشنبې په انقره کې د جرمني سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ څو د فوټبال په ډګر کې د ترکي لوبغاړي مریه دیمیرال د لاس پر هغه اشاره چې د تندلارو ملتپالو نښه بلل کېږي د جرمني د کورنیو چارو د وزیرې نانسي فېزر لهخوا د شويو انتقادونو سپیناوی وکړي.
د ترکي فوټبالر د لاس اشاره له هغې تندلاري ډلې سره اړونده ګڼل کېږي چې د خړو لېوانو په نوم پېژندل کېږي.
د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې جرمني په ځوابي اقدام کې نن په برلین کې د ترکیې سفیر احضار کړ.
د پاکستان په کراچۍ کې پرلهپسې تودوخې له ۵۰ ډېر کسان وژلي
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پرلهپسې تودوخې له پنځوس ډېر کسان وژلي دي.
د کراچۍ د پولیسو ویاندې سمیې سعید ویلي چې دا کسان په تېره یوه میاشت کې د تودوخې له پیله جل وهلي دي.
د تودوخې د دې څپې په نتیجه کې د روغتیايي چارواکو او د ژغورنکو ډلو په وینا روغتونونه له ناروغانو او سړې خونې له مړیو ډکې شوې دي.
د کراچۍ د جناح روغتون ویاند حس علي د جرمني خبري آژانس ته ویلي چې پرون د جولای په درېیمه، چې د تودوخې درجه د سانتي ګراد له ۵۵ درجو واوښته، دې روغتون ته نوي جل وهلي کسان راوستل شول.
د هند صدراعظم د روانې جولای میاشتې په اتمه او نهمه روسیې ته سفر کوي
کریملین نن وویل چې د هند صدراعظم نریندرا مودي به د جولای په اتمه او نهمه روسیې ته سفر وکړي او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به وګوري.
د مودي د سفر خبر لومړی ځل تېره میاشت روسي چارواکو ورکړ، خو دقیقه نېټه یې نه وه ښودلې.
روسیه د سړې جګړې له کلونو څخه له هند سره پیاوړي اړیکي پاليو خو له نوې ډیلي سره د مهم اقتصادي شریک په توګه د اړیکو اهمیت وروسته له هغه لا زیات شو چې مسکو په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین یرغل وکړ.
د مودي په مشرۍ هند پر اوکراین د روسيې د یرغل له غندنې ډډه کړې، خو په عین حال کې د دې کړکېچ د سولهییز حل پر اړتیا ټینګار کوي.
مودي وروستی ځل په ۲۰۱۹م کال کې روسیې ته سفر کړی و.
په بریتانیا کې پارلماني انتخابات روان دي
د بریتانیا خلک نن په پارلماني انتخاباتو کې رایې ورکوي.
تمه ده چې د کارګر ګوند نوماند کایر سټارمر به په دې انتخاباتو کې بریالی شي او په دې توګه به د ریشي سوناک د محافظه کار ۱۴کلنه له لانجمنې واکمني پای ته ورسېږي.
د نظرپوښتنو له مخې د سټارمر منځلاری کیڼپال ګوند به په دې انتخاباتو کې بریا ترلاسه کړي، خو نظرپوښتنې دا هم وايي چې د محافظه کار ګوند له جنجالي او اوږدې واکمنۍ وروسته چې په پایله کې یې په اتو کلونو کې پنځه صدراعظمان بدل شول، ډېری رای ورکوونکي یوازې بدلون غواړي.
که نظرپوښتنې دقیقې وي، بریتانیا به د نورو هغو اروپايي هېوادونو لاره تعقیب کړي چې د کوېد۱۹ د وبا له خپرېدو او پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د اقتصادي شاتګ په خاطر یې حکومتونه بدل شول.
د رایو ورکولو بهیر به په سیمهییز وخت د شپې په اتو بجو پای ته ورسېږي او ورپسې به مقدماتي نتایج اعلان شي، خو بشپړ نتایج سبا سهار اعلانېږي.
حزبالله د اسراییلو پر یوې پوځي اډې له ۲۰۰ ډېر میزایلونه توغولي
د لبنان حزبالله وايي، د هغې حملې په غبرګون کې، چې په پایله کې یې د دې ډلې یو مهم قوماندان ووژل شو، د اسراییلو پر یوه پوځي اډه له ۲۰۰ ډېر میزایلونه توغولي دي.
دا د لبنان او اسراییلو د سرحد په اوږدو کې د تېرو څو میاشتو نښتو په ترڅ کې د حزبالله لهخوا چې ایران یې ملاتړ کوي، تر ټولو لوی برید شمېرل کېږي.
تراوسه د دې برید له کبله د انساني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
د اسراییلو پوځ پرون د جون ۳مه تایید کړه چې یوه ورځ مخکې یې محمد نعمه ناصر چې د لبنان په جنوب کې د حزبالله له درېیو مهمو قطعو څخه د یوې قوماندان و، وژلی دی.
نظرپوښتنه: د لُپین ګوند به د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کې اکثریت څوکۍ ونه ګټي
د یوې نظرپوښتنې له مخې د مري لُپین په مشرۍ د ملي لاریون ګوند به د جولای په اوومه د فرانسې د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کې اکثریت څوکۍ ونه ګټي.
د نظرپوښتنې له مخې د فرانسې لوی ګوندونه به د دې تندلاري ملتپال ګوند د بریا مخه ډب کړي.
د هریس انټراکتیف موسسې لهخوا شوې نظرپوښتنه، چې د ملي لاریون پر ضد د نورو سیاسي ګوندونو له یووالي وروسته په چلینجیز مجله کې خپره شوې زیاتوي چې د لُپین ګوند به د فرانسې د ملي شورا له ۵۷۷ څوکیو څخه ۲۸۹، چې د اکثریت لپاره حتمي دي، پوره نه کړي.
دا نظرپوښتنه وروسته له هغه خپره شوه چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې څه باندې ۲۰۰ کاندیدانو د جمهوریپالو د جبهې په نوم د یو سیاسي بهیر په ترڅ کې په انتخاباتو کې له ګډون څخه لاس واخیست څو په خپلو انتخاباتي حوزو کې د هغو کاندیدانو بریا ته لاره پرانېزي چې د تندلارو ملتپالو د ماتولو ښه چانس لري.
غزه کې د اوربند ټينګولو لپاره يوځل بيا هڅې پيل شوي
په غزه کې د اوربند د ټینګولو لپاره یوځل بیا د هڅو تازه نښې پرون ښکاره شوې.
د راپورونو لهمخې له څو اونیو نسبتا پټې ډیپلوماسۍ وروسته مصر او قطر چې د اوربند لپاره منځګړتوب کوي د اوربند د طرحې په اړه له حماس ډلې څخه چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، د اسراییلي برمتهوو د خوشې کولو او د غزې په تړانګه کې د اوربند اړوند مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییل د غزې پر بیلابیلو سیمو حملو ته دوام ورکوي.
د صدراعظم بینیامین نتنیاهو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د اسراییل د استخباراتي ادارې موساد په استازولۍ ویلي دي چې اسراییل د دې طرحې په اړه غور او څېړنه کوي.
بايډن د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته د درېدو اعلان وکړ
د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د خپل هېواد راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو درېږي.
نوموړي دغه اعلان د چهارشنبې په ورځ وروسته تر هغه وکړ چې د ډیموکرات ګوند اکثرو غړو ترې له واکه د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.
د راپورونو لهمخې یو شمېر ډیموکراتانو وروسته تر هغه له بایډن نه وغوښتل چې له ټاکنیزو سیالیو لرې شي چې هغه له خپل سیال سره په مناظره کې ځینې کمزورۍ له ځانه وښودې.
تر دغې مناظرې وروسته نیویارک ټایمز وویل، بایډن خپل یوه ملګري ته ویلي چې ټاکنو کې له سیالۍ لاس په سر کېږي.
وروسته سپینې ماڼۍ دغه راپور رد کړ.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې سږ کال نومبر کې د جو بایډن او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا ترسره کېږي.
د روسیې او چین ولسمشرانو د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي
د روسیې او چین ولسمشرانو ولادمیر پوتین او شي جین پینګ پرون د شانګهای غونډې په څنډه کې مخامخ سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې وکړې.
لوېدیځ اژانسونه وایي، دا په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې دوهم ځل دی چې پوتین او شي سره مخامخ لیده کاته کوي.
د سیمې د دوو قدرتونو دغو مشرانو پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای دوه ورځنۍ غونډه پرانسته چې نن پنجشنبه پای ته رسېږي.
د شانګهای سازمان ۲۰۰۱م کال کې د چین او روسیې له خوا د منځنۍ اسیا د امنیت په هدف جوړ شو، خو اوس یې اصلي او ناظر غړي زیات شوي او په یوه ډول یې د لوېدیځ ضد دریځ غوره کړی دی.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، روسیه غواړي د دغې غونډې له لارې یوځل بیا د خپل قدرت ننداره وړاندې کړي او وښيي چې د لوېدیځ له بندیزونو سره سره منزوي شوې نه ده.
د خیبر پښتونخوا باجوړ کې چاودنه؛ د سنا د پخواني غړي هدایتالله خان په ګډون څلور کسان وژل شوي
د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د پاکستان د سنا د پخواني غړي هدایت الله خان په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
د پاکستاني پولیسو په وینا، دا چاودنه پرون هغه وخت وشوه چې هدایتالله خان د باجوړ ډمه ډولې سیمې ته په موټر کې روان و.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی او د تحریک طالبان پاکستان ډلې ویلي چې په دې چاودنه کې لاس نه لري.
هدایتالله خان د خیبر پښتونخوا د پخواني والي شوکتالله خان ورور، له ۲۰۱۲م کاله تر ۲۰۲۴م پورې د پاکستان د سنا غړی و.